د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پردی چاپیریال اودکوچنیانواوتنکیوځواناودزدکړې مسأله ۷

پوهندوی آصف بهاند 18.02.2013 22:04

           پردی چاپیریال اودکوچنیانواوتنکیوځواناودزدکړې مسأله
                                     (اوومه برخه)
                      بیا هم مورنۍ ژبه اواړوندې ستونزې
                              ( دمورنۍ ژبې دنړیوالې ورځې په ویاړ )

مورنۍ ژبه موکندې ته لویږي،هیله ده پاملرنه ورته وکړئ،که همدا اوس ورپسې ونه ګرځئ،سبا به بیا ډیره ناوخته وي.
دفبرورۍ یویشتمه نیټه دمورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده،دیوې اړتیا له مخې یوځل بیا دمورنۍ ژبې یادونه کوم اوتاکیداً وایم چې مورنۍ ژبه دهر چا له هویت سره تړلې مسأله ده.
درانه لوستونکې دې په دې پلمه چې دا موضوع تکراري ده،لطفاً دستړیا احساس نه کوي،ځکه چې دا موضوع سره له دې چې بیا بیا ویل شوې،راوړل شوې،تکرارشوې اوبحثونه ورباندې شوي دي؛خوبیا هم نوې ده اوضروري ده،په دې ضروري ده چې دا هڅې زموږدمورنۍ ژبې له سرنوشت سره،دهغې له ژوند سره اوپه پای کې زموږ له هویت سره تړلې دارزښت وړ موضوع ده.
د۱۹۹۲ کال په اپریل کې مې چې په لمدوسترګوله وطن سره مخه ښه وکړه اودلومړي ځل له پاره مې پردي وطن ته په تګ سره دمهاجرت ترخه مزه وڅکله،هلته مې دې ترخې مزې ته پام شو،چې پاکستاني ملیشه له موټرنه د«څوک یې؟چیرې ځې؟» پوښتنوله پاره ښکته کولم.
پيښورته په رسیدوسره مې،دافغان مهاجرینودژوند،هراړخیزې نیمګړتیاوې ولیدې،ومې لیدل چې په پردي چاپیریال کې څنګه خلک،په تیره ماشومان،خپله ژبه اوفرهنګ له لاسه ورکوي،نوله ځان سره مې داپریکړه وکړه چې زه به دا پیښې ثبتوم اونیمګړتیاوې به یې رابرسیره کوم،یادوم به يې اودحل لارې به ورته لټوم؛نوهماغه وچې ماسکوته په رسیدوسره مې «دپردی چاپیریال اودکوچنیانودزدکړې مسآله» دلومړي ځل له پاره په ماسکومیشتوافغان مطبوعاتوکې راپیل کړه اوله مسکونه په خپریدونکي اخبار(نوید) کې مې یې خپرول پیل کړل اودا سلسله مې دخپل قلم تروسې ترنن پورې جارې ساتلې ده.
په ډنمارک اوسویدن کې مې له موضوع سره اړوندو روزنیزوسیمینارونوکې ګډون کړی،لکچرونه مې ایرادکړي دي اوله موضوع سره په ارتباط کې مې مقالې لیکلې اوخپرې کړې دي.وخت نا وخت مې په شخصي مجلسونوکې کې هم دمورنۍ ژبې اړوند تاوده بحثونه کړي دي.دبحثونوپه دې سلسله کې کله کله ځینې خلک نارامه شوي هم دي اوحتی دبل ډول برداشت په کولوسره یې دا سې انګیرلې ده چې زه له دې کارنه خدای مه کړه کومه بله موخه لرم،نوپه ځواب کې یې راته ویلي دي چې:
«ته زموږپه کورنیومسایلوکې لاسوهنه کوې او...»،
اوپه دې لړکې مې سپکې – سپورې هم اوریدلې دي،چې په یادولویې ستاسوخوا نه دربدوم.
زما میرمن هم چې مسلکي ښونکې ده اودکابل پیداګوژي انستیتوت یې پای ته رسولی دی اوټول عمریې په افغانستان کې معلمي کړې ده،دعادت او وظیفې له مخې یې دافغان میرمنوسره په ناسته کې لیدلي ووچې یوه افغانه میرمن له خپلوکوچنیانوسره په ډنمارکي ژبه خبرې کوي.دې دعادت،وظیفې اوزړه سوي له مخې ورته ویلي ووچې:
ګوره خورې!
