د تعلیم په ډګر کې ژبنی او توکمي استبداد
06.03.2013 10:58اوس افغانستان د یوه ستر پاڅون په پوله باندې ولاړ دی. دا ځکه چې د هیواد خلک نه غواړي چې د اوسنی ادارې تر واک لاندې ژوند وکړي او هم اوسنی اداره هم دا توان نلری چې حالات تر کنترول لاندې راولی .
یوه ستر افغان تاریخپوه چا ته په شخصي توګه ویلي و ، چې په افغانستان کې اولسي پاڅونونه په ناڅاپي توګه ( چې سیاست وال او واکمنان یې د مخکی فکر هم نه شی کولی ) رامنځته کیږی . او په ټولنه کې د سراسري ژورو بدلونو سبب کيږي .
په افغانستان کې اوسنی نسبي ثبات هم د بهرنیو پوځیانو شته والی نتیجه ده .
واکمنی متعصبه کړۍ باور لر ی تر څو چې بهرني عسکر موجود وی د افغان دښمه ګاونډیان د دوی سره همکاري ولری ، د دوې حاکمیت ، چور او چپاول ، ظلم او استبداد به دوام ولری لکه چې په تیرو یوولسو کلونو کې یې کړی دي.
دا پاڅو ن د هیواد د ځوان نسل له خوا راپیلیدونکی دی . د هیواد خلک او څوانان د تعلیم په ډګر کې د شته ژبنی او توکمی استبداد په وړاندې راپاڅيږی .
د پښتو مشهور متل دی : د خلکو زور د خدای زور دی.
خو که چیرې د خلکو ستر خوځښت هم پیل شو ، بیا نو په هغه صورت کې ( په متعصبه کړیو پورې تړلي کسان ) به په هوايی ډګر کې په مساپر وړونکو الوتکو کې بهر ته د تیښتې ځای پیدا نه کړي .
افغانستان ، د خلکو او په ځانګړي توګه د پښتنو له پاره په ستر زندان او وژنځاي باندې بدل شوي دی . ډیر کسان اوس د ژوند څخه په مړینه خوشاله دي . دا ځکه چې خلک تر پوزې راغلی دي او یوه شیبه هم دا استبدادي رژیم نه شي منلی او تیار دی چې یوه پراخ غورځنګ ته راودانګي .
په افغانستان کې د تعلیم په ډګر کې په درې ساحو کې ژبنې او توکمي استبداد موجود دی:
• په مورنیو ژبو د زده کړو مخنیوي
• په پښتني سیمو کې د ښوونځیو تړل ( د کابل ادارې ، ایران او پنجاپ په ګډه هڅه )
• لوړو زده کړو ته د ژور پلان شوي پروګرام له مخې د( پښتنو ، نورستانیانو، پشه ییانو ، بلوڅو ) د زده کونکو د شمول مخنیوي
اوس په سلګونو زره (پښتانه ، بلوڅ ، پشه یی، نورستاني، ګوجر، شغني ، ) ځوانان چې د کابل ادارې له خوا د توکمی او ژبنی تعصب له مخې د لوړو زده کړو څخه بې برخې شوي دي او هم هغه په میلیونو زده کونکی چې په مورنیو ژبو د زده کړو څخه بې برخې دي ، دې تیار دي چې دا فاسده اداره د یوه سوله ایز او قانوني حرکت په نتیجه کې راونړوي .
دا مهال د هیواد اکثریت اولس په دې پوه شوی دی چې دوی او د دوی اولادونه ( زده کونکی ) د متعصبو کړیو د یوې ژورې سنجول شوی توطیې قربانی دی . اوس د کابل دادارې د مشر غوړو خبرو ، چې غواړي د کابل په توکمی او ژبنی بنسټ ولاړ استبدادي رژیم په وړاندې د خلکو قهر او غوصه سړه کړي ، د خلکو په وړاندې ارځښت دلاسه ورکړي او د باور وړ نه دي .
