د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سرګردانه آسماني خيالونه خو تلپاتي ځمکني غمونه

ډاکټر لمر 17.03.2013 01:27

ځلانده ستوري په رڼه آسمان کې پړکېږي، چې زموږ کاينات ته يو ځانګړی ښايست ورکوي. ډېر ستوري لکه مرغلرې په يو او بل پسې پېيلي دي او لکه شوبينه تسبېحې ځلېږي، چې ځيني يې عجيبه بڼې او رنګونه هم خپلوي، خو په يو ستوري پسې د سرې  لمبې لکۍ ورپورې شي او بل لکه آسماني کاڼی په نڅېدو شي، بل بيا لکه تالنده په لوېدو شي او لکه سره سکروټه د بشر پر سر رانسکور شي. سوځېدونکي، پړکېدونکي او نسکورېدونکي ستوري د ستورن آسمان ښايست ته د خوځېدونکي کاينات ځلېدونکی پوړنی ورواغوندي، چې اشرف المخلوقات تل د کاينات طبيعت ته په سوچونو کې لاهو کړي، بيا نو څوک پکې د نوي ژوند ننداره ګوري او څوک بيا پکې د زرو خزانه لټوي، خو زه هم چې شين آسمان ته پاس سترګې هسکې کړم، نو د ستورو د ځلېدو په ننداره شم اود پړکېدونکې نڅا په ښايست کې يې لاهو شم.
نجيم ستوري سره جنګوي او د ځينو پالونه پرې ګوري، زاهد بيا په عشر کې په ستورو کې د خالق مکان لټوي، سوګت بيا د الماسو او زرو خوبونه پکې ويني، خو پوهان په دې پسې آخته دي، چې پوه شي، چې دا ليدونکې او لمسونکې دنيا ليا څه شی دی. فيلسوف د توريو په امېلونو کې د طبيعت ښايست بيانوي او د مادې په واقعيت يا عينيت پسې لالهانده دی، مګر ټولنپوه او سياست پوه بيا د دنيا رازونه په چلونو بدلوي او بشري ذهنيت پرې لمسوي او يا خلک داسې روږدي کوي، چې له خيالونو يې د آخرت او دنيا بوړبوکۍ جوړه شي، چې يو د عشر په خيال کې لاهو شي او بل د ژوند په ښايست کې ډوب شی.
موږ ته په مدرسه کې ويل کېدل، چې د قاف غره (کوه قاف) تر شا دجال د خپل خره د کتې په وودلو بوخت دی، موسی (ع) د ارارات غره په لمبو کې پاک الله (ج) ته وروخوت او تورات يې تر لاسه کړ، حضرت عيسی (ع) وروسته له رحلته آسمان ته والوت او په عشر کې د الله (ج) عبادت کوي او رسول اکرم محمد (ص) په براق معراج ته وختلو، چې د «شېر خدا او شاه مردان» سره مخامخ شو او د لاس ګوته يې د فېروزې له غمي سره د خدای د زمري په خوله کې ورولېدله، مګر د عشر په معراج کې بيا همدا زمری په يو دسترخوان ورسره ناست وو، ځکه د رسول اکرم محمد (ص) ګوته يې په لاس وه! خو ماشومانو به بيا دا لاندې شعر زمزمه کولو:
محمد ديده موسی شنيده    شنيده کی بود مانند ديده
د جنت او دوزخ خبرې مو ليا په ماشومتوب کې واورېدلې، چې دواړه (هم د اور لمبې او هم د حورو باغونه) له اوو آسماني پوړونو لوړ دي. د قيامت انګازه مو په غوږونو کې په بوږنېدو شوه. يو ملا به راته ويل، چې غوږونه مو په ګوتو ټينګ کړی، چې د دوزخ د شغلو غږونه واوری، بل به راته ويل، چې د دوزخ اور هډوکي ايرې کوي او له مرګه مخکې د هر انسان د مړينې پاڼه ليا څلوېښت ورځې مخکې له ونو رژېږي او بيا به مو کليو بانډو کې اورېدل، چې هر انسان خپل ستوری لري، د صادق او پاک انسان ستوری ځلانده او روښانه دی، خو د سپک سړي ستوری سپېره او تياره وي. کله چې يو څوک مري، نو ستوری يې هم ورسره نسکورېږي!
په ماشومتوب کې به ډېرو خپل ستوری په آسمان کې ټاکلی وي، ډېرو به په ځلېدونکي او روښانه ستوري پسې ژړلي وي او يا به يې له سيال سره خپګان هم پرې کړې وي. د يلدا په شپه  ډېر ليا اوسمهال هم د ليلي او مجنون د ستورو په ليدو اوږده شپه سبا کوي، خو ډېرو به عشر ته د ختلو سوچونه هم کړي وي، خو چا به براق په خوب ليدلی وي او بل به په تناونو آسمانونو ته ختلی وي، نو يو به د معجزو او قصيدو په تمه تياره شپه په بېډيا تېره کړې وي، مګر يو شمېر به د ناهيلي په لومه کې نښتي وي، چې په دغه لوی الهي آسمان او يا ټول کاينات کې خپل د نېکمرغي روښانه ستوری او يا د بدمرغي سپېره او سپک ستوری په کومه سوړه کې وموندي.

