د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رحمان بابا(ر)، ساقي او .../ دريمه او وروستۍ برخه

ګل ولي شاه ساده حيدرخېل 19.05.2013 13:10

څه به سم په صبحدم ګوري وچاته
چې دې سترګې په مۍ مستې شبينه دي:
/صبحدم/ ګيځ مهال ته وايي چې د خوښۍ او تازګۍ رڼې شيبې لري خو په عرفاني اصطلاح کې د الله تعالی د وحدت نُور ته وايي. /سترګې/ لکه څنګه چې
پخوا ويل شوې د ښکلا، /مۍ/ د الله تعالی د مينې او /مستي/ د دغې مينې د کېف سمبولونو دي.
/شبينه/ نسبي صفت دی. چې د مستوسترګو د مستۍ نسبت يې شپې ته کړی دی. شپه يا تياره د غم، خپګان او د حجاب سمبوليکې ماناوې لري. /سم نه کتل/ د ناز او مينې لپاره کنايه ده.
عارف شاعر وايي: دا چې ښکلا دې د پردې په وخت ( د الله تعالی او سالک
ترمنځ د شيانود پرتونو حايله زمانه) کې هم د مينې له مستۍ ډکه ده نو د
يووالي (وحدت) په څرګنده درجه کې خو حتمي سم کتل نه کوي يعنې انسان له ډېرې مينې او د مينې له ډېره کېفه لېونی ( مجذوب ) کړي.
ميخواران که يې خبر شي له مستۍ نه
د رحمان د ميخانې شراب د څښو دي:
/ميخوار/ په تصوفي اصطلاح کې د سالک، /ميخانه/ د کامل پير، د پيرباطن (زړه) او د پيرۍ په ماناګانو کارېږي. د پير زړه چې په ديني اصطلاحاتو
کې سينه هم ورته وايي د الله تعالی د مينې او معرفت د انتقال وسيله ده.
ابوهريره (رض) فرمايي،ژباړه: ما له رسول الله (ص) څخه دوه ډوله علم زده کړو چې له هغې څخه مې يو ( د ظاهر علم (شريعت) پر خلکو وويشلو خو که د دويم (د باطن علم ) په اړه سپڼ هم ووهم خلک به زما مرۍ پرې کړي. يعنې که څوک په
دې برخه کې څه ووايي ظاهراً له شريعت سره په ټکر کې راځي او پايله به يې داسې وي لکه د منصور بن حلاج پايله. نو دغه دويم علم سينه په سينه د تصوف او عرفان په لړ کې انتقالېږي.
لکه ميخانه چې د شرابيانو د راټولېدلو او د شرابو د انتقال ځای دی همداسې د کامل پير پيري او زړه هم د سالکانولپاره د الله تعالی د مينې او معرفت ورته وسيله ده. چې مريدانو ته د الهي مينې شراب او د الله تعالی نه بيانېدونکې پېژندنه ورانتقالوي.
پيرعبدالرحمان وايي: سالکان که د رحمان د پيرۍ په سلسله کې د الله تعالی د مينې له کېفه خبر شي نو حتمي به دا شراب وڅښي يعنې مريدان به شي ځکه چې رحمان اوس د ميخانې ( پيرۍ ) څښتن ( ساقي ) دی او شراب يې ( د الله
تعالی محبت چې د الله تعالی د معرفت سبب ګرځي ) نورو ته د ورکولو وړ دي.
له دې شعره مالومېږي چې رحمان بابا د تصوف په لړ کې ټول مقامات او
حالات په برياليتوب سره تېرکړي او د کامل تر درجې پورې رسېدلی دی.
چې خوناب يې د چشمانو مۍ ناب شي
پيوسته له دغې جامه سره جم وي:
له ډېره درده د سالک بهېدونکې سربخونې اوښکې چې کله د سوچه شرابو
(سوچه مينې) رنګ راوړي نو له دا ډول سوچه شرابو د جام (زړه) سره پاچا (الله ج ) حتماً وي.کله چې د سالک مينه له ډېرو کړاوونو وروسته سوچه شي نو
هله به محبوب ته ورسېږي.
