د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د زري کړکي ادبي جایزې

نجیب منلی 25.04.2013 00:08

کتاب ښار او د زري کړکي اکاډیمۍ د سه شنبې په ورځ د اپریل درویشتمه - چې د کتاب نړۍواله ورځ ده – د کال غوره لیکوالو او شاعرانو ته ادبي جایزې ورکړې.

د کتاب ښار په نوښت او ملاتړ د هېواد یو شمېر منليو ادبپوهانو او کره کتونکو  د تېر کال راهیسې د زري کړکي د جایزو لړۍ پیل کړې ده.

د زري کړکي د جایزو په د دویمه دوره کې داستاني ادبیاتو او شعر ته پام شوی وو. د سږکال د جایزو ګټونکي دا دي:

-          داستاني ادبیات

o        آغلې نجیبه ایوبی، سایه در تاریکي، د لنډو کیسو ټولګه

o        آغلې طوبی ندا ساپۍ، په سترګو کې لیکل شوې افسانه، ناول

o        ښاغلی نصیر احمد احمدی، اغزن سیم، ناول

-          شعر

o        آغلې پروین ملال، وخته راستون شه

o        ښاغلی منیراحمد بارش، هلاکوهای سرګردان

o        عبدالمالک آتش، من کاذب ترین فصلم

هغه اصلونه چې د زري کړکي اکاډیمي په خپل انتخاب کې ورته په خورا ستر اهمیت قایله ده ملي فکر، د ملي فرهنګ پالل، د افغانستان ادبیاتو ته د نوو فکرونو راوړل او له تکراري او کلیشه یی مفاهیمو څخه د لېرې کېدو هڅه ده.

په هغې ناستې کې چې د هېواد د ګڼو فرهنګي څېرو په ګډون د کتاب ښار د عونډو په تالار کې جوړه شوې وه، نجیب منلی، د کتاب ښار په استازي توب په هغه محفل کې چې د جایزو د وېش په مناسبت دایر شوی وویل: «پر هنري اثر نه شو کولای چې مطلق حکم وکړو چې دا ښه دی او دا بد دی. هغه لیکوال چې د زري کړکي جایزه یې اخیستې هغه کسان دي چې د دې اکاډیمۍ د غړو د زړونو تار یې ترنګولی. دا په دې مانا نه ده چې نور کتابونه تر دغو اثارو کم ارزښت لري. زموږ دوستانو هغه اثار غوره کړي چې د دوی انتظار ته یې ځواب ویلی، که څوک ووایي چې دا جایزه په سلیقه یي ډول ورکول کېږي، د زري کړکي اکاډیمي به دا خبره رد نه کړي خو د اکاډیمي غړي ټول ژمن ادبپوهان دي، هغه معیارونه چې دوی د خپل کار ملاک او محک بولي، په ګرانه تر پوښتنې لاندې راتلای شي.»

په دې محفل کې د ښځو چارو د وزارت مسلکي معینې آغلې مژګان مصطفوي د هغه وزارت په نامه وینا وکړه، د فرهنګ په برخه کې یې د مېرمنو پر نقش خبرې وکړې او د مېرمنو د وزارت له لوري یې هغو دریو تنو ښځینه ادیبانو ته سوغاتونه ورکړل چې جایزه یې اخیستې وه.