د کانکور په اړه د حزب اسلامى افغانستان د ځوانانو د ټولنې اعلاميه
09.03.2013 14:35دحزب اسلامي افغانستان دځوانانوټولنه د١٣٩١ لمريزکال دکانکور دازموينې پايلې غير عادلانه او له تصور څخه لرې بولي.
دسږني کال دکانکوردازموينې له پايلو څخه په څرګند ډول معلوميږي چې دکانکورد ازموينې بهير په غير عادلانه توګه او له پراخو درغليو سره سم ترسره شوي.
دحزب اسلامي افغانستان دځوانانو ټولنه دخپل ولس اوپه ځانګړې توګه دځوانانو په وړاندې ددغه ډول غير عادلانه پريکړو غندنه کوي .
څرګنده خبره ده چې دغه ډول حالات دافغانانو ترمنځ دفاصلو درامنځ ته کيدو لامل کيږي او هيواد دبى اتفاقۍ او بدبختۍ لورته بيايي، داځکه چې دکانکور دازموينې پايلې له دې امله چاته دمنلو وړنه دي چې دهيواد له ٣٤ ولايتونو څخه ٣٥٧٧ تنو له ٣٠٠ څخه لوړې نمرې ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې دهيواد د ٣١ ولايتونو څخه ١٦٢٢ تنوله ٣٠٠ څخه لوړې نمرې ترلاسه کړي او دپاتې دريو ولايتونوڅخه ١٩٥٥ تنو له ٣٠٠ څخه لوړې نمرې اخيستي .
داڅومره امکان لري چې ددريو ولايتونو دزده کوونکو نمرې دې دهيواد د٣١ ولايتونو له زده کوونکو څخه په دغه کچه لوړې وي. يعنې دهيواد له ٣١ ولايتونو څخه ٤٥عشاريه ٣٤ سلنه څخه لوړې نمرې او پاتې دريو ولايتونو ٥٤عشاريه ٦ سلنه لوړې نومرې ترلاسه کړي.
ايا هغه لرې پراته ولايتونه چې دنفوس او هر اړخيز پرمختګ له مخې له ګڼو اسانتياوڅخه بې برخې دي دپلازمينې کابل سره چې له هر ډول اسانتياو څخه برخمن او دکابو ٦ ميليونه نفوس درلودونکى ولايت دى دمقايسې وړدي؟ !
نو په همدې موخه دحزب اسلامي افغانستان دځوانانو ټولنه دټولو زده کوونکو دحقونو دترلاسه کولواودکانکور ددغه ستربحران دحل په موخه دهيواد په درې ګونو قواوو، په ځانګړې توګه دلوړو زده کړو په وزرات او دځوانانو په معينيت غږکوي ترڅودکانکور دغه غيرعادلانه پايلې باطلې اعلان کړي او ديو ملي، سرتاسري اوعادلانه کانکور د ازموينې داخستلولپاره له سره اقدام وکړي.
که چيرې دهيواد درې ګونې قواوې او دلوړو زده کړو وزارت ددغې ستونزې دحل په موخه جدي اقدام ونه کړي دحزب اسلامي افغانستان ځوانان به دهيواد له نورو ځوانانو سره يو ځاي دهيواد په ګوټ ګوټ کې پراخ لاريونونه پيل کړي او دغو لاريونونو ته به ترهغې دوام ورکړي ترڅو چې حق حقدار ته نه وي سپارل شوي .
په درنښت
دحزب اسلامي افغانستان دځوانانو ټولنه