که نن پر ما ده سبا پر تا ده!
14.05.2013 18:39وروره! که نن پر ما ده سبا پر تا ده! د مکار دښمن له خدمته لاس واخله
زما ويده وروره! زما د هېواد د شريکې مور بچيه! د وزارت او ولايت او پر نورو چوکيو ناست هېوادواله! د کاپر صليبي تر څنګ ګوته په ماشه ولاړ زلميه! د ګوډاګۍ ادارې کارکوونکيه ځوانه! لږ غور وکړه، ماغزه په کار واچوه! خپلې ناروا کړنې په يو سالم عقل وارزوه! د مکار دښمن له خدمته لاس واخله.
زما وروره!
ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بل وي، زما ويده او غافل وروره! ته چې مياشتنۍ تنخوا په ډالرو اخلې، موټر درته ولاړ دی، د يخنۍ او ګرمۍ د مخنيوي ټول وسائل لرې او په مزو ډوب يې، ته به د کندهار او هلمند له هغو ورونو څه خبر شې چې يرغلګر يې د سپين سرې مور په مخ کې سينې په ګوليو غلبېلوي او بيا يې جسدونه په اور سوزوي، ته چې الوتکه يواځې د سفر يوه بهترينه وسيله ګڼې، ته به د وردګو د بمبار شهيدان ولې ذهن ته راولې،ستا د غېږي ګلالي تا ته ګل ګل اوړي را اوړي، ته به د کونړ په ګلاليو شهيدو ماشومانو ولې خپل چرت خرابوې، تا د خپلې ناوې ډولۍ په ډنګ ډونګ راوړه او د مزې ګډ ژوند کوئ، د نور هېواد په ناوې ګانو که د کاپرو الوتکو بمونه وريږي او شهيدانيږي، تا ته يې څه او ستا ناوې ته يې څه!؟ ته درې وخته نه، بلکې پنځه وخته په مړه ګېډه ډوډۍ په خپله هم خورې، او د بنډار په يارانو يې هم لوروې، د هېواد بې شمېره يتيمان ولې در په ياد شي او په نېشه کې دې تېشه ووهل شي.
آآآه زما بيده وروره!؟ دا دښمن رښتيا هم تا او ستا په څېر نورو ته وفادار نه دی، ده ته ټول يو شی دي، خو له هر يوه سره په خپل وخت کار لري، صبر چې له کندهار او ننګرهار او هلمند او کونړ او نورو در وزګار شي، خامخا به د کابل او هرات او مزار نمبر هم راځي – الله دې يې نه راولي –، بيا به د ډالرو پر ځای د ټوپک شپېلۍ ستا تندي ته هم نيسي، تا به هم په دغه انجام اخته کوي چې دا نن يې ستا کندهاري او هلمندي ورونه پرې اخته کړي، له تاسو به هم جوپې جوپې بمباروي او ژوند ته به مو د پای ټکی ږدي، لکه دا نن چې ستا د کندهاري، ننګرهاري، کونړي، هلمندي، لوګري او وردګي ورور په کور په نيمه شپه وراوړي او ستا د مور او خور او لور او وراندار سپکاوی کوي، ستا د کوچنيو معصومو وراره ګانو تنکئ غوښې په بارودو پاشي، الله مه که! سبا دغه کار له تا سره هم کوي، که نن پر ما ده، سبا خامخا پر تا ده!
شپې ورځې اوړي را اوړي، پاچاهان له پاچاهيو نسکور شول او د غلامانو په انجام اخته شول، تل به په دې مزو سر نه يې!؟ وروره! د استعمار تاريخ وګوره، په خپل وطن کې يې وګوره، په ګانډيو هېوادو او د نړۍ په نورو هېوادو کې يې وګوره، استعمار له خپلو غلامو انډيوالانو د پلاستکي لوښو کار اخلي، تر څو يې چې په کار وي، کار ترې اخلي، او چې مطلب يې ترې پوره شوی دی، په ډېران يې غورځولي دي.
