د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ويښ افغان د تعليمي کړيو په اړه لنډ رېپوټ

نظیف الله ځیرک 24.02.2013 15:06

ويښ افغان ټولنيز اصلاحي تحريک د خپلو ټولنيزو خدمتونو په لړ  کې ښوونې، روزنې او عامه  پوهاوي  ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او په همدې موخه يې تر اوسه يو زيات شمېر علمي کار غونډې (ورکشاپونه)، سيمينارونه او کنفرانسونه جوړ کړي دي. ويښ افغان همداراز هڅه  کړې د هېواد په هغو لرې پرتو سيمو کې چې هلته د ماشومانو لپاره د زده کړې امکانات نشته او يا يو شمېر ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې شوي، د لومړنيو زده کړو پروګرامونه پلې کړي. څرنګه چې دويښ افغان د اصولو له مخې د بهرنيو  او دولتي فنډونو اخېستل منع دي، د دغو تعليمي پروګرامونو لګښت د ويښ افغان  غړو په غاړه اخېستی او په مياشتني ډول ونډه ورکوي. د ويښ افغان د غړو تر څنګ يو شمېر نورو هېواد پالو افغانانو هم له دغو هڅو مالي او معنوي ملاتړ کړی دی، چې په دې لړ کې د لاندې دوستانو نومونه يادولی شو:
۱ ډاکتر همايون همت (په جرمني کې مېشت افغان ډاکتر) : زر يورو
۲ – ډاکتر نصير وردګ ( په  هالنډ کې مېشت افغان ډاکتر) سل يورو
۳ – په سويډن کې يو شمېر افغانانو د ډاکتر نجيب زاخېلوال له لارې ۴۸۰۰ افغانۍ
۴ – ښاغلي مطيع الله رووفي ( په جرمني کې مېشت افغان): ۱۵۰ يورو
۵ – حاجي صيب سردار ولي (خوست): ۳۸ زره کلدارې
۶ – سيد  عبدالله وليزي (کابل): ۱۰۰ ډالر
۷ – ډاکتر علي کريمي (کابل) دوه زره افغانۍ

ويښ افغان له دغو ټولو با احساسه او هېوادپالو دوستانو څخه د زړه له کومې مننه کوي او د الله (ج) له درباره  ډېر اجرونه ورته غواړي.


په ننګرهار او خوست کې تعليمي کړۍ

د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ په باريکاب کې د  ويښ افغان په مرستو د لومړنيو زده کړو دوې تعليمي کړۍ جوړې شوي او له تېرو لسو مياشتو د کلي د  ملا امامانو په مرسته ماشومانو ته د دين د زده کړې تر څنګ پښتو ليک لوست او  لومړنۍ رياضي ورښودل کېږي. په دغو کړيو کې د زده کړې بهير د ارزونې په موخه د روان کال د سلواغې په ۲۵ نېټه د ویښ افغان اصلاحي تحریک د جلال آباد  څانګې کتنپلاوی چې مشري یې ډاکټر زرعلي معروف کوله د باریکاب علي خیلو کلي ته لاړ او د سلطان عزیز اعزام په حجره کې یې سره ناسته وکړه، په غونډه کې زیاتو ځوانانو او د تعلیم القرآن والسنة د مدرسي او ښوونیز مرکز استاذانو ګډون درلود. په پيل کې د نوموړې مدرسي ناظم مولوي جهانزیب د ویښ افغان له غړو څخه د مننې تر څنګ وویل: په خواشینۍ سره ویلی شو چې باریکاب کلي کې نا امنیو زور اخیستي چې د زده کړې او ښوونې بهیر باندي یې منفي تاثیر کړی؛ خو سره له دې هم ځینې با احساسه ځوانان اوږه په اوږه سره کار کوي چې تر څو د خپلو کلیوالو د زده کړې او ښوونې لپاره آسانتیاوي برابري کړي چې یو له هغو ځوانانو څخه سلطان عزیز اعزام دی چې په دې سختو شرایطو کې د ویښ افغان اصلاحې تحریک او ځینو ملي سوداګرو په ملتیا په دې توانیدلی دی چې د تعلیم القرآن و السنة مدرسة او ښوونیز مرکز په مادې او معنوي پلوه حمایه کړي، زموږ مدرسه د ګوتو شمار شاګردانو څخه پیل کړی و؛ چې اوس – الحمد لله ـ ۲۰۰ شاګردان لري چې اتیا پکې ښځینه دي او ۸۰ نارینه شاګردان په لیلیه کې اوسیږي، چې د ۶ کلن څخه تر ۱۶ کلن پورې ماشومان برخه پکې اخلي.
ډاکټر زرعلي معروف د ویښ افغان د اصلاحې تحریک  په فعالیتونو او تګلاره لنډ نظر واچاوه او له روانې غميزې څخه د وتو لپاره يې د نر او ښځې د زده کړې پر اهميت ټينګار وکړ.
 وروسته راغلی کتنپلاوی د تعلیم القرآن و السنة مدرسې او ښوونیز مرکز ته لاړ چې فعالیتونه یې له نږدې څخه وارزوي. په مدرسه کې د قرانکریم زده کړې په ناظره او حفظ او د لیک او لوست زده کړې ترسره کېږي. د مدرسې اشراف او د لیلیې مسئولیت قاري نجیب الله په غاړه درلود، او شپږ نور استاذان: مولوي رحیم شاه، مولوي عبدالرحیم، قاري ظاهرالله، قاري مسلم، قاري محمد سعید او قاري محمد هارون چې د سهار له مانځه څخه تر ماښامه د خپلو شاګردانو په تربیت او ښوونه کې په پراخه سینه په لږو امکاناتو او معاشونو کار کوي، هغه پیسي چې له ویښ افغان له لورې نوموړې مرکز ته

