د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ژبه وقلم ته سمه کړۍ!

وکيلي 02.05.2013 01:36

په پښتو ژبه کي ګړدودونه (لهجي)بې حده ډېر دي اوپه هره لهجه (دیالکت)چي سړی ږغیږي خوند کوي . لهجه په خوله کي دتورو دږغ یوسستم دی .دغه سستم دلهجو ویونکو وګړو یوطبعي استعداد دی . ځیني په ګړو کي توري نه اداکوي ځیني ئې بیاتوري بدلوي . لکه : ځیني پکتیاوال « کابل » ته «کوبل » وایي . د«الپ » پرځای «و» راولي . یا « کور » ته « کېر » وایي . کټوازیان په خپله لهجه کي د « ژ » پرځای «ز» په کار وړي یاني « ژبي » ته « زبه » وایي . دپېښاور خواته ځیني خلک په خپله لهجه کي د « ژ » پر ځاي د «ج» څخه کار اخلي یاني « ژمي » ته « جمی» وایي . دننګرهار خلک بیا په خپله لهجه کي «ښ » نه لري د «ښ » پرځای « خ » په کار وړي . « ښه » ته « خه » وایي او د « ږ » پرځای « ګ » په کار وړي یاني « ږیري » ته « ګیره » وایي .ننګرهاریان دآسانۍ لپاره پخپله لهجه کي د بولګي په توګه و « ږغ » ته « غګ » وایي او « موږ » ته « مونګ »یا « موګ » وایي . هره لهجه چي وي په ګړو کي دآسانۍ لپاره توري نه اداکوي یاني پرېږدي يې . دساري په توګه « لیري » ته په لهجه کي « لري » وایي . که چيري چاخبري کولې سړی په پوهيږي،چي واټن ئې مقصد دی . که چيري په لیکنه کي راسي لوستونکی اشتباه ته اچوي، چي مقصد دلته واټن دی که « لرل ». هره لهجه دهغه ځای دوګړو په خولو اوخبروکي خوندوره وي؛هيڅ امکان نه لري چي په دې کي دي څوک بدلون راولي . دا ځکه چي دهغو خلکوپه وینه اوطبعیت کي یوموجودشی دی . لیکنګ دلهجوڅخه راځي؛خو ټول ډولونه دلهجوپه لیکنګ کي هم ناشونی کاردی . څه باید وسي،چي دلیکنګ ژبه یوه سي اوټول پردغه یوه محور راټول سي،چي لیکنه مو یو «پرنسیپ »ولري او« ستندرد » لیکنه وي ؟ داد اتفاق لرونکو پوهو اوهوښیارانوخلکو کاردی . بې اتفاقه خودسره انسانان هیڅ کله معیار او «ستندرد» لیکنه نه مني؛ ولي؟ داځکه دده خپله ځانګړۍ غوښتنه نه پکښې راځي؛ نودنوروخلکوپروانه لري . موږ پښتانه له بده مرغه تراتفاق موبې اتفاقي خوښه ده تریووالی موځانځاني . زموږ له پښتنو پرته په ګوټ ګوټ کي دنړۍ هيڅ یو هېوادبه مونده نه سې،چي دلیکنګ ژبه ئې معیاري نه وي . زموږ داځکه نه معیاري کیږي،چي لومړنی کس موچي ژبپوه دی متعصبه ،کبرجن،ځان غوښتونکی اوتبعیض لرونکی انسان دی . که نه نو پریوه اودوتورو ترقیامته جنګیده چانه وي کړي بېله پښتو نه . معیار څه شی دی؛خو ددې لهجې څخه اودهغي لهجې څخه ګړي اخستل او په لیکنه کي په ټولوسره منل معیاري لیکنه ده . زه چي دالیکني لولم هر لیکوال ځان ته معیار لري ګړي ئې چي هرډول دده زړه وغواړي لیکي يې . مایوه لیکنه په ۲۱/ ۲/ ۲۰۱۳ دبېنواښایستې ویبپاڼي ته د« دګړوټاکل ومعیاري ژبي ته » تر سریز ه لاندي لېږلې وه،چي زموږ ژبپوهان څه وليکي هیځ درک ئې معلوم نه سو. دبېنوا دويبپاڼو دمسؤلینو څخه یوجهان مننه اوخوښنه،چي دوی دغه لیکنه پخپل ښکلي ویبپاڼه کي تر ډېره بريده ساتلې وه،ددغي لیکني په باره کي نه دښه اونه دبد ځواب چاولیکی . خدای سته چي زه ډېر غمجن سوم . خیر په هرډول چي دی؛خپل مخ دی په چیپیلاخه نه وهل کيږي .