د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رحمان بابا(ر)، ساقي او .../ دويمه برخه

ګل ولي شاه ساده حيدرخېل 05.05.2013 11:49

ساقي جام د باده راوړه چې بې خود شم
خدای څوک مه کړې په خودۍ کې محبوس:
دلته له پير څخه د الله تعالی د داسې مينې غوښتنه کېږي چې انسان د مادي شيانو له اثراتو آزادوي او دغه آزادي يې تردې ځايه پورې رسي چې انسان له ځانه هم آزاد شي يعنې له /زه/ څخه خلاص او /ته/ شي او بلاخره له /ته/ نه هم آزاديږي اوکېسه پسې غزېږي آن تردې چې ځان ورته يار او يار ورته ځان وبريښي. ځکه خو دعا هم کوي چې خدايه! څوک په /زه/ کې بندي پاتې مه کړې /ته/ يې کړې.
داچې مست په ميو راغی يار د چا دی
بيا به تاخت کا په کوم غولي وار د چا دی:
/تاخت/ د دري مصدر نوم دی. مانا يې حمله ، هجوم، تباهي او چور ده. /يار/ په پهلوي لغت کې محبوب ته وايي. خو دلته منظور ترېنه مرشد دی.
په شعر کې د بيان داسې انداز چې شاعر ورباندې پوهېږي خو ځان ناپوه ښيي دې ته عارفانه تجاهل وايي. شاعران دا کار په موضوع کې د شدت او خوند پيدا کولو په خاطر کوي چې د اوريدونکو توجه لا ډېره ونيسي.
داچې د الله تعالی د مينې لېونی (مجذوب) مرشد راغی اوس به د کوم مريد پر غولي هجوم ور وړي او د کوم مريد پر عقل فکر به د جذب حمله کوي.
فراموش کاندي همه نورې مستۍ
هر چې نوش کاندي باده په جام دستا:
کله چې څوک ستا( دالله ) لخوا د مينې شراب وڅښي نو داسې مست(مجذوب ) شي چې د دنيا ټولې مستۍ يې هېرې شي.
بې منته جام د زهرو څښلی ښه دی
نه هغه چې منت بار شي و کوثر ته:
/منت/ عربي مصدرکلمه ده. د نيکۍ او احسان مانا لېږدوي. خو په خلکو کې د /سوال او زاري/ کلمو هم رديفه استعمالېږي. مثلاً: زاري او منت درته کوم چې شر مه جوړوه! البته په اصل مانا هم کارېږي. لکه: ولې احسان او منت راباندې باروې، هرکار د الله تعالی د رضا په خاطر کوه!
احسان کول او احسان بارول، بېلې بېلې ماناوې لري. پيغمبر(ص) فرمايي. ژباړه: تاسې د احسان بدله په احسان سره ورکړئ! د تصوف روح دا دی چې هرکار بايد د الله تعالی د رضا په خاطر وشي. د پيغمبرانو په ګډون د الله تعالی ټولو استازو د خپلو امتونو او خلکو سره احسان کړی خو احسان يې ورباندې بار کړی نه دی.
کله چې پيغمبر(ص) د کوثر له چينې جنتيانو ته اوبه ورکول پيل کړي نو پر دوی به احسان باروي نا، بلکې ورباندې کوي به يې .
لسان الغيب(رح) د /کوثر/ کلمه د ټولو نيکيو لپاره سمبول او د / زهرو جام څښل/ جمله د مرګ په څېر د زورور سختيو لپاره کنايه راوړې. يعنې که څوک له چاسره ډېره لويه نېکي کول هم غواړي خو نېکي ( منت ) به نه ورباندې باروي، چې دا خوی د انسانيت له سترو خويونو څخه دی. خوکه يو څوک د نيکۍ منت پر چا باروي بيا خو د مرګ په څېر د سختې سختۍ ګالل هم ښه دي. البته د انسانيت دغه ستر خوی په سترو انسانانو کې وي.
ما د دهر غم وهلی دی په لته
د پيالۍ د صراحۍ له برکته:
د دهر غم په لته وهل د دنيا د پرېښودو لپاره کنايه ده. خو د دغې کنايې دا مطلب نه دی چې ګوښه اوسېدل، کار نه کول او .... د دنيا غم په لته وهل دي.
انسان د خپل مادي وجود او په مادي نړۍ کې د اوسېدو له امله دومره د مادياتو تر اثر لاندې راځي چې ټول منوي ارزښتونه تر پښو لاندې کوي. خپل پردی، خدای(ج)، رسول(ص) او .... هېروي.
