د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمیرویس نیکه جامع جومات مشرتابه هیئت رسمأوټاکل شو

محمدامین بسمل 18.02.2013 22:02

دجرمني دبایرن آیالت په مونشن ښارکې بایرن مېشتوافغانانوپخپل لوی اسلامي اوفرهنګي مرکز(دمیرویس نیکه په جامع جومات)کې ټاکنې ترسره کړې.
دغه ټاکنې دوروري په یوه آزاده فضأاو دعلني رایو ورکولوپه ترځ کې ترسره شوې.
غونډه محترم جنرال صاحب عمرهوشیارزي اومحترم حاجي صاحب نسیم په مخ وړله ، چې له پرانستنې وړاندې محترم جنرال صاحب هوشیارزي ګډونوالوته دغونډې په اړوندعمومي مالومات ورکړل.
څوشېبې وروسته غونډه رسمأدحاجي صاحب حبیب الله له خوادقران عظیم الشان په څومبارکو ایتونوپیل شوه.
ورپسې دمیرویس نیکه دجامع جومات دمشرتابه هیئت مشرمحترم حاجي صاحب احمد احمدزي دترسره شویو چارورپوټ وړاندې کړدبېلګې په ډول یې دملاامام دراوستلو(مقرري)،دپخلنځي ســمون ، دروژې مباره کې په ورځواوشپوکې ګډونوالوته دروژه ماتي اوختمونوتنظیمول ،دفاتحو،نـکاح اونوروناستولپاره داسانتیاوو،د اودس تازه کولولپاره دنویوتشنابونودجوړېدلو، دافغانانوداتفـاق لپاره هراړخیزې هلې ځلې اودمیرویس نیکه دجامع جومات دکرايې په منظم ډول ورکولویادونه وکړه.
دیادولو ده، چې محترم حاجي صاحب احمـــد احمدزی لا ډېره موده وړاندې دګڼ شمېر افغانانوله خوادمشر تابه هیئت دمشرپه توګه منل شوی واودخپلونه ستړې کېدونکوهلوځلوله برکته یې نن یوسـیال هم ونه لیدل شومانا په وړاندې یې هیڅچاځان کاندیدنه کړ او درایوپه اتفاق رسمأدمیرویس نیکه جامع جومات دمشرتابه هیئت د مشر په حیث وټاکل شو.


دمشرتابه هیئت مرستیالي ته دمیرویس نیکه دجامع جومات لوی خـــــــادم په ټولوګران اومخلص محترم حاجي صاحب انجنیر غمی کاکړ ونومول شو چې دهغه په وړاندې هم څوک حاضر نه شول او درایو په اتفاق وټاکل شو.

