د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټولټاکنې به د پاکستان روان کړکېچ نور هم ژور کړي

سرلوڅ مرادزی 13.05.2013 02:31

د روان کال د مۍ د ۱۱ نیټې ټولټاکنې چې بې له هغې هم د پاکستان په تېر تاریخ کې ټاکنې، د پوځیانو د پرله پسې کودتاوو او د ای ایس ای د هراړخیزو لاسوهنو په لامل، ښه شګون او پایلې نه لري له هر پلوه ناعادلانه، غیرې دیوکراتیکې او یو اړخیزه وې!
یو اړخیزه په دې وې چې مذهبي توندلارو د څارګرې ادارې او پوځیانو په ملاتړ، په ټولټاکنو کې د سیکولرو ګوندونو او په تېره بیا د عوامي نشنل پارټي لاسونه تړلي وو او په هغو کې يي د ګډون او له هغې نه مخکې د ټولټاکنو د کمپاین په مهال پر دوی د ډله یزتبلیغ او غونډو د تهدید بندیز لګولی وو، په داسې حال کې چې مذهبي ډلې او هغه ګوندونه چې پوځیانو او د ای ایس ای څارګرې ادارې سره نږدې اړیکې لري لکه د نواز شریف مسلم لیګ او د عمران خان د انصاف تحریک ، بیا ازاد پريښودل شوي وو.
د ټولټاکنو په کمپاین کې یوازې د عوامي نشنل پارټي د لوړې کچې کادرونو او مشرانو، له سلو تنو زیات شهیدان او ټپیان ورکړل، خو پوځ ته د نږدي ګوندونو د مشرانو او چارواکو پزه هم وینې نه شوه.
خلکو ته په ټولټاکنو کې د یوه انتخاب قیدول او د نورو انتخابونو تړل، خامخا له دې چلوټې پرده پورته کوي چې ټولټاکنې مخکې له مخکې د پوځیانو او واکمنې څارګرې ادارې لخوا پلان شوی او بیا نندارې ته وړاندې شوې دي!
د پاکستان کړیدلی ولس تولټاکنو ته په دې سترګه کتل، ترڅو د هغو په پای کې چې کوم حکومت راځي هغه به د پوځ د میلیتاریستي تګلارو اومذهبي توندلارو په وسیله په پاکستان کې له منځه تللی امنیت ، ګډوډ اقتصادي او مالي حالت، د انرژۍ او بېکارۍ ستونزې حل کړي، خو د نوازشریف او عمران خان په بریالیتوب سره چې دوی د مذهبي توندلارو د سکې بل مخ جوړوي او له پوځ او استخباراتو سره نږدې اړیکې لري او د دوي په ملاتړ حکومت جوړوي، د پاکستاني ولس ټولې هیلې او غوښتنې اوبو ته د خوب قصه کول ښکاري.
په دې توګه د امنیت په برخه کې به پاکستان لا ژور بحران ته کیوځي. د نواز شریف او عمران خان په واک کې به، مذهبي توندلارې نوره وده وکړي او پاکستان به د ترهګرو په روزنه او پالنه کې د تېرو حکومتونو نیمګړتیاوې پوره کړي او د توندلارو مذهبي ذهن به د پوځ او استخباراتو د پوځي او استخباراتي ذهن سره یو داسې ماجون او ګډوله جوړه کړي چې نه یوازې پاکستان کې به امنیت ته د خلکو پاتې هیلې په اوبو لاهو کړي بلکې د کړکېچ ، توندلاریتوب او شخړو نوې جوپې به د افغانستان او هندوستان په لور هم ورراهي وي.
پاکستاني پوځیان، څارګره اداره او هغوی سره په یوه کاسه ملګري مذهبي توند لاري هرڅونه چې پر واک انحصاري منګلې خښوي او په کور دننه سیکولر، سوله پال او د پرمختګ ځواکونه شا ته کوي، هومره پاکستان کې تاوتریخوالي، کړکېچ او کورنۍ شخړې ته لمن وهي.
په پښتونخوا کې چې کومو پښتنو د ملي عوامي ګوند پرځای د مولانا فضل الرحمان جمعیت العلمای اسلام او د عمران خان تحریک انصاف ته وټونه ورکړي، په حقیقت کې دوی د پښتنو د ملي ګټو، تاریخ او هویت پرځای پنجابي شوونیستي ګټو او پر پښتنو د طالبي نظام واکمنیدو ته رایه ورکړی او ډېر ژر به په پښتونخوا کې د خپلو وټونو پایلې د مذهبي توندلارو د غومبر، طالبي میچنو، وحشت او بربریت په بڼه وویني!