د فلسفې لومړی لوست وو او د فلسفې استاد مو د ماهيت او عينيت پړپړې پيل کړې وې او ويل يې په نړۍ کې ټول شيان نسبي دي او په مطلق ماهيت او يا مطلق عينيت څوک نه شي کولی پوه شي، خو ټولې پېښې او شيان د فلسفي له دياليکتيک قوانينو سره صدق کوي، چې ماده له يوې بڼې بلې ته اوړي، له کميت سره د مادې کيفيت هم توپيرېږي او يوه ماده که له منځه ځي، نو بله يې پر ځای رامنځ ته کېږي، نو زما ذهن هم د فلسفې له دغو قوانينو سره ګيچ شو.
ليا خبرې د فلسفوي معيارونو، ټاکنو اوکټګوريو روانې وې، چې استاد مو د ايډياليزم او ماټريالزم څپه توده کړه، خبره يې تر ميتافيزيک او مادي ايډيآليزمه ورسوله. استاد ويل چې ځينې عالمانو ګومان کولو، چې تر اټوم وړه زره نه شته، نوځکه يې د مادي نړۍ بنسټ اټومي هسته ياده کړه، چې د ميکانيکي ايډياليزم څپې يې په فلسفه کې راوخوځولې، مګر اوسمهال اټوم هم په بڅرکيو ووېشل شو، نو د مادې بنسټ هېڅکله اټوم نشي کېدلی او هېڅوک ټينګار نشي کولی، چې اټوم آسماني قدرت جوړ کړی او بيا يې مادي دنيا راپيدا کړه.
ما هغه مهال مخکې له روغتيايي زده کړو ليا څو کاله د انجينيري په يو پوهنځي کې زده کړې کړې وې او په هستوي فزيک مې لږ سره خلاص وو، نو د پروتون، نيوټرون او الکترون تر څنګ مې د پوزېترون او کوارکونو کيسه هم په ټولګي کې را توده کړه او ښه جانانه بحث روان وو، خو د فلسفې استاد د هستوي فزيک په اړه لږ معلومات درلودل، نو ما ته خدای راکړې وه او خپل ياسين مې د بڅرکو د نړۍ په شاليد کې د فلسفې په استاد او نورو محصلينو ښه پوخ کړ.

په مادي نړۍ کې شپږ ډوله کوارکونه دي، چې پورتنی (up)، ښکتنی (down)، پړکېدونکي (Charm)، څوکن (top)، نڅېدونکی (strange) او ښايسته (beauty) کوارک په نامه يادېږي، چې هر کوارک خپل سيال کوارک يا انټي کوارک هم لري، نو د دغو بڅرکو ځانګړتيا دا ده، چې خپله بڼه بدلوي، له يو ډول کوارکه په بل ډول کوارک اوړي او که يو کوارک ورکېږي، نو بل يې پر ځای پيدا کېږي او دغه پېښه تکرارېدلی هم شي، چې د اټوم د پروتون، نيوترون او الکترون په جوړولو کې برخه اخلي، نو استاد ته مې ورلنډه کړه، چې ميخانيکي ايډياليزم په بنسټ کې کوارکونه خپل اړخ لري، چې نه شنل کېږي، مګر خودمختاره دي، چې له ځانه څه ډول کوارک جوړ کړي او په خپل کميت او کيفيت کوم اټوم او يا عنصر رامنځ ته کړي، چې د فلسفې د کميت او کيفيت، له يوې بڼې پر بلې بڼې اوښتل او د يوه له منځه تلل او د بل راڅرګندېدل له قوانينو سره هم اړخ لګوي! خو د فلسفې استاد هم له کوارکونو سره ګنګس شو.
د بيوفيزيک په برخه کې بيا د ژوند د پيدا کېدو بله کيسه روانه وه، چې په ستورو کې د اوبو شتون له بيو-عناصرو د پروتين وده ممکنوي، چې پروتين د نباتاتو او نورو موجوداتو د ژويو د رامنځ ته کېدلو زمينه برابروي، د داروين له تيوري سره د ايولوشن يا پرلپسې توپيري ودې په ترڅ کې مخلوقات رامنځ ته شوي دي، خو ماته د کايناتو د رامنځ ته کېدلو او د ستوورو د جوړښت تيوري ډېره په زړه پورې وه. د آستروفيزيک له نظره کاينات د يوې داسې کتلې د لويې چاودنې په ترڅ کې رامنځ ته شوی دی، چې عمر يې څو زره ميليارده کلونه کېږي او اوسمهال هم د پراخېدو او لوييدو په حال کې دی.
د کايناتو د ستورو شمېر زموږ په نړۍ کې د موجوده شګو له شمېره په زرهاو چنده ډېر دی. په کاينات کې په زرهاوو ميلياردونو واړه او لوی ستوري خواره واره دي، چې د ځينو ستورو عمر پوره کېږي او وروسته له چاودېدنې په زرهاوو نور ستوري رامنځ ته کوي، پخپله په ساړه يا مړه ستوري اوړي، خو فضا ته په ميليونونو آسماني تېږي هم ورغورځوي، چې د يو او يا بل ستوريز سيستم په دوراني سيستم کې ورننوځي او بيا په خپل مدار کې په دوراني بڼه تاوېږي او راتاوېږي.
