د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نواز شریف، ډیورڼدکرښه او د روستیو ناندریو پیر

سرلوڅ مرادزی 16.05.2013 02:45

نواز شریف پخپل ټاکنیز کمپاین کې پرله پسې په دې خبره ټینګار کړی چې که چیری بریالی شي، پاکستان به د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې له ټلوالې او لیکو څخه راوباسي. نوموړي همداراز د روان کال د مۍ په اتمه د پېښور په سوابۍ کې د خپل ټاکنیز کمپاين يوې غونډې ته وويل « که چېرې په ټولټاکنو کې بريالی شي کابل او پېښور به د موټور وې (لويه لار) له لارې سره ونښلوي» ( ۱ )
اوس ټولټاکنې شوي او نواز شریف په داسې یو طرفه ټولټاکنو کې چې هلته د کوزو پښتنو د ملتپاله ملي عوامي ګوند او نورو سیکولرو ډلو لاسونه، د استخباراتي پلانونو سره سم د مذهبي توندلارو په ګواښونو او ځانمرګو بریدونو تر شا تړل شوي وو، په نسبي ډول زیات وټونه ګټلې او د خپلو همڅنګو یارانو سره د یو اتلافي حکومت په جوړولو لګیا دي.
نوازشریف د مسلم لیګ د هغه ګوند مشر دی چې د پاکستاني ايډیالوژۍ بر بنسټ رامنځته شوی او سیمه کې یوازې د پنجاب شوونیستي او ملیتاریستي ګټو ساتي او پالي. هغه اوس په داسې مهال د حکومت واګي ترلاسه کوي چې استخباراتو او پوځ يي مخکې له مخکې د ډیورنډ په کرښه شخړه پیل کړې او وسلوال ټولګي يي د ډیورنډ پر بره غاړه په ګوشته او کونړ کې په توده جګړه بوخت دي !
داسې ښکاري په ټولټاکنو کې د نوازشریف په مشرۍ د مسلم لیګ، د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف او نورو توندلارو مذهبي ډلو بریا، په پاکستان او سیمه کې د کړکېچ او تاوتریخوالي پله نوره هم درنه کړي، د ډیورنډ پر کرښه پنجاب خپلو روستیو ناندریو ته لا قوت ورکړي او افغانستان کې د خپلوغوښتنو او موخو لپاره چنې، لا ښکاره او بربنډې وړاندې کړي.
احمد رشید پاکستانی لیکوال او خبریال، په امريکا کې د پاکستان پخواني سفير حسين حقاني چې په نويمو کلونو کې د نواز شريف سلاکار و، له قوله څرګندوي« د پاکستان په نوي حکومت کې به د افغانستان پاليسي پوځ پرمخ وړي، نه ملکي حکومت. نوازشریف د اوس لپاره غواړي چې امريکايان له افغانستانه ووځي، هغه لا هم غواړي چې پاکستان په افغانستان کې نفوذ ولري، د ده وروستي حکومت د طالبانو ملاتړ کاوه. هغه له ولسمشر کرزي او افغان مشرانو سره شخصي اړيکي نه لري لکه څرنګه چې يې ولسمشر زرداري لري، نو زما په فکر افغانستان به بيا هم يوه له هغو سيمو وي چې هلته به تګلاره د پاکستان پوځ تعيينوي »( ۲ )
دا چې له ګنداو او خاپښ کنډو څخه چې ویل کیږي د ډیورنډ استعماري او تپلې کرښه چې فزیکي شتون نه لري، خو د انګریز او د هغه د بچوړي پنجاب په خوب و خیال کې له دې ځایه تیریږي، پنجاب نور هم ۵۵ کیلو متره د پاتې افغانستان په لور رامخته کیږي او ګوشتې ولسوالۍ ته څېرمه د ګوڅړۍ پر کنډو رااړوي، هلته پوستې جوړوې او کنترولي دروازې دروي چې روستیو کې د افغان ویاړلې اردو د ډیورند ضد ټولګیو لخوا ویجاړې او دړې وړې کیږي، خو پنجابي پوځې ټولګې له خپلو درنو وسلو سره، اوس هم په دغه سیمه کې شتون لري او یا د کونړ په نړۍ ولسوالۍ کې هم پنجاب د ډیورنډ پر بره غاړه مخې ته راځی او پر دې سربېره، د کونړ او نورستان ولایتونو څو ولسوالۍ، وخت په وخت د توغندیو تر بریدونو لاندې نیسي، هغه نښې او پیلامې دي چې د ډیورنډ پر کرښه او له هغې بره غاړه د پنجاب له نویو غوښتنو او موخو سره تړلي دي.
په دې توګه د پېښو پراختیاوو ته په کتو، دا پنجاب دی چې روستیو کې پرله پسې وايی چې د ډیورنډ کرښې مسله د دوی په اند حل شوې ده، خو د خپلې ادعا په خلاف نورهم د ډیورنډ کرښې په بره غاړه د پاتې افغانستان په لور راخوځيږي اوغواړي ډیورنډ کرښه د افغانستان په لور د خپلو نورو ستراتیژیکو موخو د پلیتابه لپاره د یوې وسیلې پتوګه وکاروي.
د پنجاب دا دوه مخي او منافقت چې یوخوا په ښکاره د ډیورنډ کرښې د حل نارې وهي او بلخوا عمل کې نورهم له کرښې بره غاړه پرمخ روان دي، د هغه افغانانو زړه نا زړه توب او شک له منځه وړي چې پرافغان دولت نیوکه کوي چې ولې يي بېوخته د ډیورڼد کرښې د نه پېژندلو غږ پورته کړ او يا هغوی چې وايی افغان دولت باید پنجاب سره دا کرښه د رسمي پولې پتوګه ومنی!