سجاده به د ساقي د لارې فرش کا
هر صوفي چې د سرو ستروګو خريدار وي:
/سَجاده/ عربي نوم دی. جای نماز يا د لمانځه ځای ته وايي. په جای نماز يا
د لمانځه په ځای کې له خدای سره خبرې او رازونياز کېږي نو د سجاده اصطلاحي مانا د صوفي باطن يا د الله تعالی سره اړيکه ده / سرې سترګې/ مستۍ ته کنايه ده. شعر وايي: صوفي که په تصوف کې د مستۍ، مَقام او کېف غوښتونکی وي نو بايد خپل باطن، دالله تعالی سره اړيکه، خپل مَقام او مُقام له
مرشده پټ ونه ساتي او دا هر څه د تواضع په ډول دخپل پير د لارې فرش وګرځوي.
بيا دې نوي شراب څښلي دي پوهېږم
په رخسار دې ګل کرلي دي پوهېږم:
د بابا ددغې مطلع ټول غزل په ده پورې ځينې روايات هم تړلي چې له
راوړلو يې تېرېږو او تر خپله وسه يې مطلع د تصوفي اصطلاحاتو له مخې مانا کوو.
/ رخسار/ په لغت کې مخ او څېرې ته خو د عرفان په اصطلاح کې هويت او
حقيقيت څرګنديدلو ته وايي. /نوي شراب څښل/ نوي انداز او ناز ته اشاره ده. /ګل کرل/ ظاهراً د ښکلا او سنګار مانا ورکوي. خو عام اصطلاحي منظور يې د بدې ارادې فعل دی. لکه خلک چې وايي: پلاني د ځان لپاره ګلان وکرل. يعنې بدې چارې يې وکړې او پايله به يې ښه نه وي. داچې دلته ګلان په رخسار کرل شوې نو مطلع وايي: حقيقت دا دی چې زما په اړه دې اراده بدله شوې. ته چې کومه نوې بې پروايي او ناز کوې په دې هر څه زه پوهېږم.
د ګلګونو ميو ناوې راته ناسته
زنګاري قميص اغوستی د مينا دی:
د الله تعالی له مينې ډک د پير زړه او باطن ( له سورچکو ميو ډکه مينا لکه زرزري خت يې چې اغوستی وي ) د الله تعالی د مينې او بندګۍ په لار کې مې داسې ملګرتيا کوي لکه د ژوند تر ټولو نېږدې او مينه ناک ملګری ( ناوې ).
دبابا په شاعرۍ کې د تصوفي اصطلاحاتو او سمبولونو د دې برخې په اخېر کې د بابا دغه راڼه بيتونه هم ولولئ:
چې دارو د دردوغم دي هغه می
ساقي مارا يو دوه جامه پياپی (پرلپسې)
مۍ د خپلو لبو را، نه د انګورو ـــــ
چې اول يې نوشيدن وي پسې قی
جام د ميو چې غمخوار د کل جهان شو
زه به اوسم په دا غم کې تابکی (ترڅو پورې)
راشه يو ځل مې هسې مست خراب کړه
چې خبر نه شم له حاله د هېڅ شی:
تردې ځايه پورې مو د بابا په شاعرۍ کې له تصوفي اصطلاحاتواو سمبولونو مالامال شعرونه تشريح کړل اوس به نو هغه شعرونه راواخلو په کومو کې چې همدا څېړل شوې کلمې په خپلو ماناو يا خپلو ماناو ته په ورته ډول کارول شوې:
په هېڅ رنګ له بده خويه نه جاروزي
هسې مست د جاهلۍ په شراب وي:
هر ډول عمل يو ډول کيف لري. څوک چې کوم عمل په خپله خوښه ترسره
کوي حتمي خوند ورکوي. که چېرې خوند نه ورکوي نو بيا خو يې نه ترسره کوي. ځکه خو په دينې لارښوونو کې هم بيابياراغلي چې په پلاني کار کې دوی ته شيطان خوند اچولی و. يا دا کار دوی ته خپلو نفسونو ښکلی کړی و. لکه د يوسف (ع) ميرانه وروڼو ته چې خپلو نفسونو د وړوکي يوسف څاه ته اچول
ښکلي کړي وو او داسې نور ....