د نويو ستورو په جوړښت کې آسماني دوړي، آسماني شګې، آسماني کاڼي، بېلابېلې وړانګې او بېلابېل بڅرکي خپل رول لري. آسماني دوړې او شګې د آسماني غبار په بڼه او آسماني کاڼي د دوراني توفانونو په بڼه په يو محور راڅرخي، چې د سرعت پر زياتېدو سره لويه انرژي رامنځ ته کوي،  له يو او بل سره ټکر کوي، لمبه کېږي، ولې کېږي او له يو او بل سره مدغمېږي. د دغه فيزيکي پېښې په ترڅ کې د وخت په تېرېدو سره په مرکزي هسته کې د توکيو لوړ سرعت او لوړه انرژي رامنځ ته کېږي، چې بيا د نوي ستوري او يا بشپړ ستوريز سيستم د رامنځ ته کېدلو سبب ګرځې، چې په کاينات کې هره ورځ په لکهاو دا ډول نوي ستوريز سيستمونو جوړېږي او همدا ډول په لکهاوو نور له منځه ځي، خو دغه پېښې له ځمکې د زرهاوو نوري کلونو په واټن کې تر سره کېږي، نو ځکه يې ځمکې ته د چاودنې اثرات نه رارسېږي.
څو کاله مخکې د بوسون په نامه د زراتو نوم هم چا نه پېژندلو، خو د موجوديت اټکل يې ليا مخکې کېدلو، نو د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو په پرلپسې څېړنو کې پوهان په دې وتوانېدل چې د بوسون موجوديت ثابت کړي. وروسته له دغو څېړنو پوهان داسې څرګندونې هم کوي، چې زموږ کهکشان ورو ورو مري، چې بل کاينات به يې له منځه يوسي او ټول ستوري او کاڼې به يې يوه کپه کړي. پوهانو دغه نظر وروسته د هېګس بوسون (Higgs Boson) بڅرکي له څېړنې وړاندې کړی دی. بوسون هغه بڅرکی دی، چې پوهانو د ۵۰ کلونو په اوږدو کې پلټلو، چې د ۲۰۱۲ کال د جولای په مياشت کې د اروپايي (CERN) فيزيکي آله کې يې تثبيت کړ. داسې ويل کېږي چې د (Higgs Boson) بڅرکی زموږ د چاپېريال مادي دنيا راته ټاکي، چې موږ يې وينو. له وړو دوړو او ميکروبونو نيولې تر لويو ستوريزو جوړښتونو پورې، ټول د بوسون له برکته دي. ځينې پوهان دغه بڅرکی خدايي بڅرکی يا «الهي نښه»  هم بولي، چې موږ ته د کاينات د رامنځ ته کېدلو، له منځه تللو، د مادي دنيا د ليدلو او شيانو د لمسولو امکانات جوړوي.    
 نن سبا عالمان په دې هلو ځلو کې دي، چې زموږ له ځمکې بهر د مادياتو او معنوياتو څرک ولګوي. د امريکايي څېړنيز انستيتوت ناسا ډلې يو پوه (Richard B. Hoover) له ځمکې بهر په کايناتو کې د ژوند څرک لګولی دی. هغه وايي، چې په ډېر نادر آسماني کاڼي کې، چې زموږ د سيارو د سيستم له ډېرو زړو آسماني کاڼو څخه شمېرل کېږي، نو په هغو کاڼو کې يې د ميکرواورګانيزمونو داسې جوړښتونه موندلي دي، چې غضروف لرونکو موجوداتو په ډله کې ورګډېږي. د خپلې څېړنې لپاره نوموړي عالم لومړی آسماني کاڼي ټوټې کړي او بيا يې تر الکتروميخانيکي ميکروسکوپ لاندې څېړنه پرې کړې ده، چې همدا ډول يې داسې باکټېرياوې موندلې دي، چې شينبخوني باکټيرياوو په ډله پورې اړوند دي.
 انسان هم د علم په نامه څه دي چې نه يې تر سره کوي. اوسمهال په فضا کې د امريکا، اوروپا او روسيې ګډه نړيواله فضايي هډه (International Space Station-ISS) جوړه شوې ده، چې اوږدوالی يې ۱۰۹ متره، وزن يې ۲۶۲،۲ ټنه او فضايي حجم يې ۵۷۴ متر مکعب دی، چې تر ټولو لوی مصنوعي فضايي ستېشن ګڼل کېږي. د (ISS) نړيوالې فضايي هډې لومړني کارونه ليا په ۱۹۹۸ ميلادي کال کې پيل شول، چې لومړنۍ سپوږمکۍ يې د «زاريا» په نامه وه، نو آسمان ته وتوږول شوه، چې بيا د نورو لسهاوو نويو برخو سره نوره هم پراخه شوه، نو اوس دغه فضايي هډه د لمر له وړانګو انرژي اخلي او د سولرو وزر يې ۷۳،۲ متره اوږده دي او څو متره پلن دي. دغه نړيواله فضايي هډه په ۱،۵ «يونيم» ساعت کې پر ځمکه يو ځلې راڅرخي.     
