د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جوسیا هرلان، لومړنی امریکایی په افغانستان کي

عبدالباري جهاني 01.03.2013 21:43

 جوسیا هارلان  Josiah Harlanد ۱۷۹۹ کال د جون پر دوولسمه د د امریکا د فلادلفیا په ښار کي د جاشوا هارلان په کور کي، وزیږیدی. د ځوانۍ له ډیرو لومړیو کلونو څخه یې په داسي کارونو کي له لګیا کیدلو سره مینه وه چی د ده د همزولو نه په وس پوره وه او نه یې فکر کولای سوای. دونه ځیرک وو چي، که څه هم چي په طب کی یې هیڅ ډول زده کړه نه وه کړې، د خپل ورور ریچارډ هارلان Richard Harlan څخه یې، چي یو اناټومیسټ، دونه زده کړه وکړه چي په ډاکټر هارلان مشهور وو، او د عمر په وروستیو کلونو کي یې د امریکا د سان فرانسیسکو په ښار کي رسمي معینه خانه درلوده او ناروغان یې کتل. هغه، په دغه توګه، په برټانوي هند کي د انګریزانو په پوځ کي په څه کم دوه کاله کي دونه پوځي پوهه تر لاسه کړه چي ډیر ژر یې د نورو پوځیانو د روزلو صلاحیت ترلاسه کړ او هم په افغانستان او هم وروسته په امریکا کي د جنرال هارلان په نوم وپیژندل سو. هغه په ختیځ کي د لویدیځي نړی د ماجرا غوښتونکو کیسې او ریدلي وې. ده هم فیصله وکړه چي یا په ختیځ کي، په یوه سیمه کي قدرت ترلاسه کړي او واکمن سی او یا لږ ترلږه لوی او د قدرت ځښتن سړی سي.
           د ۱۸۲۶ کال د مې په میاشت کي  جوسیا هارلان ، چي یو اوه ویشت کلن امریکایی ځوان وو، او تازه په برما کي د برتانوي هند په پوځ کي جنګیدلی، او له پوځي خدمت څخه یې استعفی کړې وه، د لودیانې په ښار کي د سدوزي شاه شجاع کورته ورغی. شاه شجاع ته یې وویل چي په کابل کي به د هغه طرفداران او د امیر د وست محمد خان له حکومت څخه ناراض قومي مشران ورته تنظیم کړي، پاڅون ته به يې تیار کړي؛ وروسته به د شاه شجاع سره یو ځای له لودیانې څخه د افغانستان پر لور حرکت وکړي؛ د پوځونو قومانده به پرخپله غاړه واخلي، او کله چي کابل ته ورسیدل، پاڅون ته تیار سوي قومي مشران به ورسره یو ځای سي او د شاه شجاع له لاسه تللی تخت به بیرته ورته ونیسي. شاه شجاع جوسیا هارلان ته وویل چي هغه په دې عقیده دی چي په افغانستان کي ډیر زیات طرفداران لري او یقین لري چي دا حرکت به بریالی سي. جوسیا هرلان شاه شجاع ته وویل چي هر کله زموږ حرکت نتیجه ورکړه او تا خپل تخت بیرته ترلاسه کړ وزارت به ماته راکوې. شاه شجاع ورته وویل چي زما یوازي تش په نامه پاچهي په کار ده او نور هرڅه په تا اړه لري. ( ۱)  شاه شجاع په خپلو خاطراتو، واقعات شاه شجاع، کي دې خبري ته اشاره نه ده کړې. جوسیا هارلان وایی د شاه شجاع څخه یې د اجیرو عسکرو د غونډولو او تنظیمولو لپاره پیسې واخیستلې، او له هند څخه یې د ملتان له لاري د افغانستان پر لور حرکت وکړ.
       جوسیا هارلان په بهاولپور کي د نواب بهاول خان لیدلو ته، چي د څو شپو لپاره په ښکار وتلی وو، منتظر سو. په دغو شپو کي هارلان د برټانیې له پوځ څخه د تښتیدلي عسکر جیمز لیویسJames Lewis  سره مخامخ سو، چي پر ځان باندي یې چارلس میسنCharles Masson  نوم ایښی وو، او د عمر تر پایه پوري په همدغه نامه یادیدی. دا وخت چارلس میسن ډیر سخت ناروغ وو. هارلان د هغه تداوي وکړه، هغه ته یې اطمینان ورکړ چي د برټانیې پوځ ته به د هغه په باره کي اطلاع نه ورکوي او له ځان سره یې د افغانستان پر لور روان کړ. (۲ )   میسن له هارلان سره تر څو شپو له خطره ډکو سفرونو څخه وروسته یو ناڅاپه له هغه څخه وتښتیدی او د جنوبی له لاري افغانستان ته ننووت. میسن د عمر تر پایه پوري د هارلان سره دښمني وپالل. په زړه پوري خبره دا ده چي میسن په خپل کتاب کي، چي په بلوچستان، افغانستان او پنجاب کي یې د خپلو دوولس کلونو سفرونو په باب لیکلی دی، په بهاولپور کي د خپلي سختي ناروغی په باب معلومات ورکوي، له بهاولپور څخه د افغانستان پر لور د حرکت په باره کي یې خاطرات لیکلي دي، مګر د هارلان د مرستي او له هغه سره د سفر کولو په باره کي څه نه وایی. جوسیا هارلان د بهاولپور څخه تر پیښور پوري څو ځله جنګونه هم وکړل، د یوه فرنګي ډاکټر په حیث یې د خلکو د ناروغیو، په تیره بیا د سترګو د کترک ناروغیو تداوي وکړه او پیښور ته د یوه صاحبزاده روحاني په جامه ور ننووت. دا چي په هغه زمانه کي به څونه فرنګیان د پیرانو او صاحبزاده ګانو په جامو کي د پښتنو په سیمو کي ګرځیدلي وي درک یې یوه خدای ته معلوم دی. د جوسیا هارلان نوکر امیرالله پیښور ته نیژدې د موسیزیو په سیمه کي د میا قمرالدین په نوم یوه روحاني د کور پته معلومه کړه. میاقمرالدین ته یې، چي د شاه شجاع له ټینګو طرفدارانو څخه ووو خپل خان معرفي کړ. په پیښور کي یې هم څو شپې ورځي د یوه روحاني، یوه ډاکټر او یوه مرموز میلمه په حیث تیري کړې؛ له یارمحمد خان او سلطان محمد خان سره یې له نیژدې وکتل او څو ورځي وروسته په پټه د کابل پر لور روان سو.
         هارلان د پیښور څخه د لوګر له لاري کابل ته ورسیدی. د بابر له بڼ څخه یې یو پیغام نواب عبدالجبار خان ته، چي د میاقمرالدین نیژدې انډیوال او اعتمادي وو، او بل یې پخپله امیر دوست محمد خان ته واستاوه. دواړو د هارلان هرکلی وکړ او هارلان د بالاحصار پر لور وخوځیدی. هارلان په بالاحصار کي له شپږو ورځو تیرولو څخه وروسته د امیر دوست محمد خان سره مخ په مخ وکتل.
         افغانستان دا وخت ټول، د بارکزیو وروڼو ترمنځ، ویشل سوی او هرات خو لا د سدوزي شاه محمود او د هغه د زوی کامران په لاس کي وو. د ۱۸۲۶ کال د تړون په اساس، چي د بارکزیو سردارانو ترمنځ، په کابل کي لاسلیک سو، کوهاټ او هنګو او د هغه شاوخوا سیمي د نواب عبدالصمد خان په حق رسیدلي، پیښور، هشتنغر او خالصه جات او د هغه سره شاوخوا تړلي سیمي د سرداریارمحمدخان، سردار سلطان محمد خان او سردار سعیدمحمد خان د قدرت علاقه وه، د کابل درالسلطنه، کوهدامن او خالصه جات او په هغو پوري تړلي علاقې د سردار دوست محمد خان او سردار امیر محمد خان د حکومت سیمه وه، او د کابل د دارلسلطنه د غلجیو مالیاتو او معاملاتو په نواب عبدالجبار خان اړه درلوده، جلال آباد او د لغمان تاجکه د نواب محمد زمانخان او د هغه د وروڼو وه، لوګر، چرخ او د میدان تاجیکیه او د لوګر خالصه په سردار حبیب الله خان، سردار محمد اکرم خان او د هغوی په ورڼو اړه درلوده، کندهار او شاوخوا علاقې د کندهاري وروڼو او سند یوازي په رحمدل خان اړه درلوده.