مورنۍ ژبه زموږاوتاسوله پاره ډیره مهمه ده،ته بایددیوې مورپه ټوګه له خپلوماشومانوسره په خپله مورنۍ ژبه خبرې وکړې ،که دې دماشوم مورنۍ ژبه زده وي،ملي هویت به لري،دنورو زدکړه زمینه ښه ورته برابریږي او...
هغې په ځواب کې ورته ویلي ووچې :
ځه خورې ستا فکرلکه چې اوس هم دافغانستان په دوړنوکوڅوکې چکروهي،زموږ نورنه هغه وطن په کاردی اونه موهغه ژبه،موږپه ډنمارک کې ژوند کوو،باید داژبه زده کړوچې ...
دا اودې ته ورته ستونزې زموږ دورځني ژوند یوه برخه ګرځیدلې ده.باید مایوسه نه شو،ورته ستړي نه شواودستونزوپه ګاللو سره،دمورنۍ ژبې دزدکړې مسا له په جدي ډول پسې تعقیب کړو.
 دبي بي سي په پښتوویبپاڼه کې مې د۲۰۱۳ کال دفبرورۍ په یولسمه نیټه یومضمون ولوست چې له هره اړخه زما له پاره مهم اودپاملرنې وړدی.مضمون ته سرلیک ورکړل شوی:
« دبریتانیا میشتوافغانانودپښتوستونزه» (1)
دمضمون لیکواله «پیمانه اسد» نومیږي،چې زما له پاره دافغانستان په میډیا کې نا آشنا نوم دی،خوموضوع ډیره جالبه،پرځای اوپروخت مطرح شوې ده.
خبره دمورنۍ ژبې دزدکړې،ساتنې اوپالنې ده،چې ډیرو لږوکسانوپاملرنه ورته کړې ده.دې خورکۍ خبره دخپلې مقالې په ترڅ کې په ډیرهنرمندانه ډول،دیوه کورله چاپیریال نه راپیل کړې ده،چې طرحه یې دلنډوکیسودتیم په شان په هنري بڼه انځورکړې ده.
لیکواله دمورنۍ ژبې مسآله دکورنۍ دیوه مشرله خولې طرحه کوي ،پرمهم والي یې له علمي رواني مسایلوسره ټینګارکوي اوله ځوانانوغواړي چې پاملرنه ورته وکړي.
خبره به ډیره نه اوږدوم،دمورنۍ ژبې پیژندنې اومهم والي ته په دغوڅوجملوکې پاملرنه وکړئ:
« مورنۍ ژبه دانسانانوترمنځ دپوهاوي راپوهاوي هغه ګړنئ وسیله ده چې دکورنۍ په غیږکې یې(کوچنی) دکوچنیتوب په عمرکې زده کوي.دې ژبې ته ځکه مورنۍ ژبه وايي چې له مورڅخه زده کیږي اوانسان دعمرترپایه په همدې ژبه فکرکوي.
مورنۍ ژبه دانسان دفطري ځانګړنواومخ پرودې شخصیت یوه برخه وي،ځکه خوترډیره حده بشپړه وي.دپیداګوژۍ دګڼوپوهانوله نظره،مورنۍ ژبه په کسبي پدیدوکې نه شاملیږي.له همدې امله دښوونې اوروزنې پوهان دزد کړې له پاره ترټولوغوره ژبه،همدا مورنۍ ژبه ګڼي.دماشوم دزدکړې ځواک دژوند په لومړنیوکلونوکې ډیروي اوذهني اخیستنه یې خورا چټکه وي.له همدې کبله مورنۍ ژبه،دهغې له ټولوځانګړنو،لهجوي تلفظونواودفونیمونودسمې کارونې له خصوصیت سره،یوځای زده کوي،چې په دې توګه بله ژبه،چې که هرڅومره نږدې اوګاونډۍ ژبه هم وي په دې بڼه نه شي زده کیدای.دژبې دزدکړې دعلم له مخې یوازې مورنۍ ژبه ددې وړتیا لري چې تر90% پورته زده شي ... په اته نوي سلنه خلکوکې دفکرکولوژبه،دهغه مورنۍ ژبه وي.» (5)
که دا علمي اصول چا ته دمنلو وړ وي،نولازمه ده چې دمورنۍ ژبې په زدکړه،پالنه اوساتنه کې هغومره زیار وباسي،چې کولای شي.