د مادياتو دغو بدو اغېزو ته رحمان بابا(رح) / د دهر غم/ وايي. لکه خلک چې وايي: [ د دنيا غمونه ډېر دي. يعنې کارونه ډېر دي وزګارتيا نشته ] تر څو چې د مادي نړۍ له دغو ژورو اغېزناکو پرتونو څخه روح نه وي خوندي شوی تر هغې انسان د معبود پېژندنې او د انسانيت لوړ مقام ( عبديت ) ته نه شي رسېدلی. د مادياتو له دا ډول اغېزو څخه ځان ساتل اسان کار نه دی. مګر که د رحمان بابا په څېر د الله تعالی د محبت ډکې صراحۍ ورسره وي بيا د دهري غمونو په لته وهل اسانېږي.
هغه يار چې وما جام د ميو راکړ
د دښنو وينې مې وڅښې بې شدته:
په دې شعر کې / جام/ د زړه او مۍ د الهي مينې سمبول دی.انسان که د خپل کار سره مينه ونه لري په کار کې يې بريالتوب ناممکن وي. د کار يا خپلې موخې سره مينه انسان هڅوي چې اختراع وکړي، غرونه سوري کړي، سپوږمۍ ته وخېږي او سختۍ په اسانۍ تېرې کړي.
په مادي نړۍ کې د انسان تر ټولو ستر دښنو ( دښمن ) شيطان دی چې د انسان په هر کار کې د پټې مداخلې په کولو سره د ده کار تباه کوي. حتی د ځنکدن په وخت کې يې هم د تېرباسلو هڅه کوي تر څو چې له ځان سره يې جهنم ته بوځي. مګر رحمان بابا(رح) ته چې الله تعالی له مينې ډک زړه ورکړی يا د ده په
خبره چې يار په خپله د مينې جام ورکړی نو پر دغه دوښمن يې بې له جنګ وجداله بری موندلی.
که دغه موضوع اوسنيو شاعرانو شعرکولی نو حتمي به يې ويلی چې د دوښمن وينې مې په ډېر شدت، په تېزۍ او په زورسره وڅښلې. خولکه څنګه چې د رحماني مکتب اساسي موضوع انسانيت ده نو په پورتني وروستي نيم بيتي کې هم د دوښمن وينې له تشدد پرته د الله تعالی سره د مينې او انسانيت په سبب څښي.
ستا د خواب آلودو سترګو خواب راڅخه يووړ
شونډو دې لذت د مۍ ناب راڅخه يووړ:
/آلوده/ د /آلودن/ له متعدي مصدر څخه وتلی مفعولي نوم دی. چې له نورو نومونو سره ترکيبېږي او د همهغو نومونو د ماناګانو په تعقيب مانا ورکوي. چې
لامده، ککړ او متاثره شوي شي يا انسان ته وايي. لکه: دلته چې د/خواب/ نوم د /آلوده/ له مفعولي نوم سره يوځای شوی او مانا يې له خوبه ډکې، په خوب ککړې، له خوبه متاثرې او په خوب لامدې سترګې ده.
د پښتو په اوسني شعرکې د دري د دغې شعري ترکيب پرځای ښايسته پښتوترکيبونه لرو لکه: [مړې يا خوبولې سترګې.] دغه ترکيبونه ښکلو سترګو ته د کنايې په توګه استعمالېږي چې سمبوليکه بڼه يې غوره کړې ده. بې خوبه پاتې کېدل د مينتوب لپاره کنايه او خواب آلودې سترګې د ښکلا سمبول دی.
رحمان بابا(رح) وايي: ستا ښکلا پخپله زه پر تا شيدا کړم. له شيدا کولو وروسته دې بيا رانه د خپلې سوچه مينې خوند د نېږدېوالي او د راز ونياز په خوندونو هېرکړو.
زړه مې په نغمو نغمو سوری کړو مطربانو
عقل ساقيانو په شراب راڅخه يووړ:
د تصوف د طريقو په لړ کې /چِشتيه/ يوه داسې طريقه ده چې د نورو هغو په خلاف نه يواځې ساز او سندرې مُجاز ګڼي بلکې ساز په دې طريقه کې موخې ته د رسېدو مهمه اساسي شيوه بلل کېږي. په دې اړه غزالي(رح) په خپل /احياءالعلوم/ نومي کتاب کې اوږدې خبرې کړې خو موضوع يې سپينه کړې نه ده. البته له بحث نه يې دا پايله راوځي چې د چشتيه دکامل پير په حضور کې مريدان ساز او سندرې اورېدلی شي. خو غزالي د دې لپاره هم شرعي ثبوت نه لري.