     دا په داسي حال کي چي بادغیس او غوریان لا د سدوزي پاچا  شاه کامران سره دي، هزاره جات، کندوز، بدخشان او شمالي سیمي جلا جلا فتح کیدلو او د مرکزي حکومت تر کنټرول لاندي کیدلو ته اړتیا لري. پخپله د امیردوست محمد خان د واړه قلمرو په دننه کي د سردارانو ترمنځ او پخپله د امیر دوست محمد خان پر ضد دسیسې رواني دي. هارلان به پخپله هم د افغانستان د وضع په باره کي معلومات درلودل چي د شاه شجاع سره یې د کابل د حکومت د نسکورولو دسیسې کولې او وروسته به په پیښور کي میاقمرالدین هم د کابل، او په عمومي توګه د ټول افغانستان، په باب بشپړ معلومات ورکړي وي. خو، په بالاحصار کي، د امیر سره د هارلان د لومړي ملاقات څخه هغه ته څرګنده سوه چي دوست محمد خان لکه څرنګه چي ده یې فکر کاوه هغسي عادي سړی هم نه دی. کله چي هارلان د امیر څخه رخصت اخیستی نو امیر په خپله خاصه نرمي او نزاکت ورته وویل چي د ده هیواد به غریب وي خو د هغه په خدمت کي دی، هر چیرته چي یې زړه غواړي هلته تللای سي او داسي فکر دي وکړي لکه په خپل کور کي چي ګرزي. هارلان له داسي سړي څخه چي ده د یوه جګړه مار په سترګه ورته کتل، او غوښتل یې چي را ویې پرزوي، د دونه ادب او نزاکت تمه نه درلوده. پر هارلان باندي دې مجلس ډیره ژوره اغیزه کړې وه.( ۳ )
       هارلان، د امیر دوست محمدخان سره تر کتلو وروسته، په کابل او د هغه ښار په شاوخوا کي په ګرځیدلو بنا وکړه او ډیر ژر یې د نواب عبدالجبار خان سره، چي په کابل کي د امیر قدرت ته خطر ګڼل کیدی، تګ راتګ پیل کړ. یوازي نواب د ماښامنیو او غرمنیو لپاره هارلان ته بلني نه ورکولې، بلکه د هغه د دربار یوه بل سړي، حاجي خان کاکړ، چي یو له ډیرو مشهورو دسیسه کارانو څخه وو، هم هارلان ته میلمستیاوي کولې. هارلان په خپل خاطراتو کي وایی چي حاجي خان د دوست محمد خان څخه دونه ناخوښي ښکاره کوله چي هغه ته یې د ماښامنۍ میلمستیا په ترڅ کي وویل چي څو ورځي وروسته یې، په بالاحصار کي، د لور واده دی. امیر ته یې هم بلنه ورکړې ده. دی غواړي چي په هغه شپه د امیر سر غوڅ کړي. د بالاحصار دراوزه بنده کړي او شاه شجاع بیرته کابل او د پاچاهی تخت ته را وبولي. ته یې را سره قبوله کړه او نور کار ماته پریږده(۴) هارلان وایی ما په ډیره هوښیاري د حاجي خان څخه ځان خلاص کړ او ورته ومي ویل چي د امیر وژل چنداني ګټه نه لري، بلکه بهتره داده چي د اباسین پر غاړه د سمسورو مځکو د ترلاسه کولو لپاره دواړه لاسونه سره یو کړی. یوازي حاجي خان نه وو چي د امیر په دربار کي دننه یې د هغه پر ضد دسیسې کولې، بلکه د امیر خپل وروڼه، سرداران او ډیر زیات نور قومي مشران د هغه پر ضد په دسیسو لګیا وه. د امیر خپل ورور نواب عبدالجبار خان یوه ورځ هارلان ته وویل چي شاه شجاع د ده د کورنۍ دښمن دی. هیڅ وخت به هغه ته اجازه ورنه کړي چي هغه د ده له کورنۍ څخه قدرت ونیسی، خو که د برټانیې د طلا په زور افغانستان ته ننوزي نو دی به یې هم ملاتړ وکړي. ( ۵)
           هارلان وایی د هغه نوکر امیرالله په کابل کي د شاه شجاع لیک او هدایتونه او نغدي پیسې ور ورسولې. خو څرنګه چي دغه ډول لیکونه او پیسې یې د ځان دپاره خطرباله، او څرنګه چي فارسي یې ښه زده کړې وه او نور یې د امیرالله خدمت ته اړتیا نه درلوده نو هغه ته یې یو څه پیسې ورکړې او رخصت یې کړ. هارلان وایی چي امیردوست محمد خان پیشنهاد ورته وکړ چي د هغه د پوځي سلاکار په توګه کار ورسره وکړي. ده ورسره ونه منله او څو ورځي وروسته د نواب عبدالجبار خان سره جلال اباد ته روان سو او تقریبا شپږ میاشتي هلته ورسره پاته سو.
        هارلان ته معلومه سوه چي دوست محمد خان په کابل کي خپلي ریښې ډیري ټینګي کړي دي او څوک یې د برټانیې له مرستي پرته نه سي را پرزولای. نو ځکه یې د شاه شجاع د پاچا کولو له پلانونو څخه لاس واخیست او د رنجیټ سینګه د خدمت کولو لپاره یې مخ د لاهور پر خوا ونیوی. هارلان وایی د رنجیټ سینګه په پوځ او دربار کي ډیرو زیاتو اروپاییانو خدمت کاوه. رنجیټ سینګه ورته وویل چي ته مي د ګجرات حاکم مقرر کړې. میاشتنی تنخوا به دي درې زره روپۍ وي. که دي ښه کار وکړ ترفیع درکوم او که دي ښه کار ونه کړ پزه دي درڅخه پرې کوم. هارلان وایی رنجیټ سینګه چي څه ویل هغه یې عملي کول. د هغه نیول، حکم او سزا ټول پنځه دقیقې وخت نیوی. ده سزا اعلانول او جلاد تیار ولاړ وو. (۶)
        شاه شجاع یوازي د جوسیا هرلان پر فعالیت تکیه نه وه کړې بلکه د کابل د تخت د نیولو لپاره یې هري وسیلې ته لاس اچاوه. هغه د ۱۸۳۲ کال د سپټمبر په میاشت کي د برټانوي هند ګورنر جنرال لارډ بینټینک Lord William Bentinckته ولیکل چي عباس میرزا پر هرات باندي یرغل کړی دی. که زه د برټانیې مرسته ترلاسه کړم نو هغه به پرشا کړم او له خراسان څخه به د اوزبکو تر علاقې او د سمندر ترڅنډو پوري ټولي سیمي زما لاسته راسي او زه به د برټانیې د حکومت دوست او ملګری یم. بله خبره دا ده چي کله زه لومړی لودیانې ته راغلم نو ما یو زوی او دوې لوڼي درلودلې او د برټانیې حکومت ماته په میاشت کي څلور زره روپۍ تنخوا ټاکلې وه. خو زما کورنۍ اوس ډیره پراخه سوې ده او زه اوس پنځه لس زامن او څوارلس لوڼي لرم، چي ټول د بلوغ سن ته رسیدلي دي او هر یو ځانته جلا کور او ژوند غواړي. زما تنخوا اوس کفایت نه کوي او زه د خپل ژوند دپاره د خپلو جواهراتو پلورلو ته مجبور یم. په دې برخه کي ستاسي توجه غواړم... ( ۷)
     لارډ بنټینک د اکټوبر په میاشت کي شاه شجاع ته په جواب کي ولیکل چي برټانیه د عباس میرزا په مقابل کي ځکه ستاسي سره مرسته نه سي کولای چي موږ ته خپل مذهبي اصول اجازه نه راکوي چي د ګاونډیانو په چارو کي مداخله وکړو. که چیري موږ تاسي ته مرسته درکړو نو دا د برټانیې د حکومت د بیطرفۍ له پالیسی سره نه جوړیږي. ستاسي د کورنۍ په برخه کي باید درته ووایم چي د برټانیې حکومت به په هیڅ وخت کي ستاسي اولاد او کورنۍ دربدرۍ ته پرې نه ږدي او غم به یې وخوري... ( ۸)
     شاه شجاع، چي د کابل د تخت د نیولو لپاره یې د هیڅ ډول ناوړه عمل څخه مخ نه اړاوه، په همدغو شپو ورځو کي خپل استازی قاضي محمد حسین د رنجیټ سینګه دربار ته واستاوه او د هغه پر لاس یې رنجیټ سینګه ته  په خپل پیغام کي وویل چي تاته خدای تعالی ټوله لویی او سترتوب درپه برخه کړی دی او یوازي ماته د تخت بخښلو کار درته پاته دی. کشمیر، پیښور او ټولي هغه سیمي چي د مهاراجاپه لاس کي دي، هغه دي مهاراجا ته پاته وي خو که هغوی د باقي پاته سیمو تاج زما پر سر کښیږدي نو د هغوی نوم به په ټولي نړۍ کي مشهور سي... که مهاراجا زما سره مرسته او سخاوت وکړي نو زما اولاد به د هغه نیکي هیڅ وخت هیره نه کړي. اوس دي نو مهاراجا خپل شرایط ماده په ماده ولیکي.( ۹)
        د رنجیټ سینګه امپراطوري دا وخت په خپل اوج کي وه. هغه په کابل کي د خپل یوه ګوډاګې پاچا کښینول او درلودل له خدایه غوښتل. رنجیټ سینګه په لومړي قدم کي جلال اباد ته سترګي خړي کړي وې(۱۰) او لا یې ښایی د کابل د نیولو خوبونه هم لیدلي وه. د شاه شجاع د استازي یې تود هرکلی وکړ او خپل شرایط یې ورته وړاندي کړل. شاه شجاع د رنجیټ سینګه له خوا تقریبا ټول پیشنهاد سوي، شرمونکي، شرایط ومنل. د رنجیټ سینګه سره یې تړون لاسلیک کړ. همدغه تړون پنځه کاله وروسته د رنجیټ سینګه، شاه شجاع او د برټانوي هند د ګورنرجنرال لارډ آکلینډ ترمنځ د تړون اساس وګرځیدی. په ۱۸۷۹ کال کي د امیرمحمد یعقوب خان او د برټانوي هند د حکومت د استازي لویس کیوناري ترمنځ د ګندمک په تړون کي همدغه ټولي سیمي شاملي وې او د شاه شجاع او رنجیټ سینګ ترمنځ د تړون د لاسلیک کیدلو څخه  شپیته کاله وروسته په ۱۸۹۳ کي د ډیورنډ د کرښي په وسیله همدغه مهمي علاقې او لا ځیني نوري سیمي د افغانستان څخه بیلي سوې.
