د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکافرانو شهیدان

محمود نظری 26.04.2013 14:47

***
هر څوک خپل مړی بولي پاک شهید
یو ښار او دوه نرخه سوې بیه د شهید
ډول ډول صفتونه پیدا کړي دي شهید
پاک، اتل، سوله حلال اومردار شهید
ښه تودبازار لري دلته استخاره او فتوا
په کافرانو کې لا هم غازي شهید سو پیدا
***
دوستم د امریکا مړو ته شهید وایي
احمدي نژاد چاویز ته شهید وایي
طالبان ځان وژونکو ته شهید وایي
دولت سپاهیانو ته هم شهیدوایي
بازار ډیر تود سوی د شهید د فتوا
په کافرانو کې لا هم شهید سو پیدا
***
شهید ته اخروي ترفعات ورکوي دولت
دنیا یې فتح کړه اوس وار سو داخیرت
له خلکو ورکه ده لاره سمه د شهادت
ان خرڅیږي اوس کېلۍ د هرډول جنت
ددین د ټیکه دارانو ښه کیږي سودا
په کافرانو کې لا هم شهید سو پیدا
***
ددنیا ټیکه د اران سپاره دي د خرو په لکۍ
افغانان یې تباه کړه د عقبا دجنت په ناندرۍ
ځان ته ددوبی قصرونه بولي د جنت ماڼۍ
هر خاین وایي ما نیولې ټینګه د اسلام رسۍ
په اسلام ، جهاد او شهادت روانه ده سودا
په کافرانو کې لا هم غازي شهید سو پیدا
***


په شهید که هم پاک اوناپاک پیداسو
دغلوپه سر کې د سیاست تپاک پيدا سو
یومسلمان بل ته د کافر ویلوواک پیدا سو
د اسلام د ترقي لپاره کافر ضحاک پیدا سو
هر نمرود او فرعون پيل کړه ورکول د فتوا
په کافرانو کې لا هم غازي شهید سو پیدا
***
اوس مسلمانان د کفر لپاره غاړه بندوي
په اشاره یې ډبره غورځوي سر تر لاندې نیسي
کله جهاد روا بولي کله یې ترور بولي
لکه چې مسلمانان د ګل به بوی نه پوهیږي
له هغه سپين پوښه ویریږه چې وایي الله الله
په کافرانو کې لا هم غازي او شهید سو پیدا
***
مجاهد خپل وخت هیر کا، بیا مسلې کا
سل بېګناه وژني لا هم د جنت دعوې کا
ولس دسپاهیانو د ستم له لاسه بغهارې کا
بیا هم هر یو خپل مړو ته دشهید نارې کا
دا راتلونکي شهیدان جنګیږي لپاره د غلا
په کافرانو کې لا هم غازي شهید سو پیدا
***
راځئ دنیا سمباله کړو په کارونو د دنیا
سیاست وکړو پریږدو دا خبرې د عقبا
مه لندوئ زموږ د میندو ګریوانونه په ژړا
اوس ټوله سیاسي سوي د اسلام علما
د دوو علما توپير لري نظر په یوه فتوا
په کافرانو کې لا هم غازي شهید سو پیدا
***
دجهاد فتوا موږته راکړې وه ملاامریکا
په لکو مړه سوه روس ووت راغله امریکا
باید په لکو مړه سي چې اوس ووځي امریکا
مجاهد د روس پرضدوو طالبان د امریکا
زموږ پاک خلک وژل کیږي د سیاست په فتوا
په کافرانو کې لا هم غازي او شهید سو پیدا
***
دجهاد په نامه دلته سوي اوکیږي تجارت
رهبران دلته جنت جوړوي ستا په شهادت
د جهادي رهبرانو دي یو وار وګوره خیانت
څوک مړه سوه څوک ورسیده تر وزارت
مه منه د هر چا استخاره ، خوب او رویا
په کافرانو کې لا هم غازي او شهید سو پیدا
***
دښمن ته سل افغانان وژل هیڅ نه دي
د اسلام ضد پیسې شندل هیڅ نه دي
کافر ته سل سیاسي فتوا ورکول هیڅ نه دي
و مردار ته پاک شهید ویل هم هیڅ نه دي
افغانه ! یوه سترګه په دین کړه یوه په دنیا
په کافرانو کې لا هم غازي او شهید سو پیدا
***
ړوندهم پوهېږي چې دلده تروه ده
په دنیا کې دسر زورو اوبو کیسه ده
د تروریست په نامه د پښتون وژل پلمه ده
سل او زر یې خپل یوه يې ستا په ګټه ده
مین سه خو اوبو ته ځان مه اچوه نه زده لمبا
په کافرانو کې لا هم غازي او شهید سو پیدا

ناندرۍ( د ښځو د خولې جنګ )، د خره پر لکۍ سپرېدل ( ډیر بې باکه ، فضول او شریر کیدل)، پرانډې کښېناستل ( په فخر او تکبر ناست) ، ډبره غورځول او سر تر لاندې نیول ( اصرار کول)، بېزو بازی کول ( چاپلوسی کول) .