د بابا(رح) په اړه هم داسې روايات پرته له کوم ثبوته خوله په خوله ګرځي چې بابا(رح) د چشتيه طريقې مريد و او ده به رباب غږولو. ښايي د دې وجه د ده په ديوان کې د سازوسرود په اړه شعرونه وي او بله وجه يې پښتني کلتور وي چې رباب ته يې په خپل ډګر کې ځانګړی ځای ورکړی. مګر د بابا(رح) شعرونه که د تصوفي اصطلاحاتو او د عرفاني شعري هنر له مخې وڅيړل شي داسې څه به په لاس درنه کړي چې د ده په اړه د غير شرعي کار ثبوت وګرځي. ممکن رباب يې غږولو خو د غږولو يا نه غږولو په اړه يې کوم ثبوت نشته.
/مُطْرِبً/ د عربي فاعل نوم دی. چې /طَرَبْ/ (خوښي،ښادي،سُرور ) راوړونکي يا ورکونکي ته وايي. داچې ساز غږوونکی يا قوال هم ظاهراً خلکو ته خوښي ورکوي نو ځکه هغه ته هم مَجازاً مطرب وايي. خو دا کلمه په تصوفي اصطلاح کې د کامل پير لپاره د کنايې په ډول استعمالېږي. مثلاً: که د صوفيانو ترمنځ د
کوم چا په اړه وويل شي چې پلانی مطرب دی نو هغه نور پوهېږي چې دی کامل پير دی. کامل پير د مريدانو زړونه داسې دالله تعالی په ذکر فکر راولي لکه ربابي چې رباب غږوي يا لکه قوال چې قولۍ وايي. کامل د مريدانو مړه زړونه ژوندي کوي، د دوی زړونه دالله تعالی د مينې په طرب کې اچوي. کامل مريدانو ته هغه پټ خبرونه اشارتاً ورکوي چې د دوی د باطن سره تړاو لري يا د الله تعالی او د دوی ترمنځ د راز خبرې وي.
کتابونه ليکي چې منصور د حلاج زوی تر څلورو سوو پيرانو پورې مريدي کړې وه. د دې لامل دا وي چې د ځينو کسانو روحي تنده په اسانۍ سره نه ماتېږي.
د بابا له پورتني بيته مالومېږي چې ده هم له ډېرو مرشدانو څخه فيض حاصل کړی دی. په دې شعرکې /نغمې/ د کاملانو له خولې د ښو خبرونو سره تشبه شوې. د /زړه سوری کول/ د مينتوب او په مينتوب کې د لا ژور تګ لپاره چې انسان له عادي حال نه وباسي کنايه ده. بابا وايي: له يو پلوه کاملانو د الله
تعالی له خوا د ښو خبرونو په سبب له عادي حال نه ويستلی يم او له بله پلوه ساقيانو يعنې همدې پيرانو د الله تعالی د ډېرې مينې په وسيله بې عقله کړی يعنې لېونی يا مجذوب کړی يم.
د ساقي په لاس کې جام د مۍ ناب دی
مطرب ايښی په زانو باندې رباب دی:
/رباب/ د تصوف په اصطلاح کې د محبوب لخوا د غوښتنې، بلنې او غږ مانا لري. /په لاس کې جام/ د شرابو د الهي مينې او معرفت د ورکولو اشاره ده. پاسنی شعر وايي: د مرشد سره له سوچه مينې ډک زړه د مريدانو لپاره تيار دی چې د الله تعالی مينه او معرفت په کې وڅښي. نه يواځې د مرشد په لاس کې جام
تيار دی بلکې دا د مرشد په وسيله د محبوب (الله تعالی) لخوا محبانو يا ميخوارانو (سالکانو) ته د بلنې غږ دی او له دوی څخه يو ډول غوښتنه کېږي چې راشئ د خپل محبوب په مينه ځانونه سيراب کړئ.
پاڅه يو ځل سيرآب د عشق په جام شه
په ساغر د ماه و مهر مۍ آشام شه:
/سيرآب/ په لغت کې خړوبولوته وايي چې مطلب ورڅخه څښل دي. /آشام د / آشاميدن/ له متعدي مصدر څخه وتلې امري صيغه ده چې د وڅښه مانا ورکوي. /مِهْرْ / د /ه او ر/ تورو په چوپتيا سره د لمر مانا لري / ماه ومهر/ يا سپوږمۍ او لمر دواړه د حقيقي محبوب لپاره کنايه ده. باباوايي: ژر شه يو ځل خو د مينې باده د پير د زړه په وسيله ( په جام کې ) وڅښه. په دويمه مسره کې بيا هم همدا خبره کوي چې د الله تعالی د مينې شراب د الله تعالی په ساغر ( د پير د زړه په وسيله ) وڅښه. يعنې يو ځل مريد شه او الله تعالی د زړه له تله يادکړه. چې يو ځل مريد شې او په دې شرابو روږدی شې بيا به يې په اسانه پرې نه ږدې.