              رنجیټ سینګه شاه شجاع ته په خپلو پیشنهادونو کي لیکلي وه چي شاه شجاع، د هغه اخلاف او د سدوزیو قبیله به د تل لپاره پیښور، کوهاټ، هشتنغر، د یوسفزیو سیمه، خیبر، کشمیر، مولتان، بهاولپور، اکوړه او... د مهاراجا ملکیت بولي. دغه راز یې د نورو شرایطو ترڅنګ له شاه شجاع څخه، د باج په توګه، په کال کي ۱۰۲ ښه آسونه، پنځه ویشت ایراني یابوګان، یوولس ایرانۍ توري، دوه سوه منه میوې، ایرانۍ وریښمیني چپني او نور شیان غوښتي وه. په دې تړون کي یوه شرمونکې ماده  دا وه چي که شاه شجاع په کابل، پیښور او جلال اباد کي د بارکزیو څخه پیسې، جواهرات او یا توپونه واخیستل هغه به له رنجیټ سینګه سره په مساوي توګه ویشي.( ۱۱)
      د ۱۸۳۴ کال د مارچ پر دوولسمه رنجیټ سینګه او شاه شجاع تړون سره لاسلیک کړ. د اباسیند دواړي غاړي، پیښور او د هغه شاوخوا علاقې د خیبر تر درې پوري، کشمیرمولتان، ډیره اسماعیل خان، دیره غازي خان، د وزیرو د اوسیدني سیمي او شاوخوا علاقې او کلي ټول، د تل لپاره، مهاراجه ته وسپارل سول. پر دې برسیره، شاه شجاع تعهد وکړ چي د کابل د نیولو څخه وروسته به هر کال پنځه پنځوس ښکلي او اعلی آسونه، یوولس ایرانۍ توري، اووه ایراني خنجرونه، پنځه ویشت اعلی یابوګان، راز راز میوې، لکه سرده خټکي، انګور، انار، مڼې، بادام، پستې او دغه راز نوري د ښه کیفیت میوې، په ښه زیاته پیمانه ، راز راز اعلی ټوکران او یوسل یوه دانه ایراني قالیني مهاراجا ته لیږي.(۱۲
        شاه شجاع د رنجیټ سینګه سره د تړون عملي کیدلو او نتیجو ته منتظر نه سو. حتی انګلیسانو ته له اطلاع ورکولو څخه پرته یې د سیند د لاري د کندهار پر لور حرکت وکړ. په دغه وخت کي د سیند امیر نظام الملک میرمراد علی خان، چي له شاه شجاع سره یې د مرستي وعده کړې وه، وفات سو. د هغه د مقام د نیولو لپاره د خپلوانو او تربرونو ترمنځ اختلافات پیل سول او له شاه شجاع سره یې د مرستي کولو څخه انکار وکړ. د شاه شجاع او د سیند د میرانو ترمنځ له څو نښتو څخه وروسته بری د شاه شجاع په برخه سو. د سیندیانو څلور لوی توپونه، ډیري زیاتي نغدي پیسې او جواهرات د شاه شجاع لاسته ورغلل او د کندهار پر لور یې حرکت پیل کړ. امیر دوست محمد خان له کابل څخه ځان د کندهار د سردارانو سره د مرستي لپاره ور رسولی وو. که څه هم چي د امیردوست محمد خان په قواوو کي دننه، د جنګ له پیل کیدلو څخه مخکي، خیانت پیل سوی وو. د غلامخانې افسرانو یې د شاه شجاع سره د یو ځای کیدلو فیصله کړې وه، خو فرصت ورته برابر نه سو. د هغه د پیاده قواوو قوماندان ایراني عبدالصمد او د هغه خپل ورور نواب عبدالجبار خان، په کابل کي، د انګریزانو د استازي سید کرامت علي له لاري له انګریزانو او شاه شجاع سره تماسونه ټینګ کړي وه؛ خو بې زړه شاه شجاع د جنګ له پیل کیدلو څخه مخکي د تیښتي لاره کتلې وه. که څه هم چي د جنګ په لومړیو مرحلو کي سوبه د شاه شجاع د قواوو او د هغه د لوی قوماندان سمندر خان بامیزایی په ګټه وه، مګر کله چي د توپچي قوماندان کیمپبل ټپي سو او د دوست محمد خان قواوو ته په لاس ورغی، شاه شجاع د جنګ میدان پیښود او د فراه خواته یې تیښته وکړه. د شاه شجاع ډیري زیاتي وسلې، توپخانه او مهمات د امیر دوست محمد خان د قواوو لاسته ورغلل. د شاه شجاع لیکونه د کندهار د سردارانو لاسته ورغلل او په اسنادو کي د رنجیټ سینګه او شاه شجاع ترمنځ تړون هم شامل وو. په لاسته راغلو اسنادو کي داسي لیکونه هم ترلاسه سول چي کلاوډ مارټین ویډClaude Martin Wade  بهادرصاحب لاسلیک کړي وه او د بیلو بیلو مشرانو په عنوان یې لیږلي وه. له هغوی څخه یې غوښتي وه چي د شاه شجاع سره مرسته وکړي او له هغه سره هر ډول مرسته د انګریزانو له حکومت سره مرسته ده. (۱۳) د شاه شجاع وراره شاه کامران، چي دا وخت د هر ات حکمران وو، له هغه سره د هر ډول مرستي ژمنه وکړه او خپل زوی شهزاده جهانګیر یې مخي ته ور واستاوه، خو شاه شجاع دونه ویریدلی وو چي په هیچا یې باور نه سو کولای. مخ یې د بلوچستان پر لور ونیوی. د قلات سره نیژدې د محراب خان بلوڅ میلمه سو. سردار رحمدل خان هغه تر قلاته پوري تعقیب کړ خو محراب خان ورته وویل چي شاه شجاع پناه ور وړې ده او په هیڅ توګه به یې دښمنانو ته ونه سپاري. شاه شجاع له قلات څخه بیرته لودیانې ته ولاړ او یو ځل بیا د انګریزانو خیرات ته کښیناست.
        په هغه اندازه چي شاه شجاع ته پیښور بې اهمیته وو او د کابل د تخت د نیولو په بدل کي یې هر چا ته په نذرانه کي ور کاوه به هغه اندازه یې امیر دوست محمد خان ته حیاتي اهمیت درلود او چي تر څو یې وس کار کاوه د افغانستان سره یې د پیښور او نورو پښتني سیمو د بیرته نښلولو د مشروع داعیې څخه لاس نه اخیست. امیردوست محمد خان د شاه شجاع څخه د کندهار د جنګ د ګټلو څخه وروسته رنجیټ سینګ ته ولیکل چي سره له هغه چي سردار سلطان محمد خان په روان کال کي لس آسونه د نذرانې په توګه رنجیټ سینګه ته لیږلي دي مګر د هغه لمسي نو نیهال سینګه پیښور اشغال کړی دی چي مناسب کار نه دی. دی هیله لري چي تاسي جلالتمآب به ترلاسه سوي موافقتنامې رعایت کړی او سلطان محمد خان ته به د هغه خپله خاوره بیرته پریږدی. (۱۴)
           د ۱۸۳۴ کال د جون پر دریمه، د نواب عبدالجبار خان زوی سردار عبدالغیاث خان د رنجیټ سینګه دربار ته ورغی د خپل اکا سردار سلطان محمد خان له خوا یې څلور ایراني آسونه او دوې توري ورکړې. رنجیټ سینګه د کابل او کندهار په باب له پوښتنو ګرویږنو څخه وروسته له سردارعبدالغیاث خان څخه وغوښتل چي خپل کاکا سلطان محمد خان ته ولیکي چي که له پنځو زرو سپرو عسکرو سره د رنجیټ سینګه خدمت ته حاضر سي نود جلال آباد په قلمرو کي به یو جاګیر ورکړي. البته سردار عبدالغیاث خان ورته وویل چي سلطان محمد خان به دا پیشنهاد په هیڅ توګه ونه مني.( ۱۵)
   سردار سلطان محمد خان، چي په وطن پلورلو کي تر شاه شجاع کم نه وو، او د ډیر لږ قدرت تر لاسه کولو په بدل کي خپل هر دښمن ته د هر ډول ناروا امتیاز ورکولو ته حاضر وو، په دغه وخت کي هم د خپل ورور امیردوست محمد خان تر څنګ ونه دریدی او لږه موده وروسته د رنجیټ سینګه په دربارکي حاضر سو.
       امیردوست محمد خان ته له رنجیټ سینګه سره له جنګه پرته بله هیڅ لاره باته نه سوه. د دې جنګ لپاره هغه د جهاد اعلانولو ته مجبور وو. د جهاد د اعلانولو لپاره یوازي د سرداری لقب کافي نه وو او د دې مقدسي جګړې د پیل لپاره د امیرالموءمنین صلاحیت لازم وو. هغه د دې مقصد لپاره ځان امیرالمومنین اعلان کړ. د جهاد لپاره یې د کابل او شاخوا سیمو له صرافانو او شته منو کسانو څخه په زور او رضا پیسې ټولي کړې او د یوه مجهز لښکر سره یې د پیښور پر لور حرکت وکړ. سیکهانو د خیبر د سیمي ملکانو او خانانو ته ډیري زیاتي پیسې ورکړې او ډیرو زیاتو کسانو ته یې تنخواګاني وټاکلې. خو هغه ملکان د امیر د غزا د تبلیغ په وجه بیرته له امیردوست محمد خان سره ملګري سول. امیر د خیبر له درې څخه تر تیریدلو وروسته د شیخان په سیمه کي خیمې ووهلې. رنجیټ سینګه تر دغه  وخته پوري فکر نه کاوه چي امیر به عملا د هغه جنګ ته راووزي، ځکه یې نو ځان په ډیر تلوار د پیښور میدانونو ته ورساوه؛ او د ده د رسیدلو سره یې په عسکرو کي نوې ساه وچلیده. رنجیټ سینګه نه غوښتل چي د امیر او د هغه له مسلمانو غازیانو سره سمدستي مقابله وکړي، بلکه غوښتل یې چي د امیر په کمپ کي بې اتفاقي جوړه او بیا نو هغه ته بشپړه ماته ورکړي. امیر دوست محمد خان له خپله لوري خپل ورور نواب عبدالجبار خان وټاکی، خو څرنګه چي پر خپل ورور یې هم بشپړ باور نه درلود نو د هغه د کنټرولولو لپاره یې د آغا حسین په نوم یو بل تن هم ورسره روان کړ. خو له بده مرغه چي آغاحسین هم صادق نه وو؛ له سیکهانو څخه یې ډیري زیاتي پیسې په رشوت کي واخیستلې او له هغوی سره یې ژمنه وکړه چي امیر دوست محمد خان به بیله جنګه بیرته ستنیدلو ته تشویق کړي. رنجیټ سینګه له دې فرصت څخه ګټه واخیستله او خپلي قواوي او توپخانه یې د امیر د پوځونو پر شاخوا را وګرځول. په همدغه وخت کي یې خپل طبیب او سلاکار فقیر عزیزالدین او جوسیا هارلان، چي تر دې وخته یې د رنجیټ سینګه په دربارکي ډیر اعتبار ترلاسه کړی وو، د امیر کمپ ته ولیږل او هغوی ته یې هدایت ورکړ چي امیر بیرته پرشا تللو ته وهڅوي.  رنجیټ سینګه سردارسلطان محمد خان ته هم وظیفه ورکړه چي د هیات سره په مذاکراتو کي برخه واخلي. خبري لا رواني وې چي امیر ته اطلاع ورسیده چي قواوي یې شاوخوا د سیکهانو پوځونو محاصره کړي دي. امیر ته یوازي د پر شا کیدلو لاره پاته وه؛ ځکه چي د سیکهانو سره د جنګ د پیل کولو په صورت کي له بشپړي تباهی سره مخامخ کیدی. له خپل وزیر میرزا سمیع خان سره یې سلا وکړه او هغه ورته وویل چي فقیر عزیزالدین او جوسیا هارلان د یرغمل په توګه ونیسي او رنجیټ سینګه د پیښور پریښودلو او د زیاتو پیسو ورکولو ته مجبور کړي. څرنګه چي د سفیرانو بندي کول د ټولو بین المللی اصولو په خلاف کاروو نو امیر فیصله وکړه چي په یوه غشي دوه نښانه وولي. هم ځان له مسولیته خلاص کړي او هم د سیکهانو او سلطان محمد خان ترمنځ دښمني او بې اعتمادي منځته راوړي. امیر دوست محمد خان، خپل ورور سردار سلطان محمد خان خپل کمپ ته وباله. هغه ته یې ډیر سخت سوګندونه ورکړل چي راز به نه وایو او د رنجیټ سینګه استازي به ستا له کمپ سره یوځای، د یرغمل په توګه، کابل ته بوزو. سلطان محمد خان سمدستي د امیرپه چل پوه سو خو هغه یې په ځان پوه نه کړ؛ سو ګند یې ورسره یاد کړ چي ستا له غوښتني او نقشې سره سم به عمل کوو. امیردوست محمد خان وروسته فقیر عزیزالدین او جوسیا هالارن خپل کمپ ته وروبلل، داوړه یې ښه تهدید کړل او هغوی ته یې وویل چي تاسي دواړه به تر هغه وخته پوري د افغانانو په کمپ کي د یرغمل په توګه ساتلي یاست، چي تر څو پوري رنجیټ سینګه سم نیمایی پیښور سلطان محمد خان ته پرې ایښی  نه وي او د ده د پوځي لګښت د جبران لپاره یې څو لکه روپۍ ورکړي نه وي.
