د افغانستان معاصر اقتصاد ته یوه لنډه کتنه ۳
27.02.2013 21:29د یویشتمې پېړۍ په لمړۍ لسیزه کې د هېواد بیا رغونه او اقتصادي پرمختیا او یو څو وړاندیزونه
د ۱۳۳۶ ل کال څخه تر ۱۳۸۸ ل کال پورې ، په بېلابېل پیر کې د معدني ، فابریکوي او برېښنا تولیداتو د کچې یو پر تلیز انځور .
په هېواد کې د پرېــــــمانه روانو اوبو سره سره ، چې د هیواد په دننه کې د بـــــــریــښـــــنا د تولید لپاره یوه ډېره ښه او په زړه پورې سرچینه بلل کیږي ، افغانستان خپله د اړتیا وړ بریښنا ( ۱، ۲۴۹ میلیون کیلوواټ په ۱۳۸۷ ل کال او ۶، ۶۶۹ میلیون کیلوواټ په ۱۳۸۸ ل کال کې ) د ګاونډیو هېوادونو لکه ایران ، تاجکستان ، ترکمنستان ، او ازبکستان څخه ، په ترتیب د ۳، ۳۶۰ او ۶، ۱۳۱۱ میلیون افغانیو په بیه وارد کړې ده [ ۱۳ مخ ۱۴۵ ] . سر ه لدې چې ، د هېواد په کچه د بریښنا د کارکوونکو شمېر په ۱۳۸۳ ل کال کې د ( ۲۷۹۹۴۹ ) څخه په ۱۳۸۹ ل کال کې و (۷۲۰۰۰۰ ) کسانو ته لوړ شوی دی [۱۹] ، خو ددې سکټور د پراختیا لپاره د دادومره مرستو سره بیا هم لکه څنګه چې ښایي بنسټیز کارونه ( د برېښنا د نوو سټېشنونو یا کارخانو جوړېدل ) نه دي تر سره شوي . او یواځې په واریداتي برېښنا بسنه شوې ده .
د ۱۳۸۱ ل کال راهیسي د وانیو په چارو کې د پام وړ خوځښت لیدل کیږي ، په لویو ښارونو او په تېره بیا په پلازمنه کابل کې خورا زیاتې خصوصي او شخصي ودانۍ جوړې شوې دي . همدارنګه یو زیات شمېر دولتي ودانۍ ، لویې لارې ، پلونه ،هوائی ډګرونه ، ښوونځي ، روغتونونه او داسې نور د مرستندویه هیوادونو په مرسته د روانې پېړۍ په لمړۍ لسیزه کې جوړ شوي دي . په ټول هېواد کې ۴۲۱۵۰ کیلومتره سرک شتون لري چې د هغې جملې څخه ۱۲۳۵۰ کیلومتره قیر او ۲۹۸۰۰کیلومتره خام یا غیر قیریزي دی [ ۲۱په ۲۰۰۶ ] . یواځې د حلقوی سرک اوږدوالی ۳۳۶۰ کیلومتره ته رسیږي ، چې څوارلس ولایتونه سره نښلوي [۲۲]. د حلقوی سړک لپاره درې ملیارده ډالره په پام کې وو چې ۲،۵ ملیارده یې کارول شوي دي [۲۳] . د اقتصاد وزارت د رپوټ له مخې په ورستیو څو کلونو کې ۶۱۰۰ کیلومتر حلقوي ، سیمه یز ، او ولایتي سرکونه قیر ( چې په دې توګه د [۱۹ او ۲۲ ] شمېر له مخې په ټولیز ډول د قیر شوي سرک کچه باید ۱۸۰۰۰ کیلومتر ته رسیدلای وایي ، چې نه ده ) او د ۱۲۲۵ کیلومتر په اوږد والي د اور ګاډي د پټلۍ د جوړولو لمړني څېړنیز کارونه او د هغې جملې څخه ۷۵ کیلومتر آبادول د تېرو څو کلونو د لاس ته راوړنو څخه بلل کیږی . همدارنګه په تېرو دریو کلونو کې د ۷۰۰ بندونو ، سربندونو او کانالونو ودانول او یا بیارغول ، او د ۱۴۲۲۳۴ هکتاره ځمکې خړوبول یاد شوي دي [۱۹ ] . څرنګه چې افغانستان یو غرنی او وچې پورې تړلی هېواد دی، د سمندري ترانسپورت او تر دې مهاله د اور ګاډي د نه شتون له کبله د وګړو او مالونو د لېږد را لېږد لپاره د لاریو ، بســــــــــونو او وړو موټــــــــرو څخه کار اخستل کیږي .
د یو لړ ورکړل شوو شمېرو له مخې په ۱۳۸۸ ل کال کې د لاریو شمېر (۱۶۹۷۳۷ ) ، د سرویسونو شمېر ( ۷۱۵۸۱) عرادې وو ، چې په ټولیز ډول د ټولو وړو او غټو ثبت شوو موټرانو شمېر په همدغه کال ( ۱۰۳۶۰۲۵ ) عرادې ښودل شوی دی . [۱۳ ، مخ ۱۶۲ ] .