له کوره بې ځایه کیدل،که په خوښه وي که په زور،په پایله کې یې انسان ډیر شیان له لاسه ورکوي چې یوهم کلتور اومورنۍ ژبه ده.که ددې مهمې موضوع په اهمیت ځوانان،میندې پلرونه سم پوه نه شي،پایله به یې دا وي چې مورنۍ ژبه به له لاسه تللې وي اوشخص به نورخپل هویت له لاسه ورکړی وي.
بله مهمه موضوع دا ده چې په نوي چاپیریال کې،یعنې دکوربه هیواددکلتوراوژبې په چاپیریال کې نوی میلمه مجبوردی چې دهغه ځای ژبه اوکلتور دنوي ژوند دپرمخ بیلو له پاره زده کړي؛خونه داسې په کې ډوبیدل چې دخپل کلتوراوخپلې ژبې دهیرولواوله لاسه ورکولو په بیه ورته تمام شي.
دا باید ومنوچې که دانګریزدسیاسي اونظامي واک کړۍ دډیرو ملکونوله غاړې لرې شوې ده؛خواوس باید په دې پوه شوچې دنوې ژوند اونوې تکنالوژۍ په مټ،دانګریزي کلتوراوانګریزي ژبې داختیاردایره داسې په غوړیدوده چې په پای کې به لکه دشلمې پیړۍ دپیل وختونه،یوځل بیا تقریبآ ټوله نړۍ داانګریزي ژبې دامپراتورۍ کړۍ په خپله خوښه په غاړه کې واچوي اوپه دې ډول به دخپلې مورنۍ ژبې ګیلم په خپلو لاسو پسې ورټول کړو.دا کار همدا اوس په ویاړ اوښه خرپ اوترپ ،په افغانستان کې دننه اوله افغانستان څخه دباندې روان دی.
همدا اوس یې غوره مثالونه زموږپه خپلوافغانانوکې شته چې دخپلې ژبې دیوې جملې په ګرامر نه پوهیږي،دنوم،فعل او... په مانا اوتعریف نه پوهیږي،خودانګیرزي ژبې ګرامریې زده کړی دی. دا ولې؟ دا ځکه چې په انګریزي ژبې پورې یې ټول علم،سیاست،کلتوراو... غوټه کړاي شوي دي.چې انګریزي دې نه وي زده څوک کارنه درکوي،روزي یې ورپورې تړلې ده ،په نړیوله کچه یې په ضرورت باندې بدله کړې ده،ځکه یې خلک غواړي.
لکه څنګه چې ما دهمدې سلسلې په مخکنیومقالوکې ویلي دي،دلته په پرديو ملکونو کې  لږستونزې پردی چاپیریال رامنځ ته کوي،خودستونزوډیری برخه موږپه خپله زیږوو.په دې ډول:
ــ دمورنۍ ژبې په ارزښت نه پوهیدل.
ــ دملي هویت په څرنګوالي اودهغه په ارزښت نه خبریدل.
ــ دبې مسولیتۍ په دایره کې ځان آزاده احساسول اودکوچنیانوراتلونکې ته په نه پاملرنې سره په مورنۍ ژبه باندې دښوونې اوروزنې په ارزښت نه پوهیدل.
ــ پردي چاپیریال کې په ورځني ژوند کې په داسې شیانوځان مصروفول چې مورنۍ ژبه لا څه،چې خپل صحت ته هم پاملرنه نه کول.
ــ په رنګارنګ نومونوله خپل فرهنګ اومورنۍ ژبې سره بې علاقه ګي ښودل.
ــ او...
مورنۍ ژبې ته پام،دمورنۍ ژبې زدکړه،پالنه اوساتنه؛وخت،مینې،حوصلې اوقرباني ته اړتیا لري.له بده شامته چې دلته په پردي چاپیریال کې موږتیارخواره آموخته شوي یو،تردې اندازې تیارخواره چې هیله لروچې همدا بهرنیان زموږماشومانوته مورنۍ ژبه هم ورزدکړي.که همدا کوربانه بهرنیان موږته زموږدمورنۍ ژبې دزدکړې له پاره ټاکلي مالي امکانات هم برابرکړي ـ چې برابرکړي یې هم دي ــ موږلکه دافغانستان حاکم رژیم دهغې دکارولوپه چم نه پوهیږو،دبهرنیانوله خوا دبیلې شوې بودجې په استعمال یا نه پوهیږواویا ځانونه نه پوهوو.له خپل وطن نه مودښیګڼواومثبتوشیانوپه ځای،له ځانه سره مرضونه اوبیلابیلې دښمنۍراوړي دي.
