د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دخاین وکیل د وجدان ږغ

محمود نظری 19.04.2013 13:20

***
زما د واک تر شپول لاندې دي وزیران
تر چمبه مې لاندې دي والیان او قاضیان
لوړ دی زما مقام
ز ماټیټ اهل نسته
له ماپشخل نسته
***
دهر غدار یار یم، هرې معاملې ته تیاریم
په وزارتو کې د کارخلاصولو کمیشن کار یم
د شخصي ګټې لپاره
په سر ماتيدوکې
ز ما پاګل نسته
له ما غکل نسته
***
پرخپلو باډیګاردانو لور او پيرزونه کوم
دوى ته دخلکو د شکونې ښوونه کوم
ښه یې روزنه کوم
ز ما بل بامل نسته
له ما ګنده بغل نسته
***
زما غله وزیران خوښیږي هم غله والیان
زما مني غله څارنوالي اوغله قاضیان
میلمه یې یم په ورځو شپو مياشتو کال
ز ما لوی ستوکل نسته
له ما بل چټل نسته
***
مقام لوړدی دلته تر آسمانه د پارلمان
ججه اخلم داستیضاح په نامه ډیر اسان
دګټې په ورځ ځم تر پارلمان
زما بل کچل نسته
له ما کسل نسته
***
په تاریخ کې به مي نوم جل وبل وي
په هر معامله کې ږغ زما د تمبل وي
دخاین دولت په پرتاګه کې
زما بل کټمل نسته
له ما منفعل نسته
***
زه له دې پارلمانه اخیر غوجل جوړوم
هغه لکه ځل پر خپل ځان اسل وم
له پارلمانه دغل بازارپه جوړولوکې
زما لوړ غرږل نسته
له ما ناچل نسته

***
دپیسو پیداکولو لپاره زما بل چلاو چل نسته
په ټولو کړووړو کې زما بل جعل نسته
دخلکو په چوپړ کې
ز ما بل شوت وشل نسته
له ماریخل نسته
***
په دې توده دښته کې زما بل جل نسته
چی زه یې ټاکلی یم له ما ورته بل اجل نسته
ددې وطن ورانولو ته
په دې غل بازار کې
زما بد کوګل نسته
له ما بدپل نسته
***‎
د امتیاز لپاره پارلمان ته په چلاچل یم
په دوبی کې دبنګلې اخیستلو ته لل بل یم
خلکو ته د درواغو باد په توره وهلو کې
زما اتل نسته
بل په کابل نسته
***
یو چانس و،هی هی دا زمام بل ځل نسته
بیا په ما هی هی ددې مقام بل خل نسته
دبل وار نه ګرنټي سته نه ورانټي
کوالټي خو له ازل نسته
ز ما تریخ حنظل نسته
له ما ناچل نسته
***
لکه ما پست وکیل په ټول ملل نسته
په امریکا او لندن او کابل نسته
د پارلمان په ټوکړۍ کې
زما بل خچ خل نسته
بل زما په تقابل نسته
***
خلک مې ماڼۍ بولي ز ما وړ کوډخل نسته
د ولس په استازو کې له ما بل چټل نسته
د ولس په نس کې له ما لوی الوول نسته
په دې غل بازار کې
زما بل غلت پل نسته
له ما ناچل نسته
(ویاړي ) معامله ګر،لل بل( حیران او وارختا)،)،تمبل( دریه)،چلاچل( تګ راتګ)، چلاوچل(ټګ)، وچکه غل ( کیسه بر)، تقابل( برابري)،ځل ( وار)، ،خچ خل( هغه هګۍ چې سراوبیخ یې مات وي )، پشخل(خس وخاشاک)،کوډخل( کوډله)، غلت پل( غلط معامله). ستوکل ( بې ذات) ، خل ( باور ، اعتماد)، ریخل(کار ترې شړیدل)،غکل(بوغاړی وهل)،کسل( ناراسته ، پست)،غرږل( د سپي سخت غپل)،بامل( د خپلو پالل)
[باد په توره وهل ] لاپي وښتل .