د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډیورنډ کرښه او د نظارشورا ملي ضد دریځ

سرلوڅ مرادزی 09.05.2013 22:10

افغانانو لپاره د ډیورنډ د استعماري او تپلې کرښې په وړاندې چلند او دریځ، نه یوازې د کرښې پر دواړو غاړو لروبرو افغانانو منځ کې، بلکې له هغه هیوادو سره چې افغانستان ورسره دې روستیو کې ستراتیژیک تړونونه او تفاهم لیکونه لاسلیک کړي او افغانستان سره د دوستۍ لاپې وهي، د مخالف او دوست د مالومولو لپاره د یوه محک حیثیت لري.
هغه مکار سیاستوال او هغوی چې په درواغو ځانونه د ځینو افغاني اتنیکونو سرخېلان بولي او ډیورنډکرښې سره تړلې د هیواد عمومي ملي ګټې او ارزښتونه، د خپلو شخصي ګټو او یا قومي او سیمه یزو تنګنظریو په لامل ترپښو لاندې کوي، حقیقت کې د هیواد د برخلیک په دې حساسو شېبو کې د پنجابي خونړي دوښمن لپاره په افغان دولت کې د پنځم ستون او لستوڼې مار دنده ترسره کوي او غواړي په پنجابي چاړه هیواد د شالخوا وهي!
خو بلخوا هغه هیوادونه چې پر دې کرښه په یو طرفه توګه، د پنجاب په خوا دریږي او د هغه په ګټه چنې وهي او د افغان لوري غوښتنې او ګټې له پامه غورځوي، په هیڅ صورت د افغانانو دوست نه شي پاتیدلای .
په ۱۸۹۳ کال د ډیورنډ کرښې د تفاهم لیک په مهال هم، انګریزانو د امیر عبدالرحمان خان په وړاندې د فشار د وسیلې پتوګه، هیواد کې ځیني ایتنیکې ډلې لکه هزاره ولمسول او امیر عبدالرحمان خان يي په دوه لار کې ودراوه چې یا به د ډیورنډ تفاهم لیک په هغه بڼه چې انګریز يي غواړي، مني او یا به د هیواد په زیات پاشل کېدو او ټوټه کېدو، له افغانستان څخه تیریږي.
داسې ښکاري چې تاریخ یوځل بیا په پخواني ماهیت او نوې بڼه تکراریږي او هغه دا چې دا ځل پنجاب د انګریز پرځای او د انګریزي زړې تګلارې ( Forwards Policy ) په مټ، د ډیورنډ د استعماري او خیالې کرښې چې افغانانو لا هغه هم هیڅکله نه ده منلې سربېره، د ډیورنډ کرښې پر بره غاړه د پاتې افغانستان په لور راخوځیږي او د ګوشتې ولسوالۍ په برید ۵۵ کیلو متره مخې ته راځي او دا وار په کور دننه د پنجاب لپاره د پنځم ستون او پر افغانستان د شا لخوا د ګوزار دنده نظارشورا پر غاړه اخیستی وي!
نظارشورا چې د ډبل عبدالله په سرخېلۍ د ملي اتلاف، د ضیامسعود په سرټومبۍ د ملي جبهې او د ( پهلوان زنده خوش) قسیم فهیم او خیالي بسم الله جان او نورو په ګډون يي چې دولت کې د غوړې ونډې سره سره ، په ټګۍ ځان په دریو برخو ویشلی افغانانو ته ورپيژني، ټولې ډلې او ګروپونه يي بیا بې توپیره خپلمنځي غونډو او رسنیو کې په بېشرمۍ وايي چې دوي ډیورنډ کرښه د نړیوالې پولې پتوګه پيژني، افغانستان له ډیورڼډ پورې غاړه یو لویشت حق نلري او د ډیورنډ کرښې په اړه ولسمشر کرزي بې مسولیته خبرې کوي!
دا یوه سټې او درې سره بلا ، د ولسمشرکرزي روستۍ څرګندونې چې وايي افغانانو د ډیورنډ استعماري کرښه هیڅکله نه ده منلې او نه به يي راتلونکې کې ومني، د بې اعتباره کولو لپاره له هیڅ راز تور، چلوټې او پنجاب سره د خپلمنځي معاملې ، نه لاس په سر کیږي!