          جوسیا هارلان او فقیر عزیزالدین که امیردوست محمد خان ته هرڅه زارۍ وکړې چي د استازي یرغمل کول د ټولو اصولو په خلاف عمل دی. خو دوست محمد خان پر خپله خبره ټینګ ولاړ وو او ویل یې چي سیکهان کافران دي او پخپله پر هیڅ قول او سوګند ولاړ نه دي، نو ستاسي سره د عادي استازو په څیر چلند نه سي کیدلای. د سیکهانو استازي یې سلطان محمد خان ته وسپارل خو هغه د سیکهانو دواړه استازي په ډیر عزت د رنجیټ سینګه کمپ ته واستول. امیر د کابل پر لور حرکت وکړ. غیرمنظمو غازیانو یې کمپ چورکړ، وسلې او مهمات یې یوړل. امیر او میرزاسمیع خان خوشاله وه چي د رنجیت سینګه سفیران یې یرغمل نیولي دي، او رنجیټ سینګه به پر خپل عمل پښیمانه سي. امیر ایله د خیبر د درې په پای کي خپلي اشتباه ته متوجه سو او اطلاع ورته ورسیده چي سلطان محمد خان د سیکهانو له استازو سره د رنجیټ سینګه کمپ ته ورغلی او ورسره یو ځای سوی دی.(  ۱۶)
         جوسیا هارلان غوښتل چي رنجیټ سینګه به یې د دې وروستي خدمت په بدل کي د پیښور ګورنر وټاکي، خو رنجیټ سینګه د ده پر ځاي خپل جنرال هري سینګه نلوه د پیښور ګورنر کړ. لږه موده وروسته رنجیټ سینګه، چي په شرابو او عیاشیو کي افراط له کاره غورځولی وو، د ۱۸۳۶ کال په سر کي مغزي سکته وکړه. هارلان یې د تداوي او طبي مشورو لپاره ور غوښت. داسي ښکاري چي هارلان رنجیټ سینګه ته د برقي جټکې د ورکولو او تداوي کولو په بدل کي د یو لک روپیو غوښتنه کړې وه، او رنجیټ سینګه یې غوښتنه نه وه منلې. رنجیټ سینګه وروسته پر هارلان باندي په غوسه سوی او هارلان یې په غوسه جواب ورکړی وو. د رنجیټ سینګه په څیر یوه مستبد پاچا په قلمرو کي نور پاته کیدل د هارلان لپاره د مرګ منل وه. هارلان په پټه لودیانې ته وتښتیدی او د رنجیټ سینګه له سختي احتمالي سزا څخه یې ځان خلاص کړ.
           د هارلان په عقیده، رنجیټ سینګه له هغه سره ظلم کړی وو او ده باید کسات ورڅخه اخیستی وای. مګر له یوه پاچا څخه په یکړ سر د کسات اخیستل ممکن کار نه وو. هغه لومړی د شاه شجاع په باره کي فکر وکړ. هغه په لودیانه کي د انګریزانو په تنخوا ژوند کاوه او، په دې برخه کي، چنداني حساب نه سو ورباندي کیدلای. پخپله برټانیې د رنجیټ سینګ سره ډیره ژوره دوستي درلوده او له ده سره یې مرسته نه سوه کولای. که څه هم چي رنجیټ سینګه د هارلان پر خوابدي کولو پښیمان سو او د روغي جوړي لپاره یې لودیانې ته یو لیک ورته راواستاوه او ډیري وعدې یې ورسره کړي وي خو هارلان د رنجیټ سینګه لیک ته جواب ورنه کړ. هارلان د امیر دوست محمد خان په فکر کي سو او یو ځل بیا د بهاولپور له لاري د کابل پر لور روان سو. په لودیانه کي د انګریزانو سیاسي استازي کلاډ ویډ د ۱۸۳۶ کال د اکټوبر په میاشت کي ولیکل چي ښاغلی هارلان چي ډیر کلونه یې د سیکهانو په خدمت کي تیرکړي دي بهاولپور ته روان سوی دی. غواړي د امیر دوست محمد خان سره یو ځای سي او په وازه خوله یې ویلي دي چي غواړي د رنجیټ سینګه څخه، چي له ده سره یې ظلم کړی دی، کسات واخلي. هغه یو ځیرک او فعال سړی دی خو زړه مي ته نه لویږي چي هغه دي د کابل امیر دونه تر خپلي اغیزې لاندي راولي چي خپل تهدید به عملي کړای سي. (۱۷)
      امیر دوست محمد خان د جوسیا هارلان ډیر تود هرکلی وکړ. هغه ته یې د ورور خطاب وکړ او تر پایه پوري یې په دغه نامه باله. په خپل څنګ کي یې کښیناوه. د لښکر عمومي قوماندان او خپل مصاحب یې وټاکه او په بالاحصار کي یې ځای ورکړ. کلکته ژورنال، چي د برټانوي هند رسمي مجله وه، لیکي چي هارلان په کابل کي د پیاده قواوو د برطرفه سوي اعلی قوماندان پر ځای مقرر سوی دی. (۱۸)
      هري سینګه د پیښور د نوي ګورنر په حیث خپلي ټولي سرحدي قلاوي مستحکمي کړې. هغه د پښتنو ډیر سخت دښمن وو او هر وخت به یې ویل چي غواړي د سیکهانو لښکري کابل ته ننه باسي او افغانستان د سیکهانو له پاچهی سره وتړي. کله چي یې د ۱۸۳۷ کال په سر کي د خیبر د درې په خوله کي د جمرود قلا ونیوله نو دا څرګنده سوه چي سیکهان د افغانستان پر قواوو باندي د یوې لویی بشپړي حملې خیال لري. امیردوست محمد خان دا لازمه وبلله چي واری دمخه کړي او د خیبر خواته یې د خپلو پوځي قواوو د لیږلو فیصله وکړه. میرزاسمیع خان یې د عملیاتو د ناظر په حیث مقرر کړ او د پوځونو عمومي قومانداني یې خپل زوی محمد اکبرخان ته وسپارله. نواب جبار خان یې د سلاکار په توګه ورسره ملګری کړ.
