د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د روپيو او بانکونو تاريخي جوړښت ته لنډه کتنه

محمد حلیم ستانکزی 10.03.2013 23:27

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

کله چې د روپيو او بانکونو تاريخي جوړښت ته نظر وکړو نو دوه مهم څيزونه د يادولو وړ دی. ١) مروجې روپۍ ٢) بانک (بانک هغه دى چې د خلکو څخه روپۍ اخلي او بيا دغه روپى په قرض ورکوي او گټه تر لاسه کوي)، نو راځى چې د دواړو تاريخچې ته يو لنډ نظر وکړو.
په اروپا کښې د ١٧ پيړۍ څخه مخکې سره زر، سپين زر او داسې نورو ارزښناکه جنسونو د جنسي روپۍ (Commodity money) په توګه استعمالېدې. تر ٥٠٠ کالو پورې دغه جنسي روپۍ د راکړې ورکړې په معاملاتو کښې د يو معيار په توگه په اروپا او آسيا کښې جريان درلود. همدارنگه په چين کښې له ١٢٠٠ څخه تر ١٧٠٠ کالو پورې جنسي روپۍ استعمالېدې. حتى دا چې د عيسى (ع) د پيداېښت څخه مخکې د جنسى روپيو استعمال په لويه کچه مروج وو.
دغو جنسي روپيو بېلابېل ډولونه درلودل او هر هېواد به د جنسي روپيو په جوړولو کښې يو ځانګړی معيار په پام کښې نيوه حتى ځينو هېوادونو د معياري روپيو جوړولو لپاره ځانګړی لرګی استعمالول، او د هغې پوسيله به يې معاملات ترسره کول.
لکه څرنگه چې مخکې وويل شول سره زر، سپين زر او نور داسې ارزښناکه اجناس د مروجو روپيو په بڼه استعمالېدل. خو کله چې به بيا معاملات په لويه کچه کېدل نو د جنسي روپيو لېږد راليږد به ستونزې رامنځته کولې. همدا دليل وو چې زياتره لوی معاملات به نه ترسره کېدل او خلک به له زيان سره مخ کېدل. په اروپا کښې ځينو خلکو Goldsmiths د سرو زرو او سپينو زرو څخه ډول ډول مذهبي اسباب جوړول او په بازار کښې به يې پلورل همدارنګه دوی به خلکو ته د سرو زرو او سپينو زرو په بدل کښې يو ژمن ليک ورکاوو چې ارزښت به يې د اجناسو په کچه ټاکل کېدل. نو لدې کبله د راکړې وړکړې معاملاتو ستونزې هوارې شوې او خلکو په هره کچه معاملات ترسره کولو ته لاس رسی پيدا کړ. د يادولو وړ ده چې د Goldsmiths هغه مذهبي اسباب د نړۍ په ځينو سيمو کښې اوس هم په ډېره لږه کچه شتون لري.
خلکو ته د لا اسانتياوو او اړتيا له مخې به Goldsmiths د جنسي روپيو په بدل کښې کم ارزښت لرونکي ژمن ليک ورکاوه او همدارنګه په بازار کښې لا ډېر ژمن ليکونه منځته راغلل او زياتره معاملات به د ژمن ليک په مرسته سرته رسېدل
دغه بهير تر يوه حده پر مخ روان وو چې لا ډېرو خلکو خپلې جنسي روپۍ (سره زر او سپين زر) د Goldsmiths د با ارزښته ژمن ليکونو په بدل کښې وړاندې کول، او Goldsmiths په معامالات او کاروبار کښې يو غوره برخه وپېژندل شو او د خلکو زياتره جنسي روپۍ د Goldsmiths په اختيار کښې پاتې شوې همدا وه چې Goldsmiths ته د لا دېرې ګټې اخيستلو زمينه برابره شوه دوی به د خلکو د يو کيلو او نيم کيلو جنسي روپيو د ارزښت په بدل کښې دوه با ارزښت ژمن ليکونه جوړول چې يو به يې اصلي مالک ته او بل به يې د پور په توګه نورو خلکو ته ورکول چې وروسته له يوې ټاکلې مودې څخه به دوی يو کيلو سر زر او ټاکلی سود اخيستل. د وخت په تېرېدو سره دغه ژمن ليکونه د دوو څخه درې او بيا څلور شول، دغه لړۍ پراخه شوه او ټولې نړى ته د معاملاتو د معيار په توګه وغزېده. ددې تر څنگه څرنگه چې مونږ وويل د ژمن ليکونو تر شا سر زر د ضمانت په توګه موجود وو، د دغې ژمن ليکونو په صدورولو سره لويه ستونزه هغه مهال را پيدا شوه. کله چې اصلي مالکانو د خپل جنسي روپيو غوښتنه وکړه نو Goldsmiths ونشو کولای چې هغوی ته د صادر شوو ژمن ليکونو په کچه جنسي روپۍ ورکړي. بله ستونزه دا وه چې د اجناسو په بيعه کښې ورځ په ورځ لوړوالی او د جنسي روپيو په ارزښت کښې ټيټوالی رامنځته شو، چې اقتصاد دې حالت ته انفلاسيون وايي. دا ځکه چې Goldsmiths د جنسي روپيو د ارزښت په بدل کښې دوه، درې او ان څلور چنده ژمنليکونه صادر کړي وو.
ددې کړکېچ يا ستونزې د حل لپاره د يو داسې با اعتباره او متحد ځای ته اړتيا پيدا شوه چې خلک وکولای شي تر څو هغوی سره د اعتبار او اعتماد پر بنسټ د خپلو جنسي روپيو تبادله او خلکو ته رسېدلی نقصان هم معاوضه کړي. په دې اساس ټول Goldsmiths پدې نظر موافق شول چې د مرکزي بانک په نوم يو سکتور رامنځته کړي. او د Goldsmiths سره شته ټول سره زر او سپين زر پدې متحد ځای کښې د پشتوانې په توګه راغونډ کړای شي. د مرکزي بانک د رامنځته کېدو څخه وروسته د مرکزي بانک مالکانو ټولو خلکو ته ډاډ ورکړ چې هر هغه سند چې د دوی د جنسي روپيو په بدل کښې وړاندې کېږي هغه به د مروجې روپۍ په شکل استعماليږي، همدا وه چې د مرکزي بانک بنسټ کېښودل شو او په خپله خوښه يې ډول، ډول ارزښت لرونکي ژمن ليکونه وړاندې او د مروجې روپۍ په بڼه وپېژنده.