زموږ لمريز يا د شمسي ستوريز سيستم په چاپېر کې په ميليونونو توکي تاوېږي او راتاوېږي، چې په هغوی کې آستروييدونه، پلانېتوييدونه، کامېټې او همدا ډول مېتيور او يا مېتيوريتونه موجود دي. دغه وړې آسماني دوړي، آسماني شګې، آسماني تيږې، آسماني ډبرې، آسماني کاڼي او آسماني کمرونه لکه ځمکه د لمر په دوراني سيستم کې تر لمر څرخي او راڅرخي، چې خپل دوراني مدار هم لري. دغه آسماني توکي کېدلی شي لکه دوړه ميده يا شګه واړه وي او يا لکه سپوږمۍ لوی وي. په لمريز يا شمسي سيستم کې تر ټولو لوی آسماني کاڼی د (Scattered Disk Objects-SDO) له وېشنې سره سم د  اېريس (Eris) په نامه دی.
د اېريس آسماني کاڼی د کوپر په ملاستني (Kuiper Belt) کې موقعيت لري او قطر يې تر ۲۴۰۰ کيلومتره دی، چې له پولوتو ستوري هم لوی دی. د اېريس په چاپېر کې د ديسمونيا (Dysmonia) په نامه يوه سپوږمکۍ هم نڅېږي. داسې څرګندونې کېږي، چې اېريس تر ۸۶ سلنې د ميتان له غازونو جوړ دی، نو ځکه د ځلا غبرګون يا شعايي عکسالعمل يې ډېر پياوړی دی او ځکه د (Hubble-telescope) په مرسته د اېريس پلانېتوييد لوی والی په آساني سره تثبيت شوی دی.
منجمين يا ستورپوهان ستوري په دوو برخو وېشي، چې يوې ډلې ته يې معمولي ستوري لکه لمر ورته ستوري ويل کېږي او بلې ډېلې ته يې درانه يا لوی ستوري ويل کېږي. لوی ستوري تر لسهاوو ځله تر معمولي ستورو درانه دي، پرته له دې د لويو ستورو رڼا ډېره ده، خو عمر يې بيا لنډ دی، خو لکه ټولو ستورو غوندې درانه ستوري هم د خپل عمر په تېرېدو سره د لويې چاودنې (supernova) په بڼه چوي، چې د لويې چاودنې سره په کاينات کې د انفجار غضب رامنځ ته کوي.
د يو نوي لوی يا درانه ستوري د پيدايښت او چاودني په موده کې ګلابي رنګه څپې رامنځ ته کېږي. د اروپايي ستورپوهانو له څرګندونو سره سم تر ټولو لويه ګلابي رنګه څپه د کاينات د اوريون په نامه (The Orion Nebula) کې موقعيت لري، چې د نويو ستورو د رامنځ ته کېدلو زېرمه يا مور ګڼل کېږي. دغه د اوريون نوم (ناف) زموږ د شمسي نظام له ځمکې  تر ۱۳۰۰ نوري کلونو ليرې دی او له غازونو ډک دی، چې د زرهاوو نويو ستورو د جوړښت ځواک لري. د غازونو تر څنګ د کاينات د اوريون د نامه په جوړښت کې همدا ډول کنګل شوې مادې او زروي دوړې هم شته دي. د اوريون نوم (The Orion Nebula) دوه ډوله توکېزې دوړې لري، چې منځنۍ برخه يې د ساړه نامه (Could Nebula) ورېځې دي او د نامه په منځنۍ برخه کې توده يا اېشېدلې پلازما يا زروي شيره لري، چې تودې ورېځې جوړوي.
د لمر قطر ۱۰۹ ځله د ځمکې له قطره لوی دی، خو په کايناتو کې ځلېدونکی لمر د نورو ستور په پرتله تر يو ناخود هم وُړ ښکاري، نو په پرتليزه توګه لمر په کاينات کې يو ډېر وړوکی ستوری دی. لمر د هيپېريؤس (Hyperreus) ډوله ستورو په پرتله اته ميليارده ځله کوشنی دی. دغه ډول لوی او درانه ستوري له ځمکې تر ۵۰۰۰ نوري کلونو ليرې دي او د لوی خډل (Big Dog) په ستوريز جوړښت کې موقعيت لري. د لويو او درنو ستورو د لويوالي په اړه داسې ويل کېږي چې قطر يې تر یو ميليارده کيلومتره هم رسېدلی شي.
ستوريز سيستمونه له لويو دېوالونو او لويو ستوريزو غوټو جوړ دي، چې پراخوالی يې تر زرهاوو نوري کلونو پورې رسېږي. د ستورو تر منځ فضايي تشې هم موجودې دي، چې نه نورماله ماده پکې شته او نه هم توره ماده پکې ليدل کېږي، يعنې فضايي خلا تشکيلوي. د امريکا د مينيسوتا د پوهنتون عالم (Lawrence Rudnick) په ناڅاپي توګه په ۲۰۰۷ ميلادي کال په فضا کې يوه لويه تشه وليدله، دغه عالم د (Microwave Anisotropy Probe)، چې يو ډول مصنوعي سپوږمکۍ ده او په کاينات کې د حرارت تغيرات اندازه کوي، په مرسته د کاينات يوه سړه سيمه په نښه کړه، چې هېښونکې لويه تشه يې وليدله، چې تر يو ميليارد نوري کلونو يې لوی والی درلود، چې د کايناتو د ټکر په ترڅ کې رامنځ ته شوې تشه ده.