        چارلس میسن په دې عقیده دی چي امیردوست محمد خان د جګړې خیال نه درلود بلکه دا یې لازمه بلله چي سیکهانو ته باید خپل قوت وښیی. د امیردوست محمد خان پنځه زامن، محمد افضل خان، محمد اکبرخان، محمد اکرم خان، محمد اعظم خان او غلام حیدر خان د لښکرو سره ملګري وه. له دوی سره محمد عثمان خان، د نواب زمان خان زوی شجاع الدوله خان، د امیر وراره شمس الدین خان او نور لوی پوځي مشران ملګري وه. (۱۹)
    دا وخت هري سینګه په جمرود کي نه وو او افغانانو د فرصت څخه ګټه واخیستله او د ۱۸۳۷ کال د اپریل پر دیرشمه یې پر قلا باندي د توپونو د ګولیو باران جوړ کړ. هري سینګه ځان د جنګ میدان ته ورساوه او ډیر ژر یې د افغانانو د پوځ په یوه برخه ماته ګډه کړه. د امیر د زامنو او نواب جبار خان تر قوماندې لاندي پوځیان له میدانه وتښتیدل او یوازي د محمد افضل خان تر قوماندې لاندي دوو زرو پوځیانو داسي مقاومت وکړ چي هري سینګه پر هغوی باندي د حملې کولو څخه لاس واخیست، او خپله توجه یې د نواب جبار خان او د امیر د زامنو قواوو ته، چي د خیبرپه دره کي یې وړې غونډۍ نیولي وې، واړوله. په دغه وخت کي د سردار شمس الدین خان تازه دمه قوه را ورسیدله او هغه افغاني قواوو چي تر دغه دمه یې له جګړې څخه لاس اخیستی وو بیرته د جنګ میدان ته مخه کړه. هري سینګه په دغه وخت کي ډیر سخت ټپي سو او ځای پر ځای مړ سو. د سیکهانو څخه وار پار خطا سو او افغانانو، چي د جنګ په سر کي یې څوارلس توپونه سیکهانو ورڅخه قبضه کړي وه،  خپل له لاسه تللي یوولس توپونه او د سیکهانو څخه درې توپونه ترلاسه کړل. (۲۰)
      په دې فتح به افغانان ډیر زیات خوشاله سوي وي، خو هارلان ځکه تر هر چا خوشاله وو چي فکر یې کاوه له رنجیټ سینګه څخه یې کسات اخیستی دی. هارلان لیکي چي د لاهور مغرور پاچا پر خپل تخت باندي په چیغو سو او وې ویل چي هارلان خپل کسات واخیست او دا ټول د هغه کار دی. (۲۱)
     افغانان د مې د میاشتي پر نهمه د خیبر درې ته پر شاسول او وروسته د کابل پر لور رهي سول. رنجیټ سینګه د پیښور د پوځونو د تقویه کولو لپاره جنرال الارډ واستاوه او د ملکي چارو اداره یې پاولو اویټابیلPaolo de Bartolomeo Avitabile ته وسپارله. اویټابیل په ظلمونو او وحشت کي تر هري سینګه اړولې وه او پخپلو خاطراتو کي یې لیکلي دي چي کله مي د پیښور خواته حرکت وکړ. نو یو شمیر د لرګیو خادې مي مخکي واستولې او زما سړیو د ښار د دیوالونو پر شاخوا ودرولې. خلکو چي دا خادې ولیدلې د فرنګیانو پر لیونتوب یې خندل... خو کله چي زما ترتیبات ختم سول او خلکو یوه ورځ په روڼ سهار کي ولیدل چي پنځوس سړي په پنځوسو خادو ځړیږي  نو دوی خپل فکر بدل کړ. ما هره ورځ پنځوس تنه  په دغو خادو غرغړه کول؛ تر څو چي غله او قاتلان مي له منځه یوړل.بیا مي نو دروغجنو او هغو کسانو ته سزا ورکړه چي د دروغو آوازې یې ګډولې. له دوی سره زما طریقه دا وه چي ژبي مي ورڅخه پرې کولې. یوه جراح خلکو ته ویلي وه چي دی کولای سي هغوی تداوي کړي او خبري وکړای سي. ما هغه جراح را وغوښتی. ژبه مي ورڅخه پرې کړه او وروسته نو په هغه سیمه کی سوله او کراري سوه.    ۲۲
           د جمرود له جنګ څخه وروسته د امیر دوست محمد خان په دربار کي د هارلان قدر ډیر زیات سو. امیر به پر هغه قالینه باندي چي یوازي نواب عبدالجبار خان، محمد اکبر خان او د هغه خسر ته د کښیناستلو اجازه وه هارلان ورسره کښیناوه. په ډیرو مهمو چارو کي یې سلا ورسره کوله او حتی په کابل کي یې د سیکې وهلو د نظارت کولو مهمه وظیفه ور وسپارله. د هماغه کال یعني د ۱۸۳۷ د سپټمبر پر شلمه د برټانوي هند د ګورنر جنرال لارډ آکلینډGeorge Eden Auckland  استازی الکیزانډر برنسAlexander Burnes   کابل ته ورسیدی. امیر دوست محمد خان د هغه دونه تود هرکلی وکړ چي ښایی تردغه وخته پوري هیڅ خارجي نه وو لیدلی. که څه هم چي برنس امیر دوست محمد خان ته په څرګنده وویل چي هغه د برټانوي هند او افغانستان ترمنځ د تجارت د تقویه کولو لپاره راغلی دی خو امیر دوست محمد خان له هغه سره په خپلو لومړنیو ملاقاتانو کي هیله څرګنده کړه چي که د برټانوي هند حکومت له سیکهانو څخه د پیښور په اخیستلو او له افغانستان سره د یوځای کولو په کار کی مرسته وکړي. امیر که څه هم چي پیښور د افغانستان خاوره بلله؛ که څه هم چي د جمرود په جنګ کی یې سیکهانو ته ماته ورکړې وه او د هغوی تر ټولو زړه ور جنرال هری سینګه نلوه یې له منځه وړی وو، په دې پوهیدی چي له سیکهانو څخه د پیښور په اخیستلو کي د خارجي قوت مرستي ته اړتیا لري. هغه په یوه مجلس کي برنس ته وویل چي سیکهان ډیر لوی طاقت دی او دی نه سي کولای چي پر دونه غښتلي دښمن باندي حمله وکړي. امیر برنس ته وویل چي ښایی د ده زامن او خلک پر سیکهانو باندي زموږ د وروستي بري په باره کي ډیري مبالغې وکړي مګر زه ویلای سم چي موږ د سیکهانو په لسمه قوت او زور نه لرو. نو د دې پرځای چي بیا له سیکهانو سره جګړه کوو، په دې به زه ډیر ممنون سم چي که د برټانیې حکومت ماته سلا راکړي چي څه وکړم. زما بل هیڅ ګاونډی په درد نه خوري او زه به له برټانیې سره ژمنه وکړم چی د تجارتي او سیاسي اهدافو په پر مخ بیولو کي یې مرسته ورسره وکړم. (۲۳) امیر دوست محمد خان په بالاحصار کي به یوه بله خصوصي غونډه کي برنس ته وویل چي که دی غواړي له سیکهانو سره خپل اختلافات پای ته ورسوي او که چیري د برنس سلا وي نو دی به خپل زوی مهاراجا رنجیټ سینګه ته لاهور ته ولیږي او له هغه څخه به د تیرو پیښو له امله بخښنه وغواړي او که رنجیټ سینګه پیښور ورته  پریږدي دی به په عوض کي له هغه ښار څخه لاهور ته باج ورکوي او آسونه، وریجي او هر څه سوغاتونه چی رنجیټ سینګه یې غواړي هغه به ورلیږي.( ۲۴)
         امیر دوست محمد خان لارډ آکلینډ ته هم مفصل لیکونه واستول او له هغه څخه یې د پیښور د ستونزي د حل په برخه کي مرسته وغوښتله. خو لارډ آکلینډ هغه ته په ډیره تونده لهجه او سپین سترګي جواب ورکړ او ورته ویې لیکل چي د پیښور د ترلاسه کولو آرزو باید له سره وباسي. مهاراجا رنجیټ سینګه د خپل سخاوت په برکت او زموږ د ټینګي دوستی په احترام د جګړو د پیل کیدلو مخه نیولې ده. بهتره به داوي چي په جدي توګه سم فکر وکړي، او له هغه زورور پاچا سره چي زموږ هیواد مستقیما د دوستۍ په مزو ورسره تړلی دی روغه جوړه په خطر کي وا نه چوي او له داسي هیلو څخه چي واقعیت نه سي پیدا کولای لاس واخلي. (  ۲۵)
        امیر دوست محمد خان له برنس سره په خپلو تقریبا ټولو مجلسونو او لارډ اکلینډ ته په خپلو ټولو لیږلو لیکونو کي د پیښور مسله را پورته کړه او د برټانیې د مرستو د ترلاسه کولو دپاره د هغوی د هر ډول شرایطو منلو ته حاضر سو. خو الیکزانډر برنس د امیر دوست محمد خان سره د مرستو کولو او یا د هغه د ستونز د حلولو لپاره راغلی نه وو. بالاخره، امیر د وچ مجبوریت له مخي د روس د امپراطور د استازي ویکتورویچ ویتکوویچ، چي تر دغه وخته یې رسما نه وو منلی، داسي تود هرکلی وکړ چي برنس ورته حیران سو.  هارلان ادعا کوي چي په زیاترو مذاکراتو کی یې حضور درلود او د کابل د امیر او د برټانیې د مقاماتو تر منځ یې ټول تبادله سوي لیکونه تر نظر تیر سوي دي. البته زموږ تاریخي منابع دې مسلې ته اشاره نه کوي.
  برنس یو ځل بیا هم کوښښ وکړ چي د برټانوي هند حکومت ته قناعت ورکړي چي د  پیښور مسله د امیردوست محمد خان په ګټه حل کړي. او که چیري دا مسله حل سي نو د نورو خارجي قوتونو د دسیسو مخه به ونیوله سي. خو لارډ آکلیینډ پر خپله خبره ټینګ ولاړ وو او ۱۸۳۸ کال د جنوري پر شلمه یې دوست محمد خان ته ډیر توند لیک واستاه او هغه ته یې ولیکل چي ته باید له روسانو سره هیڅ ډول ارتباط ټینګ نه کړې. ته باید د برټانیې د خوښي او سلا پرته د هغوی هیڅ استازی ونه منې او هیڅ ډول اړیکي ورسره ټینګ نه کړي. ته باید کپټان ویتکیویچ په آب سره رخصت کړې او د پیښور په برخه کي له ټولو ادعاوو څخه لاس واخلې. (۲۶)
         هارلان وایی زه له امیر دوست محمد خان سره ناست وم چي دغه لیک را ورسیدی. هغه ماته لیک راکړ، ما ولووست، وروسته لاس پر لاس سو، ټولو ولوست. چا ویل چي امیردي یو ځل بیا هم له برټانیې سره په تماس کي سي. چا ویل چي د روسیې خوا دي ونیسی. چا لا ویل چي امیر دي برنس په سزا ورسوی. بالاخره یوه بارکزي مشر پیشنهاد وکړ چي هارلان ته دي له برنس سر د خبرو کولو وظیفه ورکړه سي. برنس په دې پوهیدی چی هغه نور هیڅ نه سي کولای او کله چي هارلان د خبرو پیشنهاد ورته وکړ نو برنس هغه یوه ورځ ټال کړ او بله ورځ بیخي خبرو ته حاضر نه سو. هارلان وایی زه بیخي حیران سوم چي برنس په دې اصل څرنګه نه پوهیږي چي دا د دوو هیوادونو تر منځ د حقوقو د مساوات څخه سرغړونه ده. ۲۷
       برنس د اپریل پر شپږویشتمه له کابل څخه حرکت وکړ او چارلس میسن هم له هغه سره یو ځای له کابله ولاړ. هارلان دا وخت څه باندي یو کال د امیر دوست محمد خان د پوځیانو په روزلو تیر کړي و. او اوس هغه وخت را رسیدلی وو چي هارلان خپل روزل سوي پوځیان د عمل په ډګر کی آزمییلي وای. امیر دوست محمد خان د ۱۸۳۸ کال په اوړي کي هغه ته وظیفه ورکړه چي د کندوز د اوزبک جنګ سالار مراد بیګ چاره وکړي. هغه تر خپلي کمبلي پښې ډیري اوږدې کړي وې. په لویو لارو کي یې کاروانونه لوټل او تر هره ځایه چي یې لاس رسیدی، خلک یې نیول او د غلامانو په بازارونو کي یې خرڅول. هارلان مراد بیګ ته د سزا ورکولو او لاري ته د سمولو لپاره څوارلس سوه سواره، یوولس سوه پیاده، دوه زره آسونه، څلور سوه اوښان ورسره واخیستل او د شمال پر لور یې حرکت وکړ. د هغه سره په دې پوځي سفر کي د امیر دوست محمد خان زوی سردار محمد اکرم خان هم ملګری وو. هارلان د سپټمبر په میاشت کي د شمال پر لور حرکت وکړ. دا وخت انګریزانو پر افغانستان باندي د مستقیم یرغل کولو او د امیر دوست محمد خان پر ځای د شاه شجاع د کښنیولو فیصله کړې وه. اکیزانډر برنس د دې مفکورې مخالف وو او استدلال یې کاوه چي که د دغه نیمایی مرستي چي موږ یې له شاه شجاع سره کوو له امیر دوست محمد خان سره وسي هغه به سبا ته د روسانو څخه مخ واړوي او د انګریزانو ملګری به سي. مګر کلاد وید، مکناټن او لارډ آکلینډ پر افغانستان باندي د یرغل کولو فیصله کړې وه او د اکټوبر پر اته لسمه یې د سیملې اعلامیه خپره کړه. د دې یرغل پړه یې پر دوست محمد خان واچوله؛ او اعلان یې وکړ چي هغه د انګریزانو له دښمنانو سره لاس یو کړی دی او تر څو چي هغه د کابل پر تخت ناست وي انګریزان به په هند کي د سولي او کراری مخ ونه وینی.
