د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمارچ اتمه،زموږګلپاڼې اود دوزخ اور

پوهندوی آصف بهاند 07.03.2013 01:15

           « دوطن پيغلې مې په غاړه وړي داوښکو امیل
                                                                 دپــاریس پیغلوته غمي لــه بــدخشانه رسي »

نورڅوک یې چې هرډول انګیري،خوماته میرمنې(ښځې) ګلپاڼې دي اودظلمونواوتیریوپه هغه چاپیریال کې چې زما دوطن افغانستان ډیره سلنه میرمنې جبراً راګیرکړای شوې دي،ددوزخ اورګڼم،اوزه نه غواړم چې هیڅ ښځه،په تیره افغان میرمن ددغه اور په دایره کې راګیر وي.استاد سعدالدین شپون دخپلوښکلوترکیب جوړونوپه لړکې دمیرمنوله پاره د« ښکځګلې » اصطلاح جوړه کړې اوکارولې ده(۱) چې په رښتیا له میرمنوسره همدا سې یوه ښکلې کلمه ښايي.
دمیلادي کال دمارچ دمیاشتې اتمه نیټه په نړیواله کچه،دښځودورځې په نامه یادیږي.ددغې ورځې دلمانځلوپه ترڅ کې،دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دژوند په بیلا بیلو برخوکې دښځولاس ته راوړنې په ښوسره یادیږي.
دا یوښکاره حقیقت دی چې په بیلا بیلوټولنواوبیلابیلوهیوادونوکې،دښځوژوند،دبیلابیلوقوانینوپه چوکاټ کې،ژورتوپیرونه سره لري.دهمدغوتوپیرونوپه نظرکې نیولوسره دا ویلای شوچې په ټوله نړۍ کې په توپیرسره دښځوژوند له ګڼوننګونوسره مخ دی.
دا ننګونې چې په نوروټولنوکې څومره دي؟ولې دي ...اودحل لارې یې کومې دي؟دادهغوټولنوپه خلکو،ستونزواوامکاناتوپورې اړه لري؛خودافغانستان په ټولنه کې دا ستونزې دومره ډیرې،له ناورینه ډکې اوڅواړخیزې دي چې نه نوم ورته ایښودلای شو اونه هم سرحد ورته ټاکلی شو.ښه ده وویل شي چې:
«آبۍ،ټوله بۍ»
او یا هم ددې بل مشهور متل په څیر:
«پک مې لیدلی و،نه ماغزه وتلی»
دښځوپه مقابل کې مې تاوتریخوالی اوستونزې لیدلې وې،نه داسې لکه دافغانستان په ټولنه اوافغانانو کې.
اودادی له دغوټولوستونزوسره سره،موږدغه ورځ  بیا بیا لمانځوو؛ظاهراً په ویاړ،خوحقیقتاً په تظاهراوغولونې سره.
دهغه هیواد خلک دښځې ورځ په ویاړسره په لوړومصارفوسره لمانځي چې دهغه هیواداکثریت میرمنې له ناتوانۍ پرلارې تلای نه شي،دخپل ځان اواولادونودیوه وخت دخوراک ډوډۍ نه لري،
دهغه هیواد خلک دښځوورځ لمانځي چې نجونې اوښځې له ډیرمجبوریت نه داورلمبو ته پناه وړي،
دهغه هیواد خلک دښځو ورځ لمانځي،چیرته چې دښځواونجونودوجود غوښې په انبورشکیږي،پزې غوږونه اوژبې یې پرې کیږي اودسر ویښتان اونوکان یې ایستل کیږي،
اودادی دهغه هیوادخلک دښځو ورځ لمانځلي چې هلته هره ورځ دجنسي تیریوپه لسګونه اوسلګونه اوښايي په زرګونه پيښې ترسره کیږي،
او...
نورچې هیڅ نه وي دچادري یا بوقرې په نامه یوزندان خوپه هر کور کې دښځوله پاره په انتظارولاړوي.داچې دازندان(چادري) دچا دذهن اختراع ده،هغه بیله خبره اوجلا بحث دی،خوزه ورته دښځومتحرک زندان وایم چې هرې خواته ښځه روانه وي،نودازندان لکه دانسان کړې ګناه ورسره وي.
زما د وطن افغانستان قانون دهغه وطن دقانون په لیکه اوپیروي جوړ شوی دی،په کوم ځای کې چې پارلمان ته تلونکوښځوته دفاحشې اوتفالې خطاب کیږي.(۲) یوخوا دهمدغه قانون له چوکاټه ځان اوټولنه خلاصولای نه شو،بل خوا دهغه قانون دموادوپرضد،شله یوچې دښځو ورځ،دمارچ اتمه لمانځوو.
دمارچ داتمې بنسټ ایښودونکوهم که دافغان میرمنې اوسنی حالت لیدلی وای،حیران به وو،چې داسل کلنه مبارزه اوتلاش څه مانا.له هغه نه راورسته دفمینیزم( Feminism) یا دښځودآزادۍ غورځنګ(۳) دهڅوپایله څه وه؛په دې باندې زما دوطن ډیری ښځې اوددوی دحقوقوناقضین خبرهم نه دي.ددې ټولوغورځنګونو،ورځواومناسبتونوسره سره زما دټولنې ښځې په فقر،رنځ،بیسوادۍ،ناپوهۍ اودمنځنیوپیړیودقوانینوپه دایره کې ژوند کوي.