زموږ کهکشان ډېر لوی دی، خو د لويو او درنو ستوريو د سيستمونو په پرتله ډېر وړوکی دی. په مقايسوي بڼه ويلی شو، چې عدسيه بڼه ستوريز سيستم (lens galaxy) قطر ۵۵ ميليونه نوري کلونه شمېرل کېږي او د شمسي پۍ لارې (galaxy) نه پنځوس ځله لوی دی، پرته له دي په عدسيي ستوريز سيستم کې داسې ستوري شته چې له لمره تر ۲۰۰۰ واره لويه کتله لري، خو په کايناتو کې د دا ډول ستوريزو سيستمونو شمېر له ميلياردونو هم ډېر دی، نو زموږ شمسي نظام د کاينات په يو ګوټ کې پروت دی، لکه يوه وړه شګه د سيندونو په رېګونو کې.
پوهان داسې انګېرنه کوي، چې که د پۍ لارې (galaxy) ستوريز سيستم د لويو ستورو لرونکو په سيستم (IC 1101) کې شمېرل کېدلی، نو د چاپېر ډېر نور ستوريز سيستمونه لکه (Andromeda Galaxy, the Large and Small Magellanic Cloud and mist triangle) او داسې نور به يې ټول يوه کپه کړي وی او په ځان کې به يې مدغم کړي وی. په کاينات کې ډېر لوی ستوريز سيستمونه شته دي، چې له يو او بل سره ټکرونه هم کوي، خو زموږ له ځمکې دغه چاودنې او ټکرونه په ميلياردونو نوري کلونو ليرې تر سره کېږي، ځکه اغېز يې تر ځمکې نه رارسېږي.
په شمسي نظام کې جوپيتر (مشتري) د ستورو پادشاه شمېرل کېږي، خو د شمسي سيستم دغه لوی ستوری په کاينات کې په پرتليزه بڼه د يوې وړې شګې حيثيت لري، مګر يو له لويو ستورو څخه «ګلابي» نومی ستوری دی، چې د لړم په ستوريز سيستم  يا کهکشان (scorpion galaxy) کې ځای پر ځای دی. ټول هغه ستوري چې لکه جوپيتر لوی دي او يا له هغه نور هم لوی دي، نو زياتره برخه يې د هايدروجن له غازه جوړه ده. دغه ستوري د شمسي سيستم نه تر ۱۰۰۰ نوري کلونو ليرې موقعيت لري. تر ننه په کايناتو کې تر ټولو د لوی ليرې پراته ستوري چاپېر تر ۴۴۰۰۰۰ کيلومتره اټکل شوی دی، خو تر دې به نور لوی ستوري هم وي، چې انسان يې په موندلو تر اوسه نه دی توانېدلی. داسې څرګندونې هم کېږي، چې د دغه لوی ستوري وزن د جوپيتر نيم تشکيلوي، خو قطر يې ډېر ترې لوی دی، نو دغه فېنومينون عالمان داسې سپړي، چې دغه ستوری ډېر نرم توکي لري، نو کاڼيزه او وسپنيېزه برخه يې کمه ده، خو بيا هم دغه پېښه د پوهانو لپاره د کايناتو او ستورو يو لوی پټ رمز دی.
ستورپوهان په دې توانېدلي دي، چې په کايناتو کې تر ټولو لوی ستوريز سيستم وموندي او ويې څېړي. د دغه ستوريز سيستم قطر تر ۴ ميليارده نوري کلونو اټکل شوی دی، نو دغه ستوريز سيستم تر ۴۰۰۰۰ ځله زموږ له کهکشانه (galaxy) لوی دی او د دغه سيستم ستوري، سپوږمۍ او کاڼي يې د (Guasars) په نامه يادېږي. دغه ستوريز سيستمونه په کهکشانونو کې راټول دي، چې د کايناتو د رامنځ ته کېدلو سره نيژدې تړاو لري. د ګواسارس (Guasars) ستوري په ترېليونونو نوري کلونو له ځمکې ليرې دي، خو رڼا يې دومره ډېره ده، چې ستورپوهان يې د تېلېسکوپونو (آسمان سترګي) په مرسته ليدلی شي.