      هارلان په دغه وخت کي د شمال پر لور ډیر زیات پر مخ تللی وو او پر افغانستان باندي د انګریزانو د حملې څخه تر پایه بیخبره پاته سو. ښایی امیر دوست محمد خان هم دا فکر نه وو کړی چي انګریزان، پرته له هیڅ دلیل څخه، د هغه پر خاوره باندي، په دونه سپین سترګي، حمله وکړي.
       مخکي له هغه چي هارلان کندوز ته رسیدلی وای او مراد بیګ یې په سزا رسولی وای باید چي یو ځل یې له هزاره ګانو د کابل د حکومت حسابونه تصفیه کړي وای. هزاره ګانو له څه وخت راهیسي د کابل حکومت ته مالیات نه وه ورکړي. خو سره له دې هم ټول په دې خوشاله وه چي  د کابل څخه د مراد بیګ د خپلو لپاره قوه روانه سوې ده ځکه چي ټول هزاره د مراد بیګ حملو او د غلامانو په بازارونو کي د هغوی د ښځو او نارینه وو خرڅول کیدلو تر پزي رسولي وه.
       کندوز ته په لاره کي د سیغان ډیر مهم مرکز او سنګر پروت وو چي د محمدعلي بیګ په نوم یوه تاجک جنګ سالار حکومت پکښي کاوه. دا سړی د غلامانو په تجارت کي تر مراد بیګ کم نه وو او ده هم هزاره ګان تر پزي رسولي وه. هارلان لومړی پر سیغان باندي د توپچي قواوو یوه زوروره حمله وکړه او په ډیر لنډ وخت کي یې قلا فتح کړه او د شاوخوا علاقو اوسیدونکو ته یې د کابل د حکومتي قواوو زور وښود. د سیغان د قلا د فتح کیدلو سره د هزاره ګانو مشر محمد رفیع بیګ د سردار محمد اکرم خان خیمې ته ورغی او د کابل له حکومت سره یې د همکاری کولو ژمنه وکړه. د هزاره مشرانو د هارلان له پوځ سره تر لسو ورځو تیرولو وروسته هغه ته بلنه ورکړه چي د هغوی سیمي ته ورسره ولاړ سي او د هزاره ګانو قوه هم ورسره واخلي. هارلان د محمد رفیع بیګ او د هغه له پیر او وزیر سید نجف سره د هغوی سیمي ته روان سو.
         هارلان د محمد رفیع بیګ د حکومت د طرز او د خلکو د ژوندانه او اجتماعي اړیکو په باره کي ډیر په زړه پوري معلومات ورکوي او بالاخره د هزاره ګانو د ښځو په باره کي وایی د هزاره ګانو ښځي د دیوالونو شاته نه اوسیږي او مخونه نه پټوي. هغوی له خپلو نارینه وو سره په ورځني کاروبار کي مساوی برخه اخلي، ښکار ته ورسره ځي او حتی په جنګونو کي برخه ورسره اخلي. نارینه یې ښځو ته ډیر زیات درناوی لري. په هزاره ګانو کي ښځه او میړه نه بیلیدونکي دي. د خپل میړه سره په دفتر کي ناسته وي. د خپل میړه په څیر یې موزې په پښو وي او هر آن جنګ او حملې ته تیاره وي، او ښځي په جنګونو کي د خپلو نارینه وو په څیر زړه وري او غښتلي دي. میړونه له خپلو ښځو سره د مساوي انډیوالانو په څیر ژوند کوي. د ژوند په ټولو چارو کي سلا ورسره کوي او که چیري کومه مسله را منځته کیږي او ښځي حاضري نه وي نو میړونه د هغې مسلې فیصله د خپلي ښځي تر راتګ پوري ځنډوي. ښځي د نارینه وو په څير د غرونو په خطرناکو کمرونو کي په ډیره زړه ورتیا په ښکارونو کي مشغولی وي او په هوسیو پسي یې تازیان خوشي کړي او د نیزو وارونه کوي. د هزاره ګانو ښځي نه یوازي مغروري او زړه وري دي بلکه ډیري جذابي او ښایستې هم دي. ۲۸
      د هزاره ګانو مشر محمد رفیع بیګ، جوسیا هارلان ته خپله لور ورکړه او په جهیز کي یې آسونه، غلامان، کراستي، قالیني او راز راز جامې ورکړې. واده د ناوي د پلار په کور کي وو او د واده د مراسمو په ترڅ کي د آسونو مسابقې وسوې، نښي وویشتلي سوې او یوه بل ته یې سوغاتونه سره ورکړل. هارلان څو شپې ورځي په ښکارونو او میلمستیاو تیري کړې او په دې ترڅ کي یې د محمد رفیع بیګ سره یو تړون لاسلیک کړ او له هغه سره یې ژمنه وکړه چي هزاره ګانو ته به پوځي روزنه ورکوي او د کندوز پر لور یې حرکت وکړ     ۲۹
    کله چي هارلان کهمرد ته ورسیدی، هلته، د میرولي په نوم، د اوزبکو یو بل جنګ سالار، چي د خلم او تاشقرغان حکمران وو، او د مراد بیګ سره یې له ډیره وخته دښمني درلوده، د زرو تنو سپرو سره ورغی او ورسره ملګری سو. په لار کي یې د، صوفي بیګ په نوم، یوه بل اوزبک جنګ سالار د دره صوف پر مرکز باندي حمله وکړه. دره صوف د هارلان د توپچي قوې په مقابل کي ایله څو ساعته مقاومت وکړ او قلا فتح سوه. صوفي بیګ هم د مراد بیګ په څیر د غلامانو تاجر وو او د آسونو په بدل کي یې خپل نیول سوي کسان خرڅول. هغه ته په دې تازه شپو ورځو کي دریو سوو هزاره کورنیو پناه ور وړې وه او صوفي بیګ دې ته منتظر وو چي کله یې په ښه بیه خرڅ کړي. هارلان د دره صوف په قلا کي په وچو څاهانو او د قلا په سیاه چالانو کي دوه سوه هزاره بندیان پیدا کړل. هغوی یې سمدستي خوشي کړل او خپلو کورونو او دوستانو ته یې ولیږل.
     جوسیا هارلان د خپلو قواوو سره د کندوز پر لور حرکت وکړ. مراد بیګ ته تازه د دره صوف د فتح کیدلو خبرونه رسیدلي وه. هغه په ځان کي د هارلان د توپچي قوې او د هزاره او اوزبکو مخالفینو سره د جګړې توان نه لیدی. پرته له جنګه تسلیم سو او د هارلان سره یې موافقه لاسلیک کړه. د میرولي څخه ټولي نیولي مځکي یې خوشي کړې، امیر دوست محمد خان ته یې د مشرورور خطاب وکړ او دا یې ومنله چي نور به د شمالي اسیا او هند ترمنځ له کاروانونو څخه مالیه نه اخلي. چي دا په حقیقت کي د کابل له خزانې سره ډیره لویه مرسته وه.
       هارلان د خپل دې اوږده او له سختیو او خطرونو ډک سفر څخه ډیر راضي وو او د ۱۸۳۹ کال د مارچ په میاشت کي یې د کابل پر لور حرکت وکړ. د اپریل پر پنځمه کابل ته ورسیدی او سیده بالاحصار ته ولاړ. امیر دوست محمد خان یې ولیدی خو امیر په داسي حال کي نه وو چی د ده د بریالیو سفرونو کیسو ته غوږ ونیسي. دا وخت هغه له یوه بل ډیر قوي دښمن سره مخامخ وو. د برټانیې قواوو د هغه د نسکورولو او د کابل پرتخت باندي د شاه شجاع د کښینولو دپاره افغانستان ته قواوي ننه ایستلي وې. ۳۰
     امیر دوست محمد خان، خپل ورور نواب جبارخان، چي د انګریزانو سره په دوستي مشهور وو، په غزني کي، د انګریزانو کمپ ته د خبرو لپاره واستاوه. هغه د الیکزانډر برنس او وروسته پخپله له شاه شجاع سره وکتل او د دوست محمد خان پیشنادونه یې ورته وړاندي کړل. انګریزانو ورته وویل چي د امیر لپاره یوازینی لاره دا ده چي خپل ځان موږ ته تسلیم کړي او موږ یې هندوستان ته واستوو. نواب جبار خان بیرته کابل ته ستون سو او امیر ته پرته له جنګه بله لاره پاته نه سوه. هغه د دښمن مخي ته ارغندي ته ورغی او هلته یې خیمه خپل پوځیان ځای پرځای کړل. امیر غوښتل چي په میدان کي له دښمن سره وجنګیږي، مګر جنګ یې په چا کړی وای. د امیر په کمپ کي خیانت پیل سوی وو. د قزلباشو رشوت خواره مشران د امیر له کمپ څخه ووتل او چنداني وفادار ملګری ورته پاته نه سو. امیر شاوخوا وکتل او هري خواته یې نامردان ولیدل. په ټول ژوند کي یې د مړاني وینه داسي پر جوش نه وه راغلې. په هغه تنګسه کي چي ټولو نامردي وکړه یوازي دی پر خپله مړانه ټینګ ودریدی. امیر ته بله لاره پاته نه سوه او قرآن شریف په لاس، پر خپلو لښکرو وګرځیدی. ټولو ته یې ویل چي اخر مسلمانان یاست خپل نومونه مه بدوی او خپل دین ته سپکاوی مه کوی او د هغه چا غیږ ته مه لویږی چي وطن ته یې کافران راوستلي دي. ده ټولو ته وویل چي د ده تر بیرغ لاندي را ټول سي، یرغلګرو فرنګیانو ته ماته ورکړي او یا د دغه مقدس هدف په لاره کي شهیدان سي. وروسته یې بیا خپلو پوځیانو ته هغه سوګندونه ور په زړه کړل چي له ده سره یې یاد کړي وه. وروسته یې ټولو ته وویل چي تاسي دیارلس کاله زما نمک خوړلی دی. که تاسي حتما غواړی چي د بل بادار خدمت وکړی نو زما د کلونو احسانونو او خدمتونو په بدل کي دا یوه ځواني راسره وکړی. د فتح خان د ورور تر څنګ تر هغه ګړیه پوري ودریږی چي هغه د فرنګي سپیو پر سپرو عسکرو باندي خپله وروستۍ حمله کوي او وژل کیږي. بیا نو تاسي ولاړ سی او له شاه شجاع سره خپل تړون وکړی.