که سرپه ګریوانه کې ښکته کړواوخپل عیب نه دولوومنځ جوړنه کړو،نواقرارباید وکړوچې ددې ټولوستونزوجوړونکي اوهستونکي ترډیره حده موږخپله یو.دا موږ په خپله یو چې لکه په خوله کې ژبه،کله یوخوا اوړو اوکله بل خوا.ددې خبرې ښه ثبوت دا دی چې دانقلاب،تمدن،مترقیتوب او... مدعیانوبه یو وخت دخلکودروازې ډبولې چې:
ښځې،لوڼې،زامن اوکورنۍ مومارش اومیټنګ ته راوباسئ چې زنده باد ووايي او...
خواوس په افغانستان کې دننه اوحتی له افغانستان څخه دباندې همدغه ټیپ خلک غواړي چې ښځې دپنځه سوه کاله مخکې قوانینوپه سیوري کې ژوند وکړي اودا کارونه عملأ هلته اودلته لیدل کیږي چې دا ډول خلک غواړي حتی داروپا دآزادې ټولنې په دایره کې هم ښځه دتوروتمبوترشا بندي وساتي.دوی ته دښځوحقونه،دښځوآزادي اودمارچ اتمه دبهرنیانو دود او نامنلی عمل ښکاري.
اوهلته په افغانستان کې دا دولس کاله دکرزي په واک کې را ټول شوي عجیب الخلقه څیرې په سپین سترګۍ اومهارت له بهرنیانونه دښځودحقونوپه نامه ډالر اخلي اوبیا که چیرې په تلویزیون کې دسندروپه نامه کوم غږ واوریدل شي،دعلماوو؟په شوراکې ناست عالمیان سترګې ورته برګې کا چې دا څه کوئ؟بیا نوهرڅه بیرته دصفرټکي ته ورګرځي،چې ترټولو ښه مثال یې د ۲۰۱۲ کال په مارچ کې ښځوته دمارچ داتمې په ویاړدکرزي اودعلماوو؟دشورا تحفه وه.
دعلماوو؟شورا اعلامیه صادره کړې وه اوپه هغې اعلامیې کې یې ښځواونجونوته سپارښتنه کړې وه چې:
«دزدکړې په مرکزونو،دفترونواونوروټولنیزوځایونوکې له نارینووسره ناسته ولاړه ونه کړي اوباید دسفرپرمهال شرعي محرم ولري »(۴) اوکرزي خان هم په نره توره د« خان هم دا کوي هم دا»دپالیسۍ له مخې،په شورا کې دراټولوملایانودفیصلې ننګه وکړه.   
دمارچ داتمې په نامه یا په هرنامه چې وي،دښځودرناوی ښه اودقدر وړکاردی،خودې ته مو باید پام وي چې نورخولاڅه کوې،اَن نالوستي کلیوال هم تریوې اندازې په دې پوهیږي چې څنګه ځینې انسانان، خلک تیرباسي.همدغه دمارچ اتمه نیټه چې افغانان په افغانستان کې اویا دباندې له افغانستان څخه لمانځي،په ټوله مانا تشریفاتي بڼه لري.موږښځې تیرباسو،هغه هم دیوڅوشیبوله پاره،چیرې یې راټولوو،په جګ آواز ورته وایو:
« ښځه داحترام وړده او...»
اوکورته چې ولاړوبیا وهل ټکول،بیا بد رد ویل اودښځې سپکاوی اودسپکوکلماتوپه ویلوسره دهغې پرزخمونوباندې دمالګې دوړول.
داخلک چې دمارچ اتمه په تظاهرسره لمانځي،ددوی دکلام تر شا دا جملې هم په تیزو بینوسترګوسره ځینې سترګور لوستلای شي چې:
ــ ښځې دې وږې وي،
ــ ښځې دې مړې وي،
ــ ښځې دې بورې وي،
ــ ښځې دې ورارې وي،
ــ ښځې دې کونډې وي،
ــ ښځې دې بې عزته وي،
ــ ښځې دې پزپرې کړې،ګوتې اوغاړه پرې کړې،نوکان او ویښتان ویستلې وي،
ــ ښځې دې بیسواده،ناپوه اوله هرڅه ناخبره وي،
ــ ښځې دې ...
ــ اوښځې دې ټول عمردنارینه مزدورانې،فرمانبردارې اوترپښو،لاندې وي،
اوددې له پاره چې په دایمي ډول په واک پاتې شي،باد راوړي ډالرترلاسه کړي نو:
دمارچ اتمه دې هم مبارک وي.
دا ټیپ خلک خوپه هرډول چې وي خپل کارکوي،دانورښاغلي چې هسې دمودله پاره دا کارکوي،شعرونه لولي،مقالې اوروي،ستوني شکوي اوبیانیې وړاندې کوي،هغه هم نه دښځې ددرناوي په خاطر،بلکې یوازې ددې ورځې په خاطرچغې وهې،خپل ستوني څیري اودښځوپه ځای اوبې ځایه صفتونه کوي،دګلانوګیډۍ ورته وړاندې کوي،رنګارنګ ډالۍ ورکوي او...
زما وړاندیز،په احساساتونه،په سړه سینه داسې دی چې:
لطفاً دې دا کارنه کوي.
 که په رښتیا دوی ښځې ته درناوی کوي،یوازې دې دا وکړي چې کله چې وروسته له کاره کورته ځي،ښځه دې وهي نه،ښځې ته دې ښکنځلې نه کوي،بد اورکیک کلمات دې نه ورته استعمالوي پلاراوموردې په سپکه نه وریادوي...اوپه پای کې کله چې یې دمیرمنې په لاسو تیاره شوې ډوډۍ وخوړه،یوازې دې له یوې نرۍ موسکا سره دومره ورته ووايي:
مننه،مزه داره ډوډۍ وه.
