ظاهر قدیر : فهرست از روابط فامیلی در وزارت مالیه
19.05.2013 22:47
د افغانستان د ماليي وزیر حضرت عمر زاخیلوال خپل ټول د فامیل غړي د ماليي وزارت په مختلفو دندو ګمارلي دي چي په لاندي ډول تاسي محترمو کتونکو ته معرفي کیږي .
آنچه در ادامه می آيد متن و فهرستی است که ظاهر قدیر در صفحه فیسبوک خود از روابط فامیلی در وزارت مالیه افغانستان به رهبری زاخیلوال منتشر کرده است.
1: د ماما ځوي ننګرهارګمرک اداري مسول د دولسم صنف فارغ حاجي نجیب
2: د ترور ځوي ننګرهارګمرک د تشریح مسول بي سواده اسد زاخیلوال
3: د ترور ځوي ننګرهارګمرک مراقبت سیار بي سواده دوست زاخیلوال
4: ماما وزارت مالیه مطبوعاتي مسول پښتو ادبیات نجیب الله منلي
5: د ماما ځوي/ځوم کرکټ بورډ کرکټ بورډ اجرایوي ریس د طب ډاکټر ډاکټر ایمل زاخیلوال ( لمړي پلا )
6: د ماما ځوي/ځوم سي ټاپ وزارت مالیه اډوایزر د طب ډاکټر ډاکټر ایمل زاخیلوال ( دوهم پلا )
7: د ماما ځوي/ځوم وزارت زراعت د تدارکاتو ریس CBR د طب ډاکټر ډاکټر ایمل زاخیلوال ( دریم پلا )
8: د ماما ځوي کرکټ بورډ ریس مالي دارالمعلمین عبدالعلۍ زاخیلوال ( لمړي پلا )
9: د ماما ځوي برښناریاست کابل ریس تدارکات دارالمعلمین عبدالعلۍ زاخیلوال ( دوهم پلا )
10: د تره ځوي وزارت مالیه سي ټاپ اډوایزر د طب ډاکټر ډاکټر الماس زاخیلوال
11: خور سي ټاپ اډوایزر لسانس شیما زاخیلوال
12: تره ننګرهار د بریښنا ریس د دولسم صنف فارغ محب الرحمن زاخیلوال
13: خور ارګانهاي محل سي ټاپ اډوایزر لسانس ګلالي زاخیلوال
14: نژدي خپلوان ریاست عمومي عواید ریس عواید غیرمالیاتي د دولسم صنف فارغ حلیم صدري
15: نژدي خپلوان معینیت عواید دعوایدو عمومي ریس شرعیات عبدالرحمن مجاهد
16: ورور دوزارت په ټولوبرخوکښي دټولوچارو اوپریکړوواکدار دعوت الجهاد پوهنتون ډاکټر توریالي زاخیلوال
دابه هم ورسره اومنو چی زاخیلوال ټول خپلوان په مهموم دندو په مهمو ځاینو کی ګمارلی دی او داوقعیت هم دی او اداری فساد اودخپل دندی څخه استفاده کول او دبل چا په حق باندی خیټه اچول دی اوزمونږ داساسی قانون له مخی لوی جرم بلل کیږی ، زما په نظر داسی ډیر نور څه شته دی چی دزاخیلوال اداری فساد مالوم کړی چی دحکومت دبودیجی څخه یی دخپل شخصی ګټی لپاره استفاده کړی وی او دخلکو په دنده ګمارل دهغوی څخه یی په لک هاو ډالر اغستی وی ددی ټول لپاره ثبوت پکار دی او داکارونه ټول شوی دی او وس هم روان دی ان تری دی چی لودین هم ددی خبرو تصدیق کړی کوم چی دفسادپرضد داداری ریس دی ، دکابل بانک کوم قضیه او دهغی څخه دزاخیلوال قرضه ټولوته مالومه ده چی لستونه یی هم په فس بوک کی خپاره شوی دی په دی ادرس یی کتلی شی . https://www.facebook.com/media/set/edit/a.123354111160625.26574.100004581094891/.زه په خپله ظاهر قدیر نه تایده وم هغی خو په خپله خوله اقرار اوکړه چی څومره مسرف لری او څومره بودیجه ، اوپه دی یی هم اقرار اوکړه چی هیڅ نوع دسوداګری شرکت یا دفتر نه لری او که هر چا دده په نوم څه پیداکړه نودابه استعفا ورکوی او دپارلمان کی دوکیل په صفت هیڅ نوع ضرورت هم نه لری .
زاخیلوال یی مخکنی دوسی چی دمخدرمواد په قاچاق کی ونیول شول اوبیا یی کرزی صیب چی الله تعالی دی هلاک کړی دخپل دټولټاکنی دکمپاین لپاره ټول بندیان په یوفرمان باندی خوشی کړل کوم چی په ۱۸ او ددی نه په ټیټو کلونوک په قید محکوم شوی وو هم یو له لوی ثبوتونو څخه دی خبری پری ونه کړی دا هم د زاخیلوال بی کفایتی ده ، دوړو مسله خو وړه خبره ده ،دځمکو غصب ، ترورو دکابل ننګرهار په لاره ، دغیرقانونی سلاح ګانو ګرزول ، اوداسی نوری خبری چی دظاهر قدیر کورنی په ننګرهار کی کوی او دکرزی څخه نیولی ، دامنیت شورا ، کورنی اودفاع چارووزیران او امنیت ملی ټول پری خبر دی خو هیڅ څوک ددی اقدام نه کوی خو کله چی وزیر استضاح ته راغوښتل کیږی نو بیا وزیر صیب رسنی راغواړی او ددی اعلان کوی چی ډیر وکیلان په قاچاق او نورو جرایمو کی لاس لری اوبیا چی وزیر پارلمان ته لاړ شی بیا دشپږو کسانو نومونه اخلی .