       د امیر دوست محمد خان دې وروستي خواست هیڅ ګټه ونه کړه، هیڅوک له ځایه ونه خوځیدی. په پوځ کي یې چنداني داسي څوک پاته نه وو چي د میړه حساب ورباندي وسي. په ډیری ناهیلۍ یې هري خواته وکتل او خپل بې زړه ملګري یې تر نظر تیر کړل.دی پوه سو چي تر خپل بیرغ لاندي د هغوی د بیرته را غونډولو لپاره هیڅ امید پاته نه دی. دی پوه سو چي شاوخوا خاینان او هغه نامردان ورباندي را ګرځیدلي دي چي هر ګړی غواړي یوازي یې پر میدان پریږدي. لومړی یې قزلباش رخصت کړل او وروسته یې ټولو هغو کسانو ته چي غوښتل یې د شاه شجاع خدمت وکړي رخصت ورکړ. ۳۱
   مؤذن د ماښام آذان کاوه چي د قزلباشو د قوماندان یو نوکر امیر ته راغی او ورته وې ویل چي قوماندان وایی زه ستا ساتنه نه سم کولای. ټولو عسکرو ښورښ کړی دی او غواړي تا پخپله خیمه کي مړ کړي.
     جوسیا هارلان په دغه صحنه کي حاضر وو او لیکي:
“ هغه په ډیره غوسه او لوړ آواز خپل نوکر ته ږغ کړل. مګر له قدرته لویدلي امیر ته حتی یو غلام هم پاته نه وو. یوه نابلده سړي هغه ته د اوداسه لپاره د اوبو ډکه کوزه راوړه. هغه په ډیر غمګین حالت کي خپل وروستی لمونځ وکړ. ده خپل لمونځ خلاص کړ او د خپلي بګړۍ په تړلو لګیا سو د خیمې په خوله کي یې زین کړی آس ولاړ وو. بې نظمو عسکرو، چي غامغال یې جوړ کړی وو، د امیر د خیمې خواته هجوم راووړ. د امیر محافظین تري تم سوي وه.د دوست محمد خان هغه نوکر چي د آس جلو یې نیولی وو، دې خوا ها خوا پوري وهل کیدی. یوه نوکر هغه بالښت کش کړ چي امیر تکیه ورته کړې وه. هغه بل راوځغستل او د قیمتي ایراني غالۍ څخه یې د ټوټې په جلا کولو پیل وکړ. هغه دریم سړي د امیر د لمانځه ښایسته مسله وتښتوله.
 امیر ناره کړه چي ودریږی! د بګړۍ د تړلو وخت خو راکړی. امیر په ډیري ناهیلۍ هغو کسانو ته وکتل چي ده نازولي وه او یو وخت یې د ده په مخ کي د ده ستایني کولې. کله چي امیر له خیمې څخه را ووت نو ږغ یې کړل چي په خیمه کي هر څه په لاس درځي هغه ټول واخلی او خیمه هم ستاسو ده. په یوه ګړي کي چور جوړ سو، پر خیمه باندي یې هجوم ورووړ، توري را ووتلې خیمه، د خیمې تناوونه، غالۍ، بالښتان او پردې چور سوې.امیر خپله پښه په رکاب کي کړه. د امیر هغو پخوانیو طرفدارانویوه بل ته سره وکتل چي د قدرت په وخت کي یې تر ټولو نیژدې ملګري او نن یې لومړۍ درجه دښمنان وه. د امیر ځیرکو سترګو په دغه حال کي هم هغوی ولیدل او یو دم پر آس سپور سو. په دغه وخت کي چي عسکر او نوکر په چور او تالان لګیا وه، د وسلو او مهماتو په ډیپو کي څو پر له پسې چاودني وسوې. امیر د چاودنو په اثر جوړ سوي دود او غبار خواته خپل آس رهي کړ ، له سترګو پناه سو او ځان یې د دښمنانو له تعقیب څخه وژغوره”. ۳۲
هارلان وایي ده نه غوښتل چي د شاه شجاع له رژیم سره کار وکړي. خو ده بیا هم له مکناټنSir William Macnaghten  سره چي دی وایی ډیر په ځان مغرور سړی وو، تماس ونیوی او هغه ته یې پیشنهاد وکړ چي د پخواني رژیم له مشرانو سره به د هغوی د روغي جوړي لپاره منځګړتوب وکړي، څو د نورو وینو تويیدلو مخه ونیوله سي. امیر دوست محمد خان تر هندوکش اوښتی وو ، خو د هغه وراره نواب زمان خان په جلال اباد کي پټ وو. نواب د برټانیې د قواوو د یرغل څخه سره سم د هارلان څخه وغوښتل چي که برټانیه د هغه د ژوند ضمانت وکړي نو دی به د جلال اباد یاغي غلجي قبایل له ښورښ څخه را وګرځوي. غلجي قبایل چي ډیر جنګي او ټینګ مذهبي خلک وه د شاه شجاع له پاچا کیدلو سره سخت مخالف وه. مکناټن په دغه ډول روغه جوړه خوشاله وو او شاه شجاع هم د نواب زمان خان د ژوند د ضمانت د پاره یو لیک ورکړ او ورته وې لیکل چي د زمان خان سره به ښه سلوک وسي. هارلان وایی زمان خان هم زما په مشوره عمل وکړ او د غلجیو له مشرانو سره یې خبري وکړي چي د شاه شجاع له حکومت سره مخالفت ونه کړي. خو هارلان وایی چي د برټانیې قواوو نواب زمان خان ته د هرکلي ویلو پر ځای هغه په کور کي نظر بند کړ. ما د انګریزانو په وعده اعتبار وکړ خو هغوی زما له وجود څخه بده استفاده وکړه. دی د دې کار پړه پر خپل زاړه رقیب الیکزانډر برنس باندي، چی دی وایی هیڅ ډول اخلاقي اصول یې نه رعایتول، اچوي. هارلان وایی هغه زما سره شخصي دښمني پالل او زما په نفوذ یې کست کیدی. هارلان خبرداری ورکړی وو چي غلجي قبایل، چي د هند په لاره کي پراته کوتلونه یې په کنټرول کي دي، د نوي رژیم لپاره ډیر خطرناک دي. د هارلان پر دې مشوره باندي چا غوږ ونه نیوی او د دې پرځای چي د غلجیو د کنټرولولو لپاره د هارلان او زمان خان له نفوذ او پوهي څخه ګټه واخیستله سي هغوی تحقیر سول. دا داسي یوه فیصله وه چي مکناټن او برنس دواړه به له مرګ څخه مخکي ورباندي پښیمانه سوي وي. ۳۳
        هارلان وایی نوي رژیم کولای سوای چي د قبایلو مشران او د پخواني رژیم مقامات راضي وساتي . خو شاه شجاع د غچ اخیستلو لپاره راغلی وو او ټول هغه کسان یې چي له حکومت سره د همکارۍ کولو لپاره حاضر سول، د انګریزانو په سلا او هدایت د بندیخانو شمه کړل او په عوض کي یې هغه کسان مقرر کړل چي د هغه د دیرش کلن تبعید په وخت کي یې غوړه مالۍ ورته کړي وې. ۳۴
  هارلان وایی د برټانیې قواوو ته دا معلومه نه وه چي په افغانستان کي د دې یرغلګرو کفارو په مقابل کي هره ورځ څومره کرکه زیاتیدله، ځکه چي انګریزانو هغوی ته په ډیره سپکه سترګه کتل او د هغوی د ناموس رعایت یې نه کاوه. الیکزانډر برنس وایی خراب وزیران د هر حکومت په مقابل کي د کرکي د راپاریدلو تر ټولو لوی عامل دی او زه فکر نه کوم چي هیڅ پاچا به د شاه شجاع په ډول خراب وزیران درلودلي وي. ۳۵
 شاه شجاع له لودیانې څخه د ملاشکور په نوم خپل یو باوري سړی ورسره راوستلی وو. هغه په عمر زړو او ډیر کمزوری وو. حافظه یې دونه کمزورې وه چي یوه ورځ به یې یو سړی ولیدی بله ورځ به یې نه پیژاند. شاه شجاع د خپلي پاچهی په وخت کي له هغه څخه د کومي خطا له امله دواړه غوږونه پرې کړي وه. دا سړی د پاچا وزیر وو او پر شاوخوا یې داسي کسان را ګرځولي وه چي هیڅ یوه یې په فساد او خیانت کي ساری نه درلود. چا چي به د هغه له لاسه انګریزانو ته شکایت وکړ، انګریزانو به پر ملاشکور باندي خط ورکړ او ملا شکور به هغه ته د شکایت په ګناه سزا ورکوله. ۳۶
     هارلان هم د نورو افغانانو په څیر په غوسه وو او په ډیر افسوس یې هغه وختونه ور په یادول چي دا ښار خپلواک وو. دی وایی هغه کابل چي د زرو باغونو ښار وو، او په هغو شپو کي جنت بلل کیدی اوس یې د اوسیدونکو په زړونو کي خوښي پایماله سوې ده. ما دا هیواد د نظم او کرارۍ په وخت کي لیدلی وو. اوس د هغو بې احساسو بیګانه وحشي خوګانو ناروا مداخلې چټل کړی دی چي عادات یې شریر دي، ذوق او سلیقه یې د کوڅه ډبو ده، د هغو مشرانو د لاس آلې دي چي د وینو تږي دي او فتوحاتو ته یې مخه کړې ده. د کمزورو زړونه یې آزار کړل او د خلکو په زړونو او حنجرو کي یې د خوښۍ او خوشالۍ اوازونه خاموش کړل.  ۳۷
       هارلان ته دوه کاله پرله پسې امیردوست محمد خان په بالاحصار کي ځای ورکړی وو. هارلان یو ماپښین خپل کورته ولاړ خو کتل یې چي د ده کور د شاه شجاع یوه درباري اشغال کړی دی. او تر ټولو بده لا دا چي د برټانیې یو پوځي ډاکټر جیمز اټکینسنJames Atkinson  د هغه پر یوه ښه آس باندي سپور وو. هارلان وایی سمدستي مي اټکینسن له آسه را وغورځاوه او آس مي ورڅخه واخیست. وروسته په ډیر تلوار کورته ننوتلم او اشغالګر مي له خپل کور څخه په پوري وهلو وایست. درباري او اټکینسن د انګریزي پوځ سرمامور جي ایچ مګریګورG.H.McGregor ته شکایت وکړ. هغه ماته سمدستي یو لیک را واستاوه او راته وې لیکل چي آس او کور او نور هر څه د انګریزي فاتحانو مال دی. هارلان وایی زما اعصاب خراب سول او مګریګور ته مي ولیکل چي زه په دې ملک کي یو بیګانه یم او یو څو شپې به دلته یم. زه نه د برټانیې له حکومت او نه د افغانستان له حکومت سره اړه لرم. زه باید اعتراف وکړم چي د برټانیې د پوځ دا حق په رسمیت نه سم پیژندلای چي د امریکا د یوه تبعه په مال دي دعوه وکړي. هارلان میګریګور ته په خپل لیک کي ولیکل چي کور او سامان نور په برټانیه اړه لري او آس هم ډاکټر اټکینسن ته ورکولای سي. زه سبا له دې ملکه روانیږم. ۳۸