دهمدې جملې په اوریدوسره به دښځې دټولې ورځې ستړیا ورکه وي.
زما په اند دښځوښه عزت کول،هغوی دکورله زندان نه را ایستل دي،
سوادورزده کول دي،
له خپلوحقوقونه یې خبرول دي،
ښوونځي اوپوهنځي ته پریښودل دي.
نړیوال دې هم بې شمیره ډالردواکداروجیبونوته دښځودحقوقوپه نامه نه اچوي،هغه کسان چې دښځودحقونوښکاره ناقضین دي،همدې بهرنیانوپرخلکو حاکمان کړي دي اوددوی په مرسته یې دخلکواوښځوحقونه ترپښولاندې کړي دي.همدې امریکا راوستو واکدارانودخلکواوښځوپرستونووباندې له درنوعسکري بوټانوسره قدم ایښی دی،دوی اوامریکایان دې دمارچ اتمه نه راته لمانځي،همدا دښځودحقوقودناقضینوعسکري بوټ دې دښځواوخلکوله ستوني لرې کړي.
دافغانستان خلک،په تیره دافغانستان مظلومې ښځې چغې وهي چې:
« له خیرنه موتیریو،سپي مودروتړئ!»
دښځودورځې لمانځل اودښځودرناوی ښه دی،خونه په داسې حالت کې چې زما دوطن ښځې دبې پایه اونه تمامیدنکوبدمرغیوتردروندوپيټولاندې زګیروي کوي اوزه ورته ووایم چې دمارچ اتمه دې مبارک وي.
دښځودحقونوفعالین اکثراً په دې اند دي چې دمارچ اتمه زموږدطن دښځودغولولوله پاره یوه ورځ ده،دوی چې په دومره ناخوالواوغمونوکې ژوند کوي،ډډې یې دنارینه دوهلواوظلمونوپه وجه شنې اوزخمي دي،بیا یې موږدمارچ داتمې په نامه صفتونه هم کوو.دا په حقیقت کې زموږدهیواد دښځو له پاره دماتم ورځ ده.دا بایدډیر په ځای وګڼل شي چې دبشري حقونواودښځود حقونوریښتینې غوښتونکې،فعالې اودهیواد پیاوړې قلموالې ملالۍ موسی نظام د۲۰۱۲ کال دمارچ داتمې له پاره خپلې لیکلې مقالې ته د« روز جهاني زن،روزماتم برای زنان همیشه محروم افغان » سرلیک وټاکه.(۵)
بله خبره دا ده چې که موږ غواړو دښځې ژوند ښه شي اودرناوی یې وشي،باید هغوی ته دسواد دزکړوزمینه برابره کړو،ښوونځي اوپوهنځي ته دتګ زمینه دې ورته برابره کړاي شي،چې په لومړي ګام کې دژوند په مانا اوبیا دخپلوحقونوپه څرنګوالي باندې پوه شي.
موږټول عمرښځې ته ویلي دي چې:
ــ مسوولیت لري،خودصلاحیتونوپه باب موڅه نه دي ورته ویلي،
ــ ټول عمرموښکنځلې ده،خودهغې دنازوولو له پاره مودخپل ژوند په قاموس کې یوتوری ته ځای نه دی ورکړی،
ــ دهرڅه صلاحیت دنارینه دی،دټولوناخوالومسؤله ښځه ده،
ــ په کورکې که دګازوپه ډبه کې ګاز خلاص شي اوپه لمپه کې تیل کم شي،دهغوپوښتنه هم له ښځې نه کوو.
که هغه ووایي چې:
« وا سړیه!
دا خوخوړل کیږي هم نه،چې ما به خوړلي وي.»
نوپه ځواب کې ورته وایوچې:
« ولې احتیاط نه کوې؟»
په هیڅ خبره دښځې غاړه دملامتیا له طوقونوډکوو.یو وړوکی مثال به یې دلته یاد کړم:
په ډیری کورونوکې لیدل شوي او اوریدل شوي دي چې نارینه په حق په جانب او وارخطا ډول چغې وهي:
« وا ښځې!
هغه آغه مې په آغه ایښی و،آغه څه سه؟ »
دایوه بې مفهومه مبهمه جمله ده،چې مقابل لوری(ښځه) په څلورلارکې دروي اوپه هیڅ نه پوهیږي،خودنارینه هیله دا وي چې ښځه باید په ډیره لنډه شیبه کې په دې مبهمه جمله پوه شي،دنظروړشی پیدا کړي اوپه ډیراحترام یې په لاس کې ورکړي.له دې ټولومبهماتوسره که ښځه وتوانیده چې دا کارترسره هم کړي،بیا « دناقص العقل » خطاب هم ورته کوو.
زموږدټولنې ډیری ښځې په دې لا خبرې هم نه دي چې دمارچ اتمه څه شی دی،خوموږیې دتفنن اوتصنع له پاره لمانځو.یو وارمې دامریکایي دیموکراسۍ دبادونوپه دوره کې په سرکاري تلویزون کې دغه تصویرونه له دغوغږونوسره ولیدل اوواوریدل:
ژونالسته دافغانستان دواکداردناستې ځای،دارګ په دوه درې کیلومترۍ کې دوطني مهاجرینوکمپ( دقمبرڅلورلارې کمپ ) ته په احتیاط ورروانه وه،لکه ناوې په بسم الله قدم اخیست،چې ګلالي بوټان یې ککړنه شي،له زړوشکیدلوبوجیونه جوړې کیږدۍ ډوله ځای ته رسیږي یوه خواره بدمرغه مورچې درې څلورنیمه پټ ماشومان ورنه چاپیروو،یوخوارنجوکی ماشوم یې په غیږکې و اودهمدې کیږدۍ ډوله ځای په دروازه کې دپښو په سرناسته وه،څیرې یې دزرهاووغمونوکیسې کولې.نازولې سینګارکړې ژورنالسته چې ددې مظلومې ښځې په ژبه هم نه پوهیده،مایک ورنږدې کړ اوهیله یې هم دا وه چې دبیوزلې ښځې له خولې داجمله راوباسي چې:نن دمارچ اتمه ده اودښځو ورځ ده او...