که نصيب مې شي کوغالي ستا دسپيو
وبه نه کړم نور نظر په جام د جم کې:
/کوی/ دري نوم دی. د کوڅې مانالري چې /کو/ يې لنډون دی./غالي/ عربي صفت دی. د ګران او قيمت مانا لېږدوي. له نوم او صفت څخه جوړ شوی
د/کوغالي/ ترکيب د ګران قيمته کوڅې مانا وباسي.
/ سپی/ په پښتني ټولنه کې عموماً يو سپک نوم او بد ځناور دی. خو په مينه کې خبره اپوټه ده، ميَن د محبوب د سپيو مَقام (کوڅه او دروازه ) هم د ځان لپاره تر پاچاهۍ لوړ بولي. د /سپي/ کلمه په تصوف کې د اماره نفس، پستۍ او کمترۍ لپاره کنايه ده.
/جم/ د بلخ د پيشداديانو د څلورم پاچا نوم دی. پوره نوم يې [جمشيد] و. خو د وخت په تېرېدو سره يې [شيد] له نومه لوېدلی. نوموړي پاچا د نُجوم د علم له مخې د ځان لپاره يو جام جوړ کړی و. په دې جام کې به ده د خپلې پاچاهۍ ترڅنګ د نړۍ څارنه هم کوله. /جام جم/ يا جام جمشيديعنې د جمشيد جام چې ځينې يې جام جهان، جام جهان نما او جام آيينه هم بولي.
بابا وايي: ستا (الله تعالی) له خوا تر ټولو ټيټه رتبه هم له پاچاهۍ نه لوړه ده. يعنې ستالخوا چې څوک ومنل شي که ډېره ټيټه درجه يې هم وي له پاچا غوره دی.
هغه زړه چې خدای روښان کا جام جم شي
په دا جام کې ورښکاره تمام عالم شي:
کوم زړه چې د الله تعالی لخوا په ځانګړي مهربانۍ او مينه صفا او روښان شي هغه داسې شي لکه د جمشيد پاچا جام. په دې جام کې نو بيا د ټول عالم لېدنه کوي او په دې ډول سالک د عالم له نه بيانېدونکو پټو رازونو څخه خبر شي.
بې د سترګو له خونابه
نه باده لرم نه جام:
/خوناب/ له /خون/ او / آب/ څخه رغېدلی د دري مرکب نوم دی. مانا يې /وينې اوبه/ ده. داچې د دغو وينو اوبو نسبت سترګو ته شوی نو مطلب يې سرې اوښکې او له وينو سره ګډې اوښکې دی.
داوښکو له يادولو څخه مطلب د دردوغم ذکر وي. مګر اوښکې کله کله له خوشالۍ نه هم بهيږي نو ځکه يې په بشپړه مانا د غم سمبول نه شو منلی. خو په پورتني شعر کې د دردوغم په مانا دي.
شعر وايي: پرته له سرو اوښکو، نه دالله تعالی د مينې نصرت لرم او نه د الله تعالی له مينې ډک د پير زړه (جام). د الله تعالی له مينې ډک د پير زړه (جام ) او د الله تعال مينه (باده) په حقيقت کې دواړه يوه خبره ده او دلته د پير زړه يا د پير نه لرل د نه لرلو مانا نه لري بلکې مطلب يې په مينه کې د هجران له درده شکايت کول دي.
تيغ د يار له لاسه په مرۍ د عاشقانو
هسې لذت کا لکه د ميو پيمانه:
تيغ يا توره په مرۍ، د هر ډول سختۍ او مشکلاتو لپاره کنايه ده. شعر وايي: د يار (الله) لخوا په عاشقانو هر ډول سختي داسې خوندوره وي لکه هوبهو د ده مينه (پيمانه). کله چې منصور د غرغرې په حال کې د خلکو لخوا په کاڼو ويشتل کېدو په لاسونو يې ښکته وينې روانې شوې نو ده وويل: زه د عشق لمانځه ته په وينو اودس کوم. يعنې کوم تکليف يې نه محسوسوه.