د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ننگرهار او طبابت

داکتر لیاقت 13.05.2013 09:56

ننګرهار او طبابت
پرته له شکه د روانو ۳ لسیزو غمیزی زمونږ دګران هیواد هر سکتور ته نه جبرانیدونکی خساره رسولی زمونږ د دسترخوان نه واخله تر هسپتاله هر څه مو په وارداتو ولاړ دی دیو ښکیلاک دراپرزولو نه وروسته د بل ښکیلاک سره په داسی حال کی لاس او ګریوان یو چی دهیواد په لر او بر کی مو داسی کور نشته چی شهید یا معیوب ونلری تعلیمی سکتور پداسی حالت کی قرار لری چی دطب پوهنځی فارغین مو د زړو او روایتی درسونو او چپټرونو حفظولو له امله تر فراغته نیمه لیونی او په قسم قسم روانی مرضونو اخته وی د پوهنتونو استادان مو په خارجی هیوادونو کی د کومی رشتی چه دلته استادی کوی دهماغی رشتی په فاکولته کی دسره داول صنف محصلین دی او دژوندانه په ټولو چارو کی مو دهیواد سیستم دی ته ورته په سلهاوو مشکلاتو کی ګیر دی چه دا ټول مشکلات پدی ارزی چه څه پری ولیکل شی خو یو مشکل چی ډیر زورونکی دی هغه دصحت په بخش کی مشکل دی اول خو په دغه بخش کی وړ کدرونه نلرو ځواانان خو مو چی فارغیږی ټولو ته معلومه ده چی په کوم شکل د فراغت سند ترلاسه کوی چی تخصصی او نورو زده کړو لپاره بیا د دغه غریب اولس په پیسو چی دکفری هیوادونو دخیراتونو له لیاری زمونږ هیواد ته راځی بهر ته استول کیږی چه هلته ددی پرځای چه یو څه زده کړی د ډمانو په خپو کی پراته وی چی ویډیو یی نشر او ټولی دنیا لیدلی چی څرنګه د طبابت په سپین مقدس لباس ملبوس دغه بی ننګه ډاکټران د پاکستانی ډمو په خپو کی پراته دی اودافغان ولس د لاس په تڼاکو ګټلی پیسی پری شیندی د پخوانیو او تجربه لرونکو ډاکټرانو چه اکثرو یی ځانته پروفیسور،پوهاند او داسی نور لقبونه هم ورکړی چی کلینک ته یی ورشی نو که څه ناڅه روغ هم یی دکلینک دحالت په لیدو سره به بی له شکه ښه پوره مریضیږی تیره اونی کله چه په تظاهراتو کی لیاری بندی وی نو د پیښور نه می یو میلمه چه په جلال اباد کی ایسار پاتی شوی د شپی زمونږ طرف ته پیښه کړی وه چه دویده کیدو په وخت ورته څه تکلیف پیدا شوی وو نو زمونږ دکور نه په خورا لږه فاصله کی د مغل خان په نوم یو شخصی کتنځی موجود دی هلته تللی وو پداسی حال کی چی ډیر حیرت نیولی او دخفګان ګونځی یی په تندی دورایه ښکاریدی خپله کیسه څه داسی بیان کړه وایی کله چی شفاخانی ته ننوتم دشپی څه دباسه ۱۰ بجی دی نو سیده دواخانی ته لاړم په دواخانه کی ناست شخص چی لیپ ټاپ یی د خپو دپاسه ایښی او په غوږونو کی یی ګوشکی ورکړی وی په تریو تندی په اشاره راته وویل چی څه دی ما ورته خپل مشکل بیان کړ خدای خبر چه اوریدلی به یی وو او کنه په لاس یی راته اشاره وکړه چی .............. زه هم ددی لپاره چی سړی ډیر په غصه وو او لیپ ټاپ ته یی داسی کتل لکه چه په لمړی ځل یی ګوری نو ماهم څه ونه ویل خو د همدی شفاخانی دګارد په هدایت لاندی ځمکتلی ته کوز شوم چه کچیری یو څه دوا ترلاسه کړم کله چه لاندی کوز شوم څه ګورم چی د مریضانو په انتظارګاه کی څو کسان ناست دی چی دفرښتو سپین لباس یی پر تن دی او غټ تلویزیون چالان دی او په درز کی ډمه ګډیږی او وایی چی (خودکشه دماکه یم) چی ددی حالت په لیدو کی می په سترګو کی اوښکی راغلی او په ژړا د شفاخانی نه راووتم.