د دفاع ملي کاروان له کابله تر ګوشتې او بيرته کابل ته راورسيد
10.05.2013 19:47د افغانستان له مقدسې خاورې د دفاع ملي کاروان له کابله تر ګوشتې او بيرته کابل ته راورسيد
مطبوعاتي خبر
۱۹، غويي ۱۳۹۲
کابل
د افغانستان له مقدسې خاورې د دفاع ملي کاروان چې پرون چهار شنبې یوه نيمه بجه د کابل له عيدګاه مسجده د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ پر لور روان شوی و، نن د خدای په نصرت بيرته کابل ته راورسيد.
دغه ستر کاروان چې د هيواد د مرکزي، شمال، ختيځ، لويديځ، او غربي زونونو د مدني ټولنو له استازو، د شوراګانو له مشرانو او د خلکو له استازو جوړ شوی و، د سروبي ولسوالۍ، لغمان، درونټې، د سره رود دوسرکې، جلال اباد ښار پر مختلفو چوکونو د دغو سيمو د پرګنو، ځوانانو او مشرانو لخوا د تکبير په ملکوتي نعرو بدرګه کيده د یادو سيمو د خلکو په ملتیا لا پراخ د چهارشنبې مازيګر مهال د جلال اباد عيدګاه جومات ته ورسيد، او هلته يې د یوې سترې غونډې له لارې خپلې موخې له ولسونو سره شريکې کړې. د کاروان ټول غړي د ننګرهار د ولسونو لخوا په خپلو کورونو او ديرو بدرګه او د شپې ميلمه پالنه يې وشوه.
یاد کاروان نن سهار له جلال اباده د ګوشتې پر لور وخوزېد، چې پر لار د محصلینو او ځوانانو، قومونو او پرګنو په تود هرکلي او ملتیا وروسته د ګوشتې ولسوالۍ د ډيورنډ کرښې ته څيرمه سيمو ته ورسيد او د سرحدي پوليسو،ملي اردو او ولسي خلکو لخوا يې تود هرکلی وشو.
د کاروان مشرانو لومړی د شهيد محمد قاسم خان روح ته د دعا نذرانې وړاندې کړې، او بيا یو شمير مشرانو په خپل وار د سيمې له خلکو، ولس او د هيواد د سرښندونکو مدافعو بچیانو سره د افغانستان د ګوټ ګوټ د خلکو او ولسونو ملاتړ او د افغانستان له مقدسې خاورې د دفاع هوډ اعلان کړ چې د تکبير په نعرو او تاندو او له ولولو ډکو شعارونو بدرګه کيده.
کاروان ته د څلورم سرحدي کنډک د قومندان ښاغلي سمونمل عبدالبصير کامه وال لخوا د ډاډ له مراتبو، د یاد کاروان غړي بيرته د جلال اباد او بیا کابل پر لور را روان شول.
کاروان د هيواد له بيلابيلو سيمو د لسګونو زرو مجاهد او ميړنیو سر سپارلو او سرښندونکو خويندو او ورونو لخوا د خاورې د دفاع له پیغام سره تللی و، چې په دې هوکړه بيرته راوګرځيد چې هر کله هم د افغانستان له مقدسې خاورې د دفاع اړتیا پیدا شي نو دغه کاروان او تر شا ملاتړي ولسونه به يې د هيواد له شمال، جنوب، ختيځ او لويديځ څخه په حرکت راځي او له خپلې پاکې خاورې به عملي او وسله واله دفاع کوي.
مطبوعاتي اعلامیه:
۱۹، غويي ۱۳۹۲
ګوشته، ننګرهار
د وطن له مقدسې خاورې دفاع له ناموسه ده!
افغانستان یو موټی او نه تجزیه کيدونکی هيواد او د ټولو ورونو قومونو ګډ کور دی، چې د تاریخ په اوږدو کې همدغو ورونو قومونو د خپل هيواد د خپلواکۍ، ارضي تمامیت، او د ولسونو د سوکالۍ او سرلوړۍ لپاره بې سارې سرښندنې او قربانۍ ورکړي او د نړۍ ګڼ شمير ستر قدرتونه او آن د شلمې پيړۍ زبرځواک او اتومي طاقت د نړۍ له نقشې محوه کړی او نړۍ ته يې د خپلواکۍ سوغاتونه ورکړي دي.
دا چې له کلونو راهيسي د پاکستان د نظامي استخباراتو (ISI) او د هغې هيواد د پوځ او مليشې لخوا د ټولو نړېوالو نورمونو او تړونونو خلاف د قبايلو ازادې سيمې له بې رحمانه تاړاکونو سره مخ وې او دا دی اوس يې په ډېرې سپین سترګۍ د د ډيورنډ له کرغيړنې کرښې دېخوا هم د مخته راتګ او پوځي تاسیساتو پر جوړولو او پر افغانانو د تيري لړۍ پیل کړې، چې د افغانستان او نړۍ په کچه يې ډېر تشويشونه او د پاکستان پر وړاندې ژوره کرکه او نفرت لا پسې ډېر کړی دی.