زه په دی ایمان لرم او باوری هم یم چی دپوښتنی ورځ هم شته دی خو چی هر څوک په هغه رب په لوی قسم خوری او اعلان هم کوی چی (مافساد نه دی کړی که چیری چی چا ثبوت کړه نو زه استعفا ورکوم او قسم خوری چی الله تعالی دی ماله اولاد څخه خلاص کړی که مایوه افغانی خیانت کړی وی او غږ کوی چی موری ماداسی کار نه دی کړی چی ستا شیدی ماته ونه بښل شی ) راځی چی داخبره یا داقضاوت خلکوته وسپارو او هغوی دی دافیصله اوکړی .
هغه متل چی داسی میز (کشمش ) نشته دی چی بی ډکی وی ، زاخیلوال لوی خاین دی ، بیا دکرزی کابینی نور غړی ، دکرزی صیب مرستیالان ، دجمهوری ریاست مشاورین او خپله کرزی صیب هم دټولو څخه لوی ملی او نړیوال خاین او دفساد منبع ده او لوی عامل دکرزی بی کفایتی او بی تفاوته پاتی کیدل او ضعیف حکومت داری ده چی دفساد یی وزیږول او هغه ته نور هم رشد ورکړه او عاملینو ته یی مسنونیت ورکړل .
زما په فکر کرزی صیب غواړی چی کله دوکیلان رسوا کول اوکله دښځو دمنع خشونت قانون ولسی جرګی ته لیږل داسی لوبه ده چی غواړی دوکیلانو مخ بل خواته واړه وی او څوورځی چی پاتی دی په نورو کارونوکی مصرفی کړی او هغه کومه دنده چی دولسی جرګی او دمشرانو دجرګی ده هغه په دی خبرو معطل کړی ترڅو دټولټاکنی قانون او نور قوانین چی نن سبا زمونږ ګران هیواد ورته ضرورت لری پاس نه شی او همداسی خبره هم ده .
که چیری دټولټاکنو قانون دولسی جرګی څخه پاس شی نوبیا کوم کسان چی کرزی صیب دټولټاکنی په کمیسون کی مقررکړی دی بیا خو دهغو دندوته لوی ګواښ پیداکیږی نو کرزی صیب غواړی چی دغه کسان وساتی ترڅو اوکړی شی دخپلی خوښی کاندید چی د۲۰۱۴ کال دجمهوری ریاست ټولټاکنی کی به دافغانستان جمهور ریس کیږی ورته زمینه برابره کړی او کرزی خپل ټیم دخپل ځان دبقا لپاره په اینده حکومت کی هم وساتی . او که چیر ی دا کار ونه شی نو کیدای شی دکرزی ډیر څه برملا شی او دکرزی په کړنو باندی خلک اعتراض اوکړی اودمحکمی غوښتنه یی هم اوکړی نو په دی خاطر دادکرزی او دامینت شورا ډیرلوی ګیم دی داچی په هیواد کی څه کیږی په دی د کرزی ، امنیت شورا ، وزیرانو ،ولسی او دمشرانو جرګو تش په نامه وکیلانو څه !!! ؟ هغوی خپلی ګټی روانی دی دافغانستان مظلومو خلکو دی الله تعالی مل شی .
دزاخیلوال په دی رسوا کولو سره باید زاخیلوال هم محکمه شی دا ځکه چی داخبروو خو نه یی غوښتل چی رسوایی کړی او کله چی یی دخپلی استضاح خبره یی راغله نو بیا یی اعلان اوکړه .
که چیر ی زمونږ په هیواد کی قانو ن وی اوپلی هم شی نو اول باید زاخیلوال او بیا دحکومت نور چارواکی چی له دی قضی څخه یی دیو سپر کار اخستل محکمه شی اوبیا نور کوم چی جرم یی کړی دی ، زه په یقین سره داخبره کولی شم چی په دی کار کی دزاخیلوال هم لاس شته دی ځکه چی کله چی دزاخیلوال چوکره دننګرهار په ګمرک کی دریس په صفت کارکولو چث فعلآ دننګرها دمستوفی په صفت کارکوی او پارلمان کی دوه نور چوکره ګان شریف الله او یار چی یار یی د مالی اوبودیجی دکمیسون ریس دی او دابل یی هم دکمیسون دریس په صفت کارکوی په دی خبرو خبر وو او نه یی غوښتل چی اعلان یی کړی . دانه ده چی په پارلمان کی فقط هم داشپږ کسان په فساد کی ککړ دی ، دپارلمان اودمشرانو دجرګی داداری مشری څخه نیولی تر ۹۵ ٪ پوری وکیلان دمشرانو او ولسی جرګی په فسادکی ککړ او دخیل دی هم دا علت دی چی حکومتی چارواکی بی له کومی ویری په فسادکی ککړدی او نورهم فساد ته لمن وهی چی عامل یی داشول چی افغانستان په نړی کی په فسادکی اول مقام حاصل کړه چی دایو ډیر لوی مقام دی .
په اخیر کی په دی سوال چی الله تعالی دی هغه اشخاص هلاک تبا ه اوبرباد کړی کوم چی دافغانستان او دافغانستان په مظلوم ملت په سرنوشت لوبی کوی او الله تعالی دازمونږ ویده اولس نور راویښ کړی چی دخپل حق په خپله تپوس اوکړی .
امین ثم امین