په پورتني شعرکې شراب په اصلي مانا راغلې او ناپوهي ورسره تشبه شوې ده. لکه شراب چې انسان مستوي او عقل يې شنډوي د ناپوهۍ مستي هم
داسې ده. څوک چې په دې مستۍ مست وي په هېڅ ډول هم له بده خويه نه اوړي.
دا د ميو څه مستي او سُرخي نه ده
تيغ د سترګو يې په وينو کې غرقاب دی:
په جذب کې د سالک سترګې معمولاً داسې سرې وي ته به وايې چې شراب يې څښلي. مجذوب سالک عبدالرحمان بابا وايي: د عارف دغه مستي (جذب) او د سترګو سوروالی څه له شرابو څخه نه دي بلکې د سترګو تيغ (نظر) يې په وينو کې دی.يعنې سترګې يې ځکه سرې دي چې له ډېرې ژړا نه يې د اوښکو پر
ځای په سترګو کې وينې دي چې دا د ډېر کړاو لپاره کنايه ده.
لکه رنګ د ميونابو چې لېده شي په ښېښه کې
هسې رنګ په ضعيف تن کې نمايان دي زماروح:
تن له ښېښې سره تيشبه کول د پاکۍ مانا ورکوي. په تصوف کې نه يواځې د زړه پاکي مهمه ده بلکې له زړه سره سم بايده دي چې تن هم پاک وي. د تن له پاکۍ څخه موخه د لباس او د ظاهري پوستين پاکي نه ده. بلکې د وينې او
غوښې پاکي مطلب ده. خو پوښتنه داده چې دا پاکي به نو څنګه ترلاسه کېږي؟ په ځواب کې يې د دغې پاکۍ لپاره ترټولو غوره نُسخه د پيغمر(ص) حديث شريف وړاندې کېږي چې ابوهريره (رض) رانقل کړی دی، ژباړه: ګېډه د وجود حوض (تالاب) دی او رګونه تږي ورته راځي. ( رګونه يې لښتي دي.) نو ګېډې ته چې کوم څه ورشي له هغې څخه وينه جوړېږي. هغه په وجود کې خورېږي. مغزو ته خېږي. د وجود غوښه ترې جووېږي. مني ترې جوړېږي. هغه د اولاد په جوړښت کې لګېږي او داسې نور ډېر اساسي موضوعات ورنه راوځي خو نه غواړو چې خبره اوږده شي راځو دې ته چې که دغې تالاب ته حرام خوراک ورشي وجود به چټل او د رنګ شوي ښېښې په څېر وي او که حلال خوراک ورشي نو وجود به پاک او د سپينې ښېښې غوندې روڼ وي چې د روح اثر به له ورايه پکې د نور په څېر څرګند وي لکه په سپينه ښېښه کې چې سوچه شراب ښکاري.
رحمان بابا دغه پاکي حاصله کړې ده. دی وايي د داسې انسان د تن په ښېښه کې الهي انوارات، د روح اثارات او د الهي سوچه مينې نښې له ورايه مالومېږي او په لېدلو يې انسان ته الله تعالی وريادېږي.
زه بې تا هسې ګمان کړم چې سفال دی
که نسکور مې په لبانو جام د جم وي:
/سُفال/ په فارسي کې د خاورو لوښي ته وايي. لکه جام،کوزه يا مَټ (ماټ).
شاعر وايي: بې له تا (الله تعالی) نه مې که د جمشيد د پاچاهۍ جام هم په نصيب وي مګر زه يې تش د خاورو لوښی ګڼم.
د دغې ليکنې په پای کې د بابا هغه ساقي رنګه او شرابي ډوله بيتونه هم ولولئ چې تشريح يې راته تکراري وبرېښده او يا يې تشريح ته اړتيا نه وه:
چې دا هسې معرفت يې پرې پيرزو کړ
په رحمان باندې منت د پاک مولا دی.
چې مې نوشه د هجران پياله کړه تلخه
د وصال دولت مې کُل زهرو ګنډير شو.
چې د مۍ و د طرب په خوند خبر شو
فراموش کړو صوفي نفل د اشراق.
که مې ولمانځي په ساقي په يوه جام
تردا هورته به نور څه وي احترام.