زماهانددلیکني دمعیارولو لپاره دادی،چي په ښونځیوکي یوه سمه واحده پښتو لیکنه زموږ راتلونکی پښت ولري . زه تعجب کوم،چي پخوا ځینوپښتنو استاذانوپه پوهنتون کي پښتولوست غوښوت په کومه پښتو لیکنه؟ په کومه لهجه؟ اوس هم چي ګورم سره له دي چي موږ په « ډېروکو» کي راځو خوندمونسته . په پاړسي کي یومتل دی،چي وایي : ( ازمااست که برمااست . ) چي اصلي خبري ته راوګرځم . موږ باید زیار وباسوچي په لیکنه کي دامکان په صورت سره (Amphibolie)یاني دوه مانیزي ګړي ونه لیکو. که ممکنه وه په بله اصطلاح ئې ولیکو . لکه دساري په توګه « وار » که مطلب د« ځلي » څخه وو« ځله » دي ولیکل سي . که د« وار » څخه مطلب « ګوزار » وو نودي «ګوزار» ولیکي . که ئې د « وار » څخه مطلب « نوبت » وونو دي « نوبت » ولیکي که څه هم « نوبت » عربي ګړه ده خوپه موږ کي دود ده اویادي « وار » ولیکي . ( دچا« وار » دی؟) ( لومړی چا« وار » پروکی؟) ( یو« وار» راغلې؟) « وار » مرحلې ته هم وایي . ( د ده تبه « وار په وار» لوړېږي . ) یاني مرحله په مرحله ئې تبه جګیږي . د « وار » څخه راوتلي ګړي، لکه : ( په وار وار مي درته ویلي !) یا( په وارو وارو مي درته ویلي! ) مانا په تکرار مي درته ویلي . یاني « وار » مکرر یاتکرار ته هم وایي . ( لوست دي څوواره ولوله! ) دګړدودي مترادفو څخه دي خاماخا مخنیوی وسي داځکه چي لوستونکی سخت په اشتباه کي اچوي . لکه : ( خور ئې ده . ) دا ما نا « ښورېده » که یا « دائې خور ده .» یا دغه لهجه ( Dialekt) که ولیکل سي چي « خوګ سو . » داسړی په اشتباه کي اچوي، چي « سرګوزی سو» او کې مطلب دی،چي خوږ سو. « سول » دوه مانیزی مصدر دی چي یو ځلي «وار» ورته « کېدل » وایي اوبله مانائې ده « سوځل » یا « سېخل » ده . نودلته باید زیار وباسو چي دامکان په صورت کي لوستونکی دهم مانیزۍ تر اشتباه لاندي رانه ولو. نوښه به دا وي،چي دلته د « س » پرځای « ش » وکاروو یاني دغه مصدر « شول » ولیکو. که په لهجه کي « سول » ویل کیږي موږ دهغه مخنیوی په هیڅ ګون نه سوکولای . که په لیکنګ کي ځیني مهال « ش » د « س » ځای نسي معیاردی یاني ناسم تیانه ده . داباید ومنل سي . « چي = چې » او « مي = مې » کې څوک « مي » لیکي اوکې « مې » لیکي او « چي » کې څوک « چې » لیکي هم دغسي معیار ده . نه باید ولیکل سي چي دا کندهارې یاننګرهارې پښتولیکنه ده . پښتو نه دننګرهار ده نه دکندهار ده دا دټول پښتون ژبه ده؛ داد لروبر ژبه ده . زموږ دټولو پښتنو ستایني، دود،خوی اوپېژانده مو په دغه ژبه کي نغښتي دي . زیار بایدو باسو،چي « standard» ئې کو . ځیني ګړي (کلمې ) چي په ګړدود کي راځي او که په معیار کي نه وي پخپله لهجه کي پاتیږي؛ نوپه لیک کښې بیا نه راځي که راسي ناسمه او « دیالکت » به وي . دبولګي په توګه ټوله هغه ښځینه نومان چي په تانیثه یاخفي « ه » لیکل سوي وي ډېرن (جمع ) ئې په لنډه ( ي ) سره راځي . لکه : چرګه – چرګي؛ خټګره – خټګري؛ غمجنه - غمجني؛ ښځه - ښځي؛ زرکه زرکي اودغسي نور ډېر . کله چي ښځينه نوم په روښانه « ه » لیکل کیږي نوجمع ئې په اوږده « ې » راځي. لکه : زړه - زړې؛ وړه - وړې؛ اوږه - اوږې؛ پښه - پښې اودغسې نور ډېر دغه لیکنه نورم ده . بل رنګه لیکنه ئې لهجه یي ده .