د تعلیم په ډګر کې د توکمي او ژبنی استبداد شتوالی په هیواد د تعلیم د پرمختګ په لاره او د ملی یووالی په ټینګښت کې لوی خنډ ګرځیدلی دی. دا خنډ ددې سبب شوی دی چې ټول اولس د کابل په تعصب ولاړې ادارې په وړاندې پراخ سیاسی حرکت پیل کړي.
د پوهنې په ډګر کې توکمی او ژبنی استبداد په اګاهانه او پلان شوي توګه د حاکمو کړیو له خوا رامنځته شوی او اوس خپل لوړ او د خلکو له پاره د نه زغم پړاو ته رسیدلی دی.
که د یوې خوا په زیاتو ښوونځیو کې په مورنیو ژبو د لوست مخه نیول شوي ده نو د بلې خوا په تیرو یوولسو کلونو کې په پلان شوی او ډيره ماهرانه توګه لوړو زده کړو موسسو ته د محکومو توکمونو ( پښتانه ، پشه ییان ، نورستانیان ، بلوڅان ، ګوجرو ) د زده کونکو د شمول مخه نیول شوی ده او نیول کیږي .
لوړو زده کړو ته د کانکو ر ازموینې سږنې پایلې تر ټولو ظالمانه ، خاینانه ، جعلی او په توکمي بنسټ ولاړې او د نه منلو دي.
په افغانستان کې د پښتنو د بې سواد ه او د تعلیم څخه د بې برخې کولو د پاره یو تور مثلث موجود دی چې ددې مثلث په راس کې د کابل اداره او نور کنجونه یې د تهران پراختیا غوښتونکی رژیم او د پنجاپ استعماري –تروریستي اداره واقعیت لري.
پوره یوه لسیزه کیږي چې د کابل ادارې د لوړو زده کړو وزارت په ډیره سپین سترګې سره یوازې په هزاره ، تاجک او ازبک توکم پورې اکثریت زده کونکی د جعلکاري له لارې د لوړو زده کړو موسسو ته شاملوی او یا یې بهر ته د په بورسونو کې لیږي. خو په نورو توکمونو پورې د تړلو ځوانانو د لوړو زده کړو مخنیوی کوی.
په تحصیلی بورسونو او لوړو زده کړو موسسو ته په شاملو شوو زده کونکو چې په محکومو اولسونو( پښتانه، پشه ییان، نورستانیان، بلوڅان) پورې تړلي دي په اوړو کې د مالګی په اندازه دي.
په مورنیو ژبو د زده کړو همدا حال دي. د افغانستان خلک اوس په دې باوري شوي دی چې د کابل استبدادي رژیم چارواکی نه یوازې په مورنیو ژبو د زده کړو مخالف دي بلکې دا رژیم نه پریږدي چې په محکومو اولسونو پورې تړلي زده کونکی لوړو زده کړو موسسو ته لاره پیدا کړی.
یوه ورځ زده کونکي ته په مورني ژبه باندې د زده کړو ته د اسانتیاو په برابرولو کې د سترګو پټول ،د تنکیو ماشومانو سره لویه جفا ده . دوی باید پوه شي چې په زده کونکی د ژوند هره شیبه ځور چې په ښوونځي کې پرې تیریږي څومره سخته ده . په مورنیو ژبو باندې د زده کړو په هکله یوه ورځ محافظه کاري او یا په مختلفو پلمو سره د سترګو پټول د همغه ماشو م د استعداد د وژلو په مانا دی.
په کار دا و ، چې په مورنیو ژبو باندې د زده کړو بیرغ د پوهنې چارواکو له خوا اوچت کړل شي او په نه ستړي کیدونکی توګه دې بشري حق د تامین له پاره کار وکړی . او یا د لوړو زده کړو وزارت د هیواد ټولو زده کونکو او د هیواد ټولو سیمو ته په یوه سترګه وګوري خو برخلاف د لوړو زده کړو چارواکی د زده کونکو ترمنځ د تعصبه ډک عمل کوي.
د خلکو په باور د مورنیو ژبو د زده کړو په لار کې اصلی ستونزې کابل ادارې د چارواکو له خوا رامنځته کيږي .
