د کانکور د درغليو اړوند د ځوانو ملي خوځښتونو اعلاميه
21.03.2013 22:01درنو هېوادوالو او مېړنيو ځوانانو! لکه تاسو ته چې څرګنده ده ځوانو ملي خوځښتونو او يو شمېر مدني بنسټونو په کانکور کې د پراخې درغلۍ او بېعدالتۍ پر وړاندې خپل غږ اوچت کړ او د پرله پسې لاريونونو له لارې يې د کانکور پايلې وننګولې. ولسي جرګې، مشرانو جرګې او د افغانستان اسلامي جمهوريت ولسمشر په خپل وار زموږ اعتراضونو ته غوږ ونيوه او ځانګړې پرېکړې يې وکړې. د وروستي لاريون پر مهال ولسمشر کرزي خپل استازي لاريون کوونکو ته راولېږل او د لاريون کوونکو له استازو سره يې د خبرو غوښتنه وکړه.
په هغو خبرو کې چې د ارګ په ماڼۍ کې له ولسمشر کرزي سره وشوې او دوه نيم ساعته يې دوام وکړ، د لوړو زده کړو وزير، مرستيالانو يې او د کانکور کمېټې غړو هم ګډون درلود. ولسمشر کرزي د لوړو زده کړو وزارت د چارواکو توضيحات د قناعت وړ ونه بلل او تر اوږده بحث وروسته په لاندې څلورو ټکو موافقه وشوه:
۱ – هغه کميسون چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له خوا په کانکور کې د درغليو د څېړنو په موخه جوړېږي، بايد په بشپړه توګه بې پرې وي. په کميسون کې به د لوړو زده کړو وزارت يوازې يو استازی د دې لپاره غړيتوب لري چې له کميسون سره د پلټنو اړوند مرسته وکړي.
۲ – که چېرې د کميسون د څېړنو په پايله کې درغلۍ ثابتې شي، نو درغلګر به د ځانګړې محکمې له لارې محاکمه کېږي او سزا به ورکول کېږي.
۳ – د هغو زده کوونکو حق چې خوړل شوی، همدا سږ کال به اعاده کېږي. ولسمشر شخصاً ژمنه وکړه چې د دوی حق به نه ضايع کېږي او وړ پوهنځيو ته به يې معرفي کوي.
۴ – په راتلونکې کې د درغليو او ورته بحران د مخنيوي په موخه به د رېفورم يو ملي او تخصصي کنفرانس جوړېږي او د کانکور په سېستم کې به اساسي بدلون رامنځته کېږي.
زموږ په اند پورتني څلور ټکي د ژمنو په کچه ښه لاسته راوړنه ده، خو که چېرې دا ژمنې په عمل کې پلې نه شي نو دا ځل به زموږ اعتراضونه د پوهنتونو منځته او تر ولايتونو پورې غځېږي او د اعتراض پر نورو جدي لارو چارو به هم فکر کېږي.
په پای کې موږ له خپلو ټولو هېوادوالو او په ځانګړې توګه له ځوانانو څخه د زړه له کومې مننه کوو، چې د حق له داعيې يې ملاتړ وکړ او په خپلو اعتراضي لاريونو يې د فساد ماڼۍ ولړزولې. موږ ډاډه يو که چېرې ځوانان راويښ شي او لاسونه سره ورکړي، نو د فساد ټغر به له هېواد څخه ټول شي او د لسيزو راهيسې روانه غميزه به د پای ټکی ومومي.
موږ همداراز د ملي شورا له هغو غړو څخه هم مننه کوو، چې په نره يې زموږ ننګه وکړه او له بې کفايته چارواکو څخه يې د خوړل شويو حقونو پوښتنه وکړه، خو له دوی څخه زموږ هيله دا ده چې حقدار ته د حق په رسولو کې تر پايه له موږ سره ودرېږي او ټاکل شوی کميسون له معاملو او د مصلحت په پلمه له انحراف څخه لرې وساتي.
د ټولنيز عدالت د پلي کېدو په هيله
ځوان ملي ځوځښتونه او مدني بنسټونه