شما درباره هشتم مارچ چه ګفتني دارین؟
ښځه په لږقهرمایک پورې واهه او ورته وې ویل:
خورې داشی دې ایسته که،زه هشت مارچ نه پیژنم،زه خپلووږوماشومانوته ډوډۍ اوجامې غواړم.
له دې ښکاري چې زموږدټولنې ډیره سلنه ښځې دا ورځ اودا حق نه پیژني،دوی ته باید حقیقت ووایواوخپل حق یې ورکړواودا دخبریدو له لارې،دسواددزدکړې له لارې،دښوونځي اوپوهنځي له لارې کیږي،نه دتشوخبرواوتفنني محفلونوله اوبیانیوله لارې.دغه لنډکي طنزته پاملرنه وکړئ چې زموږدټولنې ډیرکی میرمنې دمارچ اتمه څه ډول پیژني:«

                                  مارچ څوومه خورده؟

د ودانۍ غټ تالاردتورو،سپینواوسروټکریومیرمنوپه سراخیستی و.ډیرویې په غیږوکې چادرۍ نیولې وې.ټولوددریځ پرخوا کتل،څوتنوپرله پسې خبرې وکړې.دډیروویناوالوغږونه له میرمنوسره دراغلیوماشومانوپه چیغوکې ورک شول.دمارچ اتمه یوازینی لفظ وچې دهرویناوال دیوې نه،بلې خبرې په سرکې راته.
دغونډې له سرنه نیولې ترپایه پورې ټولو ویناوالویوه سل کلنه زړه کیسه تکراروله.خبریالانونن په خپلوکامروپسې اوږده لینزونه نښلولي وواودکامروترچولویې زړواوځوانوښځوته په یوه سترګه کتل.دکامرورڼا ګانوسترګې بریښولې.دبشردحقوقواستازي وویل:
«دمارچ اتمه دښځودنړیوال پیوستون ورځ په نړیواله کچه دټولنودنابرابریواوبې عدالتیوپروړاندې دښځودهڅواوحق غوښتنې زړه ورپاڅون اومقاومت محصول اودسیاسي،تاریخي اواجتماعي تنګ نظریو،ظلم اوتاوتریخوالي په وړاندې دښځودمبارزواوځان تیریدنې یوه ستره نښه ده.نیکمرغه،بریالۍ اوپیاوړې دې وي دمارچ اتمه دښځودنړیوال پیوستون تاریخي ورځ،وسلام»؛ ددې پرځای چې دوینا په پای ته رسیدلویې چکچکې ووهل شي راغلې ښځې یې دیوې داسې خبرې په تمه وې چې ورباندې وپوهیږي.
دغونډې په پای کې پر دریځ یوې ناستې میرمنې چې لوستې مالومیده دڅنګ له ملګرې وپوښتل:( مارچ څویمه خورده؟) ما ته یې هم پوښتنه را پیدا کړه.یوې سپین سرې ته مې وویل:« ادې ته مارچ پیژنې؟» له ځنډه پرته یې ځواب راکړ؛« هوقربان یې شم زما خدای بښلي میړه یې هم مرید و» فکرکوم دمارچ داتمې غونډې ته دمرچ آغا دتلین دلمانځلوپه موخه راغلې وه.»(۶)
موږ له ښځوسره څه کوو،زموږ په ټولنه کې دښځې دریځ څه ډول دی ،نورې دنیا ته څه وایو،عملاً په څه لګیا یو،له ښځې اودهغې له ژوند سره تړلې نورې پوښتنې اوحقایق چې زموږدهیواد په ګوټ ګوټ کې عملاً شتون لري،ډیرلږپه میډیا کې راځي.
یوه ورځ چې په خپل کور کې له مطالعې لږستړی شوم،تلویزیون ته مې سترګې واړولې،که ګورم دپیام افغان تلویزیون نشرات روان دي اودافغان میرمنوپه درد یوه دردمنه افغانه اروپا میشته میرمن دنیا پُرکارخپله خپرونه وړاندې کوي.ورته ځیرشوم،دنیاپُرکارله څو زوریدلوافغان میرمنوسره په افغانستان کې دننه ژوندۍ خبرې کړې وې اودهغوی ددردونویوتصویریې خلکوته ښوده.ددې انتریو یوڅوجملې دا دي چې دافغان زوریدلې ،کړیدلې ښځې درنځونویوانځوریې ګڼلی شو.وګورئ:
ــ زهرخوردم،زهرهم مره نه کُشت ...
ــ کاشکې خدا مره سنګ هست میکد،که مره ده دیوال مې ماندن ...
ــ زه یې له خره سره بدلولم ... (۷)
تاسوپاسنۍ جملوته ښه فکروکړئ.زه ګمان نه کوم چې په بل وطن اونوروخلکوکې دې داسې شوې وي.موږبیا باکلتوره یواودمارچ اتمه هم لمانځو.
