انسان ښکلی دی
19.05.2013 11:12مینه منم وفا منم ماته انسان ښکلی دی
دانسانیت لباس کې ولله چې جهان ښکلی دی
زه د بشر د ژوندن حق ته احترام لرمه
دورورولۍ او محبت داشین اسمان ښکلی دی
دمرګ اوژوبلې اوازمړوای صداقت وای هر خوا
په دا لڼډعمرکې د ژوندکول ارمان ښکلی دی
کاشکې چې جوړه شي په سوله کې دمینې دنیا
هرې لیلاته خواکې ناست دزړه جانان ښکلی دی
که دا نړۍ ګلاب ګلاب سپرلی سپرلی شي چیرته
حفیظ ملیار ته خودا خپل افغانستان ښکلی دی

