د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خو؟ افغان حکومت

نظرمحمد مطمئن 28.03.2013 21:28

تر ټولو لومړی کار مو داوو چې د خپلو خلکو پر ذهنتونو مو کار پېل کړ، د ولس ذهنيت مو زموږ د نظر او خبري منلو ته چمتو کړ

دوېيم کار مو د حکومت جوړول او حکومت کول وو، موږ په دي هڅه کي هم کامياب شو، حکومت مو لاسته راؤړ، او د حکومت کولو له پاره مو وړ، لايق او اهل تجربه لرونکې کسان په دندو وګمارل

درېيم کار مو د خپلو خلکو او هيواد د اقتصاد پياوړتيا وه، موږ ټولو له ولس سره په ګډه سخت کار وکړ، د هيواد د اقتصاد پوهانو نظرونه مو راټول کړل، او دخپل هيواد له پاره مو څوکلن معياري اقتصادي پلان ترتيب کړ، د همهغه اقتصادي پلان سره سم پر مخ ولاړو

څلورم کار مو د هيواد بنسټيزه رغونه وه، د هيواد ټولې بنسټيزې پروژې مو په نښه کړې، چيرته چې د روغتون اړتياوه، چيرته چې د ښوونځي اړتيا وه، چيرته چې د پاخه سړک اړتيا وه، او دا ډول د بريښنا، ذراعت او مالداري، ځنګلونو او په هره برخه کي مو څو کلن پلان چمتو کړ، او دپلان سره سم  حکومت او ولس مخ کي ولاړل

پنځم او ورستنی کار مو په هيواد کې د ډيموکراسي راوستل او عملي کول وو.

موږ پورته پنځه واړه کارونه په ترتيب او منظم ډول سره پرمخ يووړل، کله چي مو د خپل ولس ذهنيت جوړکړ، هغوی د حکومت له  پاره زموږ ملاتړ وکړ، کله چې مو حکومت ترلاسه کړ، ولس او موږ په ګډه د اقتصاد د ښه والي له پاره نه ستړي کيدونکي هلي ځلي وکړې، چي پایله کې زموږ هيواد پر خپلو پښو ولاړ او د اقتصاد له پلوه غني هيواد شو، داچې اقتصاد مو قوي شو، بنسټيزې رغوني ته مو دولس په خوښه او مرسته پېل وکړ، موږ په خپل کار او پلان کي ځکه کامياب وو، چي د ولس له غوښتني سره سم مو اساسي پروژي په نښه او په ډير ښه ډول مو دغه پلان عملي کړ.

وروستۍ غوښتنه  مو خپله ولس پر ځان عملي کړه چي ډيمو کراسي وه

خو؟!!

په افغانستان کي چي ما وليدل دلته هرڅه سرچپه ښکاري؟

لومړی يې پر خلکو د ډيموکراسي عملي کول پېل کړل

دوېيم يې بې له دي چي اقتصاد ولري د لويو او بې ګټو پروژو پېل وکړ

درېيم خپل اقتصاد نه لري، او ټوله تکيه يې پر بهرنۍ نړۍ او بهرني اقتصاد وکړه

څلورم دحکومت سمول، په حکومت کي د نه فساد او منظم کيدو هڅي يې له پورته دريو کارونو وروسته شروع کړي

پنځم داچي اوس په وروستيو وختونو کي هڅه کوي چي د ولس ذهنيت په خپله ګټه واړوي او د ولس اعتماد ترلاسه کړي

داچي په داسي حال کې چي نه ذهنيت چمتو وي، نه يو منظم او مستحکم د پوهو خلکو حکومت وي، نه اقتصاد پياوړي وي، او نه هم د خلکو د غوښتني سره سم اساسي او ګټه لرونکي پروژي لکه اساسي د بريښنابندونه، ذراعت او مالداري، معياري سړکونه، معياري کورونه ولس ولري.

نو دا دنړيوالو او اوسني افغان حکومت يو خوب او خيال دی چي په افغانستان کې به ډيموکراسي پلي کيږي.

دلته يې خبره له اخره څخه راپېل کړې او غواړي چي د لومړۍ ځينې څخه بام ته ټوپ کړي، نو حتمي ده چي يا خو به وليږي، يا خوبه يې پښي او يا هم پوښتۍ ماتيږي.

داټولي هغه خبرې وې چې د هيواد په يوه نړيوال هوايې ډګر کې د کوريا اوسيدونکي د لنډې ليدنې او مخامخ کيدو پر مهال وکړې