د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اسرار اتل شاعري، د هنر او فکر موازي سفر

هميم جلالزى، کابل 13.02.2013 09:16

يوه ادب پوه ويلي شعر هغه دی چې څه ترې تمه کوې او درته در يې کړي . زه خپله د همدغه نظر پلوی يم. د بېلګې په ډول موږ رستورانټ او هوټل ته د ډوډۍ د خوراک لپاره ځو او د جامو پلورلو يوې هټۍ د جامو پېرلو لپاره.

موږ هېڅکله له هوټله دا تمه نه کوو چې جامې به پکې وي او د جامو له هټۍ څخه دا تمه نه کوو چې د هوټل غوندې به پکې ډوډۍ خوړل کېږي. همدغسې شعر او شاعري ده. موږ له شعر څخه دا تمه نه کوو چې د لمانځه او اداسه فرضونه پکې زده کړو البته په نظم کې دا کار کېدای شي . دغه راز موږ له شعره دا تمه نه کوو چې د منطق قضاياوې رازده کړي ، بلکې اصلې تمه مو دا وي چې هنري ذوق مو راخړوب ، هنري تنده مو راماته او هنري اړتيا مو مشبوع کړي .

زه او کېدای شي تاسې ډېر به شاعري ددې لپاره لولیء چې ځان پکې پيدا کړیء ، د ځان د پيدا کولو مسله زموږ له هنري ذوق او تندې سره تړلې ده. په بله مانا زه چې شعر و شاعري لولم ډېر خوند پکې هغه خبرې او احساس راکوي چې زه يې هم د کولو اړتيا وينم خو کولای يې نه شم.

د اسرار اتل شاعري همدغسې شاعري ده چې تر ډېره بريده زموږ هنري تنده راماتوي او هغه څه پکې موندلای شو چې موږ يې ترې تمه کوو. دی زموږ د پېر ځوان شاعر دی خو پوخ شعر يې ليکلی دی . په شعر کې يې فکر او هنر هماغړي کړي دي او ډېر لږ به داسې شوي وي چې دغه دوه توکي پر يوه بل غالب شوي او يو د بل رنګ يې پيکه کړی وي.

موږ تر اوسه پورې د ګلاب او جانان تر منځ په شعري شباهتونو باندې بلا خبرې کړې ، کتابونه پرې ډک دي او زموږ د شاعرانه تشبيهاتو يوه لويه برخه د ګلاب او جانان له تشبيه څخه ډکه ده چې اوس بيخي کليشه شوې  ده.

خو اتل دغه تشبيه په نوي انداز کې کړې ده :

ستا نه څوک ښکلی هم شته تل دغه احساس ورکوم

ستا تعريفونه د ګلاب په پاڼه پاڼه ليکم

وطن او هېواد :

کاظم خان شیدا وايي :

چې خبر له درده نه دی انسان نه دی

وايه چېرته ګاو مېش کا فریادونه

وطن او هېواد زموږ د شاعرۍ يوه نه بېلېدونکې موضوع ده . له لاسته راغلو اسنادو سره سم په پښتو شاعري کې له ډېره پخوا راهيسې دغه موضوع يادېږي . ځيني ادبپوهان په دې اند دي چې شعر بايد په قالبونو کې بند نه کړای شي فقط د خلکو د زړه خبره بايد پکې ورسول شي. دا مهال چې لره او بره پښتونخوا د تاريخ په ډېرو حساسو شېبو کې ده نو ددغو حساسو شېبو انځورګران به هېڅکله دا وس و نه لري چې وطن هېر کړي ځکه وطنپالنه اوس د هر پښتون د زړه غږ دی . دوی ويني چې کور یې په څه ډول لمبو کې سوځي ، دوی ويني چې د وينو او اور په څه ډول يوه بټۍ کې ولاړ دي او دوی وينې چې د ژوند وروستۍ اسره چې د انسان اروايي سکون ورسره تړلی دی په څه ډول بدو حالاتو کې راګير دی. دغو ټکو په کتو سره که اتل وي که بل هر شاعر په ګرانه به دغه احساسات مهاروي. د اتل شاعري د ولسپالنې، هېوادپالنې او ملتپالنې ډېرې زياتې او خوږې بېلګې لري.

خو زموږ د همدغې کټګورۍ شاعرانو لويه ستونزه دا ده چې هنر او د ملتپالنې فکر نه شي سره همغاړي او موازي کولای . ډېرو لږو شاعرانو په دې برخه کې بريالۍ تجربې کړې دي او اتل هم د همدغې ډلې يو شاعر دی :

د دوزخونو منځ کې ناست يمه خپل خوار ولس له

د خپلې برخې لوی عذاب په پاڼه پاڼه ليکم

يا:

چې د لر نه بر له ځي زه ورسره يم

که تاوان مې سر له ځي زه ورسره يم

که د ګلو لو له ځي مرستيال يې نه يم

که د مينې کر له ځي زه ورسره يم

څوک دې ګام د خير او امن په نيت واخلي

که د هر چا در له ځي زه ورسره يم

د سکون راز مانه پټ ساتي مجبور يم

چې خبره شر له ځي زه ورسره يم

د ساقي درشل هم نه پرېږدم اتله

که ملا ممبر له ځي زه ورسره يم

يا:

 خپله انساني جذبه زما د مرګ باعث نه شي

څه په ويره ويره له انسان سره ياري کوم

 

د هویت د ورکېدو وېره او ستونزه :

ننۍ پرمختللې نړۍ که په فزيکي ډول د جګړې او اټوم  له وېرې سره مخامخ ده په اروايي ډول هم له ډېرو ستونزو سره مخامخ ده . په دې لړ کې يوه هم د هويت د ورکېدو ستونزه ده . دا ستونزه په اوسنۍ لوېدیزه نړۍ کې خورا ډېره ده چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه کډوال ورغلي دي. د هويت د ورکېدو ستونزه تر دې حده جدي ده چې ان خلک يې له وېرې   جرایم او له قانونه سرغړونې کوي . د هويت د ورکېدو ستونزه په ټيټه کچه هم د بحث وړ ده.

