ميراتې مېلې
17.03.2013 15:25د١٣٩٢ کال درارسيدو په مناسبت ټولوافغانانووروڼو اوخويندوته دزړه له کومې مبارکي وايم٠
نه کوچيان شته،نه ئې مېلې،نه اوښان شته
نه رمې شته،نه ئې شپول شته،نه چوپان شته
دکوچيانو مېلې،ټولې ميرات ښکاري
نه سيرلي شته،نه ېې وري شته،نه جونګيان شته
چې کوچيان نه وي سپرليه،خوښ مونه شوې
نه کوچۍ شته ،نه ېې ټيک،نه ېې پيزوان شته
ته خوښکلی په کوچيانو وې،سپرليه
چې کوچيان نه وي،څه فرق دې له خزان شته؟
زه قيام،له خدايه داسې سپرلئ،غواړم
چې په خپلومېلوبيا،مېښته کوچيان شته
والدورف/جرمنی
15.03.2013