د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ویښ افغان، شیخ زاید پوهنتون کې بڼ جوړ کړ

نوراجان بهیر 03.03.2013 13:54

د شنبې په ورځ، د خوست دشيخ زايد پوهنتون په انګړ کې د ویښ افغان شا او خوا سل تنه غړي او خواخوږي راټول وو او په خپلو لاسونو یې په هغه بڼ کې، چې د ویښ افغان په نوم نېږدې څلور جریبه ځمکه ورته بیله شوې، د نارنجو، مالټو او ناجوګانو نېږدې پینځه سوه ونې کینولې.
په یاده پګړه (اشر) کې د ویښ افغان پر ځوانو غړو سربیره، د خوست شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنوال محمد رسول باوري، ټولنیز خدمتګار استاد خزان ګل، سیاستوال او د زراعت کارپوه امیرشاه کارګر، عبدالکریم پتنګ او ګڼو نورو استادانو او د هیواد خواخوږو ګډون کړی وو.
د پوهنتون رئیس، د نېږدې سلو داسې کسانو، چې بېل، کولنګ او ونې یې لاسونو کې وې، په لیدو حیران شو او ویې ویل چې که څه هم شیخ زاید پوهنتون کې ډیر کار ته اړتیا ده، خو د دې اشر په لیدو موږ دا تمه کولی شو، چې په لنډ وخت کې به که خدای کول دغه پوهنتون داسې زرغون کړو، چې پر محصلینو سربیره به یې نور خلک هم لیدو ته راځي.
پوهنوال باوري له ټولو خوست میشتو او په ځانګړې توګه ویښ افغان غړو مننه وکړه، چې پوهنتون یې خپل کور ګڼلی او د ښکلي کولو له پاره یې دومره لوی کار پیل کړی دی.
ده وویل: ((زه د ویښ افغان ملګرو دا کار ستایم او هیله لرم، چې د دوی دغه کار به نه یوازې له شیخ زاید پوهنتون سره د خلکو مینه زیاته کړي، بلکې د پوهنتون دا بڼ به د نورو سیمو له پاره د الهام سرچینه وي او د همدې بڼ له برکته به نورو پوهنتونونو او عامه ځایونو کې هم د سمسورتیا په موخه دغسې هڅې پیل شي.))
استاد خزان ګل چې د خپل عمر په اوږدو کې یې په یوازې ځان له نورو مرسته راټوله کړې او په خپله سیمه کې یې ښوونځي او باغونه پرې جوړ کړي – وویل، چې د ویښ افغان کارونو ته په کتو داسې فکر کوي، چې د ده ارمانونه پوره کیدونکي دي.
ده وویل: ((ما فکر کاوه، چې په خلکو کې له وطن سره مینه او احساس په مړه کیدو دي، خو نن داسې خوشال یم، لکه له سره چې ځوان شوی وم او نن چې څه ګورم، همدا زما د ژوند ارمان دی.))
د ويښ افغان یوه غړي الیاس وحدت وویل، چې په دې کار کې د ویښ افغان پر غړو سربیره نورو خوست میشتو هم ډیر اخلاص کړی.
ده وویل: ((موږ چې هر ملګري ته د دې عام کار په اړه ویلي، نو شته وس یې نه دی دریغ کړی، په مینه یې له خپل وس سره سم، پیسې راکړې، یا یې یوه اندازه نیالګي راته منلي، پر دې سربیره هغه کسان چې نیالګي پلوري، موږ ته یې په داسې بیه ونې او نیالګي راکړي، چې که تاوان یې نه وي کړی، ګټه یې هم نه ده کړې.))
د خوست شیخ زاید پوهنتون کې د (ویښ افغان بڼ) له پاره دا پګړه (اشر) دوې ورځې  وشو او ممکن دریمه ورځ هم دوام وکړي.
په ځانګړې شوې څلور جریبه ځمکه کې تر درو سوو ډیر نارنجان، تر سلو زیاتې مالټې، نېږدې سل ناجوګان او څو چینارونه کینول شول.
ویښ افغان – خوست هوډ کړی، چې تر دوو کلونو پورې به (څو چې ونې رسیږي) د دې باغ پالنه او ساتنه کوي. دوی به خپله وخت په وخت هلته ځي، باغ به اوبه کوي او که د نور کار ضرورت ؤ، په خپله او د ملګرو په مرسته به ترسره کوي.
د یادولو ده، چې پر یاد بڼ سربیره د ویښ افغان خوست غړي، په پام کې لري، چې د همدې شیخ زاید پوهنتون په انګړ کې یو لوی ګلدان هم جوړ کړي.
سر له اوسه دې ګلدان ته سلګونه ګلابونه او نور موسمي ګلان اخیستل شوي او په لنډ وخت کې به د دې ګلدان د جوړولو چارې هم پیل شي – انشاالله

پاتې دې نه وي، چې د یاد بڼ له پاره د لویې پګړې (اشر) په ورځ، چې نیږدې سلو کسانو پکې ګډون کړی ؤ، د ویښ افغان د اړیکو او مالي کمیټې مشر مالي خان یعقوبي د زوی زوکړې په مناسبت سوبات (میله) جوړه شوې وه او د ډوډۍ ټول لګښت همده پر غاړه واخیست.
د راتلونکي له پاره هم ښه دا وګڼل شوه، چې ملګري د خپلو خوښیو میلې همداسې ورځو ته برابرې کړي، داسې چې هم ثواب وي او هم خرما.

د ګران وطن د سوکالۍ او سمسورتیا په هیله!

په وطني مینه