داسې کسان په حقیقت کې دې خبرې ته لږ پام کوي چې افغانستان د ډیورنډ پر کرښه د موجوده کړکېچ د پيل پړه، پر غاړه نه لري بلکې دا پنجاب دی چې افغانستان سره کړکېچ ته نوره هم لمن وهي او افغانستان اړباسي چې د مقابلې او جګړې لپاره، خامخا د حلال دایرې ته راښکته شي.
په داسې حالاتو کې افغانستان بله لار نلري او اړ دی چې ووايی ( جنګ شودیار، سر شودیار)!
البته پنجاب افغانستان سره د ډیورنډکرښې له منلو سربېره نورې غوښتنې هم لري، چې که پر اباسین ونه درول شي، د پنجاب غوښتنې پای نلري!
د محور ورځپاڼې د مۍ میاشتې په ۷ مه، په یوه شننه کې لیکلي دي « پاکستان حکومت له تورخم نه پېښور ته غځېدلې لار، د رغونې په پلمه تړي او غواړي د گوشتې پرخوا يوه بله لار پرانېزي چې د پاسپورت په پلمه به په گوشته کې ډيورنډ لاین ته، تر تورخم مستحکمه دروازه کېنوي.»
بل پلو پخوا په رسنیو کې ویل شوي وو چې د تورخم ــ اسلام اباد لارې د بیا رغونې لګښت امریکا پریکوي.
همدارنګه لکه چې مخکې ورته اشاره وشوه، د نواز شریف دا خبره که چېرې په ټولټاکنو کې بريالی شي کابل او پېښور به د موټور وې (لويه لار) له لارې سره ونښلوي، دا رسوي چې د ډیورنډکرښې د منلو او په افغانستان کې د پنجاب د نورو غوښتنو او اندیښنو په اړه پنجاب له ځیني پلازمېنو څخه څه ډاډ ترلاسه کړی وي.
د ډیورنډ کرښې پر سر په بحثونو کې د پنجابي اندیښنو تر اغیز لاندې سیاستوال او رسنوال په روستیو کې داسې اشارې ورکوي چې ددې کرښې د منلو پر سر، شهید سردار داوودخان هم له هند سمندر سره د افغانستان د نښلولو په موخه په پاکستان کې د یوه سړک په جوړولو چې افغانستان لپاره به ځانګړی شوی وي، موافقې ته رسیدلی و، په داسې حال کې چې په دې اړه هیڅ راز رسمي لاسوند نه دی لیدل شوی.
دا چې پنجاب اوس د ډیورنډکرښې پر برغاړه مخې ته راځي او په ګوشتې ولسوالۍ کې پوستې او دروازې جوړوي، لامل يي دا دی چې د ایساف ځواکونو په لویلاس هغه سیمه پاکستاني ځواکونو ته سپارلې اویا د ډیورنډکرښې مسله حل شوې ګڼي، ددې کرښې په اړه د امریکا او انګریز د روستیو څرګندونو څخه اوبه څښي.
په افغانستان کې د ایساف ځواکونو ویاند جنرال ګونټرکتز دا هم ویلی « تاسو ټول پوهیږﺉ چې؛ د ایساف ماموریت په افغانستان پورې محدود دی، که کومه پیښه کیږي، دواړه لوري د دې موقع لري چې دا مساله نړېوالې ټولنې ته راجع کړي، ملګرو ملتونو ته یې راجع کړي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا داسې لارې چارې لري چې څرنګه له دارنګه پیښو سره څه وکړي. »
د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د ډیورنډ کرښې له وړاندې کېدو سره سم، امریکا او انګریز چې وايي دا کرښه يي په رسمیت پيژندلې، د پاکستان په ګټه دریږي، له دې کبله د ایساف ځواکونو د ویاند دا خبره، افغانستان سره د دوستۍ له مخې نه کوي، بلکې د هغې لويي توطيي برخه جوړوي، چې نورو څانګو ته يي پورته اشاره وشوه.
افغانانو د ولسمشر کرزي له دې پریکړې چې وايي « د ډیورنډکرښه به هیڅکله په رسمیت ونه پيژنو » په وخت او پرځای ننګه وکړه او پر دې خبره باید افغان ملت او دولت په ټینګه ودریږي. که امریکا په افغانستان کې د پوځي اډو او یا نورو اړتیاوو له مخې پنجاب ته د ډیورنډکرښې په منلو افغانستان اړباسي او د خلیفه له جیبه پاکستان ته بخښښ ورکوي، افغانان ورسره دا نه مني.
افغانان پاکستان ته د ډیورنډکرښې له منلو پرته، د نورو اختلافاتو د لیري کولو لپاره د سولې او خبرو اترو لاره وړاندې کوي، خو پنجاب باید په لومړي قدم کې د ډیورنډکرښې په بره غاړه ۵۵ کیلومتره نیولې خاوره خوشې کړي او له ګنداو ښکته خپلو پخوانیو اډو ته ستون شي، په ګوشته کې له خپلو پوستو او دروازو تېر شي او پر کونړ او نورستان خپل پوځي بریدونه ودروي او په افغانستان کې له لاسوهنو، شخړو او جګړو لاس واخلي!
اخځونه:
( ۱ ) روهي بریښناپاڼه
( ۲ ) ازادي راډیو