د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لیوني لیکوالان

محمود نظری 15.02.2013 20:32

دمفتو کتابونو اخیستل یې ډیر خوښیږي
په پوښ یې لیکې ستا مخ ته خپل یادښتان
دومره زو ر نه غواړې پیسې د کتاب چاپولو
لکه چې ګورې په کتاب لوبې کوي ماشومان
هر کتاب د لیکوال د زړه ټوټه د جیب محبوبه ده
غواړی دا دزړه ټوټه اومحبوبه مینه د انسان
موږ چا آموخته کړو په چور او مفته ولجه
دا ټوله را پېښه ده وروسته له مهاجرته د افغان
که رښتیا راباندې وایې بیله کومې غوسې
له ازله خوارې پیشو په غوښه راوړی و ایمان
که رښتیا راباندې وایې ډیر زیات شرمیږم
درواغ ویل د مسلمان زوال دی د وجدان
چې ووینم دمفتو کتابو دومره علاقمندان
وایم عجبه ده ددې ټولو په کار دی در ګران
که د پښتو په کوم ا ثر کښېږدې یو څه بیه
دهغه په لیدو سترګه ور سي مورزاده چپکان
ژبه هغه وخته ژبه کیږي د ټولې دنیا ژبه
چې یې ونازول سي د هغې ژبې لیکوالان
کتابونه له موږه ډیر خوښ دي زموږ موږکانو
غوړکتابونه خوري چې خالي کړی ترې دوکان
پښتو کتاب په کتابتونو کې نه پیدا کیږي
زموږ په وطن کې کتابونه دي ټوله د ایران
نور خلک په کورو کې جوړوي کتابتون
پښتون په الماریو کې اوډې بلوري چینیان
خدایه پښتانه مین کړې په خپله ژبه او کلتور
له نورو ژبوسره د سیالی کولو ورکړ ې توان
چې کله راسي یو نوی پښتو اثر بازار ته
په سبا دهغه بل پیدا کول نه وي کار اسان
د سلو شاباسونه یو ه روپۍ لګول ښه ده
له پښتنونه نور څه نه غیرت غواړم د غیران
پښتو او دري دواړه زموږ ژبې دي رسمي
خو د پښتو سوي پښتانه خپله دوښمنان
په خپله مورنی ژبې شرمیږي لکه کبیره ګناه
ته چې وایې له لسمه پښته دي لا پاړسیبان
خود به د پښتو د ژبې کاروبار دومره پڅ وي
پښتون چې واکمن سي پښتانه بولي لیونیان
چې له واکه لیري سي بیرته سي اصیل پښتون
دا واک اعجاز کوي تغییر وي د انسان لیسان
د پښتو ګونډونو مشران چې ورسیږي واک ته
پښتو یې هیره سي د خدای راستي پر میدان
خبریال پوښتنې کوي له هغه په خپله ژبه پښتو
هغه په پښتو شرمیږي په دري ورکوي ځوابان
دا بخار یوازې په لویانو کې نه دی یارانو
ان پارټی بدلوې دلته دا واړه واړه مدیران
پاچاهان ټوله په نامه د پښتون سي واکمن
دندې یې د پښتو پر تابوت ټکوهل سي میخان
دپښتو د ژبې لاس لیوني سپي دی څټلی
خپل واکمن زامن یې خپله ورته سي بنزیان