هارلان دونه په غوسه وو چي خپل ټول سامانونه حتی خپله ورته ګرانه کتابخانه یې په کابل  کي پریښودله او د ۱۸۳۹ کال د اکټوبر پر نولسمه له هغه ښار څخه ووت. که څه هم چي هارلان هر وخت ویل چي په خپله خوښه له کابل څخه ولاړ مګر د هغه برټانوي مخالفینو ویل چي هغه یې له کابل څخه وتلو ته مجبور کړ. هند ته یې واستاوه. په لودیانه کي یې د لنډ وخت لپاره توقیف کړ؛ کلکتې ته یې واستاوه او بیا یې نو د هغه هیواد په لګښت چي ده تر مرګه کرکه ورڅخه کوله امریکا ته ولیږی. ۳۹
 هارلان ولیکل چي د برټانیې پوځ خپل مخالفین ډیر ژر وځپل. او دوی یوازي هغه وخت قناعت کوي چي افغانان یوازي تسلیم ته نه بلکه غلامۍ ته غاړه کښیږدی او د هغوی ملي هویت په بشپړه توګه له منځه یوسي.  د دې نتیجه به داسي فاجعه وي چي برټانیې به په ټول ژوند کي لیدلې نه وي. هارلان لیکي چي که یو هیواد د بل هیواد خلک د پوځ په زور وځپي، په داسي حال کي چي د هغه هیواد خلکو په یوه سلا د ازادۍ لپاره ملا تړلې وي نو دا داسي معنی لري لکه یو څوک چی د یوه بشپړ ملت د بندي کولو تکل وکړي. دغه ډول ټولي پروژې موقتي او کم دوامه دي او نتیجه یې معمولا فاجعه وي. اشغالګر پوځ باید هر  وخت د ځپل سویو او توهین سویو خلکو د انتقام له لمبې څخه  اندیښنه ولري، او دا ویره ورسره وي چي که دا ټول خلک په قار سول او په پټو سترګو یې په یوه ناره مقاومت او یرغل پیل کړ موږ به څه کوو. ۴۰
          د برټانیې د وروستیو ادعاوو په خلاف، هارلان کلکتې ته بیخي تللی نه دی بلکه د لویدیځ لوري ته یې مخ واړاوه، اروپا او روسیې ته ولاړ او دې سفرونو یې دوه کاله واخیستل... داسي ښکاري چي هغه به، په لاره کي، په ایران کي له یو شمیر مسیحي مبلغینو سره کتلي وي او هلته یې ځان د فلادلفیا اوسیدونکی ډګروال جوسیا هارلان معرفي کړی دی. د ۱۸۴۰ کال د سپټمبر تر شپږمي پوري په قاهره کي وو او د امریکا له کونسلګری څخه یې، د اروپا د سفر لپاره، خپل پاسپورټ ترلاسه کړی او په پاسپورټ کي یې ګواکي ترفیع کړې او جنرال هارلان پکښي لیکلی دی. له قاهرې څخه برټانیې ته له هغه ځایه روسیې ته او وروسته امریکا ته ستون سوی دی.
     هارلان ټول هغو برټانوي مقامات چي پر افغانستان باندي یې په یرغل کي لاس درلود وغندل. هغوی یې خودخواه، مغرور او حتی احمق وبلل او د برټانیې امپراطوري یې هغه پراخه او ستره فاسده دستګاه وبلله چي په میلونونو ځپل سویو او لوټل سویو خلکو ته یې پرته له بدمرغۍ بل هیڅ نه دي راوړي. دوی نه د آسیا هیوادونو ته اروپایی مدنیت او هنرونه ور وړي دي او نه یې هغوی ته علم وروړی دی. بلکه د برټانیې حکومت د برټانوي هند ټولو کروندګرو ته زولنې په سوغات وروړي دي. هغي سیمي ته چي ستر سکندر تمدن ورووړ، برټانیې قحطي، نارضاییت، د عایداتو کموالی، د جنایتونو پراخوالی، ښوروښونه او بلواوي، مالي بحرانونه او مفلسي، د حق په مقابل کي زور، د کښت او کروندې کموالی او نوري ټولي بدمرغۍ ور وړي دي. نه کانالونه جوړ سوي دي، نه سړکونه تیار سوي دي، نه عامه خدمات درک لري، نه تعلیم او تربیه سته . موږ هلته د پوځي استبداد نتایج ګورو. هغه حکومت چي پر میلیونو انسانانو باندي په وچ زور تپل سوی وي او د توري په زور چلیږي او د بشر دوستی هیڅ اساس ونه لريو له حرص څخه زیږیدلی وي او د استبداد په قوه وچلیږي هغه بالاخره په وینو کي ډوبیږي.
  هارلان د برټانیې د پوځ او پوځي عملیاتو لپاره ډیره تاریکه آینده پیش بیني کوله او ویل یې چي د هندي قفقاز پر څوکو باندي وریځي را ټولي سوي دي او د برټانیې پر پوځ باندي به د بریښناوو او تندرونو باران جوړ کړي. دا وریځي په ټول هند کي د هر برټانوي د تباه کیدلو زیری ورکوي. ده پیش بیني کړې وه چي هر کله خلک را پورته سي نو په هند کي د برټانیې قوت سمدستي پرته له مبارزې ختمیږي او موږ به ګورو چي د هند پوځیان به برټانوي افسران په خپلو بسترو کي زیندۍ کوي. ۴۱
هارلان په داسي وخت کي خپل یاداشتونه خپاره کړل او په داسي حال کي یې پر برټانیې باندي حملې پیل کړې چي هغوی په هغو شرایطو کي، چي تازه یې په افغانستان کي زخم خوړلی وو، د داسي انتقادونو او غندنو توان نه درلود. مشهور انګریز مورخ سر ویلیم کې، چي په هغه وخت کي یې د افغانستان د جنګ تاریخ لیکی، هارلان ته دونه په غوسه سو چي هغه یې یو داسي چالاک سړی وباله چي هیڅ ډول اخلاقي اصول نه لري. برټانوي لیکوالانو او سیاستمدارانو د هغه سختو انتقادونو ته د انګریزانو سره د بیځايه دښمنۍ رنګ ورکړ او د هغه لیکني یې له اعتباره وغورځولې. که څه هم چي د انګریزانو تاریخ پوهانو او ستراتیژیسټانو هغه په پټه لوستلې.  ۴۲
     د هارلان خاطرات، چي درې ټوکه  کیدل، چا ورته چاپ نه کړل، ځکه چي د احتمالي خپریدلو څخه مخکي د برټانیې د حکومتي مقاماتو له سخت مخالفت سره مخامخ سو. هغه پیسې چي هارلان له افغانستان او پنجاب څخه خپلي خورته را لیږلي وي، خپلوانو یې لګولي وي او چنداني څه یې ده نه وه پرې ایښي. هارلان له یوې کلیوالي ښځي سره واده وکړ. داسي ښکاري چي له ښځي سره یې ژوند ښه نه تیریدی. ویل کیږي چي د هارلان د خاطراتو ډیره زیاته برخه، چي بله نسخه یې موجوده نه وه، د ده میرمني د اور پیلوزی کړ. هارلان بالاخره د ۱۸۷۱ کال د اکټوبر پر یویشتمه د امریکا د سانفرانسیسکو په ښار کي د ۷۲ کالو په عمر وفات سو. یوه ورځ وروسته په داسي حال کي خاور ته وسپارل سو چي پر جنازه باندي یې خپلوان حاضر نه وه او هیچا اوښکي پسي تویی نه کړې.
            References
1: The Man Who would be King. Ben Macintyre: United States 2004
( pp29-30)
2: ibid p 58
3: ibid pp 124-125
4: ibid pp 129-130
5: ibid p 140
6: ibid p 159
7: Correspondence Related to Persia and Afghanistan. London 1839 p337
8: ibid p 340
9: ibid pp 329-330
10: ibid 360
11: ibid pp 330-331
12: ibid pp 369-370
13: Narrative of Various Journeys in Balochestan, Afghanistan and the Punjab. Charles Masson, Munshiram Manoharlal Publishers 1997 pp 262-263
14: Correspondence pp 359-360
15: ibid 360
16: History of the Punjab. Ikram Ali, Low Price Publications , Delhi 1993 pp 51-53
17: The Man Who would be King pp 189-190
18: ibid p 190
19: Narrative p 382
20: History of the Punjab, pp 57-58
21: The Man who p 194
22: ibid pp 194-195
23: Correspondence pp 407-408
24: ibid p 410
25: ibid 429
26: The Man pp 205-206
27: ibid pp 206-207
28: ibid p 225
29: ibid p 226
30: ibid pp 228-240
31: History of the War in Afghanistan. Sir John William kaye, First Indian Reprint 1999 pp 453-455
32: The Man Who would be King pp 245-246
33: ibid pp 248-249
34: ibid p 249
35: ibid p 250
36: History of the War pp 482-483
37: The Man Who would be King p 251
38: ibid p 252-253
39: ibid 253-254
40: ibid 254
41: ibid 264
42: ibid 265