د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ماليې وزيرته دجهاد مبارکي

ګهيځ احمد 15.05.2013 20:56

مبارک ! مبارک ! مبارک
دماليې وزير ته د افضل جهاد
وزيرصاحب ! کوردې ودان چې په خلاص مټ دې ، ددې وطن او ملت پر وړاندې هغه څېرې څرګندې کړې چې نن به درسنيو له لارې دقاچاقبرو او مافيايي کړيو په نوم يادېږي . خو چا پر موږ هم نه ګراوه . تا په ښه جراات ، متانت او له څوکۍ څخه دقربانۍ په جذبه دې ملت ته چې وينې او غوښې يې زبېښل شوي ، هغه څېرې څرګندې کړې ، کور دې ودان .
دملت په کور کې يوشمېر ناستو استازو غوښته چې څېرې يې بربنډې نه شي ، نو شور او هاى هوى يې جوړ کړى و ، نه يې غوښته چې همداسې حقايق رابرسېره شي ، د څوکۍ پرځاى دملت بې وسۍ ته وګوري . هغوى چې بې شمېره ټوپکوال ګرځوي ، دسترخوانونه يې غوړېدلي دي ، کرايي قسم خوړلي کسان له ځانه سره ګرځوي .
اوس يې دادى سرچينې څرګندې شوې ، موږ اريان دې ته وو چې دغه کسان ، دغه بې خرته پيسې له کومې کوي ؟ اوس تاسې دغه سرچينې څرګندې کړې . که څه هم په لومړيو کې موږ ته داګيله را ولاړه شوه چې ولې وزير صاحب دغه څېرې له وړاندې نه رسوا کولې ؟ خو اوس هم بختور يو، وياړ ستا پردغه شهامت . خداى ج دې وکړي چې همداسې هغه تورې څېرې هم را بربنډې شي چې خپل ځانونه يې اتلان نومولي او اتلولي يې په فساد کې اخستې . ددغو کسانو اتلولۍ بنسټ پر فساد ايښودل شوى دى . اوس دولت بايد ددغو اسنادو پر بنسټ هغه څېرې چې په فساد کې ښکېلې دي . دملت په مخ کې دقانون منګولو ته وسپارل شي ، له ملت نه مو هيله داده چې نور خپل خدمتګاران وپېژني او خپله قېمتي رايه پرهغو کسانو ولوروي چې ددوى استازولي وکولاى شي .