ستا د دغو ورونو برکت دی چې قربانۍ ورکوي او د غليم مخ ډب کوي، دښمن نه پرېږدي چې در وزګار شي، که نه دښمن له هغه تا ته ډېر په تلوسه کې دی، ته او هغه د دښمن په وړاندې د يوې مور بچي ياست، خو دومره ده چې بدبختانه! ته يې د يو څه لږ وخت لپاره په پيسو پېرلی يې او د ورور پر خلاف دې کاروي، ته که په دې پوهېږې او که نه، خو زما او ستا ګډ دښمن پرې پوهېږي.
وروره! هغه پوهېږي چې موږ يې د يوه بدن غړي سره شکولي او جلا کړي يو، زما خپل لاس د سپېرې او سپکې دنيا او مزو په بدل کې زما پر مخ څپېړې راکوي، زه پوهېږم! دښمن د يو وخت انتظار کاږي او غواړي چې دغه لاس له کارولو ورسته غوڅ کړي او له کاره یې وغورځوي، وروره!! زارۍ درته کوم! ته راوګوره، ژاړم درته، د خدای په روی وروره! ځان وپېژنه! خپل دين او ايمان مه خواروه، د خپلې پاکې خاورې په سر لوبې مه کوه، زما په سپېڅلې وينه خپل غلام ژوند مه ښايسته کوه، زما د وينې قدر وکړه! پر خپل ځان ورحمېږه، زما په شړلو، وهلو ټکولو او وژلو دښمن مه زورور کوه، ځکه دښمن انتظار باسي، له ما وروسته يې هدف ته يې، دښمن غواړي ډېر زر تر تا هم در ورسي، بيا به زه هم نه يم چې تر څنګ دې ودرېږم، پر ځان به دې ظلم کړی وي، بيا به د کاش نارې وهې، خو وخت به تېر وي.
وروره! دښمن به له ما وروسته ستا پر سر ولاړ وي، بيا به دې نه نازوي، بيا به دې وژني هم او سوزوي به دې هم، بيا به دې عزت هم لوټي او له ژونده به دې هم خلاصوي، زه پوهېږم! کېدای شي هغه وخت ته ټکان وخورې، کېدای شې متوجه او د غفلت له وژونکي خوبه رابيدار شې او دښمن ته ووايې، چې زه خو ستا دوست وم، ما خو ستا لپاره د خپلو بې شمېره ورونو وينې توی کړې، ژوند مې پرې تريخ کړی و، له کور او کلي مې شړلي و، ترورستان مې بللي و، او پردي مې ګڼلي و، د دې لپاره چې تا ته خپله وفا ثابته کړم، ته نن ولې سرچپه معامله راسره کوې!؟ پکار ده چې ما نور ونازوې، ته خو مې وژنې!؟ عزت مې لوټې او د غېږې کوچنی راته وژنې، له مېرمنې مې بېلوې او له کوره مې شړې!؟ دښمن به خامخا تا ته وايي چې: ته د ژوند حق نه لرې، ته همغه ورځ وبايلل شوې چې د ورور وينه دې خرڅه کړه، چې کوچني وراره ګان دې يتيمان او شهيدان کړل، چې د خپلې ورندار او مسلمانې خور د عزت په لوټلو چوپ پاتې شوې، ته د ژوند حق نه لرې.
وروره! بيا به ته هم مرې، خو پوی شه! بيا به نو زما او ستا د مرګ تر منځ هم توپير وي، دښمن هم په دې توپير پوهېږي، خو تا پرې سترګې پټې کړې دي، او له الله خو هيڅ پټ نه دي، ته به بيا خدای مه که، د الله جل جلاله پر وړاندې د دې ټولو نارواو جواب څنګه کوې!؟ د قيامت په ورځ چې پاک شهيدان، معصوم يتيمان او شهيدان، بې وزله او تا ته په قهر خويندې او ستا د وطن اصلي بچي د الله پر وړاندې له تا ځواب غواړي، ته به بيا په څه شي ځان ژغورې؟ هلته خو به تنها نېک عمل په کار راځي.
زما د هېواد بچيه! ته الله پيدا کړی يې چې د هغه بندګي وکړې او وروستی ځای دې جنت شي، د کاپرو په بندګۍ او دوستۍ او د خپلو مسلمانو ورونو په دښمنۍ د دې جنت ناشکري مه کوه، زما وروره! ځان دوزخ ته مه برابروه، دوزخ د اوسېدو ډېر بد ځای دی.

