د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په غزني کې دپوهنې بهير ټکنی دی

مجيد ژړاند 10.05.2013 15:32

دپرمختګونو لړۍ روانه ده، دغزني دپوهنې چارواکو پدې وروستيو کې کار اهل کارته دسپارلو هوډکړی، پدې برخه کې يې خورا له ډېر دقت نه کاراخيستی دی،دغزني دپوهنې چارواکي وایی چې په ټول غزني کې به دمتوازينې پوهې لپاره ګامونه اخلي، دپوهنې چارواکي دا هم وايي چې موږ په راتلونکي لاښه پروګرامونه په پلان کې لرو که څه هم دغزني په کچه په ټولو ولسواليو کې دپوهنې دبهير پر وړاندې ستونزې شتون لري چې دپوهنې بهير يې ټکنی کړی دی، خو دستونزو ترڅنګ په ځينو ولسواليو کې دپوهنې دپرمختګ لپاره سیمه ايزو خلکو هم خپل مسووليت اداکړی په اندړو ولسوالي کې که څه دپوهنې بهير يې ډېر ټکنی وو خو سږکال بیا په اندړو کې دپوهنې بهير ښه وده کړې ده داندړو په مرکزي لېسه کې چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې دروازه تړلې وه خو سږ کال دخلکو په هڅه دسلطان شهاب الدين غوري عالي لېسه بېرته دزده کوونکو پر مخ پرانيستل شوه چې اوس يې دزده کوونکو شمېر (۲۳۰۰) تنو ته رسېدلی دی همدا ډول دغزني په نورو ولسواليو کې هم دپوهنې بهير دوې لپاره ګامونه اخيستل شوي دي، که سل سلنه يې پرمختګ کړی نه دی، خو اتیا سلنه پرمختګ هم په اوسنیو شرايطو کې خورا ښه پر مختګ دی، خوځينې داسې ولسوالي هم شتون لري چې تر ننه دغزني دپوهنې چارواکو ورته پاملرنه کړې نه ده، دهغوی له ډلې ناوه ، اب بند،زنخان او ګېرو هم دهغو ولسواليوپه نوملړ کې ځای لري ،چې تر ننه دپوهنې بهير يې په پښو درېدلی نه دی، ګېرو اوس مهال یواځې اولس ښوونځي لري چې له ډلې يې دری لېسې دوه منځني ښوونځي او پاتې نوريې لومړني ښوونځي دي، ګېرو چې دمګړۍ دپوهنې په برخه کې يې له ټولو ستونزو نه یوه هم هواره شوې نه ده، بلکې دپوهنې په برخه کې يې ښوونکي ،زده کوونکي ټول دستونزو په لومو کې ګيردي، دغزني دپوهنې چارواکي وايي چې دوی متوازينه پوهه دودوي، دغزني دپوهنې چارواکي په خپله اډا نه کې دفساد تورونه نه مني دغزني دپوهنې چاوراکي وايي چې دګېرو ټول ښوونځي پرانيستي دي، زه به يې له یوې پوښتنې پيل کړم دغزني دپوهنې چارواکي وايي ګېرو کې دټولو ښوونځیودروازې پرانيستې دي او زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، ایا دمېلني او نيامتي ښوونځي چې له تېرو دوو کلونو دزده کوونکوپرمخ تړلي نه دي؟ که داښوونځي تړلي وي، نو بیا تاسو ولې دخلکو په سترګو کې خاورې شيندئ بیا ولې په ټولو ښوونځيو کې دمتوازينې پوهې لپاره هوډ نه کوئ، دهرې ولسوالي دپوهنې مدير باید په همغه ولسوالي کې وي،خو دګېرو دپوهنې مدير په دوو کلونو کې ګېرو ته يو ځل هم تللی نه دی، نو که چېرته دپوهنې مدير په مرکزکې شتون ولري نو بیا خو رييس صیب ستاسو شتون هم باید دهيواد په پلازمېنه کې وای، تاسو ترننه پردې توانېدلي نه یاست چې دګېرو دپوهنې مدير ګېرو ته ولېږئ، نوبیا ولې دمدير صیب په خبره باوري یاست چې دګېرو ټول ښوونځي پرانيستې، دګېرو تر ټولو منظمه اوښه لېسه دشهيد عبدالمتين عالي لېسه ده ،چې سم نيمايي  اجيرښوونکي يې په رسمي بستونوکې مقر ر دي، تاسو ولې دهغوی پر وړاندې تصميم نه نیسئ په جعلي سوانحو رسمي څوک مقر کېدلای شي، څو ځله دګېرو اوسېدونکي تاسو ته راغلل او دګېرو دپوهنې دمدیر په اړه يېشکایتونه وکړل تاسو ولې دخلکو شکایتونه ونه څېړل؟ څو ورځې وړاندې تاپه خپله دګېرو ښوونکو ته وویل چې لس دانې پرشونه مو دګېرو دپوهنې مديريت په واک کې ورکړې دي خو يوه ښوونځي ته هم نه دي ورکړل شوي، نو تردې دمه چې تاسو او دګېرو ټول ولس يې په خیانتونو خبر دي، تاسو ولې چوپ یاست؟ دشهيد عبدالمتين دلېسې مېزونه خرڅ شوي دي، دګېرو اوسېدونکو هغه انځورونه چې دازادي راډیو خبریال هم پر خپلو سترګو ليدلي دي،انځورونه يې ترې اخيستي وو، دګېرو ټول اوسېدونکي دښاغلي حیات الله خواره کي نه يواځې داستعفا بلکې  څارنوالي ته باید وروپېژندل شي ځکه نوموړي نه یواځې دګېرو دښوونځيو مېزونه خرڅ کړي دي، بلکې تېر کال يې دګېرو دزده کوونکو ورزشي توکي دلسو زرو افغانيو په بدل کې پلورلي دي، تر څنګ په ګېرو کې هغو ښوونکو ته چې مسلکي ښوونکي دي نوموړی ورته بېلابېلې ستونزې جوړوي ، نوموړی دڅو اجيروښوونکو سره لاس لري کله چې مسلکي ښوونکي هلته  تدريس او خدمت ته ملا تړي، نو دغه ښوونکي ورته دمخالفينو له لورې ستونزې جوړوي ترکومه چې ديوې سیمې مدير په خپله ولسوالي کې شتون ونه لري تر هغو پورې دپوهنې بهير ته وده ورکول ناشوني ده ،په ګېرو کې داسې څوک هم په استادانو کې مقرر دي، چې نوموړي په پوهنتونونو کې پر زده کړو بوخت دي، الله نور دخداينورزوی چې دزېګۍ په ښوونځي کې مقرر دی،نوموړی په ننګرهارکې شخصي لوړې زده کړې کوي، په څنګ کې قدرت الله خواره کی دمحمد غفور اکازوی دی، دغزني پوهنتون دادبیاتو دڅانګې ددریم کال زده کړیال دی او دګېرو دسواد دزده کړې مدير دی ، نوموړی دګېرو دپوهنې دمدير وراره دی نوځکه يې مقرر کړی خو داسې هم شوي دي چې نوموړي یو رسمي ښوونکی چې لوړې زده کړې لري په څلورو شپو کې منفک کړی دی.