که څه هم د پاکستان د خلکو ګوند په مرکزي ملي جرګه کې ډیرې څوکۍ ترلاسه نه کړي، خو په سیند کې به ایالتي حکومت دوی جوړوي. پنجاب کې به ایالتي حکومت مسلم لیګیان جوړوي او په مرکزي جرګه کې چې هم اکثریت لري، مرکزي حکومت به دوی جوړوي. خو پښتانه یو وار بیا تېرایستل شول او هغه چا ته يي وټونه ورکړی شول چې هغوی ددوی د ملي ګټو استازیتوب نه کوي او پښتانه به دا ځل نورهم په غرونو وخيژوي. د سولې، امنیت او سوکالۍ څخه به يي محروم کړي. د منځنیو پيړیو ژوند ته به يي ورټيل وهي. په سیمه او نړۍ کې به يي نور هم شاړ، شډل او یاغي معرفي کړي. دا ټولټاکنې د پښتنو لپاره په زهرو لړلې تمامې شوې!
بلخوا هغه ګوندونه چې د سیکولریزم په توراو چلوټه له ټولټاکنو لیري او ګوښه وساتل شول، فکر نه کیږي چې د ټولټاکنو دا غیرعادلانه پایلې به په اسانۍ سره ومني. دا وضعه په هیڅ شان پاکستان ته سوله، امنیت، سوکالي او ښېګڼه نه شي راوستلای، بلکې ګوښه شوی ګوندونه او د هغو غړي او لښکرې به دوی سره د شوې ټګۍ او دوکې د غچ اخیستو لپاره مټې رابډوهي او د مقابلې لپاره به ډګر ته راووځي.
نویو ټاکنو پاکستان د مذهبي توندلارو، پوځیانو او استخباراتو د بلا په خوله کې نورهم وردننه کړ او په مذهبي او پوځي تګلارو به پاکستان نورهم په سیمه او نړۍ کې له پخوا زیات ګوښه شي.
نواز شریف د ټولتاکنو د کمپایت په مهال لا ویلي وو، که چېرې د پاکستان ولسمشر شو، نو د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد له جګړې به پاکستان راوباسي. زیات شننونکي په دې اند دي چې له داسې څرګندونو څخه د نواز شریف موخه دا ده چې نړیوالو ته ووايي چې د ترهګرو پر ضد هڅو کې نوردا هیواد ژمن نه دی.
همداراز عمران خان هم پخوا ویلي وو چې افغانستان کې ځانمرګي بریدونه روا دي او پاکستان کې بیا داسې بریدونه اسلامي جواز نه لري. د عمران خان داسې څرګندونو چې له مخکې پلان شوې وې هغه ته په پښتونخوا کې د طالبانو ملاتړ وګاټه او هغه د دې ملاتړ په پایله کې د پښتونخوا په ایالتي جرګه کې ډېرې څوکۍ وګټلې او اوس به هلته ایالتي حکومت جوړوي.
که څه هم نواز شریف په ټاکنو کې د بریا روسته ویلي چې افغانستان سره به اړیکې ښې کړي. خو د اسلامي ګوندونو او عمران خان سره په ګډ حکومت کې که چیري هغه ښه نیت هم ولري چې نه يي لري بیا هم افغانستان سره د اړیکو د ښه کېدو امکان ډېر لږ لېدل کیږي.
د نواز شریف د واکمنۍ تېر تاریخ ته په کتو سره چې ویلي وو، ما ( نواز شریف ) د افغانستان منظمه اردو ړنګه کړه او په دې خبره يي ویاړهم کړی و، ډېره ګرانه ده چې افغانان د نوازشریف د ښه نیت په تشو خبرو باور وکړي.
افغانان له پاکستاني واکمنانو د تشو خبرو پرځای عملي کړنلار غواړي. پاکستان باید په کوردننه د ترهګرو ځالې ړنګې کړي. افغانستان ته د ترهګرو له استولو لاس واخلی. د ډیورنډ د استعماري کرښې پر بره غاړه خپل راکټي بریدونو بند کړي.
البته دا هغه څه دي چې نواز شریف يي باید په خپلو لومړنیو څرګندونو کې، افغانانو او نړیوالو ته ډاډ ورکړي او هغه د خپلې تګلارې په سر سر کې ځای کړي.
پای