ښاغلي استادمعصوم « هوتک » صاحب دوې ګړې لیکلي،چي هغه هم معیار دي لکه: « دی » ضمیر مفرد غایب دی . او بل « دی » فعل دی،چي د « ول » دمصدر څخه راځي . ددغه دوو د توپير لپاره « استاد » دفعل « ی » په همزه والا «ئ » لیکي،چي دا په لوستلو کي دلکني او په پوهېدلو کي دمتن ډېره آسانتیا راولي . دساري په توګه ( دی په کور کي دئ . ) څرګندیږي اوس چي یو ضمیر اوبل ئې فعل دی او کې دغسي ولیکو هم سړی په پوهيږي،چي کوم ئې ضمیر اوکوم ئې فعل دی . بولګه ګورو: « دی » او « دئ ». په ښکاره توګه څرګندیږي او هم ئې توپير کيږي . بله ډېره ښه آسانتیاچي دمرادف د ستونزي مخنوی کوي هغه د ښاغلي محمدهارون « خپل » په « کره کتنه که کره کږنه » لیکنه کي چي په ۲۸ . ۱ .۲۰۱۳م ک د بېنواویبپاڼه کې لیکلې وه . ده توپیرد« یې » او « یې » چي ښاغلي ډاکتر عبدالرزاق « پالوال » خپل په وخت کي کړې ده واضح (څرګنده ) کړې ده . که « يې » داسي ولیکل سي نود دوېم شخص یا مخاطب فعل دی،چي د« ول » دمصدر څخه راځي . بولګه : ( ته په کورکي يې ؟ ) دغه « يې » ته په پاړسي کي « است » وایي . دغه باید « یې » ولیکل سي . او بله « یې » چي اشاره ده یانسبت دی بایدداسي ولیکل سي : « ئې » . بولګه : ( ده ته ئې ورکه!) دغه « ئې » دلته اشاره ده و « ده ته » یا وایو: ( ته ئې ټاکلی یې؟) دغه « ئې » ته په پاړسي کي « را » وایي . اوس ئي ګورو،چي په لیکنګ کي څومره آسانتیاراغله . په پښتو ژبه کي (حرکات او سکون «زور؛ زیر» )نسته . دغه علامې خاص دعربي ژبي دي . موږ چي «۱۲ » ږغلرونکي توري لرو په دغه ږغلرونکو تورو یوه ګړه سمه وو. لکه د عربي «کلمې » لیکنه ده،چي «لِ » په زیر لولي اوموږ چي « زور او زیر » نه لرو بیا «ي ګاني » لرو په هغو ئې لیکو. لکه «خپل » صاحب چي «کلمه » په پښتو « کلیمه » لیکي . سمه لیکنه ده . المانانو هم ډېري یوناني ګړي په الماني تورو ګرځولي دي . یوه بولګه : په یوناني ژبه عکس ته « Photo » وایي اولیکنه ئې هم داسي ده . په الماني عکس ته « Bild » اوهم « Foto » وایي . دواړه ډولونه ئې یاني په « F » چي الماني ډول ئې دی او « Ph »چي یوناني لیکنه ده سمي دي . یاني که پرَدې ګړه په پښتو تورو و لیکل سي څه پروا نه لري . ولي؟ یوازي موږ نه بلکي دنړۍ په ټولو ژبو کي پرَدۍ ګړي پخپله «الپ او بې» لیکي، دود دی . موږ که خپله ژبه معیاري کوو له دغه لهجو څخه ګړي رااخلو او لیکنه په معیاروو. نوي ګړي جوړول د معیارلو لپاره ډېر ناسم کار دی . پښتو ژبه ډېره بډایه ژبه ده خوله بده مرغه دمعیار په کچه کي لږکار سوی دی . زموږ هر ژبپوه زیار ایستلی،چي دخپلي مورنۍ ژبي ګړدود په ټولو ومني هغه عالم له ماتي سره مخامخ سوی دی . تردې چي کښېناستلي وای یوه دمنځ لار ئې پیداکړې وای نو ښه به وای . په المان کي د (Niederbayern ) دخلکو په « Dialekt» اکثرا المانان نه پوهیږي . دیوبل دپوهاوي لپار دمعیاري ژبي څخه کار اخلي . د «بادن ورتمبرګ» (Baden -Württemberg ) پر خلکو ئې متل جوړ کړی دی چي وایي : ( Wir können alles aber nicht Hochdeutsch.) یاني موږ نور هرشی کولای سو خو الماني معیاري خبري نه سوکولای . موږ پښتانه که پخپله شی نه سوکولای ( که څه زه دا ګمان نه کوم .) ونورو ته باید وګورو هغسي وکوو،چي دوی ئې کوي،چي له کاروانه پاته نه سو . که له کاروانه پاته سو دانو هغه مهال دی،چي پوه اوناپوه مو خدای (ج) مه کړه ټوله پکښي ځي . راسۍ پرمعیاري ژبي وحدت وکۍ یوازي پرواحده لیکنه واحدت وکړۍ پرنورشي باندي ئې مه کوۍ، چي خلک پېغوردرنه کړي . . .؟ زه بیا داپه وار وار وایم چي په یوه ګل نه پسرلی کيږي یاني په یوه اودوو ژبپوهانوئې سرنه سره ورځي چي ټوله په یوه ږغ نه سو. په « نیولوجستۍ » سره ژبه لاخراپيږي جوړيږي نه اومعیاري کیږي نه؛داځکه چي په ژبه خبري کیږي او داخبري نه دي جوړي سوي بلکي داخبري پرګنوکړي دپرګنو کاردی نه د « نیولوجست » . راسۍ چي
پرمعیارولو وږغېږو نه پرجوړولو .

لیکونکی محمد سرور وکیلي .
اخځونه :
۱) ویکیپیدیا
۲) پښتوګرامر جزء اول مؤلف : پوهاندصدیق الله «رښتین» ۱۰۰ مخ
۳) پښتوژبښود(پښتوګرامر) مؤلف : محمدسرور وکیلي ۱۱۳ مخ
۴) ( Der grosse Brockhaus) پنځلسم ټوک او دوېم ټوک