بهرنیان هم په افغانستان کې دخپل نظامي حضوردحقانیت دثابتولوله پاره یوه موضوع چې دښځوپه اړوند،ددوی دمخالفینوتیری،ضعف یا اشتباه وي،دومره پسې تاووي،سره شاربي یې چې ته وا دافغان ښځوپه حق کې یوازې دغه یوتیری اوتاوتریخوالی شوی دی اوبس.دهمدې تبلیغاتوپه لړکې یوه پزپرې کړې مظلومه په لاس ورغله چې موږهم ورباندې خواشیني یو،خودوی دخپلوتبلیغاتوله پاره دهغې له عکسونواو ویدیوګانونه دنیا ډکه کړه.دغسې پزې ،غاړې اوغوږونه په لومړي ګام کې په افغانستان کې دبوش جان؟دنظامي عملیاتودملاتړواوپه واک کې ددوی دناستو استازوله خوا غوڅ شوي دي،خوددوی میډیا یووارهم یوسپڼ شانتې ونه کړ.
په کابل کې کومې نجلۍ په توپ پسې منډې غوندې نه وې کړي،کوردننه اودباندې ددوی دمیډیا خولې شکیږي چې دنجونودفوتبال ټیمونه جوړشوي دي،اودفوتبال ددې ټیمونوپه باب مفصل اوپرله پسې تبلیغات کیږي؛خوپه دې نا خبره دي اویا خبردي نه یې برالا کوي چې دفوتبال دغه لوبې اوسیالۍ هره شپه دافغانستان په څومره کورونوکې روانې وي.په دې سیالیوکې ښځې اونارینه دواړه برخه اخلي،یوازې په دې توپیرچې دفوتبال په کورنیوسیالیوکې ښځه دشوټ کولوحق نه لري،دمنډې حق هم نه لري،یوازې باید دتوپ رول ولوبوي،حتی دغږایستلوحق هم نه لري.دفوتبال په دې لوبه کې دافغانانونوښت دادی چې په لوبه کې وخت قید نه دی،لوبه هغه وخت خلاصیدای شي چې اصلي فوتبالست(نارینه) یا ستړی شي اویا یې په اصطلاح زړه یخ شي.ددې لوبوفکري پرودیوسران دامریکا یي دیموکراسۍ افغان ملاتړي دي اوډیرځلې دلوبومرکزي رول هم دوی خپله لوبوي؛خونه کورنۍ اونه هم بهرنۍ رسنۍ ددوی دلوبو ګزارش وړاندې کولی شي.  
دغه رازپه ویبسایتونواونوروخپرونوکې چې له ښځوسره دتاوتریخوالي له سلګونوپیښونه یوازې دګوتوپه شماریوڅوپيښې ثبتیږي اوخپریږي،په هغه هم یا څوک سرنه ګروي اویا وايي چې زموږله لاسه څه نه کیږي.زه به دلته دساري په ډول دهغومسایلویوازې ځينې سرلیکونه دنمونې په ډول یاد کړم،چې یوازې د۲۰۱۲کال په اوږدوکې په میډیا کې زما له نظره تیرشوي دي.وبه ګورو چې څومره یې زموږله پاره ویاړاوڅومره یې زموږله پاره دشرم اوخپګان باعث کیږي:
۱- کانادا:افغان کورنۍ دخپلولوڼوپه وژنې پړه وخیژوله(بي بي سي پښتو)
۲- افغانستان کې دسوځیدنې پيښې دوه برابره شوي(بي بي سي پښتو)
۳- امریکا کې دووافغان میرمنوته دجرأت جایزه ورکړل شوه(بي بي سي پښتو)
۴- په کندز کې یوه سړي خپله ښځه دلوردزیږولوپه خاطرووژله(تاند)
۵- کندوز:پولیسوپریوې نجلۍ ډله ایزجنسي تیری کړیدی(لراوبر)
۶- کونړکې دیوې پیغلې سرپرې شوی(بي بي سي پښتو)
۷- په هلمندکې یوه پلارخپلې دوې لوڼې ووژلې(تاند)
۸- استفاده ابزاري از زن برای انتحار(هشت صبح)
۹ـ شصت مورد « قتل ناموسي » در شش ماه اخیر( هشت صبح)
۱۰- یوه پولیس خپله ښځه له کوره بهردکارکولوپرسر ووژله(تاند)
۱۱- په افغانستان کې معتاد ماشومان(دویچه ویله،پښتو)
۱۲- پلار خپله نه کلنه لورپلوري(TKG,Pashto)
۱۳- بې وزلې میرمنې خپل ځان اودوه ماشومان ووژل( خبریال)
۱۴- تریاک مسکن زنان بدخشان(هشت صبح)
۱۵- تجاوزبردختر ۱۵ساله در ریاست امور زنان( VOA)
۱۶- میړه به مې لومړی تړلم اوبیا به یې سخته وهلم(بي بي سي پښتو)
۱۷- ګناه مې دا ده چې خدای ښځه پیدا کړې یم(تاند)
۱۸-افغانستان کې په ښځودتشدد پیښې څلور چنده زیاتې شوې دي( VOA)
۱۹- زن حق ګپ زدن ندارد(آریایي)
۲۰- افغانستان دښځو له پاره خطرناک هیواد دی(بي بي سي پښتو)
۲۱- هرات: ناوې ځان ته اور ورته کړی(بي بي سي پښتو)
    اوپه سل ګونې اوزر ګونې نورې پيښې،په ټولوکې که 0/01 سلنه زموږ له پاره دویاړ په ډول یادې شي،له هغې ډلې نه افغان میرمنوته دجایزې اومډال ورکول:
ــ پوهندوی شیما غفوري ته دآلمان دفدرالي جمهوریت دخدمت مډال(۸)
ــ دووافغان میرمنوته په امریکا کې دهغوی دجرأت له پاره دجایزې ورکول (۹)
نور نو...
