دخيال محمدکټوازي دبې وخته مړينې په ياد !
10.02.2013 15:44دپکتيادلوړوغرونويونشتر راپريوتو
لوړچناردکټوازدبرګودرراپريوتو
پرې به خواره څنګه نه وي قافله داولسونو
زموږدهيلوله آسمانه يوکمرراپريوتو
دتورغر پريشانه څڼي ببرسرته چه نظرکړم
ښکاري داسې چه پټکى زموږدسرراپريوتو
لوي څراغ دعلم پوهې چه پرې لاردژوندرڼاوه
ځلاندستورى دآدب اودهنرراپريوتو
پرې به ستوي څنګه نه وي جوخت قطارمودملګرو
دروڼ آندوله ټولکي موشمله ورراپريوتو
بدخبردخيال دمړينې ناڅاپي بادونوراوړ
لکه تندردآسمان وو ناببرراپريوتو
لامواوښکې پاکې نه وي دقدوس دمړينې غم وو
په هالنډکې مونامي بل همسنګرراپريوتو
هسې نه چه به يوازې پرې يوکورياکلى خوارشي
ستر آفت دټول آفغان په لوي ټبرراپريوتو
شوې دخيال دايمي ټاټوبى اوس پرې وه وياړه وطنه
چه سينه کې دې يوهسې بختورراپريوتو