د ټوک په خولې
05.04.2013 20:55خدایه دلته ارزاني ده څه ځوانان مري
په جنګونو کې اخته ستا بنده ګان مري
د چا مور د چا خواخوږي ور ته ژاړي
چې تنکي تنکي زمونږه ګلالیان مري
په زانګو کې لا په خوب کې به ویده وي
بېخبره له د نیا داسې ګلان مري
د ټو پک په خولې خبرې د روا نې
که په لره ده که بره افغانان مرې
د حیوان د مرګ پو ښتنه بل خوا کیږي
بې پوښتنې زمونږ ملک کې انسانان مري
زه حفیظ ملیار ولله چې خفه کیږم
د چا کور کې که په خپل مرګ لا چرګان مري
۰۴/۰۴/۲۰۱۳
ویانا