غزل
14.05.2013 18:37څوشېبې وړاندي ليکلې
پښتون بۀ کله څنګ پۀ څنګ دريږي
کله به خدايه دغه جنګ دريږي
تل يې دبل په لمسون خپل وژلي
ځکه په خاؤره يې اورنګ دريږي
موږ يې وژلي يو په دې خبرو
پښتون په خپل غېرت اوننګ دريږي
خونددبنګړودشرنګ به هلته اخلو
چي به دسپينو توروشرنګ دريږي
اخلي دژوندپه بيه باندي خپل عشق
په سرولمبو باندي پتنګ دريږي
هريو دخپل اتام په غم اخته دے
دچاوکورته به ملنګ دريږي
زۀ تبسم چي هريورنګ ته ګورم
زماوسترګو ته ستا رنګ دريږي
١٤ مئي ٢٠١٣
کوپن هېګن ډنمارک

