د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داسپرلۍ دئ؟

الحاج الهام الدين قيام 19.03.2013 21:59

چاوې دلته،اوس موسم دنوبهاردی
ماوې،داخوبيادتيرمني تکراردی

ماوې دلته،نه کوچيان شته،نه رمې شته
نه شپونکئ شته،نه شپيلۍ، نه ېې نغمې شته
لاخو خړې بوړبوکۍ دي،چې تاويږي
نه نسيم دسباوون شته،نه وږمې شته

نه په باغ کې تورببرئ شته،نه سورګل شته
نه بوراشته،نه طوطي شته،نه بلبل شته
لاخوټولې دښتی،خړې پړې ښکاري
نه غاټول شته،نه پوروتي٠نه سنبل شته

ماوې،زه قيام ،حيران يم دې بهارته
دسپرلي په وخت،دتيرمني تکرارته


والدورف/جرمنی
19.03.2013