په کال ١٦٠٩ کښې د Bank of Amsterdam په نوم لومړنۍ مرکزي بانک په اروپا کښې جوړ شو، په سويدن کښې په کال ١٦٦٤ کښې د The central bank of Sweden ، همدارنګه په کال ١٦٩٢ کښې د The Bank of England چې سرپرستي يې د William Paterson په لاس کښې وه، جوړ شو.
په اوسني وخت کښې يو څو خاص بانکونه چې د سرو زرو بوديجه لري هغه د اروپا او جاپان بانکونه دي، پاتې بانکونه يواځې مروجې روپۍ چاپوي او خلکو ته وړاندې کوي. چې په نتيجه کښې ډېر بانکونه د فعاليت څخه پاتې او بند کړای شول.
په ١٨ پيړۍ کښې د Rothschild يا The house of Rothschild په نامه يوه کورنى چې د بانکونو ټول واک ددې کورنى په لاس کښې وو. دغه يوه يهوده کورنۍ وه او په اصل کښې د جرمنى هېواد هستوگن وو. ددې تر څنگ په اروپا کښې د بانکدارى او ماليې بنسټونه په همدغه پيړۍ کښې د Rothschild کورنى Mayer Amschel Rothschild ايښې دی. په دغه کورنى کښې ځانگړي وروڼه وو چې هر يو يې د بېلابېلو معيشتونو بنسټ اېښودونکي ول. لکه Bischoffsheims, Pereires, Seligmans, Lazards, او داسې نور چې د نورو يهوديانو پوسيله به مرسته او ياري کېدل. دغه بنسټونه يواځې او يواځې د هېواد په کچه پورونه ورکول او خپل شرطونه يې پرې منل. د بېلګۍ په توگه کوم هېواد به چې د جنگ په وخت کښې د Rothschild د مالياتي بنسټ څخه پور اخيسته، نو دا شرط به پکې وو. که چېرې دا جنگ مو په گټه تمام شو، نو مونږ به ستاسو اقصاد په کنترول کښې ساتو. مطلب دا چې ستاسو ټول معاشياتي سيستم به زمونږ په لاس کښې وي. او داسې نور شرطونه يې هم لرل. چې دغې کورنى به خپل اقتصاد لا پياوړی کاوو، د وخت په تېرېدو سره دغه کورنى په دې وتوانېده چې په يو وخت کښې څو هېوادو ته پورونه ورکړي او په هغوى خپل شرطونه ومني. نو کله به چې د دوو هېوادونو په منځ کښې جگړه پېښه شوه ، نو Rothschild به دواړو هېوادونو ته پورونه ورکول او فتح چې د هر هېواد په برخه رسېده نو دوی به خپل شرطونه پرې منل او سود به يې تر لاسه کاوو.
دلته پوښتنه پيدا کيږي چې دغه کورنى تر اوسه پورې خپل فعاليتونه ترسره کوي؟ دغه کورنى اوس هم شته؟ او که شته نو په کومه سطحه کښې دي؟ او داسې نورې پوښتنې پيدا کېداى شي. ددې ځواب هو!، دغه کورنى تر اوسه پورې خپل فعاليتونه سرته رسوي، خو هغه فعاليتونه چې د هېواد په سطحه پور ورکول او په هغوى شرطونه منل وو. نه دي، که چېرې معياري او حکومتي مرکزي بانکونو ليسټ وگورو نو په اوله شمېره کښې د Rothschild د بانکونو نوم راځي. څومره مرکزي بانکونو چې گورى د هغې سرپرستى د همدغې کورنى په لاس کښې ده، چې د افغانستان بانک هم په دغې بانکي کورنۍ پورې تړاو لري.