ورکول کیږي په شپږو استاذانو ویشل کیږي چې په کابل کې د یو عادې مامور د موبایل کارت مصرف هم نشي برابرولی، خو دوی د الله رضا او د ولس خدمت کې هوساینه او د دنیا او آخرت کامیابې لیدلې. اعاشه له کورونو څخه د چاندې په حساب راټولیږي، شاګردان په لوښو او پیزکو باندې کیني، د تعجب ځاې دا و چې دوه خونې هم د طعام خورۍ، هم د لیلیي او هم د مسجد کار ورڅخه اخیستل کیده، د قرآن شریفونو کمبود هم و، د سیمې ځینو شتمنو له لورې د بریښنا لپاره د سولر ۳ تختې او دوه بټرۍ کومک ورسره شوی و، چې په ژمې کې د رڼا لپاره کار ورکوي خو د دوبي لپاره نورو سولر تختو ته اړتیا لیدل کیږي، فرش یا سترنجۍ لپاره ډیر ضرورت شته، مسجد لپاره مدرسه ځاې لري خو امکانات نه لري چې مسجد پرې آباد کړي، د دریو نوو خونو په تهداب باندې کار روان و، تر اوسه د حج اوقافو او یا د ننګرهار چارواکو له لورې کوم کومک نه دی شوی، که چیرته دغه مرکز په اساسې توګه ورغول شي نو د بټي کوټ ولسوالۍ ډیری وګړي به د دینې او عصري علومو تنده په همدې مرکز کې ماته کړي. د مدرسې او کورس استاذانو هیله درلودله چې د ویښ افغان غړي باید له موږ سره خپلو کومکونو ته ادامه ورکړي او د ښوونیز مرکز په رغونه کې له هیڅ ډول همکارۍ څخه ډډه و نه کړي.
او بیا کتنپلاوی د باریکاب د دوهم فارم لوري ته لاړ چې هلته یې د ویښ افغان د ښوونیزو فعالیتونو په لړ کې له  یو بل ټولګې څخه کتنه وکړه، د کورس استاذ محمد نسیم نومیده، ۵۰ شاګردان یې درلودل چې ۲۰ یې ښځینه ول، د قرآنکریم، ریاضي او لیک او لوست درسونه یې په مخ وړل.

په خوست کې د نجونو د لومړنيو زده کړو کړۍ

د خوست ولايت په مندوزيو کې هم  د ويښ افغان په  مالي ملاتړ او د افغان اديب او ليکوال الحاج عبدالکريم پتنګ په هڅو  د دوی په کلي کې د  نجونو لپاره د لومړنيو زده کړو يوه کړۍ جوړه شوې، چې له دريو مياشتو راهيسې يې په کار پيل کړی دی. په دغه کړۍ کې شاوخوا څلوېښت تنه نجونې زده کړې کوي او د تدريس چارې يې د هماغه کلي دوې تنه باسواده نجونې پر مخ وړي. بغدادي قاعدې او د ليک لوست مواد او پښتو کتابونه هم ټول د پتنګ صيب په همت چمتو شوي دي. په  دغه کړۍ کې نجونو ته ديني زده کړې، پښتو ليک لوست او ساده رياضي ورښودل کېږي. له کابل څخه د ويښ افغان  يوه تن استازي خوشال روهي له دغې کړۍ څخه  د زده کړو پر مهال ليدنه وکړه، د زده کړو بهير يې له نږدې وکتلو او هغه يې ډېر ګټور وارزولو.

د دې ترڅنګ په هلمند ولايت کې دوې کړۍ او د ننګرهار ولایت په چاردهي ولسوالۍ کې  شاوخوا ۲۰۰ ماشومان ويښ په دې تمه دي چې د ويښ افغان په مالي ملاتړ د دوی لپاره د زده کړو پروګرامونه پيل شي. همداراز د بټي کوټ په  ولسوالۍ کې د شاوخوا ۶۰ نجونو د زده کړو يوه کړۍ هم د ويښ افغان ملاتړ  ته اړتيا  لري. د ويښ افغان غړي د دې ترڅنګ د خپل وس په اندازه د زده کړو بهيرونه هڅوي، له خپلو با  احساسه هېوادوالو څخه هيله کوي چې د تعليمي جهاد په برخه د دوی ننګه وکړي.

ترتیب کوونکی: نظیف الله ځیرکhttp://tolafghan.com/assets/post_photos/2813/medium/2-3.jpg