پوهان داسې څرګندونې کوي، چې زموږ کهکشان ورو ورو مري او بل کاينات به يې له منځه يوسي. د ننني کاينات ټول ستوري او کاڼې به يوه کپه کړي. پوهانو دغه نظر وروسته د هېګس بوسون (Higgs Boson) بڅرکي له څېړنې وړاندې کړی دی. نامتو فيزيکپوه (Joseph Lykken) د (CERN) سيستم د وظيفوي ځانګړتيا سره داسې څرګندونې کوي، چې د ننني کاينات موجوديت ثابت نه دی او په يو مشخص وخت کې هر څه په يو رپ کې له منځه ځي. د کايناتو له منځه تلل به لږ تر لږه وروسته له ۱۰ ميلياردونو کلونو په ترڅ کې پېښ شي او د زاړه کاينات پر ځای به نوی کاينات رامنځ ته شي، خو د نور (رڼا) په سرعت به ټول کهکشانونه له ټولو ستورو سره له منځه يوسي، زموږ ځمکه به هم د نور (رڼا) په سرعت يوه لمبه شي. نننی لمر به وروسته له ۴،۵ ميليارده کلونو په يو سور رنګه يا ګلابي ستوري واوړي، زموږ ځمکه به ليا مخکې په لمبو کې اېرې شوې وي.
زموږ د ځمکې ژوند هم په ويښته پورې نښتی ژوند دی، ځکه د شمسي سيستم په مدار کې د آسماني دوړو او آسماني شګو تر څنګ په لکهاوو آسماني تېږي، آسماني کمر، آسماني ډبرې او آسماني کاڼي څرخي او راڅرخي، چې د ۲۰۱۳ ميلادي کال د فبروري په مياشت کې يو آسماني کاڼی د روسيې د اورال سيمې په چيليابينسک کې ونښت او د هغه سيمې د خلکو ژوند يې له ګواښ سره مخامخ کړ، تر ۱۵۰۰ تنه زخمي شول او تر ۱۰۰۰۰ کورونه وران شول، خو له نېکه مرغه آسماني کاڼی په غرونو او رغونو کې ونښتلو، مګر که په ښار لوېدلی وی، نو د ټول ښار لويه سيمه به يې له منځه وړې وی او ډېر انسانان به يې وژلي وی، نو د خلکو خبره: قيامت به پرې نازل شوی وی!
د آسماني کاڼو ګواښونه به تل وي. امريکايي ستورپوهان وايي، چې یو له پلانېتوييدونو (Apophis) کېدلی شي د ۲۰۶۸ ميلادي کال په ترڅ کې پر ځمکه راولوېږي.  د دغه آسماني کاڼی قطر تر ۳۲۵ متره رسېږي، چې د چېليابينسک له آسماني کاڼي ۹ ځله لوی کاڼی دی، چې په ۲۰۶۸ کال په اوږدو کې د ځمکې تر څنګ په خپل مدار کې تېرېږي، خو که له خپل مداره وښويېږي، نو ځمکې ته به را شېوه شي، چې عاقبت يې بيا يو څښتن تعالی ته معلوم دی.
د اپوفيس (Apophis) نښتنه له ځمکې سره له يو ميليونه کېدی شي ۲،۳  وي، يعنې ډېر کم د دې امکانات شته چې اپوفيس ځمکې ته راشېوه شي، خو ښوی به د ځمکې تر څنګ تېر شي. د اندازه کولو د نوې څېړنې پر بنسټ چې د کليدي تشې (Keyholes) په نامه يادېږي، نو د دا ډول آسماني کاڼو نښتل له ځمکې سره له يو ميليونه يوازې يو ځل کېدلی شي، چې پر ځمکه راولوېږي. د کليدي تشو د توګې پر بنسټ داسې څرګندونې کېږي، چې د کهکشانونو يا ستوريزو سيستمونو تر منځ تورې سوړې موجودې دي او همدا ډول د ستورو تر منځ د متقابل جاذبي يا زبېښلو ځواک هم کولی شي د آسماني کاڼي خوځښت له مداره واړوي او ځمکه ترې بچه شي. د (Apophis) په دوراني مدار کې تر ۱۲ کليدي تشې تثبيت شوې دي.
تر ننه داسې ښکارېدله چې د (Apophis) آسماني کاڼی به په ۲۰۲۹ يا ۲۰۳۶ ميلادي کال له ځمکې سره ونښلي، خو له نويو څېړنو داسې څرګندېږي، چې له ځمکې سره د دغه آسماني کاڼي احتمالي نښتل کېدلی شي په ۲۰۶۸ ميلادي کال پېښ شي. داسې ښکاري چې د ځمکې په مدار کې يو د دوو مترو کليدي تشه شته، چې کېدی شي د اپوفيس نښتنه له ځمکې سره ممکنه کړي، خو د پېښېدو امکانات يې ۲،۳ له يو ميليونه دي.
نن سبا ټول پرمختللي ملکونه په دې هلو ځلو کې دي، چې ځمکنی ژوند د کايناتو له احتمالي ګواښونو وژغورې، نو د دې لپاره يې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې لوی څېړنيز مرکزونه جوړ کړي دي، چې د کاينات پېښې پکې څاري، چې له ځمکې سره د آسماني کاڼو د نښتلو او د پېښې د احتمالي عاقبت مخنيوی وشي. د کاينات دومره لوی عظمت ته چې ګورې او بيا د ځمکې پر سر د يو شمېر وړو خولو لويې خبرې چې اورې، نو له ځانه سره وايې، چې تر کله به دغه سرګردانه خيالي فکرونه وي او تلپاتې ځمکني غمونه!  
