سپرلي ته خطاب
21.03.2013 21:03تړمې اوښکې په سپين مخ څيرې ګريوان سره خوشحال يو
دلته مه راځه سپرليه موږخزان سره خوشحال يو
شپې دژمې راته ښې دي ترسهاره به ژاړيږو
نه به څوک وائي چه بس کړه بس بې شماره به ژاړېږو
په فرياد آه اوناله به دزخمي زړونوتسل کړو
له خپل ځانه به ګيله کړوله آغياره به ژاړېږو
دازموږدژوندقيصه ده دې داستان سره خوشحال يو
دلته مه راځه سپرليه موږخزان سره خوشحال يو
هرکال ستاراتلوسره يوځاي دلته زوراخلي جنګونه
دپـردوپه اشــاروګرم شـي هرخــواسنګرونه
څوک چپې موکړي په خونوښځې نرداړي په سپيو
څوک شاروکې خلک وژني وي ئې اغوستي واسکټونه
نورله هرچانه بيزاريوله خپل ځان سره خوشحال يو
دلته مه راځه سپرليه موږخزان سره خوشحال يو
هسـې هـم ته ديوڅوتنوسپــرلى ئې زمونږنه ئې
خيرکه هرڅومره هم ښکلي ګلالى ئې زمونږنه ئې
وايه وايه ستاراتګ به مودکوم مرض درمان شي
څه دکړوچه دلته راشې خوپردي ئې زمونږ نه ئې
ستاله وصل موتوبه ده، له هجران سره خوشحال يو
دلته مه راځه سپرليه موږخزان سره خوشحال يو
چاته ګل ايږدې کاکل کې چاته بم راوړې چه راشې
چاته مينه اوښادي شې چاته غم راوړې چه راشې
دچـاپاشـې په زخـمونودغـم مالـګې رحـم نه کـړې
چاته لمرچاته سپوږمۍ چاته تورتم راوړې چه راشې
موږقانع په خپل حا لت يودې ګذران سره خوشحال يو
دلته مه راځه سپرليه موږخزان سره خوشحال يو
زمـونږمېـنوته رانشـې نـوردنه غـواړوســپرليه
نه دګل ټومبوشـملوکې نه بل څه غـواړوسـپرليه
هـلته ځـه چـه هـرکلى ددې شـرابوپه پـيالوشـي
نـه دتاب لـرودبدونـه دښـه غـواړوسـپرليه
دخړژمي له سيليواوطوفان سره خوشحال يو
دلته مه راځه سپرليه موږخزان سره خوشحال يو
که رښتيازمونږسپرلى وې پريشان حال به موبدل کړې
خلاص به مونږدجنګسالارواوپردو له شر، غوبل کړې
دملي يووالي زيرى که په ما روهين پيرزوکړې
دابيل شوي افغانان موبيرته وروڼه يوتربل کړې
بيادګل بيا دبلبل بيادبوستان سره خوشحال يو
دلته مه راځه سپرليه موږخزان سره خوشحال يو