۱. موږ د افغانستان خلک د ګاونډیتوب او ټولو نړېوالو نورمونو پر وړاندې د پنجابي پوځ دغه ناځوانمردانه تاړاکونه په سختو ټکو کې غندو او پر ملګریو ملتونو، اسلامي کنفرانس، امنیت شورا او نړېواله ټولنه غږ کوو چې د دغو تخطیو څخه د پاکستان لاس لنډ کړي.
۲. موږ د افغانستان له مقدسې خاورې د دفاع لپاره راولاړ شوي یو، او خپل سرښندونکي ملت او ملي ځواکونو ته ډاډ ورکوو چې د هيواد وياړلی او مجاهد ولس د سر او ځان په بیه له هغوی سره اوږه په اوږه ولاړ دی.
۳. موږ پر ټولو ورونو قومونو، مدني ټولنو، زړو او ځوانانو غږ کوو، چې په دې حساسو شرايطو کې د افغانستان د مقدسې خاورې د دفاع له کاروان سره په یو ځای کيدا سره د یرغلګرو او تاړاکګرو اجنبیانو پر وړاندې خپله ميړانه څرګنده کړي، او په خپلو له جوشه ډکو ولسي، مدني او سیاسي حرکتونو د افغانستان دښمنانو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.
۴. موږ د ګوشتې په سيمه کې د پاکستاني تاړاکګر پوځ لخوا د تش په نامه ډيورنډ پر کرښه د شهيد شوي محمد قاسم خان مجاهد او د هغه د سرښندونکو ملګرو ميړانه ستایو او هغه ته ( د ملي ناموس د دفاع اتل) ویاړلی لقب ورکوو. موږ د افغانستان له دولته غواړو چې د ګوشتې ولسوالي او په کابل کې یو واټ د ملي ناموس د دفاع د اتل شهيد محمد قاسم خان مجاهد په نامه ونوموي، او هغه ته دې د غازي امان الله خان دولتي مډال ورکړل شي.
ډېر درنښت،
صديق انصاري ( د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن مشرـ ۰۷۸۸۱۶۱۸۵۳)، ډاکټر عبدالله هيواد ( د تحریک امانیه موسس او د غور او جنوب غرب حوزې استازی ـ ۰۷۰۷۲۴۴۸۲۱)، استاذ صالح محمد کندهاری ( د کابل د ولسونو استازی ـ ۰۷۹۹۳۳۹۸۲۶)، استاذ محمد زمان اطرافي ( د دایکندي او مرکزي افغانستان د تشیع استازی)، ميرمن ډارکټره عنقی امین ( د خصوصي روغتونونو د اتحاديې مرستیاله او د شمال او شمال ختيځ د خلکو استازې)، محمد داوود همدرد ( د کندز او تخار ولایتونو د ځوانانو استازی ـ ۰۷۹۹۰۶۹۰۱۰)، مجيدالله قرار ( د هيواد د ژورنالستانو او فرهنګیانو استازی)، غوث الدین فروتن ( د هنداره مطبوعاتي او ځانانو پراختیايي موسسې مشر)، استاذ عبدالله کامه وال ( د حزب اسلامي د فرهنګي او مطبوعاتي چارو مشرـ ۰۷۸۹۶۰۲۶۰۱)، ډاکټر عبداللطیف دوست ( د ټیټان ماین پاکۍ موسسې مرستیال)، جنرال زلمی وردګ ( د میدان وردګو د پرګنو استازی)، جنرال امرخيل ( د امرخيلو د قوم استازی)، الحاج امین جان وحدت ( د سروبي ځوانانو ټولنې مشر)، جنرال عبدالواحد طاقت ( د وطن ګوند استازی)، محمد یوسف امین ځاځی ( د لويې پکتیا د خلکو استازی)، محمد آصف وردګ ( د افغانستان د ژورنالستانو استازی)، جنرال توفان ترکی ( د ترکو قوم استازی)، عبدالولي اخندزاده ( د غزني ولایتي شورا مرستيال)، محمد داوود وفا ( د ننګرهار پوهنتون استاذ) محمد جعفر توکلي ( د معیوبينو د اتحاديې مشر)، ميرويس عمرخيل ( د ننګرهار د ځوانانو استازی ـ )، سيد غلام غوث اغا ( د جوزجان د مجاهدینو او خلکو استازی)، سيد عبدالصمد اغا ( د فاریاب د مجاهدینو او خلکو استازی)، متقاعد ډګروال سعدالله جبارخيل ( د حصارک غلجايي د خلکو استازی)، فريد امین ( د ننګرهار د خلکو استازی)، شمس الله ( د لوګر د ځوانانو استازی)، انجنير شاه محمود شايق ( د ستانکزیو د سراسري شورا مرستیال) او د هيواد له ګوټ ګوټ څخه ننګرهار ته راغلي ( د افغانستان د مقدسې خاورې د دفاع کاروان غړي)
ډير درنښت،
۰۷۸۸۱۶۱۸۵۳،
facs.kabul@gmail.com