زموږله پاره دشرم خبره ده چې په یوویشتمه پیړۍ کې لا په بیلابیلونومونودخپلو«ښکځګلو»ګلپاڼومیرمنو،خویندو،میندواولوڼوغوږونه،پزې،ژبې اوګوتې پرې کوو،ویښتان اونوکان یې باسو.
په دې هم نه شرمیږوچې اول دخپل جنسي هوس دسړولوله پاره ښځې سره هم بستره کیږو،هغه بارداره کیږي اوبیا یې په وهلوټکولوغوجل کې بندي کوو،هلته دومره موده پاتې وي چې ماشوم یې همالته په طویله کې دنیا ته راځي.که زموږدهوس له دې ثمرنه کوم کاتب دتذکرې یا بل ډول سند دلیکلوپه وخت کې پوښتنه وکړي چې دزیږیدوځای دې ووایه،هغه ماشوم چې زموږ وینه يې په رګونوکې جاري ده څه به وايي؟خامخا وايي چې:
دزیږیدوځای:غوجل.
موږپه یویشتمه پیړۍ کې،دپرمختللې تکنالوژۍ په عصرکې دهغه وطن اوسیدونکي یواودهغې ټولنې غړي یو،په کوم ځای کې چې دلورزیږول ګناه ګڼل کیږي اوهغه مورچې لور زیږوي،مکافات يې مرګ دی(۱۰) دا زموږپه منځ کې یوځل نه ،دوځلې نه،درې ځلې هم نه،په لسګونواوښايي په سلګونوځلې تکرارشوي وي.
موږباید دمارچ داتمې دلمانځلوپه باب فکرونه کړو،باید له ښځوسره دتاوتریخوالي په دلایلواودهغودمخنیوي په باب فکروکړو.زموږ دټولنې ډیری میرمنوته دمارچ داتمې لمانځل مطرح اومهم نه دي،مهم ورته دا دي چې څنګه ورسره دروان زور زیاتي مخنیوی وشي،څنګه ورته دانسان په سترګه وکتل شي.
زموږدټولنې ډیری ښځې څنګه چې دمارچ داتمې په مانا،ارزښت اوڅرنګوالي نه پوهیږي،دغه رازپه دې هم نه پوهیږي چې دښځو په مقابل کې تاوتریخوالی څه شي ته ویل کیږي.دخدای دکلام په هیڅ ځای کې نه دي راغلي چې له ښځوسره دې تاوتریخوالی وشي،خوښځوته ویل شوي دي چې هرڅه چې درپیښیږي دا به دخدای رضا وي اودوی هم دبیسوادۍ او نه خبرتیا په وجه دا منلې ده اوهرډول تاوتریخوالي ته یې دخدای درضا په نامه اوږه ورکړې ده اودکورنۍ دعزت اوغیرت؟په خاطردژوندترپایه چوپه خوله ناستې وي،دتاوتریخوالي ټول ډولونه دمیړه یا نارینه حق ګڼي.په دې هم نه پوهیږي چې یوازې وهل ټکول تاوتریخوالی نه دی،بلکې له وهلوټکولوپرته ټولې هغه لارې چارې چې دښځودزورولوله پاره کاریږي،هغه ته تاوتریخوالی ویل کیږي.ښځوسره په اړیکواو راشه درشه کې زورزیاتی؛له بیلابیلولارورواني زورزیاتی،اقتصادي زورزیاتی،جنسي زورزیاتی او... زورزیاتی؛داټول دتاوتریخوالي اوزورزیاتي بیلابیل ډولونه دي اوباید له ممکنه وخت اوامکاناتونه په استفادې سره ښځې ورباندې پوه کړای شي.یا په غږیزه بڼه مخامخ یا درادیو له لارې،یا دتصویرونو(ویدیوګانو)دښودلوله لارې،یا دمطالعې او لکچرونوله لارې،باید ښځه خپل حق وپیژني اوهغه ترلاسه کړي اوترعمره پورې دې دنارینه پړی په غاړه لکه څاروي ژوند نه کوي.
دښخودحقونوغږدډیروقربانیوپه ورکولوسره،په خپله ښځوهم اوچت کړی دی،نارینه سره له دې چې ددې ناروا مجریان هم دي،خوبیا یې هم دښځو په دفاع کې خپل غږونه اوچت کړي دي،حقایق یې ویلي دي اوددوی دبرحقه حقوقودفاع یې کړې ده.دلته به زه دهنرمند لیکوال مطیع الله عابد،چې زه ورته دمعاصرمسجع نثر پیاوړی لیکوال وایم،هغه ښکلی کالم رانقل کړم،چې په ډیره هنرمندانه،خوتنده ژبه یې دښځومظلومیت ښودلی دی اودا یې ښودلي دي چې له افغان میرمنو سره هغه څه چې باید ونه شي،هغه ورسره کیږي.هرڅه ورته دګناه په هنداره کې ښودل کیږي،حتی ثوابونه یې هم ګناه ګڼل کیږي.
مطیع الله عابد په دې کالم کې په دقیق اوسنجیده استدلا ل سره دښځومظلومیت،مقاومت،شجاعت،حقانیت انځورکړی دی اوحقایقوته یې اشاره کړې ده،دناکردواونادودوعاملین یې په نښه کړي اودهغوی تظاهریې په ګوته کړی دی،دحق اوباطل ترمنځ یې په هنرمندانه ډول جوتې اوځیږې کرښې ایستلي دي،دا یې ښودلي دي چې دپلارواکۍ اوناپوهۍ په دایره کې دښځې ټول ثوابونه اوښه عملونه په ګناه بدل شوي اوناحق وناروا یې دظلم بوټ پرستوني ایښودل شوی دی.