د خلکو د فشار له امله د پوهنې پخواني وزیر ښاغلی محمد حنیف اتمر دې ته اړ شو ، چې په سمبولیکه توګه د کابل په ښار کې یوازې څو ټولګي په مورنیو ژبو باندې د زده کړو په نوم پرانیزي. د دې څوکی څخه د ښاغلي اتمر په لیرې کیدو سره دا بهیر د چارواکو له خوا په ډيره ماهرانه توګه په ټپه ودرول شو.
په افغانستان کې د اکثریت ژبو ویونکو زده کونکي په خپلو ژبو د زده کړو د لوست څخه بې برخې دي . چې په دې کې په میلیونو پښتو ژبی زده کونکی د هیواد په لویدیز ، شمالی ، شمال ختیز او نورو سیمو کې هم شامل دي .
هیچا تر اوسه دا ادعا نه ده کړي چې پښتو ژبه دې د هیواد نورو ژبو ویونکو زده کونکو باندې وتپل شی ، په پښتو ژبه باندې زده کړه یوازې د پښتنو ماشومانو حق دي . هر زده کونکی هر چيرې ( هغه که په تخار کې دی اویا فراه او یا کنړ ) چې اوسیږي په خپله مورنی ژبه د زده کړی حق لری .
دا حق پارسی ژبی ، ازبک ، ترکمن ، شغنی، ګوجر، بلوڅ ، پشه يي، نورستانی او نور هم لری .
خو دا هم څوک حق نلری چې بله ژبه دې په زور، چل او دوکې سره په زده کونکو باندې وتپل شي او د تعلیم په ډګر کې د ژبنی استبداد رامنځته کړي. لکه چې رامنځته شوی او دوام لري.
د یوه توکم په سیمه کې د ښوونځيو تړل او یا لوړو زده کړو موسسو ته ددې توکم د زده کونکو د شاملیدو مخنیوي ،په زده کونکو باندې د مورنیو ژبو څخه په غیر د بلې ژبی تپل د تعلیم او پرمختګ ضد ، سیاسی او استبدادي عمل دی چې دحاکمو چارواکو له خوا د اوږدې مودې ناوړو سیاسي ستراتیژیکو موخو د تر لاسه کولو د پاره تر سره کیږي .
په مورنیو ژبو د زده کړې له پاره مبارزې غورځنګ د تعلیم په ډګر کې د استبداد د شتوالی په غبرګون کې رامنځته شوی او اوس په کانکور ازموینه کې د پراخې درغلی او تعصب له امله یوه نوي پړاو ته ننوتی دی.. دا غورځنګ یو اولسي ، تعلیمي ، بشري غورځنګ دی چې د وخت په تیریدو سره به سیاسي بڼه به خپله کړي تر څو په ټولنه کې د تعلیم په ساحه کې حق او عدالت تامین شي .
د یوې خوا د هیواد خلک په ټول ځواک سره دخپلو اولادونو د پاره په مورنیو ژبو زده کړه غواړي . هر مور او پلار چې خپل ماشوم ښوونځی ته شاملوي نو بیا تر هر څه د په مورنیو ژبو د زده کړو د ټولګيو پوښتنه کوي.
خو په مقابل کې خلک په دې باوري شوی دي چې چارواکي هم په خپله خبره ټینګ ولاړ دي او نه پریږدي چې په ټول هیواد کې په اکثریت محکوم اولس ( پښتنو ، پشه ییانو، نورستانیانو ، بلوڅانو ، ګوجرو ) پورې تړلی نوی نسل په مورنیو ژبو زده کړه وکړي او یا د لوړو زده کړو موسسو ته ولاړ شي.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې په مورنیو ژبو د زده کړی موضوع هم تعلیمی ده او هم سیاسي .
ددې موضوع لومړی تعلیمي اړخ ته مخ اړوو.
تعلیمی په دې ده چې یو ماشوم په ډير تنکي عمر کې د مور د خوږې غیږې څخه بیلیږی او د کتابونو بکس اوږې ته اچوی او ښوونځي ته ځي .