که څه هم په دې ورستیو څو کلونو کې د ځمکني ترانسپورت تر څنګ د هوائی ترانسپورت په برخه کې یو څه پرمختګ شوی او د همدغه چارو د تر سره کولو د پاره اســــــانتیاوې بـــــــرابرې شوې دي خو بیا هم لکه څنګه چې لیدل کیږي ، ډېرې ستونزې لا پر ځای پاته دي . د ځینو معلوماتو له مخې د اریانا افغان هوائی شرکت ۹ فرونده بوینګ الوتکې لري ، چې یواځې په ۱۳۸۸ ل کال کې یې ۲۹۳۰۰۰ مسافرین او ۳۲۷۷ ټنه مالونه لیږدولي دي . ددې ترڅنګ درې نور خصوصي هوائی شرکتونه هم ۱۲ فرونده مسافروړونکې الوتکې په واک کې لري ، چې په همدغه کال یې ۴۲۱۰۰۰ مسافرین لېږدولي دي . ددغه خصوصي شرکتونو د جملې څخه یواځې د صافي هوائی شرکت ۲۶۳ ټنه مالونه هم لېږدولي دي [ ۱۳ مخ ۱۶۲ ] .
د یوویښتمې پېړۍ د لمړۍ لسیزې په دوهمه نیمائې کې د هېواد په مخابراتي سستم کې د یادونې وړ پرمختګ شوی دی . د مخابراتو د وزارت د دروستیو معلوماتو له مخې د موبایل د مخابرې څخه ۱۳میلیون ګډون کوونکي ګټه پورته کوي ، همدارنګه یو ملیون د انترنېت د شبکې څخه کار اخلي . [۱۷] . که په ۱۳۳۶ ل کال کې د تلیفون شمېر ۴۰۲۸ پایي و ، په ۱۳۵۷ ل کال کې ۲۲۱۵۴۶ پایو ته و رسېد[ ۱۱] خو په ۱۳۸۸ ل کال کې د ثابتو ټیلفــــــــــــونونو شمېر لا اوس هم وروسته پاتې او ۱۴۰۲۰۵ پایي ښودل شوی دی . [ ۱۳، ۱۶۲ مخ ] . په ټولیزه توګه د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژۍ په برخه کې ۶ ،۱ ملیارد ډالره پانګونه شوې ده [۱۹] .
ددې تر څنګ په همدې موده کې د بانـــــــــکي سســـــتم په برخه کې مثبت بدلون تر سترګو کیږي . اوس مهال په هېواد کې لس خصوصي افغاني بانکونه ، دوه دولتي او پنځه د بین المللي بانکونو څانګې فعاله دي .
همدا راز په ورته وخت کې ، لمړنیو روغتیایي خدمتونو د پوښښ ساحې ته ۸۷ سلنه پراختیا ورکړل شوې ده چې په دې ډول لومړنیو خدمتونو ته د دوو ساعتونو مزل څخه وروسته په هېواد کې ۶۶ په سلو کې خلک لاس رسی لري [۱۹] . خو بیا هم د هېواد یو زیات شمېر وګړي د یوې عادي او معمولي ناروغۍ د علاج لپاره نورو هېوادونو او په تېره بیا پاکستان او هند ته سفر کوي .
د ښــــــوونــــې او روزنــــــې او عالي تحصیلاتو په برخه کې د ۱۳۳۵ ل کال څخه تر ۱۳۸۸ ل کال پورې د پام وړ پرمختګ لیدل کیږي . په تېره بیا د روانې پېړۍ په لمړۍ لسیزه کې د عالي تحصیلاتو په برخه کې د دولتي پوهنتونونو تر څنګ یو زیات شمېر خصوصي پوهنتونونه او تعلیمي موسسې هم منځ ته راغلي دي . چې د یو لړ شمېرو له مخې به یې په لاندې لښتلیک کې پرتلیز انځور وښودل شي .
لکه څنګه چې د پورتني جدول څخه څرګندیږي په ۱۳۸۸ ل کال په هېواد کې د نورو دولتي او خصوصي پوهنتونو تر څنګ د مسلکي زده کړو په موخه په ۳۲ دولتي او خصوصي مسلکي انستیتوتونو کې د ۶۷۹ استادانو له خوا درسي چارې پر مخ وړل کېدلې . او همدا راز په همدغه کال په ۵۳۲ دیني مدرسو او دارالحفاظونو کې ۱۲۳۴۶۷ زده کوونکي د ۴۴۸۶ استادانو له خوا د درس ورکولو د ګټې څخه برخمن وو. د نوو معلوماتو له مخې اوس مهال په هېواد کې اوه نیم ملیون ماشومان ښوونځیو ته ځي . نور بیا