اتل  دغې ستونزې ته متوجه شوی دی او غواړی ثابته کړي چې په هر ډول او هر عيني او ذهني چاپېريال کې چې ژوند کوي بيا هم هماغه د کلي سړی پاتې دی.

شډل فطرت مې ستا دښار دستور خپل کړی نه دی

حجره، جومات لرم، ماما، کاکا هم پېژنمه

د محبت دا يو لويوالی ځان په هر چا مني

ښار کې اوسېږو خو بانډې ته تعويزونو له ځو

رومانويت

رومانويت زموږ د شاعرۍ يو نه بېلېدونکی اړخ دی . زما خپله تجربه خو داده چې رومانويت زموږ د شاعرۍ د پيل ټکی دی. په پښتو کې به هېڅ شاعر نه وي چې لومړۍ شعري بېلګه دې حماسه وي . د امير کروړ راپاتې بېلګه هم خدای خبر د هغه څويم شعر وي او بله دا چې هغه يوه وياړنه ده . په دې حساب زموږ د شاعري پيل له عشقي مضامينو شوی او کېږي . خو وروسته وروسته څوک و رته ډېر او څوک ورته لږ پام کوي . البته دغه خبره د شاعر د ذهني او عيني چاپېريال ته په کتو سره بايد مطالعه شي .

د اتل په  شاعرۍ کې هم د رومانيت ښې بېلګې شته . د مينې ، محبت او عشق کيسه پکې روانه ده ، هغه کيسه چې هېڅ تکرار نه لري . د فاړسو نامتو شاعر خواجه محمد حافظ شيرازي وايي:

يک قصه بیش نیست غم عشق وین عجب        کز هر زبان که می شنوم نا مکرر است

د اتل په شعر کې هم دغه حسن تکرار څرکونه نه يوازې ډېر دي بلکې خواږه هم دي.

خپل درد راته يادېږي خپل درمان راته يادېږي

د مينې کيسې مه کویء جانان راته يادېږي

 

يا:

زه که نه يم ياد به يې سيځي زما

اور له مانه هلته پاتې شوی دی

يا:

موجود به نه يم خو خيال کې يې تصوير يم

که بلۍ که ور له ځي زه ورسره يم

په دويم بيت کې د ميني يوه خوږه تجربه ده . په تاسې که چا مينه کړې وي نو متوجه شوی به وي چې ولې په هر ګوټ پېر او هره لاره کې ورته يو څوک ياد شي . کېدای شي يو وخت مو په ښار کې هم يو چا له دې کبله کتلي چې رنګ يې بل چاته ورته دی .

ښار او کلی

د پښتنو د اوسني ژوند يوه لويه ستونزه د ښار او کلي  تر منځ لوی واټن دی چې له کبله يې ډېرې ناوړه پېښې هم کېږي . کليوال ښاريانو او ښاريان کليوالو ته په بد نظر ګوري خو نه کيلوال د ښار ارزښتونه او ښېګڼې مني او نه ښاری د کلي . ((موږ غوندې خلک چې د ښار ښېګڼې هم منو او دکلي هم خو کلي ته تلای نه شو او په ښار کې مو زړه نه کېني.)) زما يو بيت و چې :

د باورونو منځ کې درز له دې خبرې جوړ دی

چې زموږ ښار زموږ له کلي څخه لرې جوړ دی

اسرار اتل هم د ښار او کلي د لريوالي موضوع ته پام کړی  او د ښار او کلي تر منځ واټن د باور، ارزښت او عقېدې د تضاد اصلي لامل بولي، وايي:

زمــــوږ تر منځه بس تضاد صرف همدغه دی چې

تاسو د ښار په کور کې اوسیء موږ د کلي کور کې

يا:

مــــــاله دا پېغور هم ډېر و چې د کلي يمه

ستاسو له ښاره بس په دې يوه خبره ولاړم

شاعر او اديب له خپلې زمانې د باندې ژوند کولای شي خو له خپلې زمانې د باندې نه مطالعه کېدای شی او نه له چاسره نه شي پرتله کېدای.

ځکه په هر نسل کې عيني او ذهنی شرايط دواړه بدلېږي، او که موږ د پښتو لرغوني شاعران له اوسنيو هغو سره پرتله کوو نو زياتی به مو کړی وي.

خو د شاعري د ژوندي پاتې کېدلو راز بايد هېر نه کړو. شاعر چې کله شعر وليکي بيا هغه د هماغه وخت د تاريخ يوه برخه ګرځي ځکه يې موږ په ادب تاريخ کې مطالعه کوو. په ادب تاريخ کې موږ د شاعر چاپېريال او عصر ټکي په ټکي مطالعه کوو کله چې دده عصر وګورو او د چاپېريال واقعات يې مطالعه کړو نو بيا د هغه د شعر په اړه پرېکړه کولای شو. عموما ډېر عمر هغو شاعرانو کړی دی چې د خپل وخت ټولنيز، سياسي او اخلاقي توکي، ارزښتونه او ستونزې يې را اخيستې دي. د اتل په اړه مې هم زړه د اوږده شعري ژوند ګواهي ليي ځکه زموږ د عصر ډېرې ناخوالې يې په شعر کې ځای کړې دي چې د ادب تاريخ لپاره ښه توکي دي.