دمالي چارومســــؤل چې لا پخواهم محترم حاجي صاحب حبیب الله و هغه هم میدان وګاټه کوم چا یې سـیالي ونه کړه اودرایوپه اتفاق وټاکل شوالبته هغه هم په لنـــــــډډول دخپلواجراتوله هغې جملې دجومات دتضمین د پیسو چې دلته ورته(کاوڅیـــــون )وايي خبرې وکړې اوزیاته یې کړه چې یادې پیسې دقست په ډول دجومات دملکیت مالک ته ورکول کیږي دکرایې یادونه یې هم وکړه چې له ۲۵۰۰سووایوروڅخه تقریبأ۲۶۵۰ســـو ایوروته پورته شوې خوله نېکه مرغه هرڅه له منفي څخه نارمل اوحتی مثبت حال ته پورته شوي دي.
دمالي چارومرستیالي ته زموږ یومنلی سپین ږیری اودرونـــدمشرمحترم ډګروال صاحب احمد ظفر ونومول شو چې هغه محترم هم کوم سیال نه درلوداوپه ډېره خوښي سره درایو په اتفاق وټاکل شو.
په غونډه کې ترټولوپه زړه پورې اوشخصأزمادخوښي وړبرخه داوه چې دمیرویس نیکه دجامع جومات مشرتابه هیئت ته داځل زموږ یوه محترمه بي بي حاجي خورچې تورپېکۍ ظفرنومیږي هم د رایوپه اتفاق وټاکل شوه.
داقدرمنه خورزموږ دپردېسوماشومانودرسي پالنه کوي دخپلې مورنۍ ژبې خواږه خواږه توري ورښيي، دګران هېواد(ویاړلي افغانستان) محبت اومعــنویت ورښيي زه په داسې خوندو اووروڼوویاړم چې په بهرکې زېږېـدلو ماشومانوته زموږ دزخمي زخمي افغانستان مینه ورکوي هو! مینه اوبیاهم داپاکه اوسپېڅلې مینه.
ځکه خوزه دزړه په مینه پورتنیوټولوګټونکوته مباره کي وایم، پخپلوچاروکې له پاک سبحـان څخه ورته سترې بریاوې غواړم البته ترڅنګ یې داهیله هم لرم، چې د یومشـروع رقابت په چوکاټ کې زموږ نوروروڼه اوخویندې دسبالپاره ددوی دځای ناستنې په موخه مټې راونغاړي ترڅوزموږ دغه لوی اســلامي او فرهنګي مرکز دنړۍ په مخ له ډېرونورواســلامي او فرهنګي مرکزونوسره دسیالۍ لوړومناروته پورته شي.
دپورتنۍ بریالۍ غونډې په ورستیوکې دیو کمیسیون وړاندیز وشوترڅوپه زړه اساســنامه له سره غوروکړي او دجرمني دبنسټیزقانون داصولوپه مراعـت اړین بدلونونه پکې راولي.
دا هم دیادولو ده، چې دمیرویس نیکه دجامع جومات مشرتابه هیئت پخوا یوازې درۍ کسـیز و خو اوس دچارو دلا ښه تنظیم لپاره درایو په اتفاق پنځه کسیز ومنل شواو کاري دوره یې دوه کلنه ومنل شوه.
په اخېرکې ځینوخویندواووروڼودمیرویس نیکه جامع جومات دلاښه سمبالښـت اوسمون لپاره یولړ خورا ګټور وړاندیزونه هم وکړل چې ستاسودوخت دنه نیولولپاره یې دلته لیکل لازم نه بولـم خو یوازې دومره لیکم ، چې له نېکه مرغه چارې په ښه ډول په مخ روانې دي ځینې وړې اوبې مورده شکر رنجۍ چې لاله پخواموجودې وې هغه مخ په ورکېدودي.
ددې غونــډې په وروستۍ برخـه کې محترم جنرال صاحب هوشـیارزي دټولوګډونوالوپه استازیتوب ټاکل شوي مشرتابه هیئت ته مباره کي ووېله اوترڅنګ یې ددرنوافغان رسنیو(برېښـــناپاڼو)له قدرمنومســؤلینولکه د ټول افغان،بېنوا،لراوبر ،دعوت او ګڼ شمېر نوروڅخه یادونه اوقلبــأمننه وکړه چې تل یې دمیرویس نیـــکه دجامـع جومات خبرتیاوې ،رپوټونه اوروان جریانات بې له ځنډه خپاره کړي دي دلته زه هم دیادو رسنیوله درنواوپتمنو مسؤلینوڅخه منندوی یم چې تل یې خپل اخلاص ښودلی دی اجرونه یې په برخه اولایې په عزت لرې.

لنډه یې داچې غونډه په خوښي سره پای ته ورسېده دمازدیګرلمونځ ادأشوخدای پاک دې قبول کړي له دعا څخه وروسته مامحمـدامین بسـمل دیووالـي،ورورولۍ، عفوې اوزغـم په اړوندیوڅوخبرې وکړې چې درب تعالی په فضل سره ددرنوحاضرینوله نېک غبرګون سره مخامخ شوم کور یې ودان په نېت اوسخاوت یې برکت.
زماله خبرو وروسته دغونډې ګډونوال ټول دډوډۍ په دسـتارخوان سره راټول شول خوزه دکاري بیړې له وجې ور څخه رارخصت شوم .

پاته دې نه وي چې دمیرویس نیکه دجامع جومات له مشرتابه هیئت څخه وراخوازموږ یوشمېرنورقدرمن وروڼه اوخویندې پخپله خوښــــه هراړخیزې مرستې کوي دبېلګې په ډول ساحل خان ځاځی چې دارواښادقومي او ملي مشرحاجي صاحب اقبال ځاځي کشروراره دی شپه او ورځ دمیرویس نیکه دجامع جومات خدمت کوي همــداراز اسلم خان ځدراڼ هم ډېرې هلې ځلې کوي زموږ دماشومانودښوونې او روزنې په برخه کې محترم ډګروال صاحب راحت ګل ارام اوڅونورې خویندې او وروڼه هم خپله اســـلامي اوافغاني دنده په مخ وړي ددوی ټولودې کورآباد او الله (ج) دې عوضونه ورکړي.


یادونــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
موږدرنوهېوادوالوپه تېره بیاجرمن مېشتو افغانانوته زېری ورکوو، چې دمیرویس نیکه په جامع جومات کې د مذهبي اوکولتوري ناستو ترڅنګ دنکاح اوفاتحونیولولپاره ټولې اسانتیاوې برابرې شوې دي تاسوپه لاندنیو شمېروله موږ سره اړیکه نیولای شئ .
۰۸۹۶۶۶۶۲۸۷۹
۰۱۷۴۷۱۷۰۷۰۰
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/19707

دټولوافغانانودیووالی اوګران افغانستان دسرلوړۍ په هیله