که چیرې دی ښوونځي ته ولاړ شي ، هلته د ټولګيوالو په خبرو پوه نه شي ، دی به څه کوي ؟ بیا کله چې ښوونکی ټولګي ته راشي او د هغه په خبرو پوه نه شي بیا به څه کوي؟
اوس مهال په دې هر وګړی ( که باسواده دی او یا بیسواده ) په دې پوهیږي چې په مورنی ژبه باندې زده کړه د ماشوم او د ښوونکو له پاره په ډیره اندازه اسانتیا برابروي.
ښوونکی هر څه چې وايی ماشوم پرې پوهیږي . په لوست یې سر خلاصیږی . او د ښوونکی د لارښوونو سره سم د لوست په بهیر کې ونډه اخلی.
ښوونکی ته هم اسانیږي چې زده کونکی په ښه ډول رهنمايي کړی او په لوست یې پوه کړی.
که چیرې په مورنیو ژبو باندې لوست ورکړل شي ، هم زده کونکی د زده کړو سره مینه پیدا کوي او هم ښوونکی د خپلې دندې سره ډیر خوشاله وي.
د ښوونې او روزنی متخصصینو دا ثابته کړی ده چې په مورنیو ژبو زده کړه د زده کونکو د استعدادونو په غوړیدا باندې ډیر لوی او مثبت اغیز لري.
خو که چیر ې زده کړه په مورنی ژبه نه وي بیا زده کونکی د ډیرو لویو ستونزو سره مخامخ او ښوونکي ته هم بله ژبه د سر لوی درد وي.
راځي چې د پاړسیوانو په اصطلاح پوست کنده ووایو ، چې د کابل اداره اوس د زده کړو په ډګر کې د اکثریت اولس په وړاندې د ژبنې تعصب او استبداد څخه کار اخلی او د دې دا کار د نږدې او لیرې مودې د ناوړو سیاسی ستراتیژیکو موخو له پاره تر سره کیږی چې دې موخو ته په رسیدو کې افغان دښمنه ګاونډیان هم ورسره همکار دي.
دهیواد په بشپړ اکثریت سیمو او ښوونځيو کې د په مورنیو ژبو د زده کړو مخنیوي په ډیره اګاهانه او پلان شوي توګه شوی دي. د هیواد په شمال ، لویدیز، شمال ختیز، مرکزي سیمو کې په مورنیو ژبو د زده کړی حق ( د پښتنو، پشه ییانو، ازبکانو، ترکمنانو، شغنیانو، بلوڅانو، ګوجرو، نورستانیانو ..) تر پښو لاندې شوی او کیږي.
دې ادارې په مورنیو ژبو باندې د زده کړو د مخنیوي تر څنګ بله تر ټولو ناوړه پالیسي غوره کړي ده هغه دا چې د هیواد دمحکوم اولس پورې د تړلو زده کونکو په لوړو زده کړو موسسو کې د شمولیت مخنیوي دی . دا پالیسي تر هر څه خطرناکه او د هیواد د اکثریت خلکو په زیان ده.
دا باید په زغرده ووایو چې ددې ناوړه کړنو موخه دا نه ده چې افغان دښمنه ځواکونه د هزاره ګانو ، تاجکانو او یا ازبکانو سره خواخوږي لري . بلکې د دوی موخه د په ژوره توګه د سنجول شویو پلانو له لارې د افغانستان په نوم د هیواد له منځه وړل دي.
نو ځکه دوی پورتنیو موخو ته د رسیدو له پاره غواړي چې:
• په ښوونځيو کې په مورنیو ژبو د زده کړو مخنیوی وکړي
• لوړو زده کړو ته د هیواد د اکثریت اولس پورې د تړلو زده کونکو د شمول مخنیوی وکړي
• په رسمي چارو کې یوازې د پارسی ژبې څخه کار اخیستل کیږي
• په پارسي ژبه د رسنیو واکمنول او په نورو ژبو مخنیوي کول
• په پښتو او نورو ژبو د علمی اثارو د خپریدو مخنیوی او د خپریدو په صورت کې د هغه سوځول
• د غیر پارسی ژبو کسانو باندې د خبرو په مهال د ملنډو وهل او مجبورل تر څو خپلو ژبو ته شا کړی
د ویلو وړ ده ټولو هغه کسانو چې په مورنی ژبه لوست کړی نه دی دوی ددې توان نلری چې حتی څو کرښی په خپله ژبه ولیکي او حتی په مورنی ژبه په عامو میټینګونو کې خبرې نه شي کولی. زیاتره ژورنالیستانو چې په دري ژبه لوست کړي دی دوی په پښتو ژبه راپورونه نشي ترتیب کولی . همدا خبره ده چې خپله ژبه د لاسه ورکوي . او دا بهیر تر اوسه په ډيره چټکتیا سره روان دی.
