د افغان ټولنیز نیټورک غبرګون د ګوشتي په اړه:
04.05.2013 11:47افغان ټولنیز نیټورک د ګوشتي ولسوالۍ په وړمي شپی پېښه کې چې د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ را پورته شوه د افغان سرتیرو میړانه چې د خپل دوښمن پر وړاندي وښودله د ستایلو وړ بولي.
د نیټورک غړي د ګوشتي د پيښی شهید قاسم خان ته له لوی څښتن تعالي څخه جنتونه او اجرونه غواړي او کورنۍ ته د زړه صبر او ټپیانو ته له لوی تعالي څخه عاجله شفا غواړي.
دافغان ټولنیز نیټورک ټول غړي او د مشرتابه مقام د افغان ملي سوداګرو، مدني ټولنو او افغان دولت څخه غوښتنه کوي چې د پيښي له قربانیانو سره معنوي او مادي ملاتړ وکړي ترڅو د یرغلګرو ځواکونو پر وړاندي د مبازي میدان ګرم وساتل شي.
همدارنګه افغان ټولنیز نیټورک له مرکزی دولت څخه د پاکستان پروړاندي د لومړني شهید (قاسم خان) په نوم په پلازمینه کابل کې یو لوی څلي جوړ کړي ترڅو د هېواد راتلوونکو نسلونو لپاره د یو عبرت درس په توګه پاتې شي چې دوی د پاکستان پر وړاندی هم خپل سر نه دي ټیټ کړي.
افغان ټولنیز نیټورک له هغو خلکو او مدني ټولنو سره چې د پاکستان پر وړاندي خپل اواز اوچت کړي ځان یو ځای بولي اوهغه دولتي مسولین غندی چې دپاکستان په دغه لوبه کې له پاکستانیانو له ډاره غږ نشي پورته کولای او که خدای کول نو یو ورځ به دغه خاینین چارواکي چې د نورو دګټو لپاره خپل وطن پلوري د محاکمي میز ته کش کړي.
په درنښت
افغان ټولنیز نیټورک
کابل- افغانستان