کورنيو چارو وزير ته د يوې نږدې سرچينې دا خبره « کله چې افغان سرحدي پوليسو په ګوشته کې پر پاکستاني پوستو بريد وکړ، مارشال فهيم سخت په غوسه و او د کورنيو چارو وزير يې د ټېلېفون له لارې وګواښه چې ولې يې بريد ترسره کړی دی. د يوه بل خبر له مخې ولسمشر کرزي چې کله دفاع وزير بسم الله خان ته امر وکړ، چې ګوشته کې پاکستاني پوستې او دروازه له منځه يوسي، نوموړي د امر له ترسره کولو ډډه کوله او د مارشال امر ته يې سترګې نيولې وې. تاند»
د ملي ضد اتلاف د سرخېل ډبل عبدالله دا خبره چې وايي« دې ته له پامه پرته چې د دیورند کرښه د افغانستان او پاکستان حقیقي سرحد دی او کنه دی، یا دا چې د افغانستان او پاکستان پوله چیري ده او د پولې د هغې خوا خلک له افغانستان سره د خپل یووالي په اړه څه فکر کوي»، څرګندوي عبدالله چې ځانته د افغانستان د لومړي کچې واکمن پتوګه قایلیږي، یا خو د سیاسي ټيټې پوهۍ له مخې خبر نه دی چې ډیورنډ استعماري کرښه د افغانستان او پنجاب ترمنځ حقیقي سرحد دی او که نه او یا يي تر اوسه ځان په دې نه دی پوهولي چې د افغانستان او پاکستان پوله چیرې ده، یا ددې مهمې پوښتنې په اړه ناګاره او بېخبره تیریږي او یا په پای کې غواړې دا خبره وکړي چې هوکې نوموړی ، ډله او حواریون يي چمتو دی چې ډیورنډ کرښه پښتنو سره د کورنۍ سیالۍ یا دوښمنۍ او پنجاب ته د خوش خدمتۍ او یا څو بابیزه ژمنو او ډالرو په بیه وپلوري!
ضیا مسعود او محقق چې ځانونه د ملي جبهې سرخېلان بولي او جبهه يي یوازې د هیواد په څو شمالي ولسوالیو کې د خپلو ملیشو په منځ کې ښوریږي، خو دوی ورته د ملي جبهې نوم ورکوي، په هر قدم کې د هیواد د ملي ګټو او ارزښتونو په وړاندې جنګیږي. دوی هم ددې لپاره چې له ډبل عبدالله، قسیم فهیم ، قانوني او دا شان نورو جګړه مارو او لنډه غرو نه شا ته نه وي پاتي، د افغان ولسمشر پر وروستيو څرګندونو نيوكه كوي او وايي چې د ولسمشر وروستۍ څرګندونې افسانې ته ورته دي.
عبدالله چې د ولسمشرۍ په تېرو ټولټاکنو کې د ولسمشرۍ چوکۍ ته ولاړ و او د ۲۰۱۴ کال په راتلونکو ټولټاکنو کې به بیا هم، خپله اویا دده د ډلې کوم بل څوک دې چوکۍ ته خامخا دریږي، څنګه کولای شي د ډیورنډ استعماري کرښې په اړه چې د افغانستان او برتانوي هند او بیا د پاکستان په نوم د هیواد ترمنځ تاریخي او حقوقي ستونزه او شخړه ده، ولسمشر کرزي سره د خپلمنځي ستونزې، یا حکومت کې غوړې چوکۍ ته د نه رسیدو په پلمه، د یوې داسې سترې ملي داعيي په وړاندې ځان په بې مسولیته څرګندونو او اپلتو سپک او تېر کړي!
په داسې مهال چې ټول افغانان په یوه خوله د افغانستان پرخاوره د پنجاب تیری او یرغل غندي او د پنجاب په وړاندې هر زار سرښندنې ته چمتو کیږي، نظارشورا او د هغې سرخیلان د پنجاب د تیري په وړاندې نه یوازې دا چې یو شمېر يي چوپ پاتیږي، بلکې په ټوله کې په بې ننګۍ سره د داسې تیري ملاتړ هم کوي، نو سبا په کوم مخ بیا د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې د افغانانو په مخکې دریږي او له دوی څخه پر دوی د مشرۍ لپاره د رایو غوښتنه کوي ؟
که د پنجاب روستي یرغل ته ځیر شو، دوی هغه کرښې ته چې پخپل سر او یوازې ځان يي منلې، بیا هم ژمن نه دي پاتې شوي. دوی له ګنداو او خاپښ کنډو څخه چې ګوندې د ډیورنډ خیالي او استعماري کرښه هلته تیریږی، ۵۵ کیلومتره د کرښې په بره غاړه د پاتې افغانستان په لور ګوشتې ته رارسیدلې او پوستې او کنترولي دروازې يي درولي دي. دوی ددې پراخې سیمې خلکو ته په زور او دوکې سره د پنجابي تابعیت پيژندپاڼې هم ویشلې دي.
د پنجاب بل ګام د کامې ولسوالۍ او جلال اباد په لور دی.
خبره یوازې د ډیورنډکرښې په منلو او نه منلو پورې نه رالنډیږی. د ډیورڼدکرښې له منلو سربېره پنجاب په پاتې افغانستان کې هم پراخې ستراتیژیک ګټې ویني. که د نظارشورا او یا ځینو نورو بې ننګه افغانانو په خوله افغانستان له پنجاب سره د ډیورنډ استعماري کرښه هم په رسمیت وپيژني ، پنجاب له پاتې افغانستان هم لاس نه اخلي. د افغانستان جیو پولیټیک ، جیو ایکانومیک او پوځي ستراتیژیک اهمیت د پنجاب پکار دی.
د افغانستان په وړاندې د پنجاب جګړه د پورته موخو لپاره په درې ډګرونو کې، پرله پسې شدت پیدا کوي. د پنجابي ملیشو په بڼه لکه چې په ګوشته کې يي وینو، د طالبانو په بڼه او د نظارشورا په بڼه!