درقيب انصاف
08.03.2013 18:11د١٣٩١کال ددولسموټولګيودفارغانودکانکورپه ازموينه کې ددرغليوپه اړوند مې خپل يوپخوانی شعر
رايادشو٠سره لدې چې زمونږمشران له يوه سره داوريدو غوږونه ،نلري خوبياهم مونږبه ژاړو اودوې دې راپوری خاندي،
داسې خو څـوک نکړي مشره ،هيردې خپل وګړي کړل
خپل دې ټول پردي کــړل،رقيبان دې خپل ملګري کړل
ودې کــــــــــړل پخپله مشره،بل څوک ملامت نـه د ي
خپل دې کـــړل کمزوري مشره،دوې دې پياوړي کړل
هرڅه چور رقيب کـــــړل خوتهمت مشره په مونږ کوې
دوې زمونږ دکــــــــورا وکهول ،هرڅه دړې وړې کـــړل
ګــــوره رقيبان مشــــــره،کنځلې مو نيکو تـه کــــــړي
دلتــه اوس پــــــــــرديو خپل نيکونــه نــوموړي کـــړل
دوې د درغليو مشره،نـــــوئ ريکارډ ټينګ کــــــــړلو
دوې په شيطانت کـــــــــې،شيطانان هم پورړي کـــــړل
کـــــړه يي ننداره مشـــــره،انصاف تـــــه درقيب ګـــوره
خپل يي ټول پوره کړل،دولس يي ټول نيمګړي کـــړل
واوره دقيـــام مشـــره،ولــــس په ځــــــــان راټول کانده
جګې ېې شملي وي څوک چه خپل ولس سرلوړي کړل
والدورف/جرمني
٦دلو١٣٨٩