هزار جام وصراحي دې فلک مات کړه
څو به ګرځي په دا دور جام زما.
دا ځواب رحمان هغه کا چې دولت وي
که دلبر د ديدن مۍ پياپی راکه.
چې لذت يې د سرو شونډو وي موندلی
نوره مينه د شرابو په جام نه که.
په هغو د لعلولبو مۍ حرام وي
څو دا نور لذت په حپسر حرام نه که.
جام د ميو چې د ځان په وينو مومم
ترو زلال که جګرخون دی نه پوهېږم.
هم په داچې له خودۍ يې شم بې خوده
د هجران په غم کې لپې لپې بنګ خورم.
د رحمان خاطر غمونو هسې زنګ کړ
مګر جام د مۍناب وي چې صيقل شي.
چې د څنګه مې دلبر په لاس کې جام دی
نن اورنګ د رمانې زما غلام دی.
تا چې رنګ د ميو ورکړو و لبانو
اور دې پورې کړ پّ کور د ميخوارانو.
پخته کله دي چې لاف د پختګۍ کا
پختګان دي په دې خُم کې خام دستا.
شرابيان چې شراب مومي خو يې شومي
کله منع په اختر په ادينه دي.
لکه مۍ چې په مينا کې تجلي کا
نور د حسن په حجاب کې بې حجاب وي.
زرداران که اوبه څښي په جام د زرو
زما خوښ دا خپل د خاورو کنډولی دی.
چې پرې غم غلطومه د شپې پاڅم
کله مۍ په شونډو کېږدم کله نی.
يايې ورکا په شرابو
يايې ورکا په زِنا.
په شرابو کې خوند نشته
د يار شونډې هم شراب دي هم شکرې.
د يار ډېرې غمخوارۍ يم عاجز کړی
رحمان ځکه په خوردن د شراب خوښ يم.
هسې بې شرابو مست يم ستا په عشق کې
چې آګاه نه يم په سروپه سامان.

سرچينې
۱: ــــ د عبدالرحمن(رح) بابا ديوان، تصحيح د رسا سيدرسول، يونيورسټي بک ايجنسي پېښور ، د ۱۹۷۶ ع کال چاپ.
۲: ــــ زرکاڼی، مجروح، مشتاق يوسفزی، د تصحيح او زياتونو سره،تاج پرنټنګ پريس پېښور، د ۱۹۹۸ع کال چاپ.
۳: ـــــ خوږه ژبه، عبدلرحيم مسلم دوست،عنايت خپروندويه ټولنه: بورډ ناصرباغ، د ۱۳۸۶ه ش کال چاپ.
۴: ــــ رابعه اردو لغت، جامع، نويد اې شيخ،د نديم يونس لاهورچاپ.
۵:ـ فروز لغات، نئ ترتيب اور اضافو کې سات، د ۲۰۰۷ ع کال فيروز چاپ.
۶: ـــــ فرهنګ عميد، عميد حسن، ۱۳۶۹ه ش کال، انتشارات اميرکبير، تهران.
۷: ـــــ دستورزبان فارسي، پنج استاد، امير اشرف الکتابي، ۱۳۸۰ ه ش سال، چاپ دوم.
۸: ــــ احياءعلوم الدين، امام غزالي(رح)،پښتو ژباړه: مولوي سيدعنايت ( پاچاګل)
۹: ــــ هنداره، څيړندوی رفيع حبيب الله. د چاپکال: ۱۳۸۸ل.
۱۰: ـــــ متون نظم و نثر عرفاني، پوهمنمل دوکتور عبدالغني برزين مهر،
سال چاپ: ۱۳۸۵ه.ش.
۱۱: ـــــ تصوف او سلوک،فقير زوالفقاراحمد نقشبندي مجددي، پښتوژباړه، پروفيسرقاسم محمود نقشبندي مجددي، د چاپ کال: ۱۹۹۸ع.
۱۲: ـــــ تاج البخاري، پښتو شرح صحيح البخاري. شارح: مولانا ظهورالباري اعظمي فاضل دارالعلوم ديوبند، پښتو ژباړه: مولانا محمدامين درانی.
۱۳: ـــــ ځينې انټرنېټ پاڼې.