وايي سپرلی راغی
19.03.2013 20:59وایی سپرلی راغی
وایی سپرلی راغی خو په زړه کې مې خوښي نشته
یا خو وخت بدل دی یا سپرلی کې څه مستي نشته
یا دا سره او شنه ګلان مو تنده ماتوی نشي
یا خو د وطن ګلان رامیل او چمبیلي نشته
موج د غاټو ل شته دی دشتې شنې دی خو پیکه ښکارې
هلته اتڼ نشته د شپونکیو نه شپیلي نشته
لاړ شه ای سپرلیه دلته جنګ دی دلته وینې دی
دلته ورور وژل دی سوله نشته سوکالې نشته
لاړم میکدې ته له خماره ځنګیدل خلک
خم کې میء ناب نه وه پییالو سره ساقي نشته
لاړم د یار کلي ته خو چا په کاڼو نه ویشتم
خدایګو ډیر خفه شوم چې د کلې لیونې نشته
ورانې دي دیرې د پښتنو هجري هم شړې دي
نشته دی رباب او د سیتار سره منګي نشته
ګرچې خلک ډیر دې د لنګیو بازار ګرم دی
ټول چې سره یو کړي د میرویس غوندې سړي نشته
ای حفیظ ملیاره دا چې داسې خوار او زار یو مونږ
یا خو قلم مات دی یا خو مینه د زړکي نشته
۱۹/۳/۲۰۱۳ وین د اتریش ښار