د یادولو وړ ده چې د کابل د حاکمانو او د ایران د پراختیا غوښتونکي حکومت د مداخله ګرانه ناوړه پالیسیو له امله تر اوسه په میلیونو د مختلفو توکمونو څخه وګړو ( پښتنو، پشه ییانو، نورستانیانو، بلوڅو ، ازبکو، ترکانو ، شغنیانو...) خپلی ژبې د لاسه ورکړي دی .
د نږدې یوه پیړی کیږی چې د کابل دربار په هیواد کې د پارسی کولو پالیسي غوره کړي او د هغه په اړخ کې ایران هم د پارسي پاشیسم په مخ بیولو سره هڅه کوی چې د وخت په تیریدو سره په افغانستان کې غیر پارسي ژبې اولسونه کمزوری او د افغانستان هویت واړوی .
ایران غواړي د پارسي ژبو د هیوادونو تر نوم لاندې یو کنفدراسیون رامنځته کړی . دا چې ددې کنفدراسیون مرکز به کوم وي ښکاره نه ده خو هغه څه چې بربنډ دی هغه دا دي چې په دې کنفدراسیون کې به اساسی واک تهران په لاس کې وي او تاجکستان او اوسنی افغانستان به خپلواکی د لاسه ورکړي. او د ایران په خاوره به واوړي .
که چیرې پنجاپ د ایران د پورتنې عمل په وړاندې حساسیت وښيي په هغه صورت کې به د افغانستان څو ولایتونه پنجاپ ته ورپریږدي.
په افغانستان کې د پارسي ژبې د واکمن کولو څخه د ایران دوهمه موخه داده چې که چیرې په افغانستان کې نورې ژبی هم وده ومومی او خپل وړ دریزونه تر لاسه کړی نو کیدای شی دا کار په ایران اغیزه وکړی هلته د نورو توکمونو خلک په خپلو ژبو د زده کړو ، رسنیو او رسمي کیدو غوښتنه وکړی .
دا ځکه چې پارسي ژبه په ایران کې د اقلیت ژبه ده او په زور د هغه هیواد په خلکو باندې تپل شوي ده.
اوس مهال پنجاب - استعماری – تروریستی اداره هم د نورو مداخلو په اړخ کې خپلو مزدورانو ته لارښونه کړي ده چې په پښتنی سیمو کې د زده کړو او د ټولو پښتنو له پاره په مورنیو ژبو باندې د زده کړو مخه ونیسي .
د پنجاپ ستراتیژیستان په دې ښه پوهیږي که چیرې د افغانستان پښتانه ماشومان دا حق پیدا کړي چې په مورنی ژبه لوست وکړي او همدارنګه لوړې زده کړې تر لاسه کړي نو په هغه صورت کې به د پښتونخوا ، قبایلو او جنوبي پښتونخوا خلک هم وغواړي چې په مورنیو ژبو زده کړو زمینه خپلو ماشومانو ته برابره کړي.
میندې پلرونه شپه او ورځ هڅه کوی تر څو د ماشومانو له پاره قلم او کتابچه برابره کړی او ددوی ستونزې حل کړي تر څو په ارامه لوست ووايي کله چې پوهیږي چې مورنی ژبه باندې دده ماشوم ښه زده کړه کوي نو سل په سل کې د هغه پلوي کیږي. او هڅه کوي چې د دوی اولاد لوړو زده کړو ته ولاړ شی تر څو ځان ، کورنی اوهیواد ته خدمت وکړي .
خو کله چې پوه شی چې حاکمه اداره د دوی او د دوی د اولادونو په وړاندې د ژبنی او توکمي تعصب څخه کار اخلی په هغه صورت کې په هغو لارو فکر کوي چې څنګه ددې فاسدې او ګاونډيو افغان دښمنه هیوادونو له خوا په افغانانو تپل شوي ادارې څخه ځانونه وژغوري.
