د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زموږ دپیغمبررسول الله (ص) غوره خبري :

وکيلي 14.05.2013 23:06

هرشی وخپل اصل ته ورګرځي .
هیڅ یومسلمان تربل مسلمان ښه والی نه لري،خوښه والی په تقواکي دی .
کاسب دالله (ج)دوست دی .
دهرمسلک لپاره الله (ج)یوانسان پیداکړی .
هرچاتې الله (ج) پرخپل نیت ور رسوي .
په عصبانیت کي، که ولاړ وې کښېنه اوکه ناست وې ولاړسه .
په کارکي بېړه مه کوه،بېړه دشیطان کار دی .
د رنځور پوښتنه کوه .
د مسلمان ورور ستونزه ورخلاسه که، چي الله (ج)ستامشکل درحل کي . صحیح البخاري ۱۱۱۵
دظالم مسلمان سره مرسته هغه ده، چي دی له ظلمه را وګرځه وې . صحیح البخاري ۱۱۱۶
هرچاچي په ظلم او زور دمسلمان ځمکه اخستې وه، اووه واره هغومري ځمکه به د قیامت په ورځ د ده په غاړه وي او دابه له ځانه سره دې خواهاخواګرځه وي . صحیح البخاري ۱۱۱۹
غوره پال هغه دی، چي څوک له چانه ښه خبره و اوري . صحیح البخاري ۱۹۷۸
هرڅوک چي یونیالګی کښېنوي او هغه مېوه وکي اوله هغې مېوې څخه که انسان یاژوی ئې وخوري دا دهغه سړي خیرات دی . صحیح البخاري ۲۰۱۹
هرڅوک چي پرخلکوحکومت کوي اودهغو کارسم نه کوي دجنت بوی به پیدانه کي . . صحیح البخاري ۲۲۰۱
څوک چي صلهء رحم نه کوي، جنت ته به ورننه نوزي . صحیح البخاري ۲۰۰۹
رسول الله وایي صلهء رحم په اصل کي د« رحمن » نوم دی الله پاک وایي « څوک چي صلهء رحم کوي، زه رحمت پر کوم . څوک چي صلهء رحم نه کوي زمادرحمت څخه به لیري وي . . صحیح البخاري ۲۰۱۰
رسول (ع) وایي : « پهلوان هغه نه دی، چي څوک راوڅملوي، اتل هغه دی، چي دعصبانیت پرمهال خپل پر اعصابوځواکمن وو . صحیح البخاري ۲۰۴۰
لیکونکی محمدسرور وکیلي
اخځونه :
صحیح البخاري : دډاکټر عبدالرحیم فیروز هِروي دپاړسي«دري» ژباړنه