د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډیمو کراسي څه ته وایي؟

انجنیر سید محمد روحاني 24.03.2013 21:29

تعریف:  ډیمو کراسي د یو حکومت له هغه سیستم څخه عبارت ده چې د عمومي ټا کلو نه وروسته د اکثریت رایو په ګټولو سره منځ ته راځي. ډیموکراتیک حکومت دوه ډوله دی: ریاستي حکومت اوپارلماني حکومت چې هر ډول يې ځانګړي خصوصیات لري چې هغه په دغه مقاله کې تاسو ته بیانيږي.
حکومت څه ته وایې؟
حکومت هغه ارګان دی چه په یو سیمه یا یو هیواد کي د واک او قانون د نا فذولو پوره واک لري او له دریو لاند ېنیو قوو نه جوړشوی وي:
قضایه قوه: د محکمو قانون نه جوړشوی سیستم د ی چه نومړې اداره عد ا لت او انصاف پر ټولو خلکو یو شان عملي کوي ترڅو خللک وکولای شي خپل ټول حقوق تر لاسه کړي او په خپل چاپیریال کي په پوره خوشحالي او ډاډ سره ژوند وکړي. که چیرته قضایه څانګه عدالت او انصاف تامین نکړي، قانون پلي نکړي، د خلکو حقوق ورنکړي نو بیا په دغه شان ملک کې بې ثباتي، ظلم، وحشت، بې نظمي، قتل، غلا، ترهګري، اداري فساد، انسان تیښته ونه، د نشه اي توکو تجارت، مافیه او فقر منځ ته راځي لکه نن سبا افغانستان چې پدغه شان مرض ککړ دی. د حل لاره څه ده؟ د حل لار فقط قانون دی چې ددغه قانون ستون فقرات فقط عدالت دی تر څو د خپل هیواد ټولو خلکو ته(بدون له تعصب نه) د هغوی سیاسي، تعلیمي، فرهنګي،اقتصادي، مالي، بشري، مدني او اجتماعي حقوق ورکړي تر څو فقر، بې ثباتي، نارامي، ظلم او وحشت له منځه لاړ شي او هیواد د پرمختګ،ثبات، سولې/ارامۍ  او سوکا لۍ په لور روان شي.

