د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کانکور کې د درغلیو په وړاندې د لاريون بلنه

ځوان ملي خوځښتونه او مدني بنسټونه 16.03.2013 13:47

ډېرو درنو هېوادوالو!
تاسو  ته څرګنده ده چې سږکال د کانکور په ازموينو کې شرموونکې درغلي او نه بښل کېدونکې بېعدالتي شوې ده، چې شواهد يې زموږ په پرېکړه ليک کې خپاره شوي دي.
تېره اونۍ موږ د لاريونونو په ترڅ کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت له ولسمشر او ملي شورا څخه غوښتنه وکړه، چې د درغلۍ شواهد وارزوي، د کانکور پايلې باطلې اعلان کړي او درغلګر سمدستي له دندو لرې او  ځانګړې محکمې ته معرفي کړي، خو له بده مرغه تراوسه پورې زموږ غوښتنو ته کوم ځواب نه دی ويل شوی.
 موږ ژمنه کړې وه، چې له  خپل حق څخه به خامخا دفاع کوو او  که غوښتنو ته مو مثبت ځواب ونه ويل شي نو خپل اعتراض ته به دوام ورکوو. دا ده له ژمنې سره سم  مو تابیا نيولې چې راتلونکې دوشنبه په يوه بل پراخ لاريون لاس پورې کړو، د خپل ځوان نسل له  حق  او له خپلې راتلونکې څخه دفاع وکړو او  که خدای (ج) کول زموږ لاريونونه  به  د فساد پر وړاندې د  يوه پراخ جهاد پيلامه وي.
موږ له  تاسو ټولو نه هيله  کوو چې نور د ظلم او فساد پر وړاندې چوپتيا ماته کړئ، له  خپلو ځوانانو سره يو ځای شئ او په  ټول ځواک  سره د حق له داعيې څخه  ملاتړ وکړئ.
د راټولېدوخت : دوشنبه، د حوت (کب) ۲۸، د سهار ۹ بجې
د راټولېدو ځای: د زرنګار پارک ختيزه څنډه

په درنښت
ځوان ملي خوځښتونه او مدني بنسټونه