ده داښودلې ده چې افغانان خپلې لوڼې اوخویندې کتاب ښوونځي اوپوهنځی ته نه پریږدي،خوکله چې په دوبۍ اوکراچۍ کې دعرب یا عجم مزدور شي،بیا نوسهاردهغوی خویندې لوڼې ښونځي اوپوهنځي ته،اوماښام یې کوم کلب ته رسوي.ده له درد اوخواشینۍ نه په ډکوالفاظوداتریخ واقعیت ویلی دی چې:
ولې؟
ــ هره ګناه دښځې اوهرثواب دنارینه دی،
ــ غوړه برخه دووروراوسپوره مړۍ دخورشي،
ــ دلورپیدا کیدل غم ګڼل کیږي اودزوی پیدا کیدل اختر،
ــ دچاپه پښوکې چې خدای جنت ایښی دی،نارینه ووهغوی ته له دې دنیا نه دوزخ جوړ کړی دی.
ــ او...
  اونورترخه واقعیتونه چې هرڅومره خبرې پرې وشي لابه کم وي چې څنګه عابد صاحب دښځودګناهونواوثوابونوتقابل په ترخه ژبه لیکلی دی.
اوداهم دافغان میرمنودګناهونواوثوابونوهغه تصویرچې ښاغلي مطیع الله عابدپه هنرمندانه ډول له خپل ذهن نه دخپل پیاوړي قلم په واسطه را ایستلی دی.زه یې دلته کټ مټ رانقلوم:«

                                                   دا ګناه ده
 
بیا یودرزشو،بیا دملالۍ مکتب په بارودوکې وسوزید.ملالۍ بیا غږکړوچې هله زما مکتب چا وسوزه.
هلته خوزما ددینیاتوکتابچې وې،
دپاک قرآن سیپارې وې.
توبه خدایه توبه،دا ګناهکارڅوک دي.دا ګناه چا وکړه؟
خوملالۍ ته غوږته غږشوچې:
مکتب سوزول ګناه نه وي،
مکتب ته تلل ګناه ده،
دجینکوسبق ویل ګناه ده،
مکتب دپاره دکوره وتل ګناه ده،
په خپله خوښه واده کول ګناه ده،
په میراث کې له ورونونه دحق غوښتل ګناه ده،
اومیړه که هرڅه کوي،کوي به یې،
خودښځې په ډکه خوله خندل ګناه ده.
خوملالۍ حیرانه ده چې دګناه اوثواب داحساب،دشرم اوبې شرمۍ دا کتاب بنده ګانوته چا ورکړی دی؟عجب قانون دی.یوخالص مخ ښکاره کول ګناه یادیږي.خوپه دې ښکلي مخ،دخدای په لاس جوړشوي تخلیق تیزاب شیندل،ثواب بلل کیږي.مکتب ته دجلۍ تلل ولې بې شرمي شي اونارینه ډاکترته لورخورښکاره کول څنګه مردانګي شي؟ دولوردپاره دجینکو ودونه کوي،پردي بې ریشان هلکان ګډوي؛ددوی ژونداودهغوی خوند اوخپل ځنکدن خرابوي.
ملالۍ تراوسه په دې منطق پوه نه شوه چې ددې دکلي کوڅې،ځوانان دلته خپله لور- خورکتاب اومکتب ته نه پریږدي.وای چې دا ګناه ده،خوبیا چې همدا ځوانان دکلي اوکورنه لرې کراچۍ کې یا دوبۍ کې مساپرشي،دکوم میمن یا دعرب دموټر درایورشي،نوبیا هرسهاردهغوپیغلې لوڼې مکتب ته اوماښام کلب ته رسوي؛خوداجرأت نه شي کولی چې ورته ووايي:مه ځئ،مکتب ته مه ځئ،دا ګناه ده.
هره ګناه چې دښځواوهرثواب دسړوشي،
هرمعروف چې دهلکانواوهرمنکرچې دجینکوشي،
غوړه برخه دورور اوسپوره دخورشي،
دلورپه پیدا کیدومحرم اودزوی په پیدا کیدواخترشي،
هغه قام به څنګه ښاد اوبختورشي،
دچا په پښوکې چې خدای جنت ایښی دی،هغوی په دې دنیا په دوزخ کې ژوندکوي،دچا په برکت چې پلارته دجنت دروازې خلاصیږي،هغه په خپله دپلارکورکې بندیوانې دي.
مصیبتونه،نفرتونه اولعنتونه به ولې نه وریږي چې سحرګله مخ سوزیدلې په بغلان کې،عایشه بې پزې په ارزګان کې،په وینورنګ څانګه آماج په کابل جان کې اوزهروکې بې خوده ماه ګل په تخارستان کې پرته وي.څومره کمزوري دي دابریتور،داخیټوراودادپردونوکرچې خپله خوردخپل مکتب دخونې نه دپردودروغتون خونې ته رسوي.هلته ورته دجهان کامرې ولاړې وي اودوی یې مخې ته پرتې وې.عکسونه(یې) اخلي.لعنت په داسې غیرت اوداسې غیرتي چې دخپلې خوردسره څادراخلي اوخپل مخ نه يې تاووي.