په مدرسه کې د ديني لوست په ترڅ کې مې يوه ورځ له خپل ملا نه د ابو ايمن نومي يوه هېښونکې کيسه واورېدله. د ملا له خولې سره سم، چې ابوايمن يوه ورځ ناڅاپه له يو لوښي رڼې اوبه څښلې وې، خو په جماعت درېدلی وو، چې په خلکو يې د مشکو بوی ولګېدلو، نو هر مقتدي ترې وپوښتل، چې دا خوشبويه عطر دې له کومه کړي دي! ابو ايمن ورته وويل، چې هلته په يو لوښي کې اوبه وې او ډېرې معطرې وې، نو هغه مې وڅښې، ځکه مې اوس د عطرو خوشبويي ځي! يو چا بيا ورته وويل، چې هغه خو د رسول اکرم بولې وې، نو هغه دې څښلې دي، ځکه نو داسې خوشبو يې!
زموږ ملا په خټه اوزبک وو، د يوې ډېرې لويې مدرسې ستر ديني عالم يادېدلو، ډېرو خلکو به په دغه ملا پسې لمنوځونه کول او د روژې په مياشت به ټولو سيمه ييزو خلکو پيسې ورته ټولولې، چې د تراوو لمونځ قرائت هم همدغه ملا صيب وکړي، مګر اوس مړ دی، خو خلک يې ليا هم د خبرو په سحر کې نښتي دي. مګر کله چې ستر ملا په مدرسه کې موږ ته د ابو ايمن د ميتيازو څښلو کيسه  وکړه، نو ليا په ماشومتوب کې زما پټه کرکه له دغه بې مثاله ملا سره پيدا شوه، چې له هر کنارابه به تېرېدلم نو د ابو ايمن کيسه به مې په ماغزو کې تېره شوه! ما ګومان کولو چې دغه د وړو خولو خبرې به نورې نه آورم، مګر له بده مرغه تر ننه په افغانستان کې دغه ډول د سؤ استفادې کيسې روانې دي، چې د خلکو مغزونه پرې مغشوشوي. يو شمېر بدمرغي د اسلام مقدس دينه سياسي سؤاستفادې کوي او د اسلام دين ته په يوه او يا بله بڼه سپکاوی کوي او سپېره افغانان ليا هم داسې خلکو خبرو ته غوږ ږدي، چې ټولنه يې د ناپوهي په لومه کې نښلولې ده، د وګړو مغزونه يې مشکوک او مغشوش کړي دي، چې ځمکني تلپاتي غمونو يې زېږولي دي، خو دا ډول مجراجو شډلان او مداريان به تل له هر څه خپلې ناوړه سؤ استفادې کوي.
پايلې
هره ليکنه خپله پوهنيزه څپه لري، نو په دغه ليکنه کې د دنيا د موجوديت او له منځه تللو ګواښونو او د انسانانو فکري نوښتونو او علمي برياوو ته نغوته شوې ده، خو په کايناتو کې د ځمکې او شمسي سيستم کوشنوالي ته هم اشاره پکې شوې ده، چې د انسان موقف ته د پاک الله په دغه لوی کاينات کې ښودنه وکړي، چې د کاينات په عظمت پوه شي او خپلې عاجزي ته يې پام شي، کله چې لمر په کاينات کې د شګې حيثيت لري، مګر د ځمکې ټول مخلوق ته انرژي او تودوښه ورکوي، نو ګومان وکړی، چې اشرف المخلوقات به په دغه لوی کاينات کې د الهي له کوم واړه موجود يا مخلوق سره پرتله شي، ځکه نو هر انسان بايد خپل رسالت په دغه دنيا کې په انساني بڼه تر سره کړي.
پوهه يا علم هغه سيند دی، چې په تريليونونو د پوهې څاڅکي پکې روان دي، چې زموږ پوهه يې يو څاڅکی هم نه ده. د بشري ژوند د ادارې لپاره د پاک الله لخوا له حضرت آدم (ع) رانيولې تر ننه پورې په انسانانو کې د پوهي نبوغ ورکړل شوی دی، ځيني يې خپل استازي پر ځمکه ګومارلي دي، چې خپل مسؤليت د ټولني د هوساينې او بشري ژوند د لارښوونې په اړه تر سره کړي، چې يوازې د پيغمبرانو شمېر يې تر ۱۲۴۰۰۰ رسېدلی دی، چې رسول اکرم محمد (ص) يې خاتم النبيين  دی، چې د قرآن اعظيم الشان په رڼا کې يې موږ ته د ژوند څرک او انساني عاطفې اړخ راښودلی دی.
 پاک الله هر انسان په دې قادر کړی چې فکر وکړي او شعوري ژوند وکړي، نو د انساني ژوند کرښې يې ورته ايستلې دي او پولې يې ورته ټاکلې دي، خو انسان يې خودمختار خلق کړی دی. داسې څرګندونې کېږي، چې يو غل يا بل مجرم جرم له ناپوهي کوي، مګر داسې نه ده، ځکه مجرم، غل، زنا کار، ورانکار  او داسې نور د ټولنيز آفت لوبغاړي د خپلو کړو وړو لپاره له خپل شعوره کار اخلي، هر کار مخکې له مخکې پلانوي او بيا يې پلی کوي، نو موږ نه شو ويلی، چې يو څوک ښه يا بد کار پرته له پوهې او شعوري ودې تر سره کوي، مګر ناڅاپه پېښې کېدلی شي پېښې شي، چې د ذهني ناروغي پرده به پرې خپره وي او ځانګړې څېړنې او درملنې ته اړتيا لري.