مقننه قوه:   مقننه قوه د حکومت هغه رسمي ارګان دی چه د عدالت او قانون طرحه کولو، جوړه ولو او د نا فذولو دنده پر غاړه لري ترڅو په یو مملکت کي سیاسي،  تعلیمي، فرهنګي، اقتصادي، امنیتي، مالي،بشري، مدني او اجتماعي عدالت پلي او خپل هیواد د ثبات او پرمختګ پر لور روان کړي. د مقننې څانګې غړي باید کوم خصوصیات ولري ترڅو  یو قوي قانون چې پر عدالت او انصاف ولاړ وي جوړ او بیایې پلي کړي؟ د مقننې څانګې(پارلمان) غړي(سناتوران او وکیلان) باید لاندې خصوصیات ولري تر څو وکولای شي چې خپل رسالت(صلاحیت،دنده،مسؤولیت او حساب ورکونه) په بشپړ ډول سره سرته ورسوي: پوهه( لوړې ذده کړې -لږترلږه لسانسه وي)، تجربه، تقوا، اخلاق، امانتداري، فزیکي او رواني روغتیا، په پښتو او دري ژبو پوره پوهیدنه، ښه ملي شهرت او  طبیعي ځیرتیا او استعداد ترڅو وکولای شي چې د خپل هیواد لپاره داسې قوانین جوړ کړي چې د هیواد د ټولو خلکو حقوق ورکړي تر څو عدالت او انصاف تامین او په ټول هیواد کې امن، ثبات، پرمختګ، خوشحالي او سوکالي رامنځ ته شي. البته باید وویل شي چې مقننه قوه د قضایې قوي روح ده او قضائیه قوه د مقننې قوې تن دی. پس که چیرته زمونږه قضائیه قوه او مقننه قوه نه وي، نو پوه شئ چې زمونږ د ملک نه بدن شته او نه روح. پس دلته ویلای شو چې قضائیه او مقننه قوې یو پر بل باندې متکې او ولاړې دي نو پدغه اساس باید دغه دوه ګونې څانکې په ګډه سره یو عادل او منصف قانون جوړ او پلي کړي ترڅو د هیواد ټول خلک ورنه برخمن او ګټه واخلي.
اجرایي قوه:   اجرایي قوه د حکومت هغه څانګه ده چه د رئیس جمهور او د هغه له کابیني او نورو اړونده ادارو څخه جوړه شویې وي او رئیس جمهور ته د راپور ورکولو دنده پر غاړه لري او دوی ټول پر ګډه سره دنده لري چه هغه قوانین پلي کړي کوم چه مقننې قوې پاس کړي وي.
سیاست تعریف:
هر سیاست پوه سیاست په ځانکړي ډول سره تعریف کړی دی. یو له تعریفونو د سیاست نه داسي دی: سیاست هغه مهارت ته ویل کیږي چه د هغه پواسطه یو انسان خپل قدرت یا هدف ته رسیږي. سیاست د قدرت او واک نیولو هنری او فریبي لوبه ده ځکه چه ویل کیږي :(زور حق  دی یا د زورور اوبه پر بره خیځي ). او په انګریزي کې د سیایت داسي تعریفونه راغلي دي:
“Politics is Power.”, “Might is Right”, “Might is Power and Power is Politics”, “Politics is an ugly game of power.”, “Politics is to rule over others.”, “Politics is the strong to rule over the weak.”
څرنګه چه هر سیاست پوه او هر هیواد ځانکړي اهداف لري، نو همدا شان هر هیواد هڅه کوي چه خپلو اهدافو ته په مختلفو لارو او وسیلو(روا او ناروا) یا مهارتونو سره ورسیږي ترڅو د خپل ژوند بقا ولري.هر سیاست پوه بیل نظر لري او بیلو فکرونو ډول ډول حکومتونه منځ ته راوړیدي له دغه سبب نه په ټوله دنیا کې رنګا رنګ حکومتونه شتون لري، اوس ستاسو توجه راړوم ډیموکراتیک حکومت ته:
ډیموکراتیک حکومت څه ته وایي؟
هغه حکومت ته ویل کیږي چه د  عامو خلکو لخوا د عمومي انتخا باتو پواسطه منځ ته راغلی وي او د ټول ملت لپاره(اجرائیه، مقننه او قضایه قوې) په پوره شفا فیت، عدالت او انصاف سره کار او خدمت وکړي ترڅو خپلو وګړو ته د هغوی ټول حقوق ورکړي. ډیموکراتیک حکومت دوه ډوله دی: (۱)ریاستي حکومت او (۲) پارلماني حکومت.




 د ریاستي نظام او پارلماني نظام فرقونه په لاندي لنډ ډول بیانیږي:

