د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جنګ دی د وزیر او والي

محمود نظری 29.03.2013 21:25

طنز
 جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده
 مځکه هغه سوځي چې پرې بله لمبه ده
وزیر ویل تر تا خوار زه خاوند د اقتدار یم
په بودجه  او ټولو عوایدو کې سهم دار یم
والي ویل زه د ټولو قرار دادو ټېکه دار یم
  زه  د ولایت  دنسوارو او تریاکو اجاره دار یم
جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده
هغه زړه  سوځي چې د پوهې ړنا  په کې  بله ده

طنز

 

 

 

 جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده

 مځکه هغه سوځي چې پرې بله لمبه ده

وزیر ویل تر تا خوار زه خاوند د اقتدار یم

په بودجه  او ټولو عوایدو کې سهم دار یم

والي ویل زه د ټولو قرار دادو ټېکه دار یم

  زه  د ولایت  دنسوارو او تریاکو اجاره دار یم

جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده

هغه زړه  سوځي چې د پوهې ړنا  په کې  بله ده

***
وزیرویل ما ټاکي پاچا په تایید دشورا
میلیونه میلیونه لګیږي چې دوی سي رضا
والي ویل ما ټاکي پټ اورګانونه او پاچا
زما په ټاکلو کې کیږي ډیرې ډالۍ تا اوبالا
جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده
هغه پښه سوځي چې تر لاندې یې لمبه ده
***
وزیر ویل ماته په ښار کې لارې بندیږي
لس ضد د مرمۍ ګروزینونه راپسې کیږي
والي ویل زه له وسپنې له کلا نه راوځم
که راووځم لس زري ټانکونه را پسې کیږي
جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده
هغه سترګې سوځي چې دحیاپه کې یوه ذره ده
***
وزیر ویل زه تر لس میلیاردو ډالرو لرم ډیرملکونه
په اروپا دوبی کې مې بې حسابه دي جایدادونه
والي ویل په دوبی کې دی یم همسایه مه کوه غمونه
په آسیا میانه کې ډیر لرم فابریکې او شرکتونه
جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده
هغه ژبه بندیږي چې په کښې د یوالی نغمه ده
***
وزیر ویل ما کړی خپل ټول وزارت فوجي
ټوله زما کارمندان دی دیوې ژبې او کامي
والي ویل زما اداره هم ده له یوه سره ستمي
دلته نسته یو کارمند ان د ولایتونو پردي
جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده
هغه لاس ماتیږي چې په کې د یوالی جنډه ده
***
وزیر ویل پوهیږې زما دا څوکۍ ده ارثي
هم خیانت او پسات کوم او هم جوړوم اړي
والي ویل دا زما اداره هم ده ټوله کامي
که زه مړ سوم زما زوی یا لور به وي والي
جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده
هغه ملت مړ دی چې په دوی یې خوله پټه ده
***
وزیر ویل تر څو چې وي دلته ګل ګلمیري
وزیران به وي د مسلکي پرځای مصلحتي
والی ویل چې د ا نظام وي دایې ده ستراتژي
په ما اوتاغوندې نا اهلو دا وطن برباد وي
جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده
مړه دي هغه چې په دوی یې سترګه ړنده ده

***
وزیر ویل عجبه دا خلک نه کوي له ما شکایت
په هیڅ کار کې مې نسته له قسته قومي عدالت
دا دولس کاله پر دې څوکۍ ناست یم بې حرکت
ټوله خلک په خوشالۍ زغمي زما دا ملي خیانت
واوره جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده
هغه شورا مړه ده چې په دوی یې خوله پټه ده
***
وزیر ویل چې هر څه دولت ته غوړې ګوټې ورکوم
ګوت څنډنه ورته وکړم یا له نظامه سر ولغړوم
والی ویل د ګمرکاتو عاید په خپل حساب کې اچوم
هغوی دسرو زرو مډالونه زه جرتکونه ورکوم
واوره جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده
خاین دی هغه چې په اشوا یې د قلم څوکه ماته ده
***
وزیر ویل زه بهرنیانو ته تل مورغالۍ ډالۍ کوم
والي ویل زه بهرنیانوته دالماسو غاړکۍ ډالۍ کوم
وزیر ویل زه د بودجې په لګښت کې کل مختار یم
والي ویل زه دخپل ګمرک خپله پوره ذمه دار یم
جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده
هغه خاین دی چې له هغو سره یې بنده کولمه ده
***
وزیر ویل زما په وزارت کې دی رشوت رسمي
والي ویل رشوت او قاچاق دی زموږ کار ملي
وزیر ویل زموږ دمقرري اساس دی یوازې کامي
والي ویل رشوت زما په اداره کې سوی اسلامي
جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده
واکمنان شیطانان سوي نفاق اچول يې موخه ده

***
وزیر ویل والي ته لېوۀ هم ورور د سور سپي دی
والي ویل وجدان مو د ژوی اندام مو د سړي دی
دامومقامتي وزیر دا موجهادي والي دی
دا پایله ددیموکراسي او نظام د مصلحتي دی
جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده
له نفاق اچولو څخه یې موخه واک او پیسه ده

***

«نظری» اوس یې ګزوه په سپېتانه کې سیالي ده
دلته نه شرم نه حیا سته ښاباش په بې شرمي ده
دا لوبه دوزیر اووالي غوږ په غوږ او مساوي د ه
چرت ووهه دا د څه ډولو وږ سترګو پاچاهي ده
جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده
واوره دا زموږ د مشرانو د ژوند یوه صحنه ده