په دې کې شک نه شته چې په افغانستان کې ژبنی او توکمی استبداد موجود دی او دا استبداد داسې پړاو ته رسیدلی دی چې د هیواد د اتیا سلنې خلکو د پاره د زغم څخه وتلی دی.
په افغانستان کې د پوهنې لوړو زده کړو موسسو ته د ټولو زده کونکو د برابر حق د تامین هم په مورنیو ژبو باندې د زده کړو د پاره مبارزی د ملي سیاسی غورځنګ بڼه نیسی او په دې غورځنګ کې ټول محکوم افغانان ( د هر سیاسی فکر لرونکي چې وي ) سره راټولیږي او د متعصبو کړیو د دیکتاتوري نظام په وړاندې سره ګډ فعالیت پیل کوي .
همدا خبره ده څومره چې د کابل واکمنان په مورنیو ژبو د زده کړو مخنیوی کوی او یا په ډیره ژوره توګه د سنجول شوي پلان له مخې د هیواد اتیا سلنه نفوس د لوړو زده کړو څخه بې برخې کوي په هغومره اندازه په هیواد کې د قومي او ژبنی استبداد په وړاندې خلک سره متحد کیږي .
باید ووایو چې نړیواله ټولنه دا ټکی درک کړي چې د کابل اداره ، د تعلیم او پوهنې ضد ، فاسده، په توکمی او ژبنی تعصب ولاړه ، په جرمونو او جنایتونو تورنه اداره ده چې د افغانستان د خلکو له پاره د منلو وړ نه ده .
نو ځکه ددې له پاره چې په هیواد کې په رښتینی مانا سره دموکراتیک دولت رامنځته شي نو اړه ده چې نړیواله ټولنه د کابل ادارې څخه ملاتړ پریږدي او ددې اولسي او دموکراسی ضد اداره باندې خپلې هر ډول مرستې بندې کړي هغه ډلې او کسان یې چې د خپلو عسکرو په زور واک ته رسولی دي د واکه راکوزې کړي.
خلکو ته هم اړینه ده چې نور ه د کابل د ادارې د مشر په خبرو ( یا د درواغو په کمیسیونونو ) او دتش په نوم پارلمان په ویناو تیر نه وځي او په ټول هیواد کې پراخ لاریونونه رامنځته او د لوړو زده کړو وزارت مخې ته سترې غونډې جوړې او د هغه دروازې ور وتړي.
تر هغه خپلو مظاهرو ته دوام ورکړی تر څو د سره شفافه ازموینه واخیستل شی او هغه زده کونکی چې حق لری لوړو زده کړو موسسو ته ولاړ شی.
ددې له پاره چې د لوړو زده کړو موسسې د کوم توکم او یا ژبې له خوا اشغال نه شي دا به ډیره ښه وي چې د لوړو زده کړو د موسسو او هر پوهنتون د اړتیا شمیر کسان په ولایتونو باندې ( د کوچیانو په شمول) د نفوسو په تناسب باندې وویشل شي . وروسته د هر ولایت د سهم په اندازه د هغه ولایت څخه زده کونکی د لوړو زده کړو موسسو ته شامل شي.
لوړو زده کړو موسسو ته دې د زده کونکو په شامل کول او یا د ازموینې په اخیستلو کې دې د لوړو زده کړو وزارت رول له منځه یووړل شي.
هر پوهنتون د خپلې اندازې وړ زده کونکی دې د نوموړو پوهنتونو له خوا د اختصاصي کانکور ازموینې له لارې د ټولو ولایتونو څخه پوره کړي..
د افغانستان خلک حق لری چې په تیرو یوولسو کلونو کې د کابل ادارې ټول لوړ پوړي چارواکی ( د لوړو زده کړو او پوهنې په شمول ) یوې عادلانه اسلامي شرعي محکمې ته معرفي او د جرمونو او جنایتونو د اثبات په صورت کې ور ته شدیده جزا ورکړل شي.