ریاستي حکومت:
رئیس جمهور د عامو خلکو د اکثریت رایې پواسطه  ا ټاکل کیږي.
ریاستي حکو مت د پارلماني حکومت نه په مکمل ډول توپیر لري داچه اعضاء د ریاستي حکومت د پارلمان څخه نه وي.
رئیس جمهور پارلمان(مقننې قوې) ته مسوول نه وي.
رئیس جمهور په عین وخت کي هم د ټول حکومت او هم د ټول دولت(اولس) مشري پر غاړه لري.
په ریاستي نظام کي، رئیس جمهور تر ټولو نه خورا لوی اختیار او قدرت لري.
په ریاستي حکومت کي، رئیس جمهور له مقننې قوې(پارلمان) نه بهر خلک په حیث د وزیر ټاکي.
رئیس جمهور د یوې ټاکلې مودې(خصوصآ څلوریا پنځه کاله) لپاره ټاکل کیږي. او دغه ټاکلې موده باید سرته ورسوي، او پدې موده کي څوک نشي کولاي(بغیر د کوم جرم نه چې هغه په اساسي قانون کې ذکر شوی) دی له خپلې دندې څخه په زور ګوښه کړي. رئیس جمهور په یوصورت کي له خپلې دندې څخه ګوښه کیدای شي چه هغه په اساسي قانون د یوملک کي ذکر شوي وي وبس.
پارلماني حکومت:
پارلماني حکومت د ریاستي حکومت پرخلاف د پارلما ن د اکثریت رایې پواسطه يا یو لوی ګوند یا د  یو څو وړو ګوندونو د ائتلاف یا اتحاد پواسطه منځ ته راځي.
په پارلماني حکومت کي، ټول وزیران د پارلمان د اعضاو نه تشکیل کيږي نه د پارلمان نه خارج.
په پارلماني نظام کي، لومړی وزیر چه د پارلمان د اکثریت رایو ګټولو پواسطه ټاکل کیږي مسوول پارلمان ته دی، او نوموړی هغه وخت قدرت له لاسه ورکوي کله چه د پارلمان د اکثره اعضاو اعتماد له لاسه ورکړي.
په پارلماني نظام کي، یو کس د پارلمان مشري پر غاړه لري او بل کس د دولت (اولس) مشري کوي.
په پارلماني نظام کي، لومړی وزیر(لکه د بریتانیا هیواد) تر ټولو نه زیات د قدرت او صلاحیت خاوند وي.
په پارلماني نظام کي، لومړی وزیر یوازې د پارلمان دغړو نه وزیران ټاکي.
په پارلماني نظام کي د اولس مشر د مشرۍ او واک موده معیینه او مشخصه نه وي.
په پارلماني نظام کي، په هغه صورت کي د وزیرانو مجلس له بین نه ځي چه د پارلمان د اکثرو غړو اعتماد له لاسه ورکړي.
په پارلماني حکومت کي، ټول وزیران پارلمان(مقننې قوې) ته مسوول دي.

په خلاصه ډول، پر ټوله نړۍ کې ډیموکراسي ځانګړی تعریف لري اود یو ډیموکرات حکومت دواړه نظامونه( ریاستي او پارلماني) هم منفي او هم مثبت اړخونه لري داچه کوم نظام د یو ملک لپاره مهم او ګتور دی، دا دهغه ملک پر خلکوپورې او د هغوی په نظام، سیاست، کلتور، فرهنګ او دین پورې تړاو لري. نو دلته داسي ویلی شو چه ډیموکراتیک نظام که هغه ریاستي وي یا پارلماني یا کوم بل ډول، دواړه نا قص دي ځکه چه دغه شان حکومتونه یا نظامونه د دانسانانو/ سیاست پوهانو له خوا منځ ته راغلي. څرنګه چه هر انسان کمزوری،محتاج او متکی پر خپل ځان نه دی، نو همدغه شان د نوموړی نظریه، قانون او نظام هم کمزوری، محتاج او غیرثابت ګڼل کیږي. او یواځي اسلامي نظام( قرانکریم، حدیث شریف او اسلامي فقه یا اجتهاد) کولای شي دغه خلاء له بین څخه یوسي او د نړۍ ټولو وګړو ته یو داسې سالم نظام ورپه برخه کړي چه پر کامل عدالت، انصاف، شفافیت کامیابي او پرمختګ باندې ولاړ او هر انسان پکې خوشحال، ډاده، خوندي اوبریالی وي وبس.نو ویلای شو چې اسلامي نظام(قرانکرم، سنت او اجتهاد) چې په اسلامي شریعت سره ولاړوي د ټول بشریت لپاره غوره دی ځکه چې اسلامي نظام د ټولو خلکو(بدون له تعصب نه) د هغوی سیاسي، فرهنګي، اجتماعي، تعلیمي، نظامي، اقتصادي، مالي، مدني او  بشري حقوق ورکوي.
پای!!!!!!!!!!!!