د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ميني تګی

حفيظ مليار 12.02.2013 22:03

اوسپنه وم ویلی شوم د ظلم په بټۍ کې زه
جوړ رانه پولاد شو ټکیدو سره بلد یمه
زه یمه پښتون نور ازمویل زما پکار ندي
څومره چې راولیږم جګیدو سره بلد یمه
سوله ورور ولي او صداقت د ژوند معیار ګڼم
زه په ټول تاریخ کې دې نغمو سره بلد یمه
ما سره چې سم ځي یا که کوږ ښه پرې پوهیږمه
نشي پټیدلی د هغو سره بلد یمه
څنګه به مې هیر شې تخیل کې زما ځای لري
حسن د غزل او زه شعرو سره بلد یمه
پرخه د سحر یم د ګلپاڼو ښکلول غواړم
زه حفیظ ملیار د د ې مزو سره بلد یمه