د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسماني کاڼي څه شی دی ؟؟؟

ديپلوم انجنير ستانه مير زهير شينواری 15.02.2013 19:32


 د نړيوالو رسنيو د خبرونو سره سم نن په روسيه کې د مسکو ښار په ختيځ کې ، يو اسماني کاڼی را پريوتې چې څه ناڅه ٤٠٠ کسان يې ژوبل کړي دی ، د خپلو تخصیي او مسلکي معلوماتو له مخې مې هڅه وکړه چې داسماني کاڼو په هکله په خپله مورنۍ پښتو ژبه د ټول افغان له لارې  لنډ معلومات وړا ندې کړم .
 اسماني کاڼي ؟
 ځنې شپې موږ او تاسو په اسمان کې داسې څيزونه ( اجرام ) ګورو چې د ځلانده وړانګو په څير د لږ وخت له پاره په ډيرې چټکۍ د يوې خوانه بلې خو ا ته حرکت کوي ، د لنډې شيبې وروسته زموږ له نظره پناه کيږي . دغه نوري وړانګو ته ميتور (meteor)وايي . ميتور د اسماني کاڼو چې ( ميتوريت يا ميتورايت ) د چټک حرکت په نتيجه کې منځ ته راځي 
ميتوريت يا اسماني کاڼو ته په عربي ژبه کې ( شهاب ) وايي ، کله چې ميتوريت د ځمکې فضا ته داخل شي نو د هوا د ماليکولونو سره د ټکر په نتيجه کې متلاشي کيږي او دګاز او غبار په وريځو بدليږي .
د اسماني کاڼو اندازه د يو وړې شګې نه نيولې تر ډيرو لويو تيږو پورې ، چې قطر يې تر لسو مترو ته رسيږي ،شتون لري او له موږ نه يې لريوالی ميلياردونو کيلومترو ته رسيږي او کله نا کله همدغه اسماني کاڼي ځمکې ته هم را رسيږي
د بيلګې په توګه ويلی شو : کله چې يو اسماني کاڼي لس ( ١٠) ټنه وزن ولري او د ځمکې فضا ته را داخل شي ، نو زياته برخه يې د هوا د ماليکولونو سره د ټکر په نتيجه کې سوزي ، په بخار او غاز بدليږي ، کيدای شي يوازې درې ( ٣ ) ټنه يې پر ځمکه را پريوزي
د تاريخ په اوږدو کې ډيری داسې اسماني ګاڼي پر ځمکه رالويدلی او د ځمکې پر مخ يې لويې کندې جوړې کړي دي . يو څو بيلګې يې دادي :
- په ١٣٥٣کال کې يواسماني کاڼي په ايران کې د ١٨ کيلوګرامه او ١٩٠ ګرامو پر وزن پر يو ښوونځي را پريوته چې له نيکه مرغه ځاني تلفات يې نه لرل
- په روسيه کې د اسماني کاڼو د رالويدو له امله ٢٤ کندې موجودې دي . چې مشهورې يې د (تون گوسکا) او (سیکهوته الین) کندې دي
- استرلياکې ١٣ کندې شته چې يوه يې د ( همبري ) پر نامه ده چې د اسماني کاڼي رالويدو له امله هغه سيمه د اوسپنې پر کان بدله شوې او همدا اوس ورنه اوسپنه راوباسي
- د ځمکې پيژندې په زياتو موزيمونو کې د اسماني کاڼو نمونې د نندارې له پاره ايښودل شوي دي
- د اسماني کاڼو رنګ ( تياره تور) او ځنې يې( سوی قهوه اي) وي
- زياتره وخت چې اسماني کاڼی د ځمکې فضا ته داخليږي د يو قوي انفچار غږ هم ورسره مل وي
 - اسماني کاڼي دهغو مصنوعي سپوږمکيو دښمنان ګڼل  کيږي چې انسانان يې د بيلابيلو موخو له پاره فضا ته ليږدوي ، تر اوسه يې همدې سپوږمکيو ته ډير زيانونه هم اړولي دي