لس کاله مخکې یو وارچې ما دمورنۍ ژبې دزدکړې دکورس دجوړولوتکل وکړ،دمورنۍ ژبې دټولګي دجوړیدوشمیرمې پوره نه شوه کړای.یوه هراتي هیواد وال خپل کوچنیان دمورنۍ ژبې له کورس نه منع کړل.کله مې چې د دلیل پوښتنه ځینې وکړه راته وې ویل چې:
له ایراني سره به یې کینوم،له تاسره نه!!!
له بده مرغه چې نه کوم ایرانی دده د درد دوا شواونه هم کوم بل څوک،اولادونه یې لوی شول او اوس ځوانان دي،خوپه خپله مورنۍ ژبه نه لوستل کولای شي اونه لیکل.
که هرماشوم،هرځوان دمورنۍ ژبې په ارزښت پوه نه شي،میندې پلرونه یې په ځان زحمت ونه ګالي،له مورنۍ ژبې سره مینه ونه لري،په ارزښت باندې یې ونه پوهیږي،حوصله ورته ونه کړي؛هیڅ هم نه کیږي.مورنۍ ژبه لکه پُست زموږ ددروازې شا ته څوک نه راوړي،چې په ډیره مینه یې لاس کې راکړي او په خندا راته ووایي:« ګوډ بای».
په نړۍ کې څومره ژبې شته،چیرې څومره ویونکي لري،دا اوږده بحث ته اړتیا لري؛خوپه ټوله نړۍ کې دیوه اټکل له مخې شپږزره(۶۰۰۰) (2) ژبو باندې اودبل مأخذ په استناد درې زره(۳۰۰۰) ژوندۍ ژبې شته چې دنړۍ په بیلابیلوسیموکې تکلم ورباندې کیږي. (3)    
داچې له دې ډلې نه به څومره ژبې دنړۍ په کوموسیموکې دکوموشرایطوپه چوکاټ کې دټاکلو دلایلوله مخې دزوال خواته لاړې شي،وخت ته اړتیالري اودهغوژبوپه ویونکو،جدیت ‎،فعالیت اوله خپلې ژبې سره یې دمینې په څومره والي هم اړه لري.هغه څوک چې خپلې مورنۍ ژبې پسې سرنه ګرځوي،علمي کارنه ورته کوي،حتی خپلوماشومانوته یې نه ورزده کوي؛ژبه یې له منځه ځي او په پای کې به،بې هویته وي.
دپښتو ویونکوستونزه په هیوادکې دننه یوډول ده،او له هیواد نه دباندې بیا بل ډول ده.په لومړي ګام کې باید په هیوادکې دننه دمورنۍ ژبې دزکړې مسآله مطرح نه وي،هلته باید دهرپشتون ماشوم پښتوزده وي اوپه همدې مورنۍ ژبې پښتوباندې دزکړومسآله مطرح شي،چې له ډیرې مودې راهیسې ښاغلوقلموالودغه کارکړی دی اوددغه حق دترلاسه کولوچغه یې اوچته کړې ده. ځینوفرهنګیانولادمورنۍ ژبې دارزښت دپوهاوي په خاطر کمپاین هم پیل چې دهغوپه ډله کې بینوا ویبپاڼه،دهغې چلونکي اوهغه قلموال چې په دې اړه یې ګڼې مقالې لیکلي اونشر ته سپارلي دي،دیادولواوقدروړدي.
حکومتي مقامات خودا کار نه کوي،حتی په دې مورد کې یوغږهم نه اوري اوکله چې خبرو ته کیني فرهنګیان اوژورنالستان ورته ووايي چې دا خو دافغانستان داساسي قانون د دري څلویښتمې مادې(۴۳) دحکم له مخې مادي،ددوی حق دی،کله چې له مسولینو نه ځواب او لار ورکه شي ،نو دا هم له ملې ګټواودین سره په ټکرکې دروي اوپه غولونکې ډول خلک تیرباسي.دهمداسې یوې جالبې،خودردونکې غونډې جریان ښاغلي ډاکتر ځلاند،چې خپله یې هم ګډون په کې درلود،ډیر ښه لیکلی دی،ددغې لیکنې بشپړمتن په ټول افغان ویبپاڼه کې خپورشوی دی.دهمدې غونډې په جریان کې دښوونې اوروزنې وزارت یوتن مسؤل،په مورنۍ ژبه باندې دزدکړودغوښتنې په ځواب کې داسې وايلي دي:
« ...په مورنۍ ژبه دپښتنو غوښتنه داسلام مخالف کاردی اوداسې عمل اوغوښتنه دملي ګټوخلاف کاردی،چې باید ترسره نه شي.» (4)  
په مورنۍ ژبه تعلیم نه له اسلامي اساساتو سره مغایرت لري اونه هم له ملي منافعوسره په ټکر کې ده،بلکې دواړوسره مطابقت لري ؛یوازې اویوازې ددغسې اشخاصو له اصولو اوګټوسره مغایرت لري،دا دهرچا مسلم حق دی اوباید واخیستل شي.
