عبدالله او محقق وایيچې پښتنو زموږ د ننګ، ناموس دفاع کړېده
14.05.2013 13:47کله چی د دین او د هیواد نه د دفاع خبره شی نو پښتانه میړنی، باتور، وطنپاله، مذهبپاله او مشر ورور او د دی هیواد اصلی بچیان شی.
پښتنانه د سر په بیعه قربانی ورکوی او امتیازات یی د سقاوو او چنګیز اولاده اخلی ښی څوکی او لوړو مقامونو باندی دوی خیټه اچوی. پښتانه چی ۵۰۰۰ کلن تاریخ لری او ځانګړی ارزښتونه لری پدی ندی توانیدلی چی دیو لرغونی ملت په توکه خپل حقوق او د پښتو مکتب یعنی پښتنوالی وساتی . د سر سړی پکی د پردیو په دسیسو له میدان نه لری کیږی. پښتنو دا نړی تا ثابته کړی ده او نړی هم پدی قانع ده چی پښتانه یواځنی ملت دی چی دومره ویاړونه، خاص ارزښتونه، او ځانګړی استداد لری او د هیچا غلامی هم نه منی.
پدی لڼده موده کی پښتنو ثابته کړه چی د خپلی خاوری، ننګ او ناموس نه به د سر په بیعه ساتنه کوی، خو له بلی خوا په افغاستان کی میشت مهاجر قومونه او ناقلینو دا هم ثابته کړه چی مونږ د دښمن سره اوږه په اوږه روان یو د پردیوغلامی کوو. دوی چی پرون خپل ویده قومونه پدی څه تیرویستل چی ګویا زمونږ دښمن پاکستان دی خو داسی خبره نه وه، دوی د پاکستان او ایران جاسوسان دی دوی دیته اماده دی چی خپل ناموس، خاوره، ننګ د یو څو روپو او قدرت لپاره وپلوری.
که څه هم داکټر عبدالله عبدالله او جنګ سالار محقق د سکر په حالت کی په یومجلس کی پدی واقعیت اعتراف کړیدی چی زمونږ د ننګ ، ناموس او هیواد نه پښتون قوم دفاع کړیده زمونږ ناموس یی ساتلی دی او ساتی مونږ هیڅکله داسی توره ونکړه. پښتنو سنګر ګټلی او میشتو مهاجرو قومونو تل سر ګټلی دی.
که پښتانه غواړی چی هم سنګر وګټی او هم سر نو باید سره یو شی، یو رهبر پیدا کړی، تعلیم وکړی او خپل حقوق په زور وغواړی پری نږدی چی ناقلین تری واک واخلی او پر دوی لوبی وکړی. لکه چی د مالی وزیر ولوبول شو پښتانه وکیلان یی خاینین وښودل او ناقلین یی ملت ته پاک وښودل.
په درنشت

