په افغانستان کې د کتاب د نړۍوالې ورځې لمانځنه
19.04.2013 21:22تجلیل از روز جهانی کتاب در افغانستان
CELEBRATION OF THE WRLD BOOK DAY IN AFGHANISTAN
کتاب ښار، کابل مېشت کتاب پلورونکي ، ګویته انستیتوت او د فرهنګي ځوانانو مدني ټولنې د حمل له ۳۱ مې د ثور تر ۵ مې د بېلابېلو مراسمو په ترڅ کې د کتاب نړۍ واله ورځ لمانځي:
شنبه د ۱۳۹۲ د حمل ۳۱ : د کتابونو د ستر نندارتون پرانسته
د کابل کتاب خپروونکي او کتاب پلورونکي تر دوو زرو عنوانو ډېر کتابونه د نندارې او پلور له پاره وړاندې کوي
وخت: د سهار نهه نیمې بجې
ځای : کابل، د سینما پامیر د څوارلس پوړیزې ودانۍ دویم پوړ – کتاب ښار
سه شنبه د ۱۳۹۲ کال د ثور دریمه، د ۲۰۱۳ کال د اپریل ۲۳ د کتاب نړۍواله ورځ
د زري کړکي د اکاډیمۍ له خوا د کال غوره لیکوالو ته د جایزو ورکړه
وخت : د مازیګر درې نیمې بجې
ځای : کابل، د سینما پامیر د څوارلس پوړیزې ودانۍ دویم پوړ – کتاب ښار
په دې ورځ یو بل نوښت هم په پام کې دی چې د جایزو تر وېشلو وروسته به ګډونوالو ته وروپېژندل شي
پنجشنبه د ۱۳۹۲ کال د ثور ۵ : د ماشومانو او کورنیو له پاره د کتاب ورځ
په ازاده هوا کې د ماشومانو د کتابونو نندارتون، د ماشومانو له پاره د افغان هنرمندانو له خوا د کتابوبو لوستل، د نانځکو تیاتر
وخت : د ماسپښین له یوې بجې څخه د ماښام تر شپږو بجو
ځای: کابل، دریم مکروریان، د فردوسي پارک
د کتاب له مینه والو، له کورنیو او بهرنیو رسنیو څخه هیله کوو چې په افغانستان کې په شانداره توګه د کتاب د ورځې په لمانځلو او په هېواد کې د کتاب لوستلو د ترویج په چارو کې زموږ ملتیا وکړي