نن هغه غیرتیان چې دجینکوپه جامه به یې تیزاب شیندل،نن خپله دهغوپه جاموکې ځان پټوي.نن دآدم هغه زامن چې مکتب ته دجینکوتلل یې ګناه ګڼله ،نن دسولې جرګه کې دهوا عالم نورستاني سره او ولسي جرګه کې دهما سلطاني سره ناست دي.شرم اوس چرته دی چې حنا رباني ته لاس په سینه دریږي.غیرت موهغه وخت څه شي چې دوبۍ کې درته « سونولعل » ګډیږي اوستاسوپیسې پرې وریږي.نرتوب موهغه وخت چرته ورکیده چې دبې نظیرې په یوه اشاره به پارلمان کې ښکته پورته اوسنګرکې مخکې وروسته کیدلئ.دبې نظیرې په واک کې ثواب اوبخت زمینې په سازکې درته ګناه چا درښودلې وه؟
ملالۍ هم دا وايي چې آخردا ټوله ګناه دپښتنوپه وطن کې ولې لیدل کیږي.ولې دا نوربل قرآن لري که څنګه؟ که همدا یومبارک کلام وي،چې دملالۍ بابا یې سهارماښام لولي،دې مقدسوپاڼوکې هغه پاڼه چرته ورکه ده چې وايي:علم په ښځې اونرباندې فرض دی.خوافسوس دلته نه څوک دملالۍ نعرې اوري اونه دخدای سیپارې مني.دخدای په نوم دناهیدپلاروژل کیږي،خوبیا چې ناهید دخدای په نوم سوال کوي،نوپه کیبل وهل کیږي،چې ځه کورته ځه،دلته مه دریږه.دا ګناه ده.
خوناهید دبنده په ځای خالق ته سوال کوي چې: یه خدایه دې ګناه ته دې یوازې زه پیدا کړې یم،دا حساب به یوازې له ماسره کیږي،دا عظیم کتاب دې یوازې زما دپاره نازل کړی دی.یا الله ما پوه کړه چې انسان یوازې دا ځوان دی،که دده تر لختولاندې دا زما ځان هم دی.زما ګناه داه ده چې دا انسان مې زیږولی.نوکه دا ګناه وي،نوسوال درته کوم،زارۍ درته کوم:که زما وجودشرم،ګناه اوبې غیرتي وي؛نورنوښځه ذات مه پیدا کوه.پریږده چې دا شته ټولې ووژني،وې سوزوي اوحلالې یې کړي.بیا به دا نران،دا باتوران پوه شي چې ګناه چا کې ده اوثواب څه ته وايي؟(۱۱)
دغه دی دافغان میرمنې ژوند اودهغې دژوند هغه عیني واقعیتونه چې یا دنورو له خواراباندې تپل شوي دي،اویازموږدخپل ذهن اورواني ناروغیوزیږنده دي؛په لوی لاس مودخپل ژوندښکلااوبقا،خپلې ګلپاڼې،خپلې میرمنې،خپلې خویندې،میندې،لوڼې اوخپلې«ښځګلې» ددوزخ په سره اورکې اچولي دي اوپه سپین سترکئ سره دښځو ورځ لمانځو،دمارچ اتمه لمانځوو،دغه مودعیني ژوندیوتریخ واقعیت دی.

              خبرې ډیرې پای یې نه شته
                           زه به په پای کې دغه تریخ جام ګوټومه

 دمثبتواومنفي عجیبوپیښودپیښیدوپه وخت کې به روهي صاحب به ویل:
« افغانستان داستثنأتووطن دی،دلته هرڅه پيښيدونکي دي.»
دهغې ورځې په تمه چې بیا داسې یوڅه پيښ شي چې دافغان میرمنو دا ګناهونه په ثواب بدل شي اودوی له دایمي اسارت نه راخلاصې شي.


مأ خذونه:
۱ــ شپون سعدالدین،ونه و،یوشپون و،دانش خپرندویه ټولنه،۱۳۸۴ــ ۲۰۰۵ کال،۱- ۱۰- ۱۱ او... مخونه.
۲ــ HYPERLINK "http://graanafghanistan.com/?p=101851"http://graanafghanistan.com/?p=101851
۳ــ علي با با یي غلامرضا،فرهنګ سیاسي آرش،انتشارات آشیان،۱۳۸۲،ص ص:۴۱۰- ۴۱۱
۴ــ  HYPERLINK "http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2012/03/120307_hh-karzai-olama-decision"http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2012/03/120307_hh-karzai-olama-decision...                                                                                           
HYPERLINK "http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/m_nezam_roze_jahani_zan.pdf"http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/m_nezam_roze_jahani_zan.pdf         ۵ــ   
HYPERLINK "http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand4&article=31992"http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand4&article=31992      -6
 7-په پیام افغان تلویزیون کې ددنیا پُرکارخپرونه(دنیا شو)، د۲۰۱۲کال دلسمې میا شتې لومړۍ نیټه،دورځې یولس بجې اوپنځوس دقیقې.   
8- HYPERLINK "http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/dost_a_s_ehdy_medal_ba_yak_zan_afg%20han.pdf"http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/dost_a_s_ehdy_medal_ba_yak_zan_afg han.pdf                                                                                                            
9-HYPERLINK "http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2010/03/100313_hh-afghanwomen-awards.shtml"http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2010/03/100313_hh-afghanwomen-awards.shtml                                                                                                                        
10- HYPERLINK "http://www.8am.af/index.php?option=com_content&view=article&id=238"http://www.8am.af/index.php?option=com_content&view=article&id=238   56:1390-1…
11- HYPERLINK "http://taand.com/index.php?mod=article&cat=مطیع"http://taand.com/index.php?mod=article&cat=مطیع الله عابد=article=33165