د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

« ټلویزیوني خبریالي» د خبریالانو لپاره لارښود

سپوږمۍ 11.05.2013 19:28

« ټلویزیوني خبریالي» د لیکوال او ژورنالیست نذیراحمد سهار نوی کتاب دی، چې په ۲۲۸ مخونو او ۱۰۰۰ ټوکونو کې په کابل کې سپوږمۍ راډیو خپور کړی دی. دغه کتاب، چې د ښاغلي سهار له څوکلنو ټلویزیوني تجربو سرچینه اخلي، د افغان ژورنالیستانو او محصلانو لپاره د نوې ټلویزیوني خبریالۍ او دود ژانرونو او قواعدو په تړاو  یو ګټور کتاب دی. په دغه کتاب کې د ټلویزیوني خبریالۍ پر دود ژانرونو، ټلویزیوني خبري سبکونو، انټرنیټي او انلاین ټلویزیوني تولیداتو، مخاطب پوهنې او ګڼو نورو مسایلو خبرې شوې، چې د افغان ژورنالیستانو او د ژورنالیزم د نویو لارویانو لپاره یې لوستل بې ګټې نه دي.
نرمه او سخته خبريالي، سخت او نرم چاپیریال، خبر، د رپوټ لیکنې لومړنی ګام، بیړنی خبر څنګه ورکړو؟ خبري زنګ څنګه جاري وساتو؟ رپوټ په ټلويزيون کې، خبري رپوټ څنګه ولیکو؟، پلاټو ، PTC يا سټنډ اپ ، ټلویزیوني فیچر څه دی؟ پکیج Package، ګډه خپرونه یا Combines Program، خبري مستند ، له خبر اخو یاInside Story، د خلکو غږ Vox Popo، سونډ بایټ او کلیپ څنګه واخلو؟، پروفايل Profileڅنګه وليکو؟ مرکه په ټلویزیون کې ،ګردی میزRound Table، ګردی میز او مناظره، ویډیويي بحث، د ټلویزیون تولیدي خپرونې ، مخاطب څوک دی؟، څومره او کله پیغام و رسیږي؟، له سوژې تر تصویره، خبري بولیټن ، سرټکي Headlines، ګرافیک په ټلویزیون کې څه رول لوبوي؟، نوې ټکنالوژي او ټلویزیون، انټرنېټي ټلویزیون(IPTV)، ویب ټلویزیونWeb TV، ژوندی بهیر  Live Stream، ځیرک ټلویزیون Smart TV، له انالوګ نه د ډیجیټل پر لور، په رسنۍ کې د خبریالانو رول ، څیړنیز کار، د بري لار، ښه خبريال څوک دى؟، څه وکړﺉ او له کومو ډډه وکړﺉ؟ د ټلویزیوني خبریالۍ کتاب مهم سرلیکونه دي، چې پر نویو او په ټلویزیون کې پر دود مسایلو بحث کوي.
نذیراحمد سهار له دې مخکې د انلاین خبریالي، د رپوټ لیکنې ارونه، خبر څنګه ولیکو؟ مرکه څنګه وکړو؟ په نومونو نور کتابونه هم لیکلي او څنګه ښه اعلان جوړ کړو؟  سخت او نرم خبر، نوې خبریالي، رسنیزه څیړنه کتابونه یې ژباړلي دي.
د ټلویزیوني خبریالي کتاب، چې په رنګه پښتۍ او اعلی کاغذ چاپ شوی، په مرکز کابل او ولایتونو کې له ټولو سترو کتابتونونو ترلاسه کېدای شي.