د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کانکور کې د درغلۍ په اړه د مدني ټولنې دهمغږۍ مرکز اعلاميه

دمدني ټولنې د همغږۍ مرکز 15.03.2013 19:54

د کانکور په ازموينه کې د پراخې درغلۍ او بې عدالتيو په اړه
د مدني ټولنې دهمغږۍ مرکز اعلاميه

کانکور آزموینه هغه ملي پروسه ده، چې له لارې یې ځوانان د وړتیا او اهلیت له مخې دلوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو ته لاره مومي، او لوړې زده کړې دي، چې له لارې یې په بېلابېلو برخو کې د هېواد  کادري بنسټ، د ځوان نسل او هېواد راتلونکی ټاکل کېږي. خو له بده مرغه اداري فساد،او قانون ماتونه زموږ د سياسي، اقتصادي او ټولنيز ژوندانه د نورو برخو په څېر د کانکور ملي پروسه هم اغېزمنه کړې. سږکال په کانکور کې فساد او درغلي داسې يوې کچې ته رسېدلې، چې د لوړو زده کړو د مستحقو کسانو پروړاندې یې بې عدالتي رامنځ ته کړې. په کانکور کې درغلۍ د ځوان نسل پر روحيې، استعداد او خواريکښۍ ډېره بده اغېزه ښندلې او په هېواد کې يې د ټولنيزې بېعدالتۍ او تبعېض احساس رامنځته کړی، چې کېدای شي دا احساس او نارضایتی د هېواد ملي يووالي او راتلونکې ته نه جبرانېدونکی زيانونه واړوي.
د کانکور پایلې پخپله د دې ښودنه کوي، چې پراخه درغلي او بې عدالتي په کې شوې .د درغليو د ثبوت لپاره شواهد ډېر دي، چې د شاوخوا پنځه سوه مواردو په اړه يې د لوړو زده کړو وزير پخپله اعتراف کړی دی، او د اداري فساد پرضد دمبارزې عالي ادارې د دې پایلو د بطلان غوښتنه کړې ده .
د دايکندي په وروسته پاتې ولايت کې  ۷۸٪ کسان بريالي شوي، خو په  کابل کې دزده کړو د ډېرو ښو امکاناتو سربېره يوازې ۱۶٪ کسان بريالي شوي دي.
په فارياب کې ۸۶٪ کسان بريالي شوي، خو د همدې زون په  پرمختللي مرکز بلخ کې يوازې ۲۳٪ کسان بريالي شوي دي.
په غور کې ۶۴٪ کسان بريالي شوي، خو د همدې زون په مرکز او د هېواد په دويم درجه پرمختللي ولايت هرات کې ۲۹٪ کسان بريالي شوي دي.
له بله اړخه؛ له  دايکندي څخه ۸۰۰ کسانو تر ۳۰۰ پورته نومرې اخېستي، خو د دې پر وړاندې د هېواد له ۲۸ ولايتونو څخه په مجموع کې يوازې ۷۰۰ کسانو تر ۳۰۰ پورته نومرې ترلاسه کړي دي. همداراز د دايکندي، پروان، فارياب او غور له څلورو ولايتونو څخه  ۲۰۸۵ کسانو تر ۳۰۰ پورته نومرې اخېستي دي  او ډېرو لوړو پوهنځيو ته بريالي شوي، خو د دې پر وړاندې د کابل په ګډون د هېواد له ۳۰ ولايتونو څخه يوازې ۱۴۹۴ کسانو تر ۳۰۰ پورته نومرې اخېستي دي.
موږ د دایکندي، غور، فاریاب او پروان ولایتونو په ګډون ټولو افغان ځوانانوته د ښې راتلونکې او دلوړو زده کړو لپاره د ښو شرایطو او اسانتیاوو غوښتونکي یو خو په سږني کانکور کې پراخو درغلیو ته په پام سره د ځینو ولایتونو ځوانانو ته د ناقانونه امتیاز په ورکولو سره د افغانستان د نورو ۲۹ ولایتونو د ځوانانو د حقونو تلف کیدل بې عدالتي ګڼو.
په کانکور کې درغلي د دې لامل ګرځېدلې چې يو زيات شمېر مستعد او خواريکښه ځوانان نه يوازې له لوړو پوهنځيو څخه محروم شي، بلکې له امله يې په  لسګونو زره کسان بې سرنوشته شوي اوحتی يو شمېر ځوانانو له ډېرې ناهيلۍ د ځانوژنې هڅه کړې او په خواشينۍ سره چې په ميدان وردګ ولايت کې يوه ځوان له همدې امله خپل ژوند له لاسه هم ورکړی دی. له بلې خوا  هغه سيمې چې وارد مخه جګړې ځپلې او د زده کړو بهير يې ډېر ټکنی دی، د په کانکور کې د درغلیو له امله یې د حقونو د تلف کیدو ګراف نورهم لوړ شوی .
داچې د کانکور په ازموینه کې شوې بې عدالتۍ د ځوان نسل او هیواد لپاره بدې پایلې لرلای شي  موږ د افغانستان د اسلامي جمهوريت له ولسمشر، ملي شورا او سترې محکمې څخه  په کلکه غوښتنه کوو، چې:  
۱ – د کانکور پايلې دې ټولې باطلې اعلان شي.
۲ – د لوړو زده کړو وزير او هغه مسولین چې په درغلیو کې لاس لري سمدستي له دندو لرې او محاکمه شي.
۳ – د کانکور د ازموينو واک دې له لوړو زده کړو وزارت څخه واخېستل شي او يوې مستقلې ملي کمېټې ته دې وسپارل شي.
۴ –  په راتلونکې کې د بېعدالتۍ د مخنيوي لپاره دې تحصيلي سهميه د ولايتونو د نفوس پر بنسټ ووېشل شي او د هغو زده کوونکو لپاره چې تعليمي سويه يې د نورو په پرتله ټيټه ده، د آمادګۍ پوهنځي جوړ شي.
 دمدني ټولنې د همغږۍ مرکز به په افغانستان کې دعدالت د ټینګښت لپاره کې خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکوي  
په درنښت
 دمدني ټولنې د همغږۍ مرکز