د ټولنې د ادارې لپاره الهي ديني او بشري مدني قوانين نافذ شوي دی، نو د قوانينو پلي کول هم د انسان په شخصي شعور او د ټولنې په ټولنيز شعور پورې اړه لري. له نېکه مرغه موږ افغانان مسلمان يو، نو د شريعت تر څنګ د مدني قوانينو پلي کولو ته بايد زمينه برابره کړو او انساني او الهي قوانينو ته بايد ژمن پاتې شو. د حدودو پلي کول هم بايد شعوري بڼه ولري.  نن سبا سعودي عربستان چې مخکې يې د شريعت د جاري کولو لپاره په توره سرونه پرې کول، نو نن يې پر ځای چانواري شرعي وګڼله، يا امريکا چې اعدام په برېښنايي څوکۍ او يا په زهري پېچکارۍ تر سره کوي، خو موږ ولې مجرمين په برچو وژنو، يا يې سنګساروو او يا يې د قصاب په چاړه سر پرې کوو! دلاس پرې کولو او يا پښې قطعه کولو لپاره هم بايد بديل وټاکل شي، چې د حبس موده، پولي جريمه او په بند کې په کار ګومارل يا د انساني ارزښتونو روزنيز پروګرامونه ورته وټاکل شي، چې هم خپله سزا وويني او هم د دې جوګه شي، چې په ټولنه کې بيرته لکه سپېڅلی انسان ننوځي او کار وکړي. د لاسونو پرې کول او يا پښو غوڅول ټولنې ته د معيوبينو ورډالۍ کول دي، چې بار يې بيا هم پر کورنۍ او يا ټولنه دی، چې کورونه به د معيوبینو جونګړه شي، کوڅې به په ګدايانو ډکې وې او کنډولې په نېشه يانو، چې بيا دا ډول ناکاره خلک په ټولنه کې د هر ډول ګواښونو زمينه برابروي!
په نړۍ کې کمونيزم مات شو، بوديزم او هندويزم اوسمهال ټولنيز اغېز په تخنيکي نړۍ کې نه لري، مګر د اسلامي نړۍ او صليبي نړۍ سيالي خپل نوي پړاو ته رسېدلې ده. نن سبا سوريه په وينو کې لامبي، د سوريې له ۲۲ ميليونو نفوسه ۴ ميليونه مهاجر شول، چې عربي شېخان يې پېغلې د پيسو په وزن اخلي او تنده پرې ماتوي. په عراق کې د سوني، کوردي او شيعه جنګ روان دی. په مالي د فرانسې بمونه ورېږي. سوماليا بيا ايتوپيا لاندې کړې ده. په مصر کې د بنسټپال او روڼآندي جګړه توده ده. د ليبيا مشر ووژل شو، د مملکت ۲۰۰ ميليارده ډالره ورک شول، خلک يې بيرته ګدايان شول، ټولنه يې په ټبرونو وېشل شوې، د ټبرونو اخوډب نښلېدلی دی او د يو او بل وينې ته ناست دي. په تونيس کې سياسي وژنې خپل اوج ته رسېدلې دي، کوڅو کې يې لاريونونه روان دي، خو د هوسا ژوند وږمو کډه ترې کړې ده. زموږ هېواد افغانستان دا دي څو لسيزې د جګړې په اور کې سوځي، چې د قربانيو يادښت ته يې قلم هم وينې څڅوي، خو سياسي سټې يې لیا نن هم د قومي شخړو ډګر ته وربولي.
افغان روڼآندي بايد د افغانستان د ژغورنې لپاره يووالي ته مخه کړي. له خپلو تېرو صليقوي رواني حالته دې تېر شي. ځوان افغان نسل بايد په د غه حساس وخت کې خپل ټولنيز مسؤليت ته پام وکړي، چې بيا په ټبريزو څانکو و نه وېشل شي. د بېلتون له ذهنيت سره د افغانستان د تجزيې ذهني زمينه رامنځ ته کېږي، ځکه چې د افغانستان د نويمو کلونو ملکولطوايفي وښودله، چې افغانستان يو نه وېشېدونکی هېواد دی، صرف زموږ ټولو مسؤليت دی، چې يو او بل په دې پوه کړو، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی! افغانستان بايد له افراط او تفريطه وساتل شي. د افغانستان د سمې ادارې لپاره افغانان بايد د څانګپوه افغانانو يوه صادقه اداره رامنځ ته کړي، چې افغانستان کې يو هوسا او نېکمرغه ټولنيز چاپېر رامنځ ته شي، چې هر څوک د افغانستان په رڼه آسمان کې د خپل ځلېدوني ستوري خيالونه په سر کې وروزي!
په درنښت  
http://www.youtube.com/watch?v=wu6VH-AKm5U
http://www.youtube.com/watch?v=q9L7SMoT3RM
http://www.youtube.com/watch?v=qm9_gpGF3Xw