په مورنۍ ژبه دزدکړودحق دغوښتنو لړۍ اوس هم توده روانه ده.په همدې نږدې ورځوکې « په مورنۍ ژبه زدکړې غواړو » ترسرلیک لاندې،« دنن ځوانانومدني ټولنې » له خوا،دژوندون تلویزیون په همکارۍ په کابل کې  یوه غونډه جوړه شوې وه،چې اساسي موضوع یې،په مورنۍ ژبوباندې دزدکړې غوښتنه وه(4) داچې څومره به ددې ځوانانودحق غوښتنې غږونه دچارواکوکڼوغوږونوته ورسیږيیوڅه وخت ته اړتیا لري،ځکه چې اوس په « کابل کې چارواکي دپښتوپه ځایودپیسو په فکرکې دي.»
له افغانستان څخه دباندې موضوع لږ نوره هم خطرناکه ده.هلته که په مورنۍ ژبې دزدکړې مسأله مطرح ده،نودلته ستونزه بیا داسې باید مطرح شي چې:
دمورنۍ ژبې زدکړه.
دلته چې چاپیریال اوقوانین بل ډول دي اودنوروکلتورونواوژبودتاثیرپه دایره کې دا کاربایدترسره شي،نوډیر پام اوجدیت ته اړتیا لري اوله مورنۍ ژبې سره دمینې څرنګوالي ته اړتیا لري.هلته که په مورنۍ ژبې باندې دزدکړې حق دسیاستونوپه سیوري کې ترپښولاندې کیږي؛دلته هم دپردي کلتورپه سیوري اوزموږدبې پروایئ په دایره کې دمورنۍ ژبې پر ستوني پښه ایښودل کیږي،اودا ترډیرې اندازې زموږخپله ګناه ده.چې خپل بوټ دخپلې مور پر ستوني باندې ږدو،اوداستونی زموږغږدی،زموږ ژبه ده.
دا موضوع چې یوې خورکۍ په بي بي سي ویبپاڼه (1) کې ډیره په وخت اوپه ځای مطرح کړې ده اود مورنۍ ژبې نړیوالې ورځ ( دفبرورۍ یویشتمه ) هم رانږدې ده،په ډاډ سره چې بیا به یې دمهم والي په باب یادونې اوخبرې وشي،باید نورهم دې جدي موضوع ته په دقت سره پاملرنه وشي اودمیډیا له لارې دټولوپام بیا بیا ورته واړول شي،په تیره بیا دهغو میندو پلرونوچې ماشومان یې نوي دنیا ته راځي،واړه دي اودمورنۍ ژبې دزدکړې جوګه دي او اړتیا ورته لري.اوپه ځانګړي ډول دهغوافغانانوپام په ډر جدي ډول دې موضوع ته را اړوم چې دډنمارک په جغرافیایي محدوده کې ژوند کوي،دا په دې خاطر چې اوسني دولت دمورنۍ ژبې دزدکړې ،ساتنې اوپالنې له پاره بیا ځانګړي پروګرامونه راپیل کړي دي.

مأ خذونه:
1-http://www.bbc.co.uk/pashto/interactivity/2013/02/130211_im_pashto   _lanaguage_in_briton.shtl
2- http://www.benawa.com/kandahar/fullstorys.php?id=6852
3- میشل ما لرب،زبان های مردم جهان،مترجم:عفت ملانظر،شرکت انتشارات علمي وفرهنګي،تهران،۱۳۸۲،ص ص:۳،۶،۹،۱۶.
4- http://www.tolafghan.com/posts/26702
5- http://www